وروستي

په الله قسم هغه په خپله ژبه خبري نه کولې…

د۱۸۵۷ د ازادۍ له جنګ ورورسته ،  چیري چې د هندوستان پر ځمکه د څلور نیم لکه مسلمانانو ویني وبیول شوې او اکثره علماء کرام شهیدان کړای شول.  نو د انګرېزانو دا ګمان شو چې بس له هندوستان څخه مو د مسلمانانو او اسلام جنازه وایستل ،  نو له ټولي نړۍ څخه عیسائي مبلغین راوبلل شول ،  او هندو او عیسایي مبلغینو په ګډه د هندوستان په کلي کلي او کوڅه کوڅه کې  د اسلام او مسلمانانو عقیدې چیلنج کولې او له هر لوري د اسلام خلاف یو تهذیبي جنګ روان و. هغه څوک وو چې په هندوستان کې د الله انصار او د اسلام سپاهیان شول؟؟؟ تاریخ هغه خلګ د دیوبند د علماؤ په نامه پېژني.

حجة الاسلام مولانا محمد قاسم نانوتوي رحمه الله د خپلو شاګردانو یو جماعت تیار کړ او هغوی یې د هندوستان هر کلي ته واستول چې هر څوک چې د مناظرې لپاره چېلنج درکړي نو قبول یې کړئ او د اسلام حقانیت ورته څرګند کړئ.

په هندوستان کې د مناظرې میدان ګرم شو ،  په دې وخت کې د دیوبند د چمن یو ګل چې خلګ یې د مولانا رحمت الله کیرانوي په نامه پېژنې ،  د یوه عیسائي مناظر سره یې مناظره وشوه.

عیسائي مناظر : ….د عیسی علیه السلام د نبوت دلیل دادی چې هغه به مړي ژوندي کول ،  که ستاسي نبي هم داسي کړي وي نو راته ویې ښایه.

رحمت الله کیرانوي: …. زمونږ دا عقیده ده چې کله انسان مړ شي ،  نو هغه ته یو بل ژوند ورکول کیږي چې د برزخ ژوند ورته وایي ،  مطلب داچې هغه هلته په برزخ کې ژوندی دی او یو ژوندی انسان راپورته کول کوم کمال دی؟؟؟  زمونږ د نبي د نبوت اقرار خو بې روح شیانو ونو او کاڼو هم وکړ او هغه ته به یې سلام کاوه.

ته خو زمونږ د نبي خبري کوې ،  زما سره چې کومي هدیرې ته ځې او هر قبر ته چې اشاره کوې ،  که د محمدرسول الله دې امتي د الله په حکم سره هغه مړی درته را ژوندی او راپورته نه کړ  نو زه به خپل دین پرېږدم او که مي را ژوندی کړ نو خپل دین به پرېږدې او د اسلام حقانیت به منې.

هغه عیسائي سمدستي مناظره پرېښوده او وتښتېدی.  کله چې له هغه څخه د تیښتي لامل وپوښتل شو ،  نو ویې ویل : “په الله قسم هغه په خپله ژبه خبري نه کولې ،  بلکي د هغه خدای د هغه پر ژبه خبري کولې “.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*