وروستي

په وړيا ډول د نړۍ د مشهورو پوهنتونونو کورسونو کې ګډون وکړئ!

​نور احمد عايل

کېدای شي باور ونه کړئ چې بې له کوم فيس او پيسو څخه د نړۍ په مشهورو پوهنتونونو لکه:  يلي، سټنفورډ، مېريلېنډ، لندن، ډوک  او نورو ډېرو پوهنتونونو ….   په لنډمهالي کورسونه کې انلاين ګډون وکړئ، خو تاسې کولای شئ په داسې کورسونو کې انلاين ګډون وکړئ، د کورسېرا Coursera په نامه اپليکېشن خپل انډرايډ موبايلونو، ايفون او يا هم اېپېډ ته ډاونلوډ کړئ او په پريمانه کورسونو کې چې په بېلابېلو موضوع ګانو له هنر ، ډيزاين او ګرافيک څخه نيولې  تر ارواپوهنې او نورو موضوع ګانو باندې دايرېږي ،وپلټۍ او ګډون پکې وکړئ.  ددې اپليکېشن په زياترو کورسونو کې ګډون وړيا دی ، د ځينو لپاره بيا پيسې غواړي چې تاسې د کورس شهادت نامې څخه برخمن کړي او درویې لېږي، د هغه لپاره بايد تاسې ماسټر کارټ او يا هم ويزا کارت ولرئ (چې ډېر په اسانه یې تاسې په افغانستان کې له موجودو بانکونو څخه اخيستلی شئ)

(خو بيا هم که د ماستر کارت او يا ويزا کارت د اخيستلو په اړه مو رهنمايي ته اړتيا وه ، په کمېنټ کې یې  راته وليکئ زه به یې په اړه معلومات درکړم)

د هر کورس دوره له ويډيويي زده کړو، متني سرچينو ، پوښتنو او تمرينونو څخه جوړېږي چې په ټاکلي وخت بايد تاسې ګډون پکې وکړئ او حل یې کړئ او سربېره پر دې د ګډونوالو د نظرونو د تبادلې لپاره هم يوه برخه لري چې د کورس په اړه خپل تاثرات سره شريک  کړئ ، له ګډون وروسته کولای شئ هروخت چې وغواړئ بيرته ځان ترې باسلی شئ!

۲۴ ميلیونه کسانو ګډون پکې کړی تاسې هم خپل زور وازمويئ!
د انډرايډ لپاره ددې اپليکېشن د ډاونلوډ کولو لپاره لاندې لينک کليک کړئ

https://play.google.com/store/apps/details?id=org.coursera.android&hl=en

د ايفون او اې پېډ لپاره لاندې لينک کېکاږئ!

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*