وروستي

د غربي ديموکراسۍ ناوليې پايلې دين له سياست څخه جلا کول

لیکنه: دکتور یوسف القرضاوي
ژباړه: محمد خالد ملکزی

د قرضاوي صاحب په دې په زړه پورې لیکنه کې به ولولو چې:
اسلام هېڅکله هم وېشل کېدلی نشي او که چېرې په اسلام کې تقسیمات قبول کړو؛ نو بیا به دا اسلام په سیمه‌ییز، نژادي، مذهبي، لاهوتي، سیاسي او د عهدونو په اسلام سره ووېشل شي چې دا ډول وېشنې اسلام په کلکه سره غندلي دي.

اسلام نه یوازې عقیده او نه هم د یو څو عبادتونو مجموعه ده، بلکې هغه بشپړ شریعت دی چې حتی د اسلامي فقهې د عباداتو اړخ ېې هم له سیاسي اړخ څخه خالي نه دی.

که څه هم د دکتور قرضاوي دا لیکنه یوه اوږده لیکنه ده، ولې هیله لرو چې زمونږ ګران لوستونکي دا لیکنه تر پایه ولولي.
همداراز قرضاوي صاحب د اسلام په اړه د سیکولرانو د رنځور فکر غندنه کړې ده او په یو لړ کره دلیلونو سره ېې د اسلام د سپېڅلي دين څخه دفاع او دا ېې جوته کړې ده چې د اسلام په هر اړخیزه او وسطیت دین کې سیاست هم شته او هېڅکله ورڅخه سیاسي اړخ جلا کېدلی نشي او زیاتوي چې اسلام د سیاسي کېدلو څخه پرته اسلام کېدلی نشي، خو نه هغسې سیاست کوم چې نني سیکولران لکه چې وايي:

یو له هغو اصطلاحګانو څخه چې سیکولران او موډرنستان ېې زیات کاروي د سیاسي اسلام اصطلاح ده چې اوس زمونږ په اسلامي ټولنو کې دا کلمه دخیله شوې ده، البته له دې څخه د هغوی هدف دا دی چې: سیاسي اسلام هغه اسلام چې د اسلامي امت روانو کړکېچنو حالاتو ته ژوره کتنه او پاملرنه کوي او د هغه په رڼا کې د خپلو داخلي او بهرنیو اړیکو لیدلوري ټاکي او د هر بېګانه قدرت پر وړاندی خپلو پېروانو ته د خپلواکۍ درس ورکوي ترڅو هر ډول هلی ځلې په کار واچوي او د اسلام د سیوري لاندی واکمن ژوند تېر کړي او خپلې ټولې مادي او معنوي چارې لکه څنګه ېې چې هغه (اسلام) ورڅخه غواړي پر مخ یوسي.

همداراز د اسلامي امت بچیان باید د دې اسلام لپاره نه ستړي کېدونکي جهود په لاره اچوي تر څو اسلامي امت د غربي استعمار له هر ډول ترسُّباتو څخه په هر ډګر کې خوندي وساتل شي، که هغه د دې امت فرهنګي ډګر وي او یا هم ټولنیز که هغه د غربي قوانینو سر د مبارزې ډګر وي او یا داسې نور ډګرونه… او د دې ټولو هلو ځلو څخه به بنسټيز مقصود دا وي چې تر څو اسلامي امت وکولی شي د ژوند په ټولو برخو کې الهي تشریعاتو او قوانینو ته عملي بڼه ورکړي.

ځيني غربي افکارو ځپلي د سیاسي اسلام دغه ټرمینولوجي د دې لپاره کاروي تر څو د دې کلیمې له مضمون څخه مسلمانان زړه توري کړي او د هغو اسلامي دعوتګرانو پر وړاندې حساسیتونه راوپاروي کوم چې د اسلام د شامل فهم په لوري نورو ته په بې ساري اخلاص سره بلنه ورکوي، یعنې هغوی چې اسلامي نظام هم عقیده ګڼي او هم ېې د ژوند لپاره بشپړ قانون، هم ېې عبادت ګڼي او هم ېې اخلاق او سیاست، هم ېې دعوت ګڼي او هم دولت.

ما د سیکولرانو دا رنځور فکر او بې بنسټه دعوی تر دې وړاندی په خپله یوه اوږده فتوی کې په کلکه سره غندلې او ما په خپل یو کتاب (فتاوی معاصره) په دوهم ټوک کې مې له یو ډول کره دلائلو سره دا خبره ښه څرګنده کړه چې دلته به زه د موضوع سره سم یو ځل بیا د دغې فتوی یو څه مهم اړخونه په مناسب لنډیز سره له تاسو قدرمنو لوستوونکو سره شریک کړم:

لومړی سبب: دا اصطلاح ځکه غندو چې دا یوه مردوده او ناسمه نومونه ده:
دا له دې کبله چې دا اصطلاح د اسلام دښمنانو هغو شومو پلانونو ته لاره هواروي کوم چې د اسلام د ټوټه ټوټه کولو لپاره ېې په راتلونکي کې په لاره اچولي دي او په دې توګه سره به اسلام په مختلفو برخو ووېشل شي، بیا به دا اسلام هغه ډول نه وي پاتې کوم چې لوی څښتن تعالی را نازل کړی دی او کوم چې مونږ مسلمانان پرې بشپړ باور لرو، بلکې بیا به دا د یو اسلام پر ځای ګڼ شمېر اسلامونه وي لکه څرنګه ېې چې د طاغوت د کرغیړن نظام پلویان د همداسې کېدلو لپاره لېواله دي.

که دا تقسیمات همداسې مخکې ولاړ شي؛ نو بیا به دا یو سیمییز اسلام وي، لکه د آسیا د لویې وچې اسلام، د افریقا د لویې وچې اسلام.
که د سیکولرانو سره دا ومنو؛ نو بیا به دا اسلام د دوی په لاس د عهدونو په اسلام سره ووېشل شي، لکه د نبوي عهد اسلام، د خلفاء راشدینو د عهد اسلام، د امویانو د عهد اسلام، د عباسیانو د عهد اسلام، د عثمانیانو د عهد اسلام او د عصري نړۍ ماډرن اسلام.

بیا به دا اسلام په نژادي وېش سره هم و وېشل شي لکه: عربي اسلام، هندي اسلام، ترکي اسلام، مالیزیايي اسلام او داسې نور…
همداراز د اسلام لپاره دا وېش که ومنو؛ نو بیا به د مذهبونو په اسلام سره هم ووېشل شي لکه: سني اسلام، شیعي اسلام او داسې نور …
بیا به [ د اسلام د ښمنان پر دې هم بسنه ونکړي) بلکې سني وروڼه به هم په څو برخو سره ټوټه ټوټه کړي او شیعه ګان به هم په څو برخو سره ووېشي او له بده مرغه د وېش په دې لړۍ کې به یو څو نور نوي تقسیمات هم ور اضافه کړي لکه: د انقلابونو اسلام، د وروسته پاتې کېدلو اسلام، رادیکال (تندلاری اسلام) کلاسیک اسلام (لرغونی اسلام) د ښي لاس اسلام، د چپ لاس اسلام، د خشونت (تشدد) اسلام، مُنفتِح (د هوساینې) اسلام او په پای کې سياسي اسلام او روحي اسلام، د یو زمان او وخت پوری محدود اسلام، لاهوتي اسلام (1)
او نه پوهېږو چې په نژدې راتلونکي کې به دوی دا اسلام په نورو څومره تقسیماتو سره و وېشي.

اسلام دا تقسیمات غندلي دي:
حق خبره دا ده چې دا پورته تقسیمات د یو مسلمان له نظره ټول د غندلو وړ دي، ځکه چې له یو اسلام پرته بل اسلام نه لرو او نه هم هغه کوم شریک لري او نه هم مونږ په نورو اسلامونو باندې اعتراف کوو او اصلي اسلام هماغه اول اسلام (د قرآن او د سنت اسلام دی).
حقیقي اسلام هماغه دی کوم چې خیرُ القرون [د نبوي عصر څخه وروسته امتونو] پېژندلی ؤ او بیا له صحابه کرامو وروسته زمونږ نورو اسلافو کوم فهم له اسلام څخه درلود هماغه سالم اسلامي فهم ؤ، له همدې کبله لوی څښتن تعالی او د هغه رسول (علیه الصلاة و السلام) د دې اسلافو ستاینه کړې ده.

همدا صحیح اسلام دی او وروسته له دې چې اسلام دښمنه ځواکونه د دین ښکلې څېره بدرنګه کړه او د نېغې لارې څخه ېې د دې امت بچیان په وړو لارو کې منحرف کړل او یو لړ ناپوهه خلکو په خپلو بې بنسټه دعواګانو سره ورته ځان منسوب کړ او د فلسفو په بې غوره ویناو کې ېې د دې دین رنګ د نورو پر وړاندې کم رنګه کړ او وروسته له دې چې په اسلامي خاورو کې د اسلام په نامه مختلفې ډلې رامنځ ته شوي
او د اسلام لپاره د جګړه مارو بې ځایه غوښتنې زیاتې شوې او د مفسدینو بېځایه دعواګانو کثرت او د اسلام په اړه د ناپوهانو تصورات په ټولنه کې ترویج ومونده؛ نو دا او دېته ورته نورې هغه منفي کړنې دي چې د اسلام د اصیل فهم د نه موجودیت له کبله له بده مرغه نن خلکو ته دا دین د خوښېدو پر ځای منفور وروپېژندل شو او ورڅخه د خلکو د زړه تورېدو لپاره هر راز توطئې په لاره اچول شوي دي.

اسلام د سیاسي کېدلو څخه پرته اسلام کېدلی نشي:
اوس غواړم په ډاګیزه توګه څو خبرې له تاسې سره شریکې کړم: حقیقي اسلام لکه څرنګه چې لوی څښتن تعالی زمونږ لپاره استولی دی د سیاسي کېدلو پرته رامنځ ته کېدلی نشي، ځکه که د اسلام څخه د هغه سیاسي اړخ جلا کړ؛ نو بیا خو به تا د اسلام څخه یو بل دین جوړ کړی وي، لکه: د مسیحیانو اسلام، د بودایانو اسلام او داسې نور… بیا به هېڅکله هم یو حقیقي اسلام نه وي پاتې، او دا هم د دوو عمده دلیلونو پر اساس:

لومړی سبب: اسلام د ژوند ټول اړخونه په پام کې نیسي:
اسلام د بشري ژوند لپاره ډېر داسې څرګند موقفونه او ډاګیز حکمتونه لري چې اصلا له سیاست سره کلک تړاو لري، ځکه اسلام یواځې عقاید نه دي، او نه هم یواځې یو څو د عبادتونو یوه مجموعه ده بلکې یو متکامل شریعت دی، هدف مې دادی چې اسلام یواځې د بنده او د خالق تر منځ رابطه هم نده. بلکې اسلام د ژوند یو بشپړه تګلاره ده چې د بشري ژوند لپاره اصول او مبادئ په پام کې لري او یو لړ قوانین لري او داسې هر اړخیزه لارښودنې لري چې نه یواځې د یو فرد، کورنۍ او د ټولنې په اوضاع کې مثبت بدلونونه راوستلای شي، بلکې د حکومت او د نړیوالو اړیکو لپاره هم خورا توجیهات لري چې مونږ ېې په قرآن کریم، په سپېڅلي نبوي ارشاداتو او د اسلامي فقهې په مختلفو مذاهبو کې په بشپړ وضاحت سره موندلی شو.

حتی په اسلامي فقه کې د عباداتو اړخ هم له سیاسي اړخ څخه خالي نه دی، لکه د بېلګې په ډول: اسلامي علماء په دې اړه سره متفق دي چې د لمانځه په پرېښودلو او د زکات په نه ورکولو او د روژې په مبارکه میاشت کې په ښکاره توګه سره د روژې په خوړلو او د حج د سپېڅلې فریضې په اداء کولو کې له اهمال او بې پرواېۍ څخه په کار اخیستلو سره عقوبت او جزاء رامنځ ته کېږي او حتی فقهاء په دې اړه دا هم وايي چې که چېرې یوه ډله د پورته فرائضو په وړاندی انکار او ممانعت وکړي؛ نو وژل کېدلی هم شي، لکه څرنګه چې حضرت ابوبکر الصدیق (رضي الله عنه) د زکات د مانعینو سره همداسې چلند وکړ.

په اسلام کې د توحید تصور مونږ ته د همدې ښودنه کوي چې مسلمان به له خپل لورونکي خدای تعالی څخه پرته له بل چا څخه مرسته نه غواړي او د لوی الله تعالی پرته به د بل چا حکم نه مني، لکه څرنګه چې د توحید سورت (سورة الأنعام) مونږ ته د همدې ارزښتمنو ارشاداتو ښودنه کوي.
د توحید عقیده په اصل کې د خپلواکۍ، مساواتو او بشري اخوت په لوري د جدي ګامونو اخيستلو څخه پرته بل څه کیدلی نشي، دا هم د همدې مصلحت لپاره دي تر څو ځیني له ځینو نورو څخه د خپلو خدایانو په توګه سره ونه نیسي، او همدا سپېڅلی عقیده د بنده، بنده ته د عبادت کول ناروا بولي او له همدې کبله به چې نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) هر کله د اهل کتابو بادشاهانو ته خپل پیغامونه لېږل؛ نو په پای کې به ېې دوی ته دا مبارک آیت لیکه چې الله تعالی فرمايي: {يَا أَهْلَ الْكِتَابِ تَعَالَوْا إِلَى كَلِمَةٍ سَوَاءٍ بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمْ أَلَّا نَعْبُدَ إِلَّا اللَّهَ وَ لا نُشْرِكَ بِهِ شَيْئًا وَ لا يَتَّخِذَ بَعْضُنَا بَعْضًا أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ فَإِنْ تَوَلَّوْا فَقُولُوا اشْهَدُوا بِأَنَّا مُسْلِمُونَ} (آل عمران:64) .

ترجمه: ووایه (ای محمده !) ای اهل کتابو! راځئ د یوې داسې کلیمي په لوري چې زمونږ او ستاسې تر منځ برابره ده (او هغه دا ده چې) د الله تعالی پرته به د بل چا عبادت نه کوو او د الله تعالی سره به شریک نه نیسو او له الله تعالی پرته به نور څوک د خپل اربابانو په توګه (ارباب د رب جمع ده) نه نیسو؛ نو که دوی وګرځېدل، پس تاسی ووايئ چې شاهدان شئ تاسې په دې چې په تحقیق سره مونږ مسلمانان یو (او تاسو نه ېئ).
د مکې د مخکښو مشرانو او مشرکینو د اسلامي دعوت پر ضد د ودرېدلو اصلي راز په همدی کې ؤ چې هغوی د (لا إله إلا الله) د مبارکې کلیمې په معنا باندی ډېر ښه پوهېدل چې دا کلیمه له مونږ څخه څه غواړي؟ او د عقیدوی تغییر تر څنګ زمونږ څخه زمونږ په سیاسي ژوند کې د څه ډول بدلون غوښتنه لری؟ په ټولنیز او له نورو سره د روابطو په ساتلو کې له مونږ څه ډول غوښتنې لري؟

دویم سبب: د مسلمان شخصیت یو سیاسي شخصیت دی:
دا اسلام دی چې د مسلمان شخصيت ېې سياسي جوړ کړی دی او دا اسلامي عقیده، شریعت، عبادت او اسلامي تربیت دی چې د هغه شخصیت ېې ترمیم کړی دی او د یو مسلمان شخصیت تر هغه پوری بشپړ شخصیت نشي کېدلی تر څو پورې چې سیاسي اِدراک او پوهه ونلري، مګر دا چې که چېری یو څوک د اسلام څخه ناقص او رنځور تصور ولري او یا ېې په ناسمه توګه تطبیق کړی وي.
پر دې خبره هم ځان پوهول پکار دي چې اسلام د هر مسلمان په غاړه کې یوه فریضه وراچوي چې د هغې نوم دی أمر بالمعروف و النهي عن المنکر او دغه مبارکه فریضه [د اسلامي سیاست یوه عمده برخه ده] چې په یو حدیث شریف کې زمونږ لپاره بیان شوې ده او عنوان ېې دی: (النصيحة لأئمة المسلمين و عامتهم)

او دا هغه فریضه ده چې د دې څخه په یو صحیح حدیث کې د ټول دین تعبیر شوی دی(2):، کله هم ترې په حق سره تواصي مراد کېږي
(یو بل ته په صبر سره سپارښتنه کول)، لنډه دا چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر د دنیوي او اخروي خُسران (تاوان) څخه د خلاصېدو په سلسله کې د څلور اساسي شرطونو څخه یو اساسي شرط ګڼل کېږي [1: په الله تعالی باندی ټینګ ایمان، 2: نیک اعمال، 3: یو بل ته په حق سره وصیت کول، 4: په دې یادو شیانو باندی صبر کول ] چې دا خبره په سورت العصر کې هم ښه څرګنده شوې ده.

نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) مسلمان تر هر څه د مخه د داخلي فساد ځپلو ته هڅوي او دا ورته وايي چې دا جهاد د بهرنیو دښمنانو سره د
جهاد څخه ډېر غوره دی او یو ځل د هغه (صلی الله علیه وسلم) څخه د بهترین جهاد په اړه پوښتنه وشوله او ورته ېې په ځواب کې وفرمایل:
(( أفضل الجهاد كلمة حقّ عندَ سُلطانٍ جائرٍ)) (3) یعنې تر ټولو غوره جهاد د مستبد (ظالم) بادشاه پر وړاندی (په ځغرده سره) د حق ویل دي.
دا له دې کبله چې داخلي فساد د بهرني دښمن استبداد ته لاره هواروي او په دې لاره کې شهید کېدل د شهادت تر ټولو لوړه درجه ګڼل کېږي، لکه چې نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) فرمايي: “سيد الشهداء حمزة، ثم رجل قام إلى إمام جائر فأمره ونهاه، فقتله” 4
ترجمه: د شهېدانو سردار او مخکښ حضرت حمزه (رضي الله عنه) دی او بیا هغه سړی چې د یو مستبد واکمن (بادشاه) پر وړاندی ودریږي، (په ځغرده) ورته په نیکیو باندې امر او له بدیو څخه ېې منع کړي او(په پای کې ېې) و وژني.

اسلام د مسلمان په زړه کې د ظلم او استکبار او د بېوزله مسلمانانو د ټولوژنې پر وړاندی د مبارزې جذبې را زرغونوي او د ظالمانو د ناکراریو پر وړاندی د مقاومت ولولې په دوی کې را ټوکوي، تر دې پورې چې هغه (صلی الله علیه وسلم) به په دعاء قنوت کې دا دعا کوله چې دا حدیث ابن مسعود (رضي الله عنه) روایت کړی دی او د امام ابوحنیفه (رحمه الله) او د نورو په مذهب کې طریقه هم همداسې ده چې : ((نشكرك الله و لا نكفرك، و نخلع و نترك من يَفجرُك)) (5): ترجمه: ای ربه ! مونږ ستا شکر په ځای کوو او ستا ناقدري نه کوو او پرېږدو او لرې کیږو له هر هغه چا څخه چې ستا (له آوامرو څخه) سرغړونه کوي.

بیا که قرآن کریم ته وګورو؛ نو جوتیږي چې د مظلومو مسلمانانو د ژغورنې لپاره د تشویق په ډېرو ښکلو عباراتو سره مونږ قتال ته هڅوي، لکه چې لوی څښتن تعالی فرمايي: ((وَ مَا لَكُمْ لا تُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاءِ وَ الْوِلْدَانِ الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَ اجْعَلْ لَنَا مِنْ لَدُنْكَ وَلِيًّا وَ اجْعَلْ لَنَا مِنْ لَدُنْكَ نَصِيرًا)). (النساء:75).

ترجمه: او څه مانع ده چې تاسې د الله تعالی په لاره کې نه جنګېږئ او د (هغو) مظلومانو د خلاصون لپاره چې (په دوی کې) سړي، ښځې او هلکان دي، هغه کسان چې وايي: ای زمونږه پروردګاره ! مونږ د دې کلي (مکې) څخه چې پکې مېشت خلک ظالمان دي وباسه! او د خپل لوري څخه مونږ ته یو حامي (ساتوونکی) وګرځوه او د خپل لوري څخه مونږ ته یو مرستندوی وګرځوه.

همداراز لوی پروردګار پر هغو کسانو خورا سخت په قهر او له هغوی څخه ناراضه کېږي څوک چې د بې غیرتۍ او رذالت ژوند اختیارول غوره ګڼی، د وخت د ظالمو واکمنانو پر وړاندې مُداهنه او چاپلوسي کوي او په داسې یوې خاوره کې شپې او ورځې سبا کوي چې په ښکاره ډول پکې د دوی تحقیر کېږي په داسې حال کې چې دوی له دې خاورې څخه فرار او د هجرت کولو توان هم لري او د دوی په حق کې الله متعال مونږ داسې لارښوونه کوي: ((إِنَّ الَّذِينَ تَوَفَّاهُمُ الْمَلائِكَةُ ظَالِمِي أَنْفُسِهِمْ قَالُوا فِيمَ كُنْتُمْ قَالُوا كُنَّا مُسْتَضْعَفِينَ فِي الْأَرْضِ قَالُوا أَلَمْ تَكُنْ أَرْضُ اللَّهِ وَاسِعَةً فَتُهَاجِرُوا فِيهَا فَأُولَئِكَ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَسَاءَتْ مَصِيرًا * إِلَّا الْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَ النِّسَاءِ وَ الْوِلْدَانِ لا يَسْتَطِيعُونَ حِيلَةً وَ لا يَهْتَدُونَ سَبِيلًا * فَأُولَئِكَ عَسَى اللَّهُ أَنْ يَعْفُوَ عَنْهُمْ وَ كَانَ اللَّهُ عَفُوًّا غَفُورًا} (النساء:97-99).

ترجمه: بېشکه هغه کسان چې د (مرګ) ملائیکو دوی وفات کړي وي، په داسې حال کې چې دوی پر خپلو ځانونو باندې ظلم کوونکي وي، ورته وبه وايي (ملائیکې) چې تاسې په څه ډول حالت کی وی (دیني حالت مو څنګه ؤ) ؟ وبه وايي: مونږ په ځمکه کې خورا مظلومان وو (د کفارو تر واکمنۍ لاندی مو ژوند کاوه) ملائېکې به ورته ووايي: آیا د الله تعالی ځمکه پراخه نه وه چې تر څو تاسې هلته هجرت کړی وای؛ نو د دوی (د هجرت د دې تارکینو) ځای دوزخ دی او ډېر ناکاره ځای د ورتللو دی. مګر هغه کسان چې له نارینه ؤ، ښځو او له هلکانو څخه په رښتیا سره بې وزلان دي (دوی به نه په عذابیږي) چې دوی نه کومه حیله لري او نه هم لاره پېژني (چې له دارالحرب څخه په سلامتۍ ووځي) پس ښایي چې پروردګار (جل جلاله) به دوی ته (د دوی د ګناهونو) عفو وکړي او الله تعالی ښه عفو کوونکی (د معذورانو) دی او ښه بښوونکی د (بندګانو د تېروتنو) دی.

حتی د دغو بې وزلانو او عاجزانو په هکله هم قرآن فرمايي چې: ((عَسَى اللَّهُ أَنْ يَعْفُوَ عَنْهُمْ)) یعنې ښايي چې پروردګار به دوی ته بښنه وکړي او دا خبره هم یو ګمان دی چې امید دې ورته بښنه وشي او په اصل کې دا زجر (سزا) ورته ځکه ټاکل شوې ده چې د ظلم او سپکاوي نه د ډک ژوند ېې اختیار کړی دی چې د هغې په مقابل کې مسلمان بله د خلاصون لار نلري.

وروستۍ خبره داده چې په قرآن کریم کې د طاغوت د پلویانو لکه فرعون، هامان، قارون او د هغوی د مرستندویه ډلې د ظلمونو یادونه په تکراري بڼه په دې خاطر شوې ده چې تر څو د مسلمان په زړه کې د هغوی د ظلمونو او بشري انحرافاتو پر وړاندې کرکه را پیدا شي او دا د همدې په خاطر تر څو مونږ ته دا احساس راکړي چې یو مسلمان د دوی د بې دردیو پر وړاندې د زغملو تاب نلري او مسلمان باید د دغه طاغوتي لښکرو پر وړاندی په فکري او شعوري ډول خپل تنفر ښکاره کړي، ځکه چې د دغه ظالمانو د ظلم په نتیجه کې ډېر بې وزله او بې کسه خلک د ظالمانو د استبداد قرباني شول.

لمونځ د مسلمان په سیاسي او ټولنیز ژوند کې څه ډول سیاسي بدلون راوستل غواړي؟

کله چې ته د لمانځه لپاره خپل پروردګار ته ودریږي او په خورا خشوع او عاجزۍ سره د لمانځه دا الهي فریضه ترسره کوي؛ نو په عین وخت کې به ستا فکر د سیاست په بحر کې غوپې وهي، په ځانګړې توګه هر کله چې ته په لمانځه کې د قرآن کریم هغه آیاتونه لولې کوم چې یو لړ ټولنیزو مسائلو ته اشاره کوي او عام خلک ېې په سیاست سره پېژني، د مثال په توګه:

هر کله چې ته د سورت المائدې دا مبارک آیتونه لولې کوم چې په (ما أنزل الله) باندې د فیصلو کولو تا ته امر کوي او بیا ورسره دا هم مبارک آیتونه هم لولې: هر څوک چې په (ما أنزل الله) سره أمر نه کوي؛ نو هغوی کافران، ظالمان او فاسقان دي، لکه چې فرمايي: { وَ مَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ} [المائدة:44].

ترجمه: (( او هر چا چې په هر هغه څه باندې چې الله تعالی رالیږلي دي پرېکړه ونه کړه؛ نو دغه کسان همدوی (په خپله) کافران دي. په بل مبارک آیت کې الله تعالی بیا داسې ارشاد فرمايي: { وَ مَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ}. [المائدة:45].
ترجمه: (( او هر چا چې په هر هغه څه باندې چې الله تعالی رالیږلی دي پرېکړه ونه کړه؛ نو دغه کسان همدوی (په خپله) ظالمان دي)).
او په بل مبارک آیت کې بیا داسې ارشاد فرمايي: {وَ مَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ فَأُولَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ} [المائدة:47].
ترجمه: ((او هر چا چې په هغه څه باندی چې الله تعالی رالیږلی دي پرېکړه ونه کړه؛ نو دغه کسان همدوي (په خپله) فاسقان دي.))
په دې توګه سره ته په خپله د دې آیاتونو په لوستلو سره په سیاست کې برخمن پاتې شوي او درته جوته شوه چې دا مبارک آیاتونه د دې وخت مستبد او طاغوتي کرغیړن نظام په څه ډول الفاظو سره یادوي چې بالآخره ستا په زړه کې د هغې پر ضد د کرکې ولولې راپاریږي، ځکه چې دا ډول مستبد حکومتونه په پورته مبارکو آیاتونو کې په کفر، ظلم او د فسق په ناوړه نومونو سره یاد شول.

همدا ډول بیا چې کله ته لمونځ کوې؛ نو ستا دا لمونځ له هر هغه چا سره د دوستۍ کولو څخه تا منع کوي چې مؤمن نه وي لکه چې لوی څښتن تعالی فرمايي: { يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَتَّخِذُوا الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَتُرِيدُونَ أَنْ تَجْعَلُوا لِلَّهِ عَلَيْكُمْ سُلْطَانًا مُبِينًا } (النساء:144).
ترجمه:( ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی تاسې له مؤمنانو پرته کافران (خپل) دوستان مه نیسئ، آیا تاسې غواړئ چې د الله تعالی لپاره پر خپل ځان باندې (کوم قوي حجت) پیداکړئ . (یعنې دا چې تاسې هم که د منافقانو په څېر کار وکړئ؛ نو تاسې هم په ښکاره دلیل سره بیا منافقان یاست).

دا پورته خبرې د همدې ښکارندوینه کوي چې ستا لمونځ تا ته په ټولنیز ژوند کې د دې لارښودنه کوي چې له چا سره باید دوستي وشي او له چا سره دښمني، پر چا اعتماد وشي او بې باوره خلک څوک دي؟

لمونځ ځکه د سیاست سره تړاو لري چې په لمانځه کې ته د مسلمانانو د تقویت او برلاسۍ لپاره د دعاء لپې پورته کوی او یا هم د روانو ناکراریو او ظلمونو څخه د هغوی د خلاصون په خاطر مقتدر الله تعالی ته زارۍ کوې، لکه: په لمانځه کې ته قنوت نازله لولې او دا کار اسلامي فقهې زمونږ لپاره ټاکلی دی، یعنې قنوت نازله هغه دعا ده چې په لمنځونو کې له رکوع وروسته په آخري رکعت کې ویل کېږي په ځانګړې توګه په جهري لمونځونو کې، البته د دې دعا مشروعیت هغه وخت وي چې کله په مسلمانانو باندې سخته بده ورځ راشي، لکه دښمن ېې پر خاوره باندې هجوم راوړی، یا هم په اسلامي خاوره کې د طبیعې پېښو په لړ کې د سختو زلزلو او طوفانونو له کبله د یوې سیمې مېشت مسلمانان وځپل شي او یاهم سخت قحط او یا دې ته ورته نوری غمیزې رامنځ ته شي.

مونږ مسلمانان په خپلو لمونځونو کې دا ډول دعاګانې هغه مهال کوو چې کله مثلاً: اسرائیلي وحشي ځواکونه د فلسطین په سپېڅلی خاوره کې زمونږ د بې وزله فلسطیني وروڼو په وژلو باندې لاس پورې کړي یا په لبنان او داسې نورو خاورو کې اسلام دښمنه ځواکونه په اسلامي خاوره باندې برید وکړي، لکه څو لسیزې وړاندې د دې پېښو بل مثال د افغانستان اسلامي خاوره وه چې کله پرې شورویانو او روسي استعمار خپلې لښکرې په ډېرې بې دردۍ سره وروستلې، یا لکه په بوسنیا او هرسک کې چې خونړي جنګونه رامنځ ته شول.

په همدې توګه سره مونږ په لمانځه کې کله چې د مسجد محراب ته څېرمه ولاړ یو سیاسي ډګر ته ورننوځو او د هغه په لمن کې لوېږو او لوی پروردګار (جلت عظمته) ته په خورا عاجزۍ او انکسار سره د اسلام د بري لپاره دعا کوو، د اسلام طبیعت همداسې دی چې دین پکې له دنیا څخه نه جلا کېږي او نه هم دنیا پکې له دین څخه او نه هم زمونږ په سپېڅلی دین، قرآن، نبوي سنتو او لرغوني سپېڅلي تاریخ کې هېڅکله هم داسې پېښ شوی ندي چې دین دې وي او دولت دې نه وي او نه هم داسې شوي دي چې دولت دې شتون ولري خو دین دې پکې حذف شوی وي.
سیاستوال هر کله چې وغواړي دین په سیاست کې داخلوي:

یو لړ هغه کسان چې دا ګومان کوي: دین هېڅکله له سیاست سره تړاو نه لري او ځینو خلکو خو په دې وروستیو کې د دروغو دا دعوا هم را منځ ته کړی ده چې: (لا دين في السياسة، ولا سياسة في الدِّين): یعنې په سیاست کې کوم دین نشته او نه هم په دین کې سیاست.
دوی هغه کسان دي چې په خپلو کړنو او ویناو سره ېې د سیاست په هکله دروغ ویلي دي، ځکه دوی هر کله که حقیقي دین ته راوګرځي؛ نو ورته جوته به شي چې زمونږ په دین کې څومره ډېر داسې عبادتونه دي چې سیاسي رنګ لري او د خپل سر د دښمن راپرځول غواړي او خپل انتقام چا ته نه پرېږدي.

د اسلام څخه رنځور تصور په رښتیا سره چې اسلامي ټولنه له خورا سترو ستونز و سره مخامخ کوي، له بده مرغه دا ډول بې بنسټه خبرې یو لړ دیني خلک هم نورو ته کوي او د عامو خلکو په اذهانو کې د اسلام تصور همداسې ناقص ور اچول غواړي.

په اسلامي ټولنو کې داسې هم شوي دي چې کله د ټولني یو ډله خلک د هغو دیني علماؤ چې د دین په اړه سمه پوهه ونلري د پوچ او دنیا ته د شا کولو د وروسته پاتې سیاست سره مخالفت وکړي؛ نو دوی هم پرته له کوم ځنډه پرې یوه فتوی صادره کړي.

زما لا اوس هم ښه په یادیږي چې دوی څه ډول فتاوی (فتواګانې) صادرې کړي کله چې زه په 1948- 1949 [ یو کال ] د طور په زندان کې وم.
دا ډول دعوتګران باید وپوهېږي چې دوی په خپل دې کار سره له یو لوري خلک د قرآن حاکمیت او د اسلام پر ځان باندې عملي کولو ته رابلي او له بل لوري په ځمکه کې فساد خپرول غواړي، بیا که دا بهیر همداسې راون وي او عام مسلمانان په جهالت کې پرېښودل شي، بیا مونږ د دې مستحق یو چې ووژل شو او یا مو څوک په دار راوځړوي او یا زمونږ ښي لاس او چپه پښه پرې کړاي شي او له دې خاورې څخه مو بلې سیمې ته وشړي، داسې کارونه پخوا هم ترسره شوي دي او بیا بیا به هم تر سره کېږي که څه هم د خلکو څېرې بدلی شي.

او زما اوس هم ښه په یادیږي چې شاید د یو شمېر خلکو به هم په یاد وي چې د ځینو مفتیانو څخه وغوښتل شول تر څو د اسرائیلو سره د صلحې د مشروعیت په اړه فتواګانې صادرې کړي تر څو د اسرائیلو د ګوډ او مات سیاست ملاتړ وکړي، که څه هم چې تر دې وړاندی یو لړ حقاني علماو د اسرائیلو سره د روغې او دسولې کار حرام ګڼلی ؤ او په دې اړه ېې خپلې فتواګانی هم صادرې کړی او دا کار ېې د لوی څښتن تعالی او د هغه د رسول (علیه الصلاة و السلام) سره خیانت وشمېره، خو له بده مرغه تر نن ورځې پورې مونږ وینو چې یو لړ رئیس جمهوران له ځینو دیني معتبرو علماو څخه د دوی د واکمنۍ د بقاء او د دوی د شخصي مصلحت لپاره فتواګانې غواړي؛ نو همداسې وشول، دغو مستبدو واکمنانو له مفتیانو څخه وغوښتل تر څو د بانکونو سودي نظام تأیید او پرې شاهد واوسي، که څه هم ځینو همداسې وکړل او د طاغوت د پلویانو هره مشروع او نامشروع غوښته ېې روا وګڼله، په داسې حال کې چې دغه ډول علماء په خپله د اسلامي فقهې په اړه ډېر کم پوهېږي، خو بل لوري ته حق پرسته او رښتیني علماؤ د دوي دا ډول ناسم چلند څخه انکار وکړ او په ځغرده ېې د حق خبره خلکو ته وکړه، لکه چې لوی څښتن تعالی د حق پرسته علماؤ په اړه داسې فرمايي: ((الَّذِينَ يُبَلِّغُونَ رِسَالاتِ اللَّهِ وَ يَخْشَوْنَهُ و َلا يَخْشَوْنَ أَحَدًا إِلَّا اللَّهَ وَ كَفَى بِاللَّهِ حَسِيبًا)). (الأحزاب:39)

ترجمه: هغه کسان (انبیاء علیهم الصلاة و السلام) چې الهي پیغامونه (خپلو اتباعو ته رسوي) او له هغه (څښتن تعالی جلت عظمته) څخه وېرېږي او له الله متعال پرته له بل هېچ چا څخه نه وېرېږي، او الله تعالی کافي دی چې د (خپلو بندګانو) لپاره ښه حساب کوونکی دی .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱- لاهوت: یعنې الهي اسلام، دا کلیمه په اصل کې د (لَاهٌ) نه اخیستل شوې ده چې د إلهٌ په معنا سره ده، البته په دې کلیمه کې واو او د تاء توري د مبالغې لپاره کارول شوي دي لکه د جبروت او د ملکوت په کلیمو کې اضافه شوي دي. علم اللاهوت: هغه علم چې له عقاید او الله تعالی پورې اړونده فکرونو څخه بحث کوي. « اللَّاهُوتُ النَّظري »: د عقایدو علم ته وايي.
۲- إشارة إلى حديث: “الدين النصيحة”، وقد رواه مسلم في الإيمان (55)، و أحمد في المسند (19640)، و أبو داود في الأدب (4944)، والبيعة (4197)، عن تميم الداري.
۳- رواه أحمد في المسند (11035)، وذكر محققوه لقوله: “ألا إن أفضل الجهاد كلمة حق عند سلطان جائر” شاهدين وقالوا: بهذين الشاهدين حسن لغيره، وأبو داود في الملاحم (4344)، والترمذي في الفتن (2174)، وقال: حديث حسن غريب من هذا الوجه، وابن ماجه في الفتن (4011)، عن أبي سعيد الخدري.
۴- رواه الحاكم في المستدرك كتاب معرفة الصحابة (3/215)، وقال: صحيح الإسناد و لم يخرجاه، عن جابر، وحسنه الألباني في صحيح الجامع (3675 (
۵- رواه عبد الرزاق في المصنف كتاب الصلاة (3/110)، وابن أبي شيبة في المصنف كتاب الصلاة (2/106)، والبيهقي في الكبرى جماع أبواب صفة الصلاة (2/210)، عن عمر موقوفا.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*