وروستي

د [ قانون منع خشونت ] سيکولر قانون څلورمه برخه

څلورم قانون :

د هلک او نجلی د پاره د واده د سن ټاکل :

هر گاه شخص زن را كه سن قانوني را تكميل نه نموده به عقد نكاح در آورد، به حبس متوسط كه از دو سال كمتر نباشد، محكوم میګردد ( قانون منع خشونت ) .

د هلک د پاره ۱۸ کاله او د نجلی د پاره ۱۶ کاله د واده سن ټاکل شوی دی .

قانون منع خشونت عليه زنان ليکي : (اهليت ازدواج وقتي كامل مي گردد، كه ذكور سن (18) و اناث شانزده سالگي را تكميل كرده باشند).

او که څوک په پورته قانون باندې عمل و نه کړي داسې سزا يې ورته ټاکلي ده :
(هر گاه شخص زن را كه سن قانوني را تكميل نه نموده و بدون رعايت حكم مندرج ماده (71) قانون مدني به عقد نكاح در آورد، حسب احوال به حبس متوسط كه از دو سال كمتر نباشد، محكوم و نكاح در صورت مطالبه زن، مطابق احكام اين قانون فسخ مي گردد) (ماده بسست و هشتم ) .

دا قانون د اسلام خلاف دی ځکه چې په اسلامي شريعت کې د واده کولو سن نه دی ټاکل شوی .

بلکي د نابالغو نکاح د ولی د اجازت په شرط صحي ده ، ليس في الشريعة تحديد لسن زواج الرجل أو المرأة ، وقد أجمع أهل العلم على جواز تزويج الصغيرة إذا زوجها أبوها من كفء( موقع الاسلام سوال جواب ) .

يجوز نکاح الصغير و الصغيرة اذا زوجها الولی ( هنديه ج ۲ ص ۲۹۰ ) .

د عايشی رضی الله عنه واده بلوغ ته د رسيدلو سره سم شوی :

وقالت عائشة رضي الله عنهما : ( تزوجني النبي صلى الله عليه وسلم وأنا ابنة ست , وبنى بي وأنا ابنة تسع ) (متفق عليه)  يعنې : عايشه رضی الله عنه وايي : د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم سره مې په سپږ کلنۍ کې کوږده او په ۹۹ کلنۍ کې واده وشو ( يعنې د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم حضور ته ور وستل شومه ) .

دا چې په اسلامي شريعت کې د نکاح د پاره سن نه دی ټاکل شوی ، فقها‌ؤ کرامو يې حکمت دا ښودلی دی چې د هلک او نجلی د بلوغ سن نظر جغرافيوي اقليم او اقتصاد ته فرق کوي د ګرمو اقليمونو هلکان او نجلی په کم سن کې بلوغ ته رسيږي مګر د یخو مناطقو هلکان او نجلی پس بلوغ ته رسيږي ، چې په هلکانو او نجونو کې د بلوغ سن فرق کوي ، د نجلی د بلوغ سن له 9- شروع تر 16 کلنې او د هلک د 12 کلنۍ نه شروع تر 17 کلنې پورې وي .

اسلام چې کامل ، شامل او نړيوال دين دی داسې حکمونه يې وضع کړی دی چې د ټولې نړی احوال او حالات په نظر کې نيول شوي دي ، کچيرې د واده سن 18 وټاکل شي د ګرمو اقليمونو ځوانان به د بلوغ نه ورسته 6 کاله انتظار کوي ، نو سره له دې چې يو څوک د واده د پاره پوره امکانات ولري ، د هغه د 6 کاله انتظار په موده کې په فتنو او ګناه د مبتلاء کيدو څوک ضمانت کولای شي .


حال دا چې څوک چې د نکاح کولو توان لري اسلامي شريعت هغه ته په نکاح کولو کې د بېړی حکم کړی دی:

وعن علي رضي الله عنه، أن النبي صلى الله عليه وسلم قال له: “يا علي، ثلاثٌ لا تؤخرها، الصلاة إذا آنت، والجنازة إذا حضرت، والأيم إذا وجدت لها كفؤاً” (رواه الترمذي والمشکاة ) .

ژباړه : د علی رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : ای علی : په دريو څيزونو کې تأخير مه کوه (بيړه کوه ) ، د لمانځه په ادا کولو کې کله يې وخت داخل شي ، د جنازه کله چې حاضره شي ، او نکاح کله يې چې سيال پيدا شي .

او فرمايي : رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ فرمايلي دي:[ إِذَا خَطَبَ إِلَيْكُمْ مَنْ تَرْضَوْنَ دِينَهُ وَخُلُقَهُ فَزَوِّجُوهُ إِلَّا تَفْعَلُوا تَكُنْ فِتْنَةٌ فِي الْأَرْضِ وَفَسَادٌ عَرِيضٌ] ( الترمذی (1084) و ابن ماجه(1967) و حاکم (2695)) .

ژباړه : هر کله چې تاسې  ته داسې کس چې دين او اخلاق يې د تاسې د خوښۍ سبب شي  د خواستګارۍ د پاره رجوع وکړي نو د هغه سره خېښي وکړﺉ که نه نو په ځمکه کې به فتنه او فساد خواره شي

او څوک چې د نکاح کولو توان نه لري اسلامي شريعت هغه ته د صبر توصيه کړی ده تر هغه پورې څو الله تعالی د نکاح کولو وس او توان ورکړي .

الله جل جلا له فرمايي : وَلْيَسْتَعْفِفْ الَّذِينَ لا يَجِدُونَ نِكَاحًا حَتَّى يُغْنِيَهُمْ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ ( النور 33) .

ژباړه : او څوک چې د نکاح (اسباب ) و نه مومي هغوی بايد پاک لمني غوره کړي تر دې چې الله په خپلې پېرزوينې سره هغوی شتمن کړي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم د اسلامې امت ځوانانو ته داسې ارشاد فرمايي :

 « يَا مَعْشَرَ الشَّبَابِ مَنِ اسْتَطَاعَ مِنْكُمُ الْبَاءَةَ فَلْيَتَزَوَّجْ؛ فَإِنَّهُ أَغَضُّ لِلْبَصَرِ وَأَحْصَنُ لِلْفَرْجِ، وَمَنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَعَلَيْهِ بِالصَّوْمِ فَإِنَّهُ لَهُ وِجَاءٌ» (متفق علیه – بخاری او مسلم ) .

ای ځوانانو ! د تاسې نه چه هر څوک د نکاح توان لري نکاح دې وکړي ، ځکه نکاح د سترګو او عورت د حفاظت سبب ګرځي ،او که څوک د ازدواج توان نه لري روژه دې ونيسي ځکه روژه شهوت کنترولوي ، (روژه خپله د صبر تمرين دی) .

مګر په اسلامي شريعت کې د نکاح د پاره سن نه دی ټاکل شوي ،د نکاح د پاره د سن ټاکل او بيا په ټاکل شوي سن باندی د نه عمل کولو د پاره د سزا ټاکل د اسلامي شريعت خلاف ظلم دی او دې ډول صنف ته الله جل جلا له په خطاب سره فرمايي :

الله تعالي فرمايي: [ أَمْ لَهُمْ شُرَكَاءُ شَرَعُوا لَهُمْ مِنَ الدِّينِ مَا لَمْ يَأْذَنْ بِهِ اللَّهُ] ( الشوری ۲۱ ) .

آیا دغه خلک د خدای سره داسې شريکان نیسي چه د دوی د پاره يې په دين کې داسې طريقې غوره کړی چه الله تعالی د هغې اجازه نه ده کړې.

او فرمايي:[ اتَّبِعُوا مَا أُنْزِلَ إِلَيْكُمْ مِنْ رَبِّكُمْ وَلا تَتَّبِعُوا مِنْ دُونِهِ أَوْلِيَاءَ قَلِيلا مَا تَذَكَّرُونَ] (اعراف ٣٣).

(ای خلکو !) د هغه څه نه پيروي وکړئ چې تاسې ته د ستاسو د پالونکي له خوا نازل شوی دي او بې له خپل رب څخه د نورو د دوستانو په توګه پيروي مه کوئ ،لږ نصيحت منئ.

له پيغمبر صلی الله علیه وسلم نه په صحيح حديث ثابت دی چه فرمايي : «مَن عَمِلَ عَمِلاً لَيسَ عَلَيهِ أمرُنا فَهُوَ رَدٌّ»:. (مسلم-1718) .

يعنې : هر څوک چه داسې عمل تر سره کړي چه زمونږ له (دين ) څخه نه وي مردود دی .

او فرمايي : «لَتَتَّبِعُنَّ سَنَنَ مَن كانَ قَبلَكُم شِبراً شِبراً وَ ذِراعاً بِذِراعٍ؛ حتّي لَو دَخَلُوا جُحرَ ضَبِّ تَبِعتُمُوهُم. قُلنا: يا رَسُولَ اللهِ. اليَهُودُ وَ النَّصاري؟ قالَ: فَمَن؟!» (متفق عليه) .

ژباړه : حتماً به دوی د هغوی لاره چې مخکې له تاسو ؤ (اهل کتاب ،يهود او نصار ) لويشت په لويشت او ګز په ګز تعقيب کړي تر دې چې که د کربوړې په غار ننوځي دوی به د هغوی څخه پيروي کوئ ، ومې ويل: ای رسول الله صلی الله عليه وسلم : هدف مو يهود او نصار دي ؟ ويې فرمايل نو څوک دي ؟

او داسې کسانو ته د خطرناکو پايلو خبرداری ورکړ شوی دی :
بقول الله تعالى : [ فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَنْ تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ] (النور/ 63 ) .

ژباړه : پس ودې ويريږي هغه کسان چې مخالف کوي له امره د دغه (رسول زما ) له دې نه چې ورسيږي دوی ته آفت په دنيا کې او ورسیږي دوی ته دردناک غداب په آخرت کې .

د الله تعالی څخه ووېرېږئ ، د اسلامي شريعت پرځای په ټولنه کې د کفر او طاغوت قانون مه رواجوئ .

تر دې به لوی ظلم بل څه وي چې هغه خلک چې پر الله جل جلا له او د هغه په راليږل شوي شريعت ايمان لري، تاسې يې په فريب او توکه سره د کفر او طاغوت قانون د خپل دينوي اقتدار ، خپل پوچ نظر او مفکرې له مخې دعوتوي . که نه پوهيږي ځانونه پوه کړئ ، که د کفر او مخلوق نه ويريږئ د هغوی تر تأثير لاندې وئ نو يوازې له الله جل جلا له څخه وويرېرئ او د هغه (جل جلاله) حکمونو ته پوره تسليم شئ .

ګورئ د الله تعالی نيول ډير سخت دي ، نن مو چې هر طرف ته نارې وهل پيل کړي دي او خلک د الله جل جلا له څخه وېروو ، د الله تعالی په مخلوق مو ډير زيات زړه سوزي.

او بل دا د اسلامي شريعت را سپارل شوی مسئوليت چې هغه کسان له الله جل جلا له څخه ووېروو کوم چې د هوا او هوس په لومو کې ګير شوی وي .

” وما علينا إلا البلاغ “

” فعتبروا یا اولی الباب “

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*