وروستي

سيکولريزم د لويديځ په خدمت کې

مولوي محمد نعيم جليلي
کله چې په اسلامي خاورو د لويديځ مستقيم عسکري استعمار پای ته ورسيد، نو د دغو ټولنو واک هغو فکري سيکولر ډلګيو ته وسپارل شو چې هدف او موخه يې د ښوونې، کلتور، سياست، اقتصاد، او ټولنيزه برخه کې د دغو ټولنو غربي کول وو.دا کار په تصادفي توګه سرته ونه رسيد بلکې له کله نه چې استعمار په دې پوه شو چې اسلامي ټولنې کرار کرار راويښيږي او نور د نظامي شتون او استعمار لپاره پلمه او بهانه نه پاتې کيږي، په لويديځ کې يې د دغو سيکولر عناصرو د روزنې لپاره ځانګړي مراکز پرانستل چې مستشـرقينو يې مشري کوله او د داسې افرادو او ډلګيو په روزنه يې پيل وکړ چې نومونه يې اسلامي او فکرونه يې آن له لويديځوالو هم مزخرف او تند وو. په دې اړه تر ټولو زياته پاملرنه يې مصـر ته وکړه، ځکه چې په اسلامي ټولنو کې مصر په علمي لحاظ مخکښ ؤ، او د ازهر له برکته يې په خواوشا ټولو اسلامي هېوادونو ځانګړی اغېز پروت ؤ.دغو ډلګيو څو لسيزې په اسلامي هېوادو واکمني درلوده، چې عمومي لاس ته راوړنۍ يې، استبداد، ټولنيز فقر، علمي او د تکنالوژۍ په ډګر کې وروسته پاتې والی، د ژوند په هر اړخ کې په لويديځ اعتماد.. او داسې نورې په لسګونو ستونزې او ناخوالې وې.د لويديځې مشروع تر ټولو ستره بريا په رسنيز ډګر کې وه چې د تل لپاره به يې ولسونو ته په ډيره سپين سترګۍ درواغ ويل او دنده يې په دريو ټکو کې خلاصه کيده، لومړی به يې دغو سيکولر عناصرو ته د آزادۍ د اتلانو په نامه تقدس ورکاوه او هغوی به يې په کاذبو او جعلي اتلوليو ستايل، دوهم کار يې د لويديځ د لويې، بشردوستۍ او رحمدلۍ ډنډوره غږول وو او درېيمه وظيفه يې بيا ولسونو ته د خيالي جنتونو درواغجنې وعدې وې.دا هغه مهال ؤ چې خپله په لويديځو ټولنوکې نور د دوی بدرنګه څېره بربنډه شوې وه، هلته يې په مقابل کې د کمونيزم په بڼه قوي غبرګون راپورته شوې ؤ، له همدې کبله يو شمير اسلامي هېوادونه د دغه بلاک سره ودريدل او د اسلامي ټولنو لپاره يو بل داخلی سرخوږې پيدا شو.خو کله چې کمونيزم د ظلم او تاړاک آوازه په نړۍ کې خپره کړه، د ساړه جنګ پر مهال لويديځ هم ترې په وېره کې شو، نو په يو شمير اسلامي هېوادونو کې اسلامي خوځښتونو لږه ساه واخيسته چې په دې سره په ټولنو کې اسلامي روح راژوندی شو،کرار کرار ولسونو اسلامي خوځښتونه وپيژندل او باور يې پرې زيات شو،خو د ساړه جنګ پای ته رسيدو سره سم يو ځل بيا لويديځ اسلامي نړۍ ته مخ کړ، او په خپل بشپړ ځواک يې د اسلامپالو په ځپلو پيل وکړ، دا هغه مهال ؤ چې ولسونو د اسلامي حرکتونو سره تړاو پيدا کړی ؤ، له دې کبله د لويديځ بړيڅي (سيکولران) د اسلامي ولسونو سره لاس او ګريوان شول، پاڅونونه وشول او د استبداد يو شمېر څلي او بتان را وپرځيدل، خو يو ځل بيا لويديځ چې په سر کې يې امريکا ده، په ډېره سپين سترګۍ خپل ټول شعارونه تر پښو لاندې کړل، بشـري حقوق، ډېموکراسي او ولسواکي، د بيان آزادي او ديته ورته شعارونه يې دړې وړې کړل، د ولسونو په آرمانونو يې پښې کيښودې او هڅه يې وکړه چې يا خو دغه ولسونه د داخلي جګړو په کرغيړنه بلا اخته کړي او يا هم که کوم ولس هوښياري وکړي، هلته د کودتاوو له لارې مشروع حکومتونه راوپرځوي.پرون په مصر کې د سيسي کودتا او نن د ترکيې د ناکامې کودتا هڅه د همدغه لړۍ تسلسل ؤ.جالبه دا ده چې کله هم د لويديځ دغه بدرنګه څېره خلکو ته ورلوڅه او افشاء شي، د لويديځ روزل شوي شاګردان بيا وايي چې دا هسې تش خيالونه او وهمونه دي، لويديځ کې هېڅ ګناه نشته ،ګناه په خپله د مسلمانانو دهد لويديځوالو جادوګرانه کمال:

د غربي مشروع طبيعت بلکې کمال دا دی چې خپل اصلي مقاصد او موخې خلکو ته نه څرګندوي، ځکه چې د هغوی اصلي مقاصد او اهداف د اسلامي ټولنو د انساني فکر، تګلارې، او ارزښتونو سره په ښکاره په ټکر کې دي او جذري اختلاف ورسره لري،له دې کبله لکه څرنګه چې قرآن کريم د منافقينو اوصاف بيانوي، کټ مټ غربيان له همدې اسلوب څخه کار اخلي. قرآن کريم وايي: ( و من الناس من يعجبک قوله فی الحياة الدنيا ويشهدالله على ما في قلبه وهو ألد الخصام , و إذا تولى سعى في الأرض ليفسد فيها و يهلك الحرث والنسل, والله لايحب الفساد) ځيني له خلکو هغه دي چې د خولې وينا يې تا په تعجب کې اچوي او ستا خوښيږي او الله تعالی په خپل اخلاص او زړه باندې شاهد ګرځوي، په داسې حال کې چې هغه تر ټولو ستر دښمن دی، کله چې دوی په زمکه کې خپاره شي نو فساد کوي، نسلونه او فصلونه تباه کوي ، او الله تعالی فساد نه خوښوي.له همدې کبله لويديځ هڅه کوي چې د اسلامي ټولنو داخل ته د ننوتلو داسې پټې او ناڅرګندې لارې چارې ولټوي چې په تدريجي ډول يې خپلو اهدافو ته ورسوي، او له مخامخ ټکر څخه ځان ساتي.په عامه توګه هغوی په دوه ډګرونو کې پټ کار کوي.لومړی: د فکر او منهج په ډګر کې:د فکر او تصور د تغيير او بدلون لپاره هڅه کوي چې د اسلام سمه بڼه د مسلمانانو په ذهن کې مغشوشه او مشکوکه معرفي کړي، د اسلامي شريعت د يو شمېر مفاهيمو، احکامو او ارزښتونو په اړه د تشکيک او اختلاف اچولو له لارې هڅه کوي چې د شريعت قداست، احترام او درناوی د مسلمانانو له زړونو وباسي، کله ناکله د فقهي جزئي اختلافاتو په رابرسيره کولو داسې ښيي چې ګوندې دغه احکام هسې د فقهاوو نظريات او آراء دي او اسلام د يو شمېر کلي مقاصدو نوم دی چې هر څوک کولې شي د خپل وخت د غوښتنو سره سم ترې د خپل ځان لپاره حلال او حرام راوباسي.او کله بيا دا هڅه کوي چې په اسلامي ټولنو کې د دغو فقهي اختلافاتو خبره دومره ستره کړي او دومره يې چيړي او بحث او مناقشه په کې کوي چې ګواکې دوی د اسلامي شريعت سره هېڅ مشکل او ستونزه نلري، يوازې د دوی فهم د يو شمېر فقهي احکامو په اړه د امت د اسلافو او يا ديني مراجعو سره توپير لري، د دې کار لپاره هڅه کوي چې په کتابونو کې چېرته هم ناآشنا فتوی يا شاذه نظريه په لاس ورشي، هغه رابرسيره کړي، او په دې ډول په حقيقت کې ځان د التزام له چوکاټه وباسي.بله پلمه يې دا ده چې د سياسي اسلام په نامه د مسلمانانو په ذهن کې د اسلام سمه بڼه تتوي، وايي چې اسلام خو د څو اخلاقياتو نوم دی، اسلام ډېر سپېڅلی دی، هغه بايد د سياست، اقتصاد او نړيوالو چارو په پليتيو ککړ نشـي، په اسلام کې د واکمنۍ تصور، د هر اړخيز نظام تصور او بالآخره د نړۍ د قيادت قضيه دا د سيدقطب او مودودی نظريه ده، له دې مخکې هېچا هم په اسلام کې د واکمنۍ خبره نه ده ياده کړې.غواړي پدې ګډو وډو سره د اسلام له دايرې ځان ته د وتلو آسانه لارې او ګودرې پرانيزي.لويديځ له چا کار اخلي؟د دغه پروسې د توظيف لپاره د مال، جاه، منصب او داسې نورو شهوتونو له هڅولو څخه کار اخلي، او په ټولنه کې يو شمېر هغه انسانان چې د دوی نيغ په نيغه شاګردان پاتې شوي او يا هم له هغوی څخه تر ډېره اغېزمن دی د روڼ اندو او کارپوهانو په نامه معرفي کړي، چې همدا ډله بيا د اسلام او اسلامي احکامو داسې تعبيرونه وړاندې کوي چې ګواکې همدوی د اسلام سم غمخواره او پرې دردمن خلک دي او هغه په حقيقت کې د غربي مشروع او پروژې سره د اسلام د سازش پټه هڅه وي، همدا ډله د دې پر ځای چې عملي ديندارۍ ته خلک راوبلي او يا په خپله په کې التزام موجود وي، هسې تش په نامه په يو شمېر فقهي احکامو د بحثونو او مناقشو له لارې داسې ښيي چې ګواکې همدوی په دين پوهېږي او د دين اصلي وارثان دي، پخوانيو علماوو او کتابونو د دين سره يې ستر خيانت کړی دی.او اوسني علماء په هيڅ نه پوهېږيدوی سره په حقيقت کې په دغو جزئي اختلافاتو کې خبره نه رالنډيږي، او نه په دلايلو او قناعت خبره سرته رسيږي، دوی سره اساسا د قضاوت معيارونه جلا دي، دوی د اسلامي شريعت د حاکميت او واکمنۍ په اړه منکردی، دوی سره د الله او معبود معنا جلا ده ، دوی چې د کوم رب خبره مطرح کوي، هغه يوازې واعظ او نصيحت کونکی دی، دوی هغه رب نه مني چې حاکم او قيوم وي او د هغه سره د ټول انسانيت واک او اختيار وي . د دوی د رب د اختيار ساحه ډيره محدوده ده له دې کبله دوی په ټولنه کې يو نوی تصور حاکمول غواړي، د ژوند ځانګړې تګلاره معرفي کوي، دوی د اسلام داسې تصور وړاندې کوي چې د لويديځ سره اړخ ولګوي اولدې کبله که چېرې څوک د اسلام حاکميت مني او د شرک او کفر څخه پرته نور ګناهونه کوي هغه مسلمان دی، د هغه سره معامله جلا ده، خو که څوک حاکم رب نه مني، نو له هغه سره قضيه بيا د عقيدې او باور ده، د هغه سره په جزئياتو کې خبره کول ګټه نلري، هغه به هڅه کوي چې په جزئياتو کې د بحث او مناقشې له لارې خپل اصلي اهداف پټ کړي، هغه پدې باور دی چې د اسلامي ټولنو لپاره د لويديځ نسخه ښه علاج دی، د لويديځ عقيده، کلتور، ارزښتونه او نظامونه په اسلامي ټولنو کې د بدلون او تغيير اساس ګڼي. قرآن د يو شمېر خلکو همدا باور ذکر کوي فرمايي: ( آلم تر آلی الذين آوتوا نصيبامن الکتاب يؤمنون بالجبت والطاغوت ويقولون للذين کفروا هؤلاء آهدی من الذين آمنوا سبيلا) آيا ته نه ګورې هغو ته چې د کتاب لږ علم ورکړل شوی په جبت او طاغوت ايمان راوړي او وايي چې کافران له مؤمنانو ښه لارموندونکي دي.دوی د خپل نظر او فکر لپاره يو شمېر داسې افراد چې ديني علم ته منسوب وي خو د لويديځ په لاس جوړ شوو واقعيتونو په وړاندې يې ګونډه وهلي وي او داسې انګېري چې اوس نو همدا مو لار ده ، او له دې پرته بله لار نشته،. دغه د پرديو په چوپړ کې لګيا ډله علماء دا فکر کوي چې مونږ د اسلامي امت لپاره له تنګسياوو څخه د وتلو لارې برابروو، خو په حقيقت کې د لويديځې مشـروع لپاره زمينه برابروي. له همدې کبله په يو اثر کې راغلي دي چې : ( ثلاثة يهدمن الدين, زلة العالم, جدال المنافق بالقرأن و الأئمة المضلين) درې ډلې دي چې دين ړنګوي، د عالم ښوېېدنه، په قرآن کې د منافق خبرې او مناقشې او ګمراه امامان)د يادولو وړ ده چې کله ناکله ديو شمېر هغو علماوو فتواګانې هم په دې اړه ستونزه راولاړوي چې واقعيتونو، د مستفتي حالاتو او اغراضو ته نه ګوري او تش د يو شمېر فقهي نصوصو او يا اقوالو پر بنسټ فتوا ورکوي، ډېر ځله دغه ډول فتواګانې هم د دغو خلکو تبر ته لاستې اچوي، د بيلګې په توګه د ښځې ورزش کول، يا د موسيقي د جواز او عدم جواز قضيه او داسې نور.له دې کبله هرې فتوی ته بايد د جزئي فقهي حکم په سترګه ونه کتل شي بلکې هغه بايد د غربي مشروع د سترو اهدافو په رڼا کې وڅېړل شي ، دا خبره په ځانګړې توګه هغو علماوو ته متوجه کيږي چې د رخصتونو لار نيسي او په هر څه کې د يسر او سهولت پسې ځيدوهم: د سيستمونو او قوانينو په برخه کې:

په اسلامي ټولنو باندې د واک ټينګولو لپاره د لويديځ بله ستره ستراتيژي، په قانوني، نظامي او رسنيز ډګرکې د سيکولر عناصرو توظيف او ګمارل دي، په دې اړه لويديځ يوازې د ا فرادو په ګمارلو هم بسيا نه کوي بلکې خورا زياته هڅه يې دا وي چې په دغو ډګرونو کې سيستمونه او قوانين داسې ترتيب کړي چې پرته له سيکولر عناصرو بل څوک په کې مخکې ولاړ نشـي،له همدې کبله کله يو شمېر وګماری چې په پو هنتونو کې د شرعياتو پوهنځيود لغوه کولو اواز اوچت کړي کله بيا په پوهنتونو کې دثقافت مضمون غير ضروری وبولي ، او نن د حقوقو د پوهنځيو نوي او تنکی استاذان په ډېر سرعت سره يوه او بل هېواد ته استوي تر څو د غربي قوانينو سره يې بلد او په راتلونکې کې يې د شرعياتو او اسلامی قوانينو سره د بلدو قضاتو ځای ناستی کړی او نور ګن پلانونه د اسلام د کم رنګه کولو لپاره په لاره اچول شوی دی او په دې ډول همدا د لويديځ استعمار هغه ستراتيژی وه چې لا تر اوسه هم هغه هېوادونه چې د خپلواکۍ څو لسيزې پرې تېرې شوي خو په دغو برخو کې د لويديځ له ګروته وتلي نه دي، دا نن چې دلته او هلته د نظامي کودتاګانو هڅې کيږي، د همدغه ستراتيژۍ تسلسل دی.دا هغه ډګر دی چې اسلامي خوځښتونو له دې سره چې په ولسي سطحه يې خورا زيات کار کړی، خو په دغو اړخونو کې لا تراوسه هم پاتې راغلي دي او نتيجه يې د همدغو انقلابونو تسلسل دی.همدا کار اوس په افغانستان کې روان دی، د افغانستان د اردو جوړښت، رسنيز ډګر او قانوني بنسټونه تر همدې ګواښ لاندې دي.

یادونه: په قران سنت کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*