وروستي

تاریخ به داهم ولیکي ــ

تاریخ به داهم ولیکي ــ

صفي الله “رائد”

هو! تاریخ ژوند لیکي، ژوندون لیکي او پر ژوندیو هم لګیا دی دمګړۍ یې ویاړ او کارنامې لیکي.

تاریخ عادل دی؛ چې یې ښه نه پرېږدي، بدهم لیکي. هو! تاریخ چې څه لیکي، یک سان یې لیکي.

تاریخ چې په ويښو تېریږي، په ویدو هم د قلم نوکه څرخوي.

تاریخ معلوم دی، تاریخ درواغ نه وایي،تاریخ منصف، تاریخ ګواه دی، تاریخ درواغ نه وایي.

هو! تاریخ چې هرڅه لیکي درواغ نه لیکي.

تاریخ یې اوس هم لیکي: بیا هم لیکې، هو! تاریخ به دا هم لیکي:

“چې کله بودیانو د أمت بچي ژوندي کبابول، مسلمه امت په کبابونو شخوند واهه.”

هو تاریخ څه نه پټوي هرڅه لیکي، تاریخ دچا نه مني دا هم لیکي:

“چې کله د برما مسلمانان په اور ستي کېدل د اسلامي ملکونو نظامي لښکر تر اویاولکو ۷۰۰۰۰۰۰ زیات و؛ هو! خو غیرت، همت، حیثیت یې نور له لاسه وتلی و. اوس هغه رعب، هغه دهشت یې نه و.”

تاریخ څوک ندي پريښي، تاریخ هرڅوک یادکړي، تاریخ د بدو ، ترڅنګ ښه یادکړي.

هو! تاریخ عمر، تاریخ خالد یاد کړی، هو! تاریخ عمر یادکړی، تاریخ منصور یادوي. تاریخ باطور یاد کړي، تاریخ غیور یادوي.

خو د باطورو تر څنګ داهم لیکي، تاریخ لګیا دی، تاریخ دا هم لیکي:

“پرونی د دواړو جهادونو قائد چې نن ټرمپ ته په ګونډو شوی؛ د بامیانو د بودا مجسمې په نړولو چې کابو شل کاله وړاندې طالب ځواک ونړاوه، خپل ژور خفګان وښود. او ښایي دابراهیم علیه السلام په هغه سپېڅلي کار چې: بوتان یې ونړول؛ هم نظر ولري.”

هو! تاریخ دا نه پرېږدي داهم لیکي:

“چې۲۰۱۷ ء کال کې د مسلمه امت سترې نظامي لښکرې د یو لوی سمندر د زګ په څېر وې.”

تاریخ شاهد دی تاریخ داهم لیکي:

“اوسني عصر کې مسلمانانو خپل ځانونه په غوښو او خوراکونو ماړه او ضمیرونه یې په خوب ماړه ساتلي و.”

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*