وروستي

اسلام د سولې دین دی جنګ ناروا بولي

لیکنه: دکتور السید

ژباړه: عابد محبوب صاحبزاده

آیا جنګ په اسلامی شریعت کې مشروعیت او جواز لري یا نه ؟

دا هغه لومړنی سوال دی چې دلته یې ځوابوو
جنګ د یو یا څو متعددو هیوادونو د تیري څخه عبارت دی چې په مقابلو یو یا څو متعددو هیوادونو یې کوي، دغه ډول جنګونه په نورو شریعتونو او دینونو کې هم جواز او مشروعیت نلري نو څنګه به د اسلام په هغه پاک او مقدس دین کې ځای ولري چې نوم یې هم د صلحې او خوشبختۍ پیغام له ځان سره لري.
جنګ د پورتني تعریف په رڼا کې په اسلامیې شریعت کې په نقلي او عقلي دلیلونو ممنوع دی

د جنګ د نه مشروعیت په هکله ځینې نقلي دلیلونه :

الله (ج) فرمایي :ـ
(( و قاتلوا في سبيل الله الذين يقاتلونكم ولا تعتدوا ان الله لا يحب المعتدين ))
أية: 190 سورة: البقرة
ژباړه : او جنګ کوئ( اي مؤمنانو! ) په لاره د الله کې ! له هغو کسانو سره چې جنګ کوي له تاسې سره او مه کوئ زیادت ( پر هیچا باندې ای مؤمنانو! ) بیشکه چې الله نه خوښوي تیریدونکي له حده .

په پورتني آیت کریمه کې الله (ج) مؤمنان له زیادت او تیري څخه منعه کړیدي

الله (ج) د سورت بقرې په ۱۹۳ او ۱۹۴ آیاتونو کې فرمایلي دي :ـ
( و قاتلوهم حتى لا تكون فتنة و يكون الدين لله فان انتهوا فلا عدوان الا على الظالمين 193 الشهر الحرام بالشهر الحرام والحرمات قصاص فمن اعتدى عليكم فاعتدوا عليه بمثل ما اعتدي عليكم واتقوا الله واعلموا أن الله مع المتقين )

ژباړه :او جنګ کوئ تاسو ! له دوی سره تر هغه پورې چې پاتي نشي فتنه (شرک او فساد ) او شي دین (حکم) خاص الله لره ، پس که چیرې وګرځیدل (دوی له شرکه نو تاسو تجاوز مکوئ پر دوی باندې) نو نشته هیڅ تیری مګر ( خو شته جزا د ظلم ) پر ظالمانو باندې ۱۹۳ حرامه میاشت په بدل د حرامې میاشتې  کې ده او تعظیمونه (ددې شیانو) سره برابر دي پس هر چا چې تیری وکړ پر تاسې باندې نو تاسې هم تیری کوئ ! په هغوی باندې په شان د هغه چې تیری یې کړی وو پر تاسې باندې او وویریږئ له الله څخه ! او پوه شئ ! چې بیشکه الله ج پرهیزګارانو سره دی ( په علم او نصرت سره ) .

پاک سبحانه و تعالی په یو بل آیت شریف کې فرمایي :
( و اما تخافن من قوم خيانة فانبذ اليهم على سواء ان الله لا يحب الخائنين )
الأیة : ۵۸ سورة : الأنفال

ژباړه : او که ویریږې (ای محمده !) له کوم قوم ( چې وعده یې کړیده له تا سره ) د خیانت نو وغورځوه دوی ته ( دغه عهد ) په (داسې ډول (طریقه ) چې شئ تاسې او هغوی سره ) برابر بیشکه الله نه خوښوي خیانت کوونکي .

پورتني ټول مبارک ایاتونه په صراحت سره په یو فرد ، یوې ټولنې او بلآخره په یو دولت تیری او تجاوز کول حرام او نا مشروع بولي
الله (ج) په پورتنیو مبارکو ایتونو کې مسلمانانو ته امر کوي چې باید تجاوز او تیری ونکړي ، او په وضاحت سره وایي چې تجاوز کوونکي د الله (ج) نا خوښ بندګان دي.
«ان الله لا يحب المعتدين»

ابن کثیر پخپل تفسیر کې د « و قاتلوا في سبيل الله الذين يقاتلونكم » آیت شریف تفسیر د ابو جعفر الرازی په روایت د ربیع بن انس بن ابی العالیه په قول داسې لیکلي دي :
دا آیت په اسلامي شریعت کې د جنګ په هکله لومړی آیت دی چې په نبی کریم (ص) په مدینه منوره کې نازل شو ، ددغه مبارک آیت له نازلیدلو وروسته نبی کریم (ص) له هغه چا سره جنګ کولو چا به چې د نبی کریم (ص) سره جنګ کولو او له هغه چا سره به یې جنګ نکولو چا به چې د نبی کریم (ص) سره جنګ نکولو .

نو جنګ په اسلام کی مشروعیت نلري، مګر هغه څه چې په اسلام کې مشروعیت او جواز لري هغه د پاک رب العزت په لاره کې سپیڅلی او مقدس جهاد دی، تجاوز او تیری کول د یو دولت لخوا د بل دولت په زور لاندې کول او یا د یو هیواد د ولسونو عامه وژنه هغه څه دي چې الله (ج) او پیغمبر (ص) ترې مسلمانان منع کړیدي.

ځینې علماء وایي چې په اسلامي شریعت کې جنګ فقط په دوه حالتوتو کې روا او مشروع دی ،

لومړې :د خپل سر ، ناموس ، مال او وطن څخه د دفاع په حالت کې.

دوهم: د الله (ج) د دین لپاره د دعوت څخه د دفاع په حالت کې.
زمونږ عقیده دا ده چې پورتني ذکر شوي حالتونه د جنګ حالتونه ندي بلکې دا هماغه مقدس او سپیڅلی جهاد دی چې الله (ج) مؤمنانو ته د دین ، ځان ، ناموس او مال څخه د ساتنې په موخه روا ګرځولی دی .

د جنګ د تحریم او نا مشروعوالي په هکله الله (ج) په قران کریم کې فرمایي:

وَإِن طَآئِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا ۖ فَإِنۢ بَغَتْ إِحْدٰىهُمَا عَلَى الْأُخْرٰى فَقٰتِلُوا الَّتِى تَبْغِى حَتّٰى تَفِىٓءَ إِلٰىٓ أَمْرِ اللَّهِ ۚ فَإِن فَآءَتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوٓا ۖ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ [سُوۡرَةُ الحُجرَات : 9]

او كه له مؤمنانو څخه دوې ډلې پخپلو منځو کښې په جنګ شي، نو د هغو په منځ کښې صلح وکړئ. بيا كه له هغو څخه يوه ډله پر بلې تېرى وکړي، نو له تيري كوونكي (ډلي) سره وجنګېږئ، تر دې پورې چې هغوى د الله د حُكم خوا ته راوګرځي. بيا كله چي هغوى را وګرځي، نو په منځ کښې یې په عدل سره سوله وکړئ، او انصاف وکړئ چې الله انصاف كوونكي خوښوي،
نبی کریم (ص) په یو حدیث شریف کې د جنګ په نا مشروعوالي ټینګار کړیدی او فرمایلي یې دی :

« ليس منا من دعا الى عصبية ، و ليس منا من قاتل على عصبية »
ژباړه :
هغه څوک له مونږ څخه ندی څوک چې د تعصب پالنې لپاره دعوت کوي، او هغه څوک له مونږ څخه ندی څوک چې د تعصب پالنی لپاره جنګ کوی .

په پورتنی مبارک حدیث کی نبی کریم (ص) د دښمنۍ ظلم او تعصب لپاره ټول راولاړ شوي جنګونه حرام او نا مشروع بللی دی ،
په ټولیز ډول باید ووایو ټول هغه جنګونه چې د دنیوي اهدافو د لاسته راوړلو لپاره را منځته کیږي په اسلامې شریعت کې حرام دی .
د موضوع د لا وضاحت لپاره د مرحوم شهید علامة سید قطب هغه قول ذکر کوم چی پخبل کتاب «في ظلال القرآن » کې یې لیکلې دي :

اسلام د خپل لومړي عصر څخه هغه جنګونه له خپل ځان څخه پردي او نا مشروع بللي دي چې په یو وطن د بل وطن د حاکمیدو، د اشخاصو برتریت په یو بل ، د یو قوم برتریت پر بل قوم او یا د یو جنسیت برتریت پر بل جنسیت او د یوې طبقې د برتریت پر بلې طبقې لپاره رامنخته کیږي او هغه یواځیني جنګي حرکتونه چې مشروعیت لري هغه د مقدس جهاد جنګي حرکتونه دي.

څومره چې په اسلام کې د جنګ د نه مشروعیت په هکله د قرآن او احادیثو په رڼا کې بحث کوو په هماغه اندازه لا زیاته روښانیږي چې جنګ په اسلام کې مشروعیت نلري .

له بل طرفه په عقلي ډول هر سالم عقل او هر سالم منطق د نړیوالو لانجو حل په عسکري او جنګي لارو ردوي دا پداسې حال کې ده چې په تیرو څو لسیزو کې په ژور او چټک ډول په نړۍ کې وژونکو او ورانونکو اسلحو پر مختګ کړیدی او اټکل کیږي چې د اسلحو دغه وحشتناک پر مختګ به په را روانو پیړیو کی لا زیات شی ،
نو ټول اسلامی او غیر اسلامی پوهان پدې همنظره دي چې په نړیوالو روابطو کې جنګ جواز نلري.

نو په اسلامي شریعت کې جنګ په عقلي او نقلي دلیلونو سره ممنوع دی

مګر دا باید په یاد ولرو چې پورتني ټول دلایل د جنګ د نا مشروعیت په هکله دي نه د جهاد د نا مشروعیت په هکله ځکه چې جنګ او فی سبیل الله جهاد له یو بل څخه بیلې او ډیرې لري موضوعګانې دي.

 

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*