وروستي

اسپانیا: کتالونیا ایالت (برشلونه) د بیلتون ټولپوښتنه پیل کړه

نن د یکشنبې په ورځ د اسپانیا په کتالونیا (برشلونه) ایالت کې ولسي وګړي د ټول پوښتنې لپاره را ټول شوي تر څو د اسپانیا څخه د بیلتون په اړه خپلې رايې واچوي.

دغه ټول پوښتنه چې د حکومت له لوري یې په شدت سره مخه نیول کیږي او د کتالونیا ایالت ولس یې په ټینګه غواړي، ددواړو اړخونو تر منځ یې شدید اختلاف را پارولی او دواړه لورې هڅه کوي چې خپل په موخه کې بریالي شي.

د کتالونیا سیاسي احزابو او ولسي وګړو نن د ټول پوښتنې لپاره خلک د رایې ورکونې مرکزونو ته را بللي دي او ددغه مرکزونو د ساتنې لپاره یې چمتوالی نیولی تر څو یې پولیس ځیني قبضه نه کړي، او بل اړخ ته پولیسو لاري او کوڅې بندي کړي او څوک نه پریږدي چې د رايې اچونې مرکزونو ته ورشي او خپله رایه وکاروي.

په کتالونیا کې د مرکزي حکومت والي «انریک میو» تېره ورځ رسنیو ته وویل چې پولیسو د ۲۳۱۵ رايې اچونې مرکزونو څخه یې ۱۳۰۰ بند کړي دي، او زیاته کړې چې دغه ټول پوښتنه هیڅ قانوني حیثیت نه لري.

بل لوري ته بیلتون غوښتونکو سیاسي مبارزینو یو شمېر مکتبونه تر خپلې ولکې لاندي را وستلې او خلک یې ټول پوښتنې ته ور بللي دي.

که څه هم حکومت پر بیلتون پالانو تور پوري کړی چې قانون یې مات کړی، که ټول پوښتنه وکړي نو د سختې سزا سره به مخ شي، خو دغو ډلو ویلي چې غواړي خپل د دیموکراتیک حقوقو څخه ګټه پورته کړي.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*