وروستي

دکابل سیند بیا رغونه

لیکوال: محمد عارف رسولي

دکابل سیند بیا رغونه

که وګورو نو دکابل د سند اوبه کال په کال کمیږي، چټلیږي، په بد بوي یې ورزیاتیږي او دښار ښکلا ته، چاپیریال ته، د ښاریانو روغتیا اوزموږ په ملي ژوند او اقتصاد کې نورو ډېرو مهموو څیزونو ته ستونزې پیدا کوي. د سیند داکمې اوبه دومره ککړې دي چې د کرنې لپاره ستونزې لري او ان د شنو ځایونو د خړوبولو لپاره هم زیان لري. د سیند دا چټلې اوبه د ځمکې لاندې اوبو ته هم لاره مومي او دکابل ښار د اوسیدونکو دڅښلو اوبو یوازنۍ زیرمه هم ورځ تربلې ککړوي. د سیند دواړو خواوو میشتو کورنیو او خلکو ته خورا زیات آزاروونکئ بوی پیدا کوي او له تعفن او چټلیو څخه یې ممکن ډېرې ناروغۍ راولاړې شي. دډېرو خلکو به یاد وي چې د کابل په سیند کې د کال په ډېر وخت کې شنې او پاکې اوبه روانې وې. دسیند اوبه ولې دومره ډېرې کمې او ولې داسې چټلې شوې؟ د دکابل د سیند د اوبو دکموالي په هکله به ځینې هیوادوال فکر کوي چې د دې لامل خو یوازې د وچکالیو او د اقلیم د بدلون په اثر دئ. داخبره تریوه حده سیي ده خو په حقیقت کې د کابل د سیند او په دې توګه د هر بل سیند د خرابۍ او وچیدو نور لاملونه هم شته.

څو لسیزې مخکې په ډېرو ملکونو کې سیندونه د خلکو اوحکومتونو د نه پاملرنې له امله ککړ شول، اوبه یې کمې او له رسوباتو ډک شول. وروسته خلکو او دولتي او نا دولتي ادارو د سیندونو د بیا رغونې او احیا کولو (River Restoration) پروګرامونه جوړ او پلي کړل او خپل سیندونه یې ورباندې ورغول. د دې رغول شوو سیندونو اوبه پاکې، رڼې او په کراره ډېرې شوې. دا کار د کابل سیند په هکله هم کیدای شي که زموږ خلک، زموږ حکومت او دولت، زموږ پوهان او مدني ټولنې ورته سمه پاملرنه وکړي.

ستونزه څه ده

د طبیعی زیرمو، لکه داوبو، خاورې، نباتاتو، سیندونو، د ځمکې لاندې اوبو، ځنګلونو، د څړ ځایونو، غرونو او نورو چې د ټولو هیوادونو او په تیره بیا ییوزلو هیوادونو له مهمو پانګوڅخه شمیرل کیږي او که هر اړخیزه او سمه پاملرنه ورته ونشي نو ملک په رنګارنګ ستونزو ورڅخه اخته کیږي. دا طبیعی زیرمې یوله بل سره نه شلیدونکې او ټینګې اړیکې لري نو مدیریت یې او ورته پاملرنه هم باید هر اړخیزه وي. که یوه سکتور، یوې زیرمې، یوې برخې او یا څو برخو ته سمه پاملرنه ونشي نو په نورو بده اغیزه کوي. دا بیا دهغه ملک د اقتصادی پایدارې پرمختیا، ښکلا، ښه چاپیریال، ښې هوا او نورو لپاره خورا ګران تمامیږي. د مثال په توګه که ځنګلونه، غرونه، او د څړ ځایونو سم مدیریت نشي او اړینه پانګونه پکې ونشي نو بیا مالداري ښه وده نشی کولئ او د زمانې په تیریدو سره ځمکه له نباتي فرش څخه لوڅیږي او بیا د باران اوبه په ځمکه کې نه جذبیږي او د سیلابونو په شکل ژر له یوې ساحې، درې او ان له ملکه وزي. په دې ترتیب کرار کرار د ځمکې لاندې اوبه، د ویالو، سیندونو او چینو اوبه کمیږي، ویالې، کانالونه، د سندونو بسترونه اوان بندونه له رسوبي موادو ډکیږي او وچیږي. په دې ترتیب، دملک کرنه او ډېر نور سکتورونه او اقتصاد خورا زیات زیانونه ګوري چې رغول یې خورا ګران او اوږده پروسه وي.

دپورته ستونزمن حالت ډیر ښه مثال دکابل په آبریزه (Watershed) کې د خاورې، ځمکې، بوټو، ونو، اوبو او د کابل سیند دئ چې د نه پاملرنې له امله اوسني حال ته راغلي دي. ددې سیند د اوبو د خرابیدو او کمیدو لاملونه د وچکالۍ ترڅنګ د کابل د سیند په آبریزه کې چې د غرونو له سرو نیولي تر تنګي غارو پورې د ټولو غونډیو اوهموارو ځمکو په شمول د طبیعی زیرمو لکه اوبو، خاورو، نباتي فرش، ونو، بوټو اونورو تخریب، له منځ وړل او نه شتون دئ. د ځمکو او خاورې د تحفظ لپاره او د فرسایش او تخریب څخه د مخ نیوي په خاطر هیڅ کوم دمدیریت پروګرام نشته او هرڅوک چې هرڅه یې زړه وغواړي کوي یې. نو ځکه د کابل سیند له رسوبي موادو ډک، کمې اوبه یې بدبویه او له کمیاوي موادو ډکې دي او ورځ تربلې خرابیږي. که زموږ دولت او خلک د کابل طبیعي زیرمې، ځمکه او کابل سیند بیا ونه رغوي دا ستونزې ورځ تربلې زیاتیږي او کابل به لانور د اوبو د کمبود‎، د چاپیریال او هوا د ککړتیا، د ناروغیو د ډېر والي او نورو له امله د اوسیدو ځای نه وي او ورځ تر بلې به ورانیږي.

په طبیعت کې الله تعالي یوې درې او ساحې ته د هغې ساحې د پراختیا، هوا، اوبو، خاورې، بوټو، نباتاتو او نورو په مرسته دیوې ټاکلې کچې وګړو او نفوس د ځایولو ظرفیت او وړتیا ورکړې ده. دا وړتیا او ظرفیت (Carrying Capacity) دکابل په سیمه او دره کې په تیزۍ سره کمیږي اوکه د ښه علمي پلان او کړنلارې له مخې یې غمه ونه خوړل شي څو کاله وروسته به له دومره نفوس سره مرسته نشي کولای. همدارنګه که دا اوسنئ د خاوري تخریب او فرسایش دوام وکړي نو به هغه ټول بندونه چې د کابل په سند جوړیږي او یا جوړشوي دي ډېر کم عمر به ولري ځکه ډېر ژر به د رسوباتو په واسطه ډکیږي اود ملک لپاره به د انرژۍ، اوبه خور، محیط زیست، د شنو ساحو درلودلو، دڅښلو د پاکو اوبود لرلو اوپه نورو ساحو کې له لویو ننګونو لامل وي او راوتل به ورڅخه خورا ستونزمن، د لوی خرچې لرونکئ او اوږدمهاله کار وي.
د کابل سند د ککړتیا لاملونه څه دي؟
لمړئ باید ستونزه ښه درک شي او بیا د ننۍ پوهې او تجربو په رڼا کې او هم زموږ د ملک له شرایطو سره سم باید ورته د پالیسۍ، ستراتیژۍ، کاري پلان یو هراړخیزه چوکاټ جوړ او پلئ شي. باید ووایو چې د کابل سیند د ککړتیا، وچوالي لاملونه ډېر دي او باید ښه ېې وپیژنو. د پورته تشریحاتو سره سره په لاندې کې به د طبیعي زیرمو لکه ځمکې، خاورې، بوټو، ونو، اوبو، سیندونو او نور ته نه پاملرنه او نه مدیریت، شهري کیدل، کرنه، او د نورو اړونده کارونو اغیزه د کابل په طبیعي زیرمو اوپه تیره ددې لیکنې د بحث په اړوند د کابل سیند په ککړوالي به یو څه مسلکی بحث وشی.

الف – لمړئ د خاورې تخریب او رسوبات

1. د کابل سیند په ساحه کې د پغمان له اونۍ څه نیولي تر تنګي غارو پورې د غونډیو، څړځایونو، دشتو، خوړونو او غرنیو ساحو کې د څارویو د څړبیحده زیاتوالئ، د بوټو او ځنګلونو له بیخه ایستل، للمي به بې رویه توګه کرل، په غونډیو او زیات میلان لرونکو ساحو کې د کورونو او ساختمانونو جوړول او د تحفظ د پروګرامونو نشتون او په نتیجه کې د دې ساحو د نباتي فرش څخه د لوڅیدو لامل کیږي. وروسته د ساحې خاورې تخریب، بیځایه او د اوبو او باد په واسطه له خپله ځایه بیځایه کیږې او انتقالیږي او په زیاته کچه د کابل سیند په بستر او په کښته بندونو لکه نغلو، سروبي او درونټې کې غورځول کیږي. په دې ترتیب دا رسوبي مواد دکابل سیند ډکوي، خرابوي یې، بندونه ډکوي او عمر یې کموي او زیات اقتصادي زیان د ملک اقتصاد ته اړوي.

2. د سیند د بستر د بې ثباته کیدو، تخریب او د رسوباتو د زیاتوالي یو بل لامل بیا د سیند له بستر څخه په هرځای
کې د ساختماني کارونو لپاره د ریګ او جغل ایستل دي چې د کمپنۍ د پله څو کاله مخکې تخریب یې ښه مثال دئ. په هیڅ یوه بل ملک کې دې کار ته څوک اجازه نه ورکوي او ریګ او جغل په ځانګړو ریګراشنونو کې تولیدوي او له خوړونو یې نه اخلي. دا دواړه او نور لاملونه سبب شوي ترڅو د کابل سیند بستر ډک شي او کال په کال پاکول غواړي. دا ډکوالۍ د ځینو وړو ژویو لکه چینجیو، کبانو او نورو د مرګ لامل وي او د تنوع حیات لپاره خورا مضر وي.

ب – شهري کیدل او شهري ساحه د ککړوالۍ یوه سرچینه

هایدرالوجي

1. د غیر قابل نفوذ ساحې چې قیر او کانکریټ شوې وي زیاتوالئ، د نباتي فرش کموالئ. په نورو ملکونو کې نن سبا د سړکونو په خاوو کې، په پارکونو، او شنوځایونو کې داوبو د جذب لپاره ځایونه پریښودل کیږي
 د سیلاب زیږوونکې ساحې منځ ته راتګ – د اوبو تیز جریان په کم وخت کې
 دا د کښته ځمکو، خاورو او ویالو د فرسایش او تخریب سبب کیږي
2. سیند له خپل بستر څخه بیل شوئ دئ
3. د اوبو بیلول د اوبه خور او څښلو لپاره اوبه کمې کړې دي

د اوبو کیفیت
1. د رسوباتو د انتقال زیاتوالئ
2. زیات عضوي مواد (نایتروجن، پاسپورس) – د بدرفت سیستم، کیمیاوي سرې او نورو څخه
3. د منحله اکسیجن کموالئ (DO)
4. مکروبونه، درانه فلزات، هایدروکاربونونه، چټلۍ او نور

کانالونه او دهغو شاوخوا ساحې
1. ډېر تغیر
2. ویالي جوړیدل، د نباتاتو ورکیدل – د تنوع حیات ورکوالئ
3. د کبانو د تیریدو په مخ کې خنډونه ( سربندونه، پلچکونه، او نور)

ج – کرنه د ککړوالي سرچینه
هایدرالوجي
1. د نباتاتو له منځه وړل ( د سیلاب زیاتوالئ، د خاورې تخریب، د ځمکې لاندې اوبو ککړوالئ)
2. د ویالو او سیندونو د اوبو راګرځول او ذخیره کول
• په اوبو کې ژوند کوونکو ژویو بده اغیزه (نباتاتو، ژویو)
3. دسیلاب کنترول (د ټیلو جوړول، نور)
• سیند له خپل بستره جدا شوی، د جریان تمرکز، تخریب او فرسایش
داوبو کیفیت
1. رسوبات او عضوی مواد (د کیمیاوي سرې استعمالول، د حیواناتو شتون او کرنه، د خاورې تخریب)
2. مکروبونه ( د حیواناتو موجودیت)
3. په کیمیاوي موادو ککړتیا ( دهرزه ګیاوو د منځه وړلو دوا، د حشرو وژونکې دوا) کارول

ویالې او شاوخوا ساحې یې

1. د نباتاتو لیرې کول او ورکول ( په ساحه کې بدلون، د تودوخې د درجې تغیر، او نور)
2. د ویالو او کانالونو پاکول او سیخول
• د هبیتات یا د حیات وحش مینه ورکول
3. د کانالونو او ویالو ژورول او د خاورې تخریب ( د زیات جریان له کبله)
4. د کبانو په وړاندې خنډونه ( ذخیره کول، سربند، په غلطه توګه د تیریدو ځایونو دیزاین کول)
5. د فزیکي او بیالوژیکي تنوع کموالئ

د کابل سیند د بیارغونې او د ښې حکومتولۍ په مخ کې خنډونه

1. د یوه قانوني او حقوقی چوکاټ نشتون
2. د ښې حکومتولۍ، اړونده پالیسي ګانو، او د سیاسي ارادې نشتون په دولت کې
3. د اړینې وړتیا او تخنیکي پوهې نشتون ترڅو د کابل سیند د بیا رغونې په اړینتوب پوه شي، کړنلاره ورته وټاکي او دولت ته تخنیکي پوهه برابره کړي
4. په ملک کې د هراړخیزه طبیعي زیرمو او د واټرشډ یا درې د مدیریت نشتون، د خاورې د تخریب د مخنیوي لپاره د پالیسۍ او کړنلارې نشتون او نور…
5. د کابل به ښار کې د کانالیزاسیون نشتو ترڅو فاضله مواد او چټلې اوبه له ښاره بهر د تصفیې لپاره وباسي او ښار او سیند پاک شي
6. په ښار کې د بیشمیره بدرفت د څاه ګانو شتون چې د ځمکې لاندې اوبه ککړوي او سیند ته هم سرایت کوي
7. د کابل سیند په دواړو خواوو باندې د حفاظتي شنې ساحې نشتون ترڅو سیند له چټلیدو وساتي
8. د ښار په اوسیدونکو کې د غوره کلتور او ښار د پاک ساتلودعامه پوهاوي د پروګرامونو نشتون او ځکه خلک هر راز شیان لکه پلاستیک او ګند سیند ته اچوي

د کابل سیند د بیا رغولو لپاره یوڅو وړاندیزونه

نن علوم او تجربې راښي چې د ځمکو، اوبو، بوټو، نباتي فرش، ونو او ځنګلونو ګډ مدیریت اړین دئ. دیوه خرابول او تخریبول د ټولو تخریب دئ. که مو ځمکه او خاوره تخریب کړه نو اوبه اوسیند مو هم خرابیږي، چټلیږي، کمیږي او کرار وچیږي. له همدې کبله په نورو ملکونو کې که څوک د یوه جریب په اندازه خپله او یا عامه ځمکه کې چې د اوبه خور په واسطه د کرنې څخه دباندې وي او داچې هغه ځمکه میلان لرونکې، دښته، غونډۍ، او یا څړ ځای او یا غر وي کوم ساختماني او با بل کارکوي چې کیدای شي د ځمکې او خاورې د تخریب سبب شی نو باید دهغې ځمکې د بیا ودانولو پلان و مسؤلو ادارو ته وړاندې، لیکلې اجازه واخلي او له هغه کاره وروسته د بیارغونې خپل پلان پلئ کړي.

د دې لپاره چې د کابل د طیبعی زیرمو او په دې توګه د کابل دسیند د بیا رغونې لپاره مو د بحث لپاره يو چوکاټ وړاندې کړئ وي ترڅو بیا پوهان ورباندې نوره غنامندي زیاته کړي دالاندې څو وړاندیزونه کیږي.

لاندې یو څو وړاندیزونه اړین بولم

1. د کابل سیند د بیارغونې لپاره یو چوکاټ او کاري پلان او کړنلاره د اړوندو خواوو لپاره جوړه او پلي شی.
2. ترټولو لمرئ په کار ده چې زموږ مسلکی خلک لکه د ځنګلونو او څړځایونو کارپوهان، استادان، د واټرشید بیا رغونې کارپوهان، انجنیران، د انرژۍ سکتور مسولین، د رسنیو کارکوونکوي، د دولت د اړونده ادارو په مرسته د بحث لپاره یو فورم جوړ کړي تر څو دا ستونزه نوره ښه وڅیړل شي او په دې هکله عامه پوهاوئ وشي او د اړونده دولي ادارو لپاره اړین تخنیکي فرصتونه او کړنلارې په ګوته شي
3. دولت د فني خلکو په مرسته باید زرترزره په یوه قانوني چوکاټ باندې کاروکړي ترڅو د طبیعي زیرمو، خاورې، ځمکې او اوبو اوپه تیره بیا د کابل سیند لپاره د بیا رغونې یوه ښه زمینه برابره شي
4. د اړینو ونو او بوټو کرل، د کابل په آبریزه کې د واټرشید د مدیریت شروع، د خاورې د تخریب مخنیوئ او نورو کارونو لپاره د پغمان له اونۍ څخه تر تنګې غارو پورې په ټوله ساحی کې
5. هیڅوک په هیڅ ځای کې د ځمکې د تخریب اجازه ونلري او که څوک کوم کارکوي نو اجازه واخلي او بیا یې هغه ساحه بیرته ورغوي
6. د غرو له سرو د درو ترپایه ټول ځایونه لکه د میلان لرونکو سیمو لپاره یو پلان جوړ شي ترڅو و ټاکل شي چې چیرته ساختمانونه، ښارګوټي جوړیداي شی او چیرته للمي او څنګه کرل کیدای شی، کومې ساحې د څړ ځای پاته شي، کومې ساحې شنې پاته شي، کومې ساحې د کرنې لپاره بیل شي، له کومو ځایونو ساختماني مواد لکه خاوره، ریګ او جغل ایستل کیدای شي او چیرته صنعتي پارکونه جوړشی او نور.
7. دا پورته شیا ن نو د ښار او د شاو خوا سیمو لپاره د یوه ښه علمي ستراتیژیک پلان جوړول او پلی کول اړین کوي
8. د کابل سیند دواړه خواوو ته ترکومه چې امکان لري شنه حفاظتي ساحه پریښودل شي ترڅو د سیند له چټل کیدو مخنیوئ وکړي
9. د کابل شاروالي باید د ښار پاکولو کار نور چټک او موثر کړي او د ښار د فاضله موادو د پروسس کولو، ساتلو لپاره په مسلکي توګه یو ښه Landfill جوړ کړي او ورڅخه کار واخلي
10. اړینه ده په مختلفو کچو عامه پوهاوئ زیات شي ترڅو خلک په اړینو مسئلو پوه شي. داکارلیکوالان، مسلکي سازمانونه، مدني ټولني، رسنۍ، دولتي ادارې او نور ټول په ګډه ښه کولئ شي. او
11. د کابل ښار اداره باید چې د یوه کانالیزاسیون لپاره اړونده پلان جوړ او پانګونه را جلب کړي.

په ډېره درناوۍ

محمد عارف رسولي
په نړیوال بانک کې د چاپیریال ساتنې ارشد کارپوه

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*