وروستي

د مړیو ورځې که د زورښودنې لپاره پلمه؟

په تېرو ۱۶/۱۷ کلونو کې د نورو ناخوالو تر څنګ یوه ناخواله داهم دې هېواد ته راغلې ده او د خلکو ستونزې یې لاپسې زیاتې کړي دي او هغه دا چې د کال په اوږدو کې هره ډله د خپل زور ښودلو لپاره له مړیو او ژوندیو ګټه پورته کوي او په دې پلمه په ځانګړې توګه د کابل ښار کې د لارو او کوڅو د بندولو تر څنګ د وسلو نمایش هم کوي.

د کابل ښار چې په عادي ورځو کې هم له یوځای څخه بل ځای ته تګ د ګڼې‌ګوڼې په سبب ډېر ستونزمن وي، له بل پلوه د زورواکو، دولتي چارواکو او تردې چې عادي دولتي او شخصي لوکس موټرونه چې د ترافیکي قوانینو هېڅ پابندي نه کوي، دا ستونزه څو چنده کړې ‌ده، چې پردې سرباری د شخصیتونو ورځې او په تېره بیا د محرم لس لومړنۍ ورځې د خلکو لپاره ډېرې ستونزې جوړونکې وي او د دې پرځای چې په دې مبارکه میاشت کې د خیر، عبادت، نېکۍ لاره غوره کړي، د زورواکۍ او زورونې لړۍ په‌کې ګرمېږي.

دا ښکاره خبره ده چې په دې شکل د محرم لمانځل نه کوم د یني حیثیت لري او نه هم له عقل سره اړخ لګوي، بلکې په وروستیو کلونو کې دا لمانځنه هم یوه سیاسي لوبه ګرځېدلې ده چې په دې سره د کابل ښار ته داسې رنګ ورکول کېږي، ګنې اکثریت اوسیدونکي یې اهل تشیع دي او دا ځای هم ګوندې کربلا یا تهران دی.

په دې کې شک نه شته چې افغانستان د ټولو ګډ کور دی او په دې کور کې ټول اوسېدونکي برابر حقوق او مکلفیتونه لري او هېڅوک ددې حق نه لري چې د ځان ښودلو په موخه د نورو حقوق تر پښو لاندې کړي.

دلته مهمه داده چې داسې لمانځنې ددې پرځای چې په رښتینې توګه دې کسانو ته ګټه وروسوي، بلکې لاهم کرکې او نفرتونه زیاتوي او د خلکو ترمنځ د لرلې‌والي سبب ګرځي.

امام حسین رضي الله عنه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لمسی او د اسلامي تاریخ یو ځلانده ستوری دی، د هر مسلمان په زړه کې ځای لري، خو ځینې ډلې چې نه هم د حسین رضي الله عنه پر لاره روانې دي او نه هم د اسلامي امت غم ورسره دی، له دې ورځې څخه د نفاق او دښمنۍ ورځ جوړوي چې دا نه د اسلام په ګټه ده، نه د افغانستان او نه هم خپل د اهل تشیع په ګټه، بلکې یوازې له دې کار څخه ځینې بهرنۍ کړۍ ګټه پورته کوي ترڅو خدای مه‌کړه په افغانستان کې هم د عراق، پاکستان، سوریې او ځینې نورو ځایونو په څېر د دښمنې اور بل کړي او د شیعه-سني په نامه خلک سره ووېشي.

بلخوا هر کال پر دې مراسمو دومره مالي لګښت کېږي چې که هغه یوازې د اهل‌تشیع وروڼو د ښېګڼې لپاره مصرف شي، نو لږ تر لږه کابل میشتي شیعه به د غربت او خوارۍ له رنځ څخه خلاص کړي.

نو تر هرڅه وړاندې باید خپله د اهل‌تشیع مشران او علماء په دې اړه له فکر څخه کار واخلي او په دې اړه – د نورو له فرمایشاتو پرته- د افغانستان له حالت سره سم عاقلانه پرېکړې وکړي، بلخوا حکومت هم باید د خلکو ستونزو ته په کتو سره د داسې مرسمو لپاره ځانګړې لارې چارې ولټوي او د داسې موټري، موټرسیکلي او نورو د ځان‌ښودنې او زورښودنې د کاروانونو مخه ونیسي چې که له یو لوري د خلکو ورځنی ژوند ټکنی کوي، له بل پلوه د افغانستان د اکثریت مسلمان ولس دیني احساساتو سره هم لوبې کېږي.

منبع:اصلاح انلاین

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*