وروستي

د پلان ارزښت

په ښار کې سړکونه قير شول. لږ موده وروسته ښاروال پاڅېد او د سړک منځ يې وکيښ تر څو د ګلانو لپاره ځای او دوه اړخيز سرکونه سره بېل کړي. ګلان او ونې کېنول شوې خو يو کال وروسته د مخابراتو وزارت کارکوونکي راغلل او ګلان يې په بل مخ واړول تر څو په دې برخه کې د نوري فایبر لينونه خښ کړي. ګلدان لا هماغسې وران پاته و او کال وروسته نوي ښاروال له سره ودان کړ خو لږ موده وروسته د برېښنا وزارت کارکوونکي راپاڅېدل او دلته يې د برېښنا د مزو غزولو لپاره بيا کيندنې پیل کړې. تر څو دا برخه بېرته رغېده ژمی شو. د واورو او بارانونو اوبه تر سرک لاندې شوې او سرک کندې، کندې شو. همدا اوبه له سرکه واوښتې او په منځ کې غزېدلي لينونه يې شارټ کړل. د ټولو زيارونو او لګښتونو پایله دا شوه چې نه سړک شو، نه ګلدان، نه فایبر او نه برېښنا!
دې ته ورته حالت مې د يوه ولايت په مرکز کې په عملي ډول وليد. د حکومتولۍ د کمزورو بنسټونو او او پلان نه درلودلو له کبله زموږ د انرژۍ او ملي شتمنيو ډېره برخه همدا ډول له منځه ځي. ښايي ستاسې به پام شوی وي چې په کابل ښار کې ګډې وډې کوڅې د کليو بيا رغونې او پراختيا وزارت او څو نورو بنسټونو له لوري کانکرېټ کيږي. دا په داسې حال کې ده چې ښاروالي ډېر وخت د بې پلانه سيمو د پلانيزه کولو خبرې کوي. ولسمشر هم د ټاکنو پر مهال د بې پلانه سيمو له منځه وړل او د عرفي قبالو پر ځای د شرعي قبالو د دود کولو خبره کړې وه خو دا چې د اړونده ادارو تر منځ هېڅ ډول همغږي نشته؛ ښايي زيار مو او بودجه مې په ځلونو بې ځايه ولګول شي.
په کابل ښار کې د سرکونو او څلورلارو د بندښت لاملونو ته پام وکړئ. د بېلګې په توګه د ميرويس ميدان څلورلارې په پام کې نيسو. که څه هم هلته هوايي پل رغول شوی دی خو دا چې د پله څنګونو ته فرعي سړکونه يا خو نشته او يا هم د موټرو د هډو او يا د لاسي کراچيو مارکېټ دی. تر پله لاندې ډېره سيمه له کومې ګټې او پلانه پرته بنده شوې او د تګ راتګ لپاره په سرک کابو زر کسه راټول دي او د مبايلونو اخستل او پلور کوي. دا چې پوليس له دې کسانو بډې اخلي؛ جلا بحث دی خو په ټوليز ډول دا او دې ته ورته څلورلارې د پلان نه درلودلو او يا نه پلي کېدو له کبله تل بندې وي. که له څلورو لورو په منځني ډول زر موټرونه په يوه وخت کې بند پاته شي؛ ښايي هر موټر په ساعت کې په منځني ډول پنځه لېټره تېل وسوځوي. که په کابل ښار کې دا ډول سل څلورلارې وي او په منځني ډول په څلرويشت ساعتونو کې لس ساعته همدا ډول بندې وساتل شي او يو لېټر تېل په يوه ډالر حساب کړو؛ په منځنۍ کچه هره ورځ يوازې د تېلو اضافي لګښت پنځه ميليونه ډالر کيږي. دا لګښت به په يوه کال کې يو اعشاريه ۸ ميليارد ډالر (‍۱۸۲۵ ميليون ډالره) وي چې زموږ د کلنۍ بودجې کابو نيمايي جوړوي. دا کار نه يوازې چې اقتصادي ټکه ده بلکې د چاپېريال د ککړتيا ستر لامل هم کېدای شي. دا چې له دې کبله څومره وخت ضایع او څومره کسان له روغتونونو، زدکړو او کاروباره پاته کيږي؛ ښايي ارزښت يې ډېر لوړ وي.
د نورو دولتي ادارو په شان د کابل ښار لپاره هم په تېرو څو کلونو کې يو ژمن، مسلکي او هېوادپال کس د ښاروال په توګه وړاندې نشو. د پلان پخوانی وزارت هم له منځه تللی او نور اړوند بنسټونه هم په بشپړ ډول غیرمسلکي او بې کفايته دي.
محمود سعيد

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*