وروستي

رسول الله صلی الله علیه وسلم او ټولنیزې چارې

عبدالفتاح جواد

ځینې په‌دې اند دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په ټولنیزو چارو کې نه، بلکې په جومات او عبادتي چارو کې انسانانو ته امر او نهې درلوده، نورې چارې یې په خپله د انسانانو عقل او هنر ته پریښې وې، که دغه خبره وڅېړو نو پوښتنه دا پیدا کېږي چې دغه خلک په کوم اساس دغه ادعا لري؟

آیا داسې کوم روایت شته چې مونږ ته دا ثابته کړي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په اجتماعي قضایاوو کې بې طرفه او بې پرې پاتې شوی وي، نه یې پکې امر لرلی وي او نه نهې؟ پیغمبر صلی الله علیه وسلم کله خلکو ته ویلي دي چې زه ستاسې روحاني مشر یم او د خپل سیاسي او نظامي ژوند د پرمخ بیولو لپاره له ما پرته بل څوک وټاکئ؟ کله نوموړي د خلکو ترمنځ د بېلابېلو شخړو د حل او فصل کولو نه معذرت کړی او نوموړو ته یې ویلي دي چې تاسې د ځان لپاره محاکم جوړ کړئ، دا زما په اجنډا او وظیفوي لایحه کې نشته؟

برخلاف نوموړي په خپل ژوند کې د امت د ژوند د ټولو برخو لپاره مقنن، منفذ او مراقب پاتې شوی دی، یعنې هم یې اجرائیه اختیارات په لاس کې درلودل، هم یې مقننه قوه په لاس کې درلوده او هم یې د ولس چارې څارلې، چې کله به هم چا د ژوند په کومه برخه کې د دین له لارښوونو سر غړاوو، نو دی به منبر ته پورته شو او خلک به یې متوجه کړل، که به د نصیحت له مخې اصلاحات راغلل، نو ښه تر ښه او که نه نو بیا به یې له تنفیذي قوې نه هم کار اخیست او خبره به د حدودو او تعزیراتو تنفیذ ته ورسیده.

د پیغمبر دیني او دنیوي حیثیت:
یوه بله خبره چې د بحث وړ ده هغه دا چې ځینې په دې اند دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دوه حیثیته لري، یو دیني او بل دنیوي، دیني حیثیت یې هغه دی چې د الله تعالی له لوري ورته حکم شوی وي او هغه یې په تطبیق او نورو ته رسولو مأمور شوی وي، لکه: عبادات او اخلاق.

دنیوي حیثیت یې هغه چارې دي چې په دنیا پورې تړلې دي او د الله تعالی له لوري پکې واضح حکمونه ندي راغلي او نه یې هم کوم معلوم ماډل او نمونه انسانانو ته پکې بیان کړې ده، نو په دې اساس مونږ (ددې عصر مسلمانان) مکلف دي چې یوازې په دیني بعد او اړخ کې د رسول الله متابعت او پیروي وکړي، اما په دنیوي چارو کې هغوی تجربې کړې دي، چې مأمور من الله نه وو، بلکې په شخصي سوچ او نوښت باندې یې کړې دي، نو هغه سنت نشو بللی، نو ځکه یې په پیروۍ مکلف نه یو او مونږ هم باید د خپل عصر د غوښتنو سره سم تجربې وکړو او ددې عصر د قوانینو نه پکې ګټه واخلو.
(دغلته دا پوښتنه مطرح کېږي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د سیاسي واکمن، قاضي، د جګړې قوماندان، ولسي رهبر اومعلم مناصب څنګه او په کوم حیثیت ترلاسه کړل؟ آیا په مکه کې مسلمانیدونکو په خپله طبعه او خوښه هغه ددې ټولو دندو او مسئوولیتونو وړ بللی ؤ؟ آیا له دغو مناصبو او دندو نه د هغه لرې کول او بل څوک دده په ځای ټاکل، مسلمانانو ته مجاز ؤ؟ که ؤ، نو دغسې کومه هڅه کله هم شوې ده؟ آیا کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم او ملګرو یې مدینې ته هجرت وکړ، هلته یې د اسلامي حکومت بنسټ کېښود، آیا د مهاجرینو او انصارو ترمنځ کومه مشوره او ناسته وشوه چې په دې یې اتفاق کړی وي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دې د حکومت مشر او زمونږ هراړخیز قاید وي؟ آیا د هغه په وجود کې بل مسلمان د دغو مناصبو او مسئوولیتونو د پرمخ بیولو لپاره کاندیدیدل مجاز وو؟ آیا مسلمانانو ته روا وه چې د خپلمنځي مشورې او پرېکړې په اساس دغه مناصب یا د هغو له لړۍ نه یو یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه واخلي او بل چاته وسپاري؟ آیا دغه مهال د مدېنې دولت ته د قرآن کریم په رڼا کې تفصیلي قوانینو او اصولو وضع کولو په موخه داسې کومه جرګه یا شورا جوړه شوې وه، چې په هغې کې د قرآن کریم د مراد او مقصد معلومولو په موخه له صحابو سره مشوره کیدله، او دغې جرګې به چې کوم مفهوم او مراد وټاکه نو د هغه سره سم به ملکي قوانین جوړیدل؟ که د دغو پوښتنو ځوابونه مثبت وي، نو تاریخي ثبوت یې کوم دی او که منفي وي ـ چې یقینا منفي دي ـ نو بیا تاسې داسې ویل غواړئ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپله له ځان نه رهبر، واکمن، قاضي، شارع او ستر مشر جوړ کړی وو؟ بله پوښتنه دا ده چې دغه تاسې چې د رسول الله صلی الله د حیثیت په اړه کوم ډول وېش کوئ، آیا دغه وېش قرآن هم کړی دی او که نه؟ د قرآن کریم په بېلابېلو آیتونو کې خو په څرګند ډول دا خبره شوې ده، چې نوموړی هم ستاسې لپاره معلم وو، هم شارع وو، هم قاضي او هم واکمن وو او هم د پوځ اعلی قوماندان). ( سنت کی آینی حیثیت ـ ۷۳ – ۷۴ صفحات)

 

منبع:اصلاح

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*