وروستي

سرک – Road (د سرک جوړولو انجينیري)

لیکنه: محمود سعېد

 لومړۍ برخه:

سرک هغه هواره شوې لاره ده، چې دوه يا څو ښارونه، سيمې يا کلي يو له بل سره وتړي او د لېږد رالېږد وسيلې پرې تګ راتګ وکړای شي. سرکونه ښايي د يوه، دوو او يا څو ليکو او کله ناکله د پلې لارې لرونکي وي. سرکونه له يوې سيمې بلې ته د رسېدو لپاره تر ټولو غوره مسير ګڼل کيږي.

شاليد: لومړنۍ لارې له ميلاد څخه شاوخوا ۱۰،۰۰۰ کاله وړاندې د انسانانو له لوري جوړې شوې دي. همدا شان له ميلاد څخه د ۲۲۰۰ او ۲۶۰۰ کلونو وړاندې تر منځ په مصر کې لومړني فرش سوي سړکونه جوړ شوي دي چې له هغو څه ناڅه دوه زره کاله وروسته پخوانيو روميانو په اروپا او شمالي افريقا کې سيخ او په تيږو فرش شوي سړکونه جوړ کړل. دې سړکونو دواړو لورو ته کوږوالی درلود؛ تر څو د باران اوبه د سړک پر سر پاته نشي.

د سړک ډولونه – Types of Road:

سړکونه د هغوی د څرنګوالي له مخې په ډېر و څانګو وېشل کيږي چې مهمې ئې دا دي:

‌Byway- فرعي لار:

دا هم خټينې لارې دي چې پلنوالی ئې ډېر کم او ډېر مهال ئې مخ په وښو پوښلی وي. دا ډول لارې هم په لرې پرتو سيمو کې وي او کله ناکله ترې د لېږد، رالېږد کار اخيستل کيږي.

Dirt Road – خاورين سرک:

هغه خاورينه، خټينه يا ډبرينه لار چې پليو، ژويو يا وړو موټرو لپاره کارول کيږي؛ د خاورين سرک په نوم ياديږي. دا ډول لارې په کليو او بانډو کې د سيمه ايز تګ راتګ لپاره کاريږي او ډېر مهال د اورښتونو پر مهال بنديږي.

Frontage Road- نښلوونکي سرکونه

هغه لنډ او لږ پلن سرکونه دي چې فرعي لارې له اصلي او يا اصلي لارې د استوګنې له سيمو سره نښلوي. دا ډول سرکونه د اصلي سرکونه په څنګ کې وي او د ترافيکو د حجم په کمښت کې مرسته کوي.

Highway- لويه لار

Highway- لويه لار:

هغه سړکونه دي چې د هوا په هر ډول حالاتو کې په ډېرې چټکۍ سره پکې د موټر چلولو شونتيا وي. د لويو لارو مخ د اسفالتو يا کانکرېټو په وسيله پوښل کيږي او د چټکتیا شرايط پکې د هر هېواد له قوانينو سره توپير لري.

1024px-US_131,_M-6,_68th_St_interchange
Freeway or Controlled-Access Highway

Freeway or Controlled-Access Highway – آزاده لار:

هغه لويې لارې دي چې په ځانګړي ډول د لوړ سرعت لپاره جوړيږي. په دې ډول لارو کې د لارښوونې څراغونه او نښې نشته او د سرعت محدوديت نلري.

Winter Road – ژمني سرکونه:

دا سرکونه له واورې يا يخ څخه جوړيږي او يوازې په ژمي کې ترې ګټه اخستل کيږي. دا ډول سرکونه د درنو بارونو د لېږد لپاره نه کاريږي او عموماُ په غرنيو يا هغو سيمو کې چې ډېر سيندونه او يخه هوا ولري د لنډ مهال لپاره جوړيږي.

Toll Road- لګښتيز سرکونه:

هغه سرکونه دي چې له هغو د تېرېدلو پر مهال بايد لګښت ورکړل شي. دا لګښتونه د سړکونو د بيا رغونې او ساتنې لپاره کارول کيږي.

آزاده لار
آزاده لار

د سرکونو څانګوېش – Classification of Roads:

سرکونه په لاندې اوو بېلابېلو څانګو وېشل شوي دي چې هره څانګه بيا بېل ډولونه لري.

  • د ترافيکو د حجم پر بنسټ د سرک ډولونه: د ترافيکو د حجم پر بنسټ سړکونه په دريو ډولونو وېشل شوي دي:

الف: لږ ترافيک لرونکي Low Volume Traffic: هغه سرکونه دي چې د ورځنيو ترافيکو شمېر يې له ۴۰۰ کم وي.

ب: منځني ترافيک لرونکي Medium Volume Traffic : هغه سرکونه دي چې د ورځنيو ترافيکو شمېر يې له ۴۰۰ تر ۱۰۰۰ پورې وي.

ج: ډېر ترافيک لرونکي High Volume Traffic : هغه سرکونه دي چې د ورځنيو ترافيکو شمېر يې له زرو اوړي.

  • د تګلوري پر بنسټ د سرک ډولونه:د تګلوري پر بنسټ سړکونه په دوو ډولونو وېشل کيږي.

الف: دوه لينه سرکونه: هغه سرکونه دي چې په هغو باندې لېږدېدونکې وسيلې په دوو مخالفو لوريو تګ، راتګ کوي.

ب: څو لينه سړکونه: هغه سرکونه دي چې د مخالفو لوريو د تګ لپاره جلا کرښې او تر منځ يې بېلوونکې ترافیکي بريدونه يا شنه سيمه ولري.

  • د سيمې د څرنګوالي پر بنسټ د سرک ډولونه: د سيمې د څرنګوالي پر بنسټ سرکونه په دريو ډولونو وېشل کيږي.

الف: هوار سرکونه: هغه سرکونه دي چې په هوارو سيمو کې جوړيږي او د لږ طولي میل لرونکي دي.

ب: د غونډيو سرکونه: هغه سرکونه دي چې د خاور له غونډيو او نيمه غرنيو سيمو تېريږي.

ج: غرني سرکونه: هغه سرکونه دي چې له غرنيو سيمو تېريږي او د ډېر طولي میل لرونکي وي. د دې سرکونو په جوړولو کې د د پلچکونو ډیزاین او جوړول ډېر غور او ځيرتيا غواړي.

  • د تګ راتګ د کرښو پر بنسټ د سرک ډولونه: د تګ راتګ د کرښو پر بنسټ سرکونه په دريو ډولو وېشل کيږي:

الف: يو لينه سړکونه Single Lane Roads : هغه سرکونه دي چې په يوه مهال ورڅخه يوازې يو موټر تېرېدای شي. د دې ډول سرکونو تر ټولو لږ پلنوالی ۳.۵ متره دی او په لرې پرتو سيمو او کليو کې جوړيږي.

ب: دوه لينه سرکونه Double Lane Roads : هغه سرکونه دي چې په يوه مهال ورڅخه دوه موټر تېرېدای شي. د دې ډول سرکونو تر ټولو لږ پلنوالی ۷ متره دی. په یوې سپینې رنګ شوې لیکې له یو بل څه دا لینونه بیل شوي دي. دا ډول سرکونه تر ټولو ډېره کارونه لري.

ج: څو لينه سرکونه Multi-lane Roads: هغه سرکونه دي چې په يوه مهال ورڅخه له دوو زيات موټر تګ تېرېدای شي. دا ډول سرکونه په ښارونو کې جوړيږي.

د جوړېدنې د قېمت پر بنسټ د سرک ډولونه: دا ډول سرکونه په درې ډولونو وېشل کيږي:

الف: ارزان سرکونه Low Cost Roads: خاورين او شګلن هغه سرکونه دي چې په کم مصرف له شګو او خاورې څخه جوړ شوي وي. طبيعي لارې چې کله ناکله ورڅخه ګټه اخستل کيږي هم د خاورينو سرکونه بېلګه کېدای شي. د دې سرکونو کرښه د وخت په تېرېدو بدلېدای او ورانېدای شي. شګلن سړکونه د کاریګرو يا ماشين په مرسته جوړيږي. د سرک د فرش لپاره له ۶-۳۶ ملي متري شګو سره له ۱۳٪ تر ۲۶٪ خاوره ګډيږي او د يوې يا دوو پنځلس سانتي متري پوړونو په ډول د هوارې شوې ځمکې پر سر هوارې او تخته کيږي.

ب: منځني قېمت لرونکي سرکونه Medium Cost Roads:  دا د سرکونو تر ټولو زيات دوديز ډول دی. د دې سرکونو فرش اسفالتي، نيمه اسفالتي او نيمه کانکرېټي جوړيږي.

ج: زيات قيمت لرونکي سرکونه :High Cost Roads د دې ډول سرکونو فرش له فولادو او کانکرېټو جوړيږي او د ډېر قيمت لرونکي سرکونه دي. دا سرکونه په ځانګړو ځايونو کې جوړيږي.

  • د ځای او هدف پر بنسټ د سرک ډولونه: د ځای او هدف پر بنسټ سرکونه په څلور ډوله دي:

الف: لومړۍ درجه سرک – International Road: هغه سرکونه چې بهرني هېوادونه د افغانستان له لويو ښارونو سره او لوی ښارونه يو له بل سره نښلوي؛ لومړۍ درجه يا نړيوال سرکونه ګڼل کيږي.

ب: دوهمه درجه سرک – Secondary Road: هغه سرک چې يو ولايت له بل ولايت او يا هم يوه ولسوالي د ولايت له مرکز سره ونښلوي؛ د دوهمې درجې سرکونو په نوم ياديږي. دا سرکونه د ملي سرکونو په نوم هم ياديږي.

ج: دريمه درجه سړک- Tertiary Road: هغه سړکونه دي چې کلي د ولسواليو له مرکزونو او يا کلي له کليو سره ونښلوي.

د: ښاري سړکونه- Urban Road: هغه سړکونه دي چې د ښار بېلابېلې سيمې يو له بل سره نښلوي.

ښاري سرک
ښاري سرک
  • د فرش د څرنګوالي پر بنسټ د سرک ډولونه: د فرش د څرنګوالي پر بنسټ سرکونه په دوو ډولونو وېشل کيږي:

الف: کلک سړکونه – Rigid Road:  کلک سرکونه د کانکرېټي فرش لرونکي دي. ډېر وخت له کانکرېټو سره سيخ هم کارول کيږي. د دې ډول سرکونو جوړول ډېر لګښت غواړي خو عمر يې ډېر دی او زر نه ورانيږي.

ب: نرم سړکونه – Flexible Roads:له کانکرېټي سرکونو پرته نور ټول سرکونه ارتجاعي يا نرم سرکونه دي. د ډېر نرمو سرکونو فرش اسفالټ‌کانکرېټي وي. په دې فرشونو کې له شګې سره منرالي پوډر او قير ګډيږي. منرالي پوډر د ډولومايټ تيږې څخه په لاس راځي او د دې مخلوط د سرېښ لپاره پکاريږي. د نرمو سرکونو جوړول لږ لګښت غواړي خو عمر يې کم او ښه ساتنه غواړي.

دوام لري…

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*