وروستي

محرم مياشت او د عاشوراء ورځ

ليکونکى: مولوي سيف الله ( ساعي )

ان عدة الشهور عندالله  اثنا عشر شهرا فى کتب  الله  يوم  خلق  السموات والارض  منها اربعة  حرم

ژباړه : حقيقت دادى چې د مياشتو شمېر له هماغه ورځې نه چې الله اسمانونه  او ځمکه پيداکړې ده د الله  په ليکنه کې همدا دولس دي د هغو ( له جملې ) څخه څلور ( مياشتې ) يې حرامې ( داحترام وړ مياشتې ) دي .

پدې دولسو مياشتو کې يې څلورو مياشتو ته چې هغه د رجب ،ذوالقعدې ، ذوالحجې او محرم مياشتې دي  د حرمت او احترام وړ مياشتې ويلي دي  د هغو د حرمت  او ادب دوه لاملونه دي لومړى دا چې پدې مياشتو کې جنگ او جگړه کول لکه څنگه چې داسلام نه مخکې ناروا وو همدا رنگه د اسلام په پيل کې هم ناروا وو خو بيا وروسته د ا حکم  د زياتو علماوو په اند په وروستۍ برخه د همدغه آيت سره منسوخه شوه چې  ( قاتلوا المشرکين کافة )  تاسو ټول يو موټى شئ له مشرکانو سره جگړه وکړئ .

او ډېر شمېر علما بيا وايي : چې  پدغه آيت سره منسوخه شو چې  ( وقتلوا المشرکين حيث وجتموهم ) او  ووژنئ مشرکان هر چېرې مو چې وموندل .

دويم د احترام  اوادب لامل يې دادى چې پدغو مياشتو کې دعبادت ثواب زياتيږي لومړى حکم که څه هم په اسلام کې منسوخه دى خو دويم حکم چې د د غو مياشتو احترام  او پدې مياشتوکې  عباداتو ته ډېره پاملرنه کول دي  دا پر خپل ځاى پاتې دى

امام جصاص په احکام القرآن کې د دغو مياشتو په اړه وايي : چې الله (جل جلاله ) د دغو مياشتو په حرمت او ادب کې دا مصلحت او حکمت په گوته کړى دى چې پدغو مياشتو کې له ظلم څخه ځان ساتل او د الله حکمونو ته په بشپړه توگه پاملرنه کول  لکه لمونځ روژه او داسې نور ښه کارونه تر سره کول دا دېته سړى هڅوي چې  په نورو وختونو کې هم په پام کې ونيول شي  لکه چې د جمعې لمونځ يې په يوه ټاکلې ورځ کې لازم کړى او د رمضان روژې يې په يو ځانگړي وخت کې لازمې گرځولې دي او ځېنې ځانگړي ځايونه لکه بيت الله  او مسجد النبوي يې چې  د حکم د پر ځاى کولو او له حکم څخه د سر غړولو په باره کې  دنورو په پرتله د ډېر ثواب  اويا لويې گناه لامل بللي دي

مهمې مسلې د بيان شوي آيت په رڼاکې :

لدې آيت څخه دا خبره څرگنديږي چې د اسلامي مياشتو ترتيب او نومونه دا د انسانانو له خپل ځان څخه کومه جوړه کړې اصطلاح نه ده بلکې الله ( جل جلاله )  د ځمکې او آسمانونو د پيدايښت سره سم  مياشتې پدې ترتيب پدغه نومونو سره نومولې دي او د ځانگړيو مياشتو ځانکړي حکمونه يې دخلکو لپاره ټاکلي او ښودلي دي

او  له همدې آيت څخه دا خبره څرګنديږي  چې د الله )  جل جلاله ) په وړاندې  په شرعي حکمونو کې قمري مياشتې دباور  وړ دي او په همدغو قمري مياشتو پورې ټول د شرعې حکمونه لکه روژه ، حج ، زکات او داسې نور تړلي دي خو يوه خبره بايد په ډاگه شي چې قرآن د کال او نېټې د ښکارندوينې  لپاره لکه  سپوږمۍ يوه نښانه ښودلې همدا رنگه يې لمر هم  يوه نښانه ښودلې ده  لکه چې الله ( جل جلاله ) وايي : وجعلنا اليل والنهار ءايتين فمحونا ءاية اليل وجعلنا ءاية النهار مبصرة لتبتغوا فضلا من  ربکم ولتعلموا عدد السنين  والحساب  .

ژباړه : او موږ شپه او ورځ دوې نښانې گرځولې دي ،نو د شپې  نښانه  مو له منځه يوړه او دورځې نښانه ( لمر ) مو رڼا ورکوونکې وگرځوله تر څو د خپل رب  مهرباني ولټوئ او د کلونو په شمېر او حساب پوه شئ .

د کال او نېټې حساب  په سپوږمۍ او لمر دواړو سره  روادى خو الله ( جل جلاله ) د خپلو حکمونو د وختونو پيژندلو لپاره د سپوږمۍ حساب غوره کړى دى او ټول حکمونه يې په هغه پورې تړلي دي نو ځکه د قمري حساب خوندي ساتل فرض کفايه دي که چېرې ټول مسلمانان قمري حساب ته شا کړي او هېر يې کړي نو ټول گناه گار دي او که چېرې د ځېنو له لوري خوندي وي نو د بل حساب څخه کار اخيستل هم روادي خو د الله د را ښولې لارې خلاف او د مخکې تېر شوي امت له لارې څخه چپه لار ده بېله اړتيا څخه يې غوره کول  ښه کار نه دى .  معارف القرآن \٤\ ٣٧٣\ ط: مکتبه معارف القرآن کراچي )

د عاشوراء د ورځې روژه :

د محرم لسمې نېټې ته عاشوراء وايي چې معنا يې ده لسمه ورځ او دا ورځ د الله ( جل جلاله ) د ځانگړي رحمت او برکت ورځ ده ځکه تر څو چې د رمضان روژې نه وې فرض شوې تر هغه وخته پورې د عاشوراء روژه پر مسلمانانو باندې فرض وه خو د رمضان مياشتې د روژې  فرض کېدو سره د دغه ورځې د روژې فرض والى  په استحباب سره بدل شو ځکه چې دايوه ډېره د برکت څخه ډکه ورځ ده آن تردې چې رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) وايي : ( صيام يوم عرفة احتسب على الله ان يکفر السنة التي قبله والسنة التي بعده ،وصيام يوم عاشوراء احتسب على الله ان يکفر السنة التي قبله

                                                                                                ( صحيح مسلم \٣\ ٥٧٨\ط:مکتبة البشرى کراتشي باکستان )

ژباړه : زه د عرفات د ورځې د روژې په اړه د الله څخه اميد لرم چې د يو کال مخکې اود يو کال وروسته  گناهونه له منځه يوسي  او د عاشوراء  ورځې د روژې په اړه بيا دا اميد  لرم چې ديو کال مخکې  گناهونو د بخښلو لامل جوړه شي .

لدې څخه د عاشوراء  ورځې فضيلت او غوره والى څرگنديږي نو د يو مسلمان لپاره د داسې ورځو او وختونو څخه گټه اخيستل پکار دي ځکه چې مسلمان بايد تل د خپل آخرت  دجوړولو په فکر کې وي اود داسې  شپو او ورځو له خير او برکت څخه شاته پاتې نه شي

د يهوديانو له ورته والي څخه ځان ساتنه :

لکه څنگه چې له پورته ياد شوي حديث څخه دا خبره څرګنده  شوه چې پدغه ورځ روژه نيول ډير لوى ثواب لري چې ديوکال مخکې گناهونو د بخښلو لامل گرځي او رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) به هر کال د عاشواء دورځې روژه نيوله  او نورو ته به يې هم د روژې نيولو لارښوونه کوله  او په همدغه ورځ يهوديانوهم  د شکر ايستلو په موخه روژه نيوله چې پدغه ورځ الله ( جل جلاله ) موسى ( عليه السلام ) او بني اسرائيل  دفرعون او د هغه له لښکر څخه ژغورلي وو نو  د يهوديانو سره يو ډول ورته والى تر سترگو کېدلو نو له همدې کبله رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) وويل : چې که چېرې تر راتلونکي کال پورې  ژوندى وم نويوازې د عاشوراء د ورځې روژه به نه نيسم بلکې د محرم د نهمې نېټې روژه به هم ورسره نيسم لکه څنگه چې پدغه حديث کې راغلي .

عن عبدالله ابن عباس ( رضى الله عنهما ) يقول : حين صام رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) يوم عاشوراء وامر بصيامه ،قالوا : يارسول الله ! انه يوم تعظمه اليهود والنصارى ،فقال رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) ” فاذا کان العام المقبل  – ان شاء الله _ صمنا اليوم التاسع “

                                                         (  صحيح مسلم \٣\ ٥٣٦\رقم حديث  ٢٦٦٣\باب اى يوم يصام في عاشوراء  مکتبة البشرى کراتشي )

ژباړه : له عبدالله ابن عباس ( رضى الله عنهما ) څخه روايت دى وايي : چې کله رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) د عاشوراء د ورځې روژه ونيوله او نورو خلکو ته يې د دغه ورځې روژې نيولو حکم وکړ نو صحابه وو  ورته وويل : چې اى رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) دا خو يوه داسې ورځ ده چې يهوديان او عيسويان يې احترام کوي نو رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) ورته وويل : چې که تر راتلونکي کاله پورې وو_ نو که الله خوښتل _ د نهم تاريخ روژه به هم ونيسو .

د صحابه ( رضى الله عنهم ) عمل :

خو لکه څنگه چې دا خبره ښکاره  ده رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) د را روان کال د نهمې نېټې روژې نيولو اراده وکړه خو د راتلونکي کال تر رسيدو مخکې رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) وفات شو او د روژې نيولو نوبت را ونه رسيد نو ځکه صحابه وو ( رضى الله عنهم ) د عاشوراء ورځې د روژې سره دمحرم دنهمې يا يوولسمې نېټې روژې نيولو ته په خپله هم پاملرنه وکړه او نوروته يې هم د نيولو حکم وکړ او يواځې د عاشوراء د ورځې روژه يې مکروه تنزيهي وگڼله خو که چېرې يو څوک يوازې د عاشوراء  ورځې روژه ونيسي نو گناه گاره به نه وي او د عاشوراء  ورځې د روژې ثواب به  يې تر لاسه کړى وي  دابېله خبر ده چې د رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) هيله دا وه چې  دوې روژې ونيول شي نو ځکه دوې روژې نيول غوره کار دى

په عبادت کې هم بايد له نوروسره ورته والى نه وي :

د رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) له پورته ياد شوي حديث څخه دا خبره په ډاگه څرگنديږي  چې د کفارو سره بايد په هيڅ شي کې هيڅ ډول ورته والى نه وي او رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) نه دى خوښ کړى سره لدې چې دا ورته والى په کوم ناروا کار کې نه و بلکې په عبادت کې و چې په نوموړې ورځ يهوديانو هم روژه نيوله او مسلمانانو هم خو بيا هم له ورته والي څخه د ځان ساتنې لارې چارې ولټول شوې دا ځکه چې اسلام يو بشپړه دين دى او له ټولو دينونو څخه بېلې ځانگړتياوې  او غوره والى لري نو ددې دين د پيروانو  هر کړه وړه ، ناسته پاسته ، خوى اواخلاق بايد له نورو څخه ځانگړي وي او په نبوي لارښوونو کې دې ټکي ته ډيره پاملرنه  شوې ده لکه څنگه چې روايت دى  ( خالفوا المشرکين ) ژباړه : د مشرکانو څخه خپل  ښکاره او پټ ځانکړي کړئ .

د ورته والي  گناه :

کله چې په بند گۍ ،عبادت او نېکو کارونو کې رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) ورته والى خوښ نه کړ نو په نورو هغو کارونو کې به د مسلمانانو ورته والى د کفارو سره څومره بد کار ، لويه گناه او دشرم خبره  وي چې يو مسلمان يې په لوى لاس دکفارو غوندې د ښکار ه کېدو په موخه تر سره کوي د دې خبرې ځواب به په  نبوي لارښـوونو کې ولټوو چې رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) وايي : ( من تشبه بقوم فهو منهم ) ژباړه : چا چې د بل قوم سره ورته والى غوره کړ هغه به د هغوى له ډلې څخه وي .

د بېلگې په توگه که څوک د انگريز غوندې کړه وړه ،د هغه غوندې جامه او هسکه ټيټه کوي د دې لپاره چې د انگريز غوندې ښکاره شي نو دا يوه لويه گناه ده خو که په زړه کې يې دا  اراده نه وي چې د هغوى غوندې ښکاره شي بلکې يواځې د هغوى سره ورته والى وکړي نو دا کار يې له کراهت څخه بياهم خالي نه دى

د عاشوراء د ورځې نور اعمال :

د عاشوراء په ورځ  چې نور کوم کارونه  يا کړه وړه د ځېنو خلکو له لوري تر سره کيږي  چې ځانگړي خواړه بايد تيار کړل شي يا ځانگړي پروگرامونه  جوړ کړل شي او يا هم د نورو خلکو په مجلسونو کې گډون کوي د دې له قرآن ، احاديثو او اسلامي فقهې څخه هيڅ ډول ثبوت نشته او ځان بايد ځنې وساتل شي که نه د بدعت په لويه بې برکتۍ کې به اخته او د سنتو له برکت  څخه به بې برخې شي خو يوه خبره د يادولو  وړ ده هغه دا چې په يوه ضعيف روايت کې راغلي دي چې که چا پدغه ورځ  دخپلې کورنۍ له غړيو سره له پراخۍ څخه کار واخيست  چې ښه خوراک او څښاک يې ورته تيار کړل  الله ( جل جلاله ) به  د هغه په روزي کې برکت  واچوي  ددې روايت  سند که څه هم کمزورى دى خو بيا هم که چېرې يو څوک  د دې روايت پر بنسټ داسې وکړي  نو له الله ( جل جلاله ) څخه اميد دى چې د دغه فضيلت څخه به يې بې برخې  نه کړي نو په کار ده چې پدغه ورځ ښه خوراک او څښاک وشي

د عاشوراء په ورځ پر ځان ظلم کول :

کله چې الله ( جل جلاله ) د څلورومياشتو احترام بيان کړنو په همدغه آيت کې يې دې ټکي ته هم د خلکو پاملرنه را واړوله چې پدغو مياشتو او  ورځو کې د عبادت په پريښودلو او نورو  غلطو کارونو  په کولو سره په خپلو ځانو ظلم مه کوئ او داسې يې وويل : ( فلاتظلموا فيهن انفسکم )

                                                                                                             ( سورة التوبة ، آيت ٣٦ )

ژباړه : پدغه مياشتو کې په خپلو ځانونو ظلم  مه کوئ  _  پدغه ورځو کې پر ځان ظلم دا دى چې د گناه مجلسونو ته لاړ شئ،ناروا لارو چارو ته لاس واچوئ، د غلطو کړو وړو څخه لاس په سر نه شئ ،په  بدعاتو او خرافاتو کې لاس او گرېوان شئ او عبادت او نيکو کاروته شا وگرځوئ الله ( جل جلاله ) ته خو د هر څه علم و ځکه يې مخکې له مخکې دا خبر ورکړ چې پدغه شپو او ورځو کې به ځېنې خلک په ځانو ډول ډول ظلمونه کوي نو  ډير وړاندې يې ورته وويل  چې پر  ځانو ظلم  مه کوئ

د ځېنو خلکو غلطي د عاشوراء په اړه :

ځېنې خلک دا فکر کوي چې د عاشوراء د ورځې فضيلت او غوره والى د رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) د لمسي د شهادت له کبله دى ځکه چې پدې ورځ د رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) گران لمسى حسين ( رضى الله عنه ) شهيد شو او د همده د شهادت له کبله دا ورځ دومره مبارکه او غوره وگرځېده خو دا خبره سمه  نه ده ځکه د رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) له وخته دا ورځ په اسلام کې يوه مقدسه ، د احترام ، خير ، برکت ، ادب او فضيلت ورځ شمېرل کېده  او  قرآن او احاديثو ددې د حرمت او احترام اعلان وکړ اود دې ورځې ځانگړي حکمونه يې بيان کړل  دحسين ( رضى الله عنه ) د شهادت پيښه خو  د رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) له وفات څخه نېږدې شپېته کاله وروسته را منځته شوه بلکې اصل خبره داده چې پدغه ورځ کې  د حسين ( رضى الله عنه ) د شهادت پيښه را منځته کېدل  دا دحسين ( رضى الله عنه ) د لا زيات  فضيلت لامل شو او همدغه  ورځې د حسين ( رضى الله عنه ) په فضيلت کې لازياتوالى راوستلو .

ددغه ورځې د فضيلت لامل :

د دغه ورځې د حرمت او غوره والي لامل يوازې الله ( جل جلاله ) ته ښه معلوم دى او موږ ته د دې په اړه د ځېړنو اړتيا هم  نشته چې ولې دا ورځ دومره د خير او برکت ورځ وگرځېدله اودا خبره چې په ځېنو نورو خلکو کې مشهوره ده چې  آدم ( عليه السلام ) د عاشوراء په ورځ دنيا ته راغى او دنوح ( عليه السلام ) کښتۍ چې  د طوفان له ختمېدو وروسته په کومه ورځ په وچه کې تم شوه هغه د عاشوراء ورځ وه يا ابراهيم ( عليه السلام )  چې  د نمرود لخوا په اور کې واچول شو او بيا هغه اور الله ( جل جلاله ) د ده لپاره گل گلزارکړلو هغه د عاشوراء ورځ وه او يا داچې قيامت به دعاشوراء په ورځ منځته راځي دا ټولې هغه خبرې دي چې کوم اصل او بنسټ نه لري هيڅ يو صحيح روايت نشته چې دا خبرې ځنې څرگنده شي چې دا نوموړې پيښې د عاشوراء په ورځ را منځته شوې دي .

د موسى ( عليه السلام ) خلاصون د عاشوراء په ورځ :

 کله  چې موسى ( عليه السلام ) د خپل قوم سره د فرعون او د هغه له لښکر څخه د درياب په لوري روان شو نو د الله ( جل جلاله ) په حکم سره موسى ( عليه السلام ) خپله لکړه په درياب کې ووهله چې په پايله کې د هغوى لپاره په اوبو کې لارې جوړې شوې خو کله چې فرعون سره د خپل لښکره دا لارې وليدلې نو دوى هم په اوبو کې ورگډ شول هغه وو چې اوبه د يوې او بلې خوا پرې راغلې او فرعون سره د خپل لښکره په اوبو کې ډوب شول  او دا د عاشوراء ورځ وه لکه چې په يوه حديث کې راځي چې ابن عباس ( رضى الله عنهما ) څخه روايت دی :  ( ان رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) قدم المدينة ، فوجد اليهود صياما ، يوم عاشوراء ، فقال لهم رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) : ما هذا اليوم الذي تصومونه ؟ فقالوا : هذا يوم عظيم ، انجى الله فيه موسى وقومه وغرق فرعون وقومه ،فصامه موسى شکرا ، فنحن نصومه ،فقال رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) : فنحن احق واولى بموسى منکم  فصامه رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) وامر بصيامه )                        ( صحيح مسلم \٣\ ٥٣٣\ باب صوم يوم عاشوراء رقم حديث ٢٦٥٥\ مکتبة البشرى )

 ژباړه : کله چې رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) مدينې ته راغى نو ويې ليدل چې يهوديانو د عاشوراء په ورځ روژه نيوله پوښتنه يې وکړه چې پدې ورځ ولې تاسو روژه نيسئ هغوى ورته وويل : چې دا يوه لويه ورځ ده ځکه پدغه ورځ الله ( جل جلاله ) موسى ( عليه السلام ) او د هغه قوم ته نجات ورکړ او فرعون سره له خپل لښکر يې غرق کړل نو موسى ( عليه السلام ) د الله د شکر ايستلو په موخه روژه ونيوله  نو ځکه يې موږ هم نيسو رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) وويل : چې موږ موسى ( عليه السلام ) ته له تاسونه ډير ور نږدې او حق داره يو او بيا رسول الله عليه وسلم ) په خپله روژه ونيوله او نوروته يې د روژې نيولو حکم وکړ .

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*