وروستي

مينه که افراط او تباهي ؟

محمد حامد احرار

د هر مسلمان لپاره ښایسته او مناسبه ده چې د حضرت حسین رض د مظلومانه شهادت په خاطر غمګین او خفه شي ، ځکه حسین (رض) جلیل القدره صحابي ، د مسلمانانو سرور او د رسول الله صلى الله عليه وسلم د لور زوی وو ، او یو عابد ، زاهد ، دلاور ، مجاهد او سخي انسان وو ، اما هېڅ وخت او هېڅکله د مسلمان لپاره جایز نده چې په هغه شکل دا ورځ ولمانځي په کوم ډول چې يې اهل تشیع لمانځي .(ابن کثیر رح).

رسول الله (صلى الله عليه وسلم) چې کله مدینې ته هجرت وکړ ، هلته یې یهود ولیدل چې روژه نیسي ، رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ترې د علت پوښتنه وکړه ، هغوی وویل : پدې ورځ موسی عليه السلام ته الله پاک د فرعون له شر څخه نجات ورکړی او فرعون یې تباه کړ ، موسی عليه السلام پدې ورځ روژه ونیوله ، نو موږ یې هم نیسو . رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمایل: زه له دوی څخه زیات موسی (ع) ته نژدې یم ، او د روژې نیولو اراده او امر یې وکړ ، او ددې لپاره چې د یهودو سره ورته والی ونشي د محرم د لسمې سره يې د نهمې یا یوولسمې روژې نیولو اراده هم وکړه .(د حدیث مفهوم ).

وروسته اتفاقا پدې ورځ یعنې د محرم په لسمه د حسین ( رض) د مظلومانه شهادت دردناکه او غمګینه واقعه او پېښه رامنځ ته شوه ، چې پکې حسین ( رض) او زیات شمېر مسلمانان پداسې حال کې چې روژه یې نیولې وه په شهادت ورسېدل .

پوښتنه داده چې پدې ورځ باید څه وکړو ؟ آیا دا ورځ باید ولمانځل شي . د هو په صورت کې باید په کوم شکل ولمانځل شي ؟ باید تور لباس په تن شي ؟ کور ، سړک او بازار په تور رخت وپوښل شي ؟ په عامه ځایونو کې باید خپل ځانونه ووهو ؟ خپلې وینې تویی کړو؟

اسلام د کرامت ، مینې ، همدردۍ او فطرت دین دی ، تل یې د افراط او تفریط څخه د اعتدال لاره غوره کړې ، خپلو پیروانو ته یې په هر اړخ کې لارښونې کړي او د هرڅه لپاره یوه محدوده او قاعده لری .څنګه یې چې د خوشحالۍ ورځې په ګوته ګړې ، په اړه یې لارښونې کړې ، په همدې شکل یې د غم ، مصیبت او مشکل لپاره هم خپلې لارښونې کړي‎ .

کله چې مسلمان ته یو مصیبت ، درد او غم ورسیږي یا مخکې ورته رسېدلي وي او په یاد یې راوړي او دی ووایي – انالله وانا الیه راجعون- الله پاک به ورته د بل هرڅه نه زیات اجر په نصیب کړي (علی رض). د مسلمان لپاره جایز نده چې مخکيني مصیبت او غمونه همېشه نوي او تکرار یې کړي ، صبر د مسلمان لپاره تر بل هرڅه بهتره دی .

مومن ته چې کله ښه او نیکي ورسیږي نو پر هغه شکر اوباسي او که غم، مشکل او مصیبت ورته ورسیږي صبر پرې کوي ځکه دا تر بل هر څه بهتره ده، او دا دیوه مومن او مسلمان صفات دي .

مګر نن چې کوم څه موږ ددې ورځې (لسم د محرم) په مناسبت وینو ، کوم څه چې سخت دريځي شیعه ګان د حسیني مینې په نامه تر سره کوي ، هغوی چې خپل ځانونه وهي ، هغوی چې د خپلو ماشومانو سرونه په چړو وهي ترڅو وینې ترې وبهیږي ، هغوی چې خپلو ځانونو ته ضرر رسوي ، په الله قسم که یو له صحابه کرامو ، یا د اهل بیت څخه نن موجود وای نو دا هر څه به یې منع او له اسلام څخه خارج ، او دوی به یې تېری کوونکي او بدعت کوونکي بللي وو .

پدې ورځ په خپلو بیرغونو لیکي : یالثارات الحسین ، یعنې موږ د حسین رض د وینې انتقام او بدله اخلو . هغوی چې حسین رض یې په شهادت ورساوه ( عبیدالله ، شمر بن ذی الجوش ، یزید …..) اوس نشته او له دنیا تللي دخپل رب لوري ته ، الله پاک به دهغوی په اړه فیصله کوي . خو دوی له چا څخه بدله اخلي؟.

کوم څه چې نن شیعه ګان د عاشوري په مناسبت ترسره کوي ، په حقیقت کې د اسلام تور او درواغجن تصویر نړۍ ته وړاندې کوي ، داسې تصویر چې د نړۍ د هر انسان په زړه کې د اسلام څخه نفرت ، کینه او بدبیني خلق کوي . دا د حسین رض او اهل بیت سره مینه نده ، دا په حقیقت کې د حسین رض بې عزتي ، د اهل بیت بې عزتي او د صحابه کرامو بې عزتي ده ، حسین رض د ظلم په مقابل کې ودرېد قیام یې وکړ تردې چې شهید شو ، اما دوی نن دظالمانو یاري او مرسته کوي ، حسین رض د صاابه کرامو مینه پر زړه درلوده مګر دوی همېشه د صحابه کرامو بې حرمتي او بې عزتي کړې ده، حسین رض د اسلام ريښتینی تصویر نړۍ ته وړاندې کړ او د حق پلوی وو مګر دوی همېشه د اسلام تور او دوراغجن تصویر وړاندې کړی او تل یې د باطل او ظالم پلوي کړي .

دکتور علي شریعتي ریښتیا وایی :حسین رض د اوبو څخه زیات د لبیک تږي وو ، خو افسوس او بدبختانه چې آخوندانو نن د حسین رض لوی مشکل تنده او د ابو نشتوالی معرفي کړ .

نو اې شیعه ملګریه ! راځه د اسلام ریښتینې لاره غوره کړو او له افراط او تفریط سره مخه ښه وکړو ، دابه هم د دنیا او هم د آخرت ګټه وي او زیان به مو نوي کړی. ځکه کوم څه چې ته نن د حسینې مینې په نامه تر سره کوې دا مینه نه بلکه یو ډول غیر مستقیم نفرت او ځان وژنه ده .

هیله ده چې ټول د محرم شریف ( ۹ او ۱۰ یا ۱۰ او ۱۱ ) روژه ونیسو او په عبادت سره یې ولمانځو . پدې کې به مو خیر وي .

یادونه: په قران سنت کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ قران سنت کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*