وروستي

پر الله دیقین روښتونی مثال

محمود افغان…

په یو زاړه کولپ کې وړوکی سوری! څومره وخت به غواړي، چې سوری دګرز وخاورو له وړو وړو ذرو ډک سي، څونه وخت به غواړي، چې له ډيره لېري هوا دغه سوري ته یوه دتوخم دانه ددې لپاره را وړي، چې په دې خاوره کې زرغونه سي، په څونه وخت کې به باران سوی وي، چې دا توخم لوند او زڼی یې راشین سي، له دې ټولو پړاوو وروسته الله رب العزت دغه توخم ته ژوند ورکړ، دزاړه کولپ له سوري نه يې یو زرغون بوټی را وټوکاوی، داسي بوټی، چې اوس کتونکو ته ښکلا ور بښي.

هغه چا ته وایم:

چې دا زمکه سره له ډیري پراخي ورباندي تنګه وي، زړه يې له ډيري تنګۍ ټکان خوړی لوي.

خاص بیا هغه خلګو ته وایم:

چې پر هغوی دورځو تنګي راغلي وي، دا لوی لوی وطنونه ورته تنګه خونه ښکاري، هغوی له خپلو ځانو هم تنګ راغلي وي، آن تر دې، چې قریب دالله له دا وسیع رحمته نا امیده سي.

دوی ته وایم:

دالله له رحمته مه نا امیده کیږئ، ځکه یقینا الله پر دې قدرت لري، چې ډیر لېري در ته نیږدې کړي، او لوی مشکل، سخت او ګران کار درته اسانه او هوسا کړي.

خپل زړونه په روښتوني ایمان سره ودان کړئ، واقعا یواځنی ایمان دی، چې ستاسو له زړو نا امیدي لېري کوي، او پر الله مو لایقین ټنګه وي.

ایا تاسو نه پوهېږئ!

الله پر دې قادر ندی، چې موړي را ژوندي کړي؟

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*