وروستي

پلونه څه ډول کار کوي؟

ټول پلونه بايد د د دوو سترو قوو پر وړاندې مقاومت وکړي: فشار يا (Compression)  او کشش يا (Tension).

دا چې ځړېدلي پلونه د پلونو تر نورو ټولو ډولونو زيات اوږدوالی لري؛ لامل يې د همدې دوو قوو پر وړاندې ځانګړی او ښه مقاومت دی. په پلونو باندې د دې دوو قوو اغېز په لاندې شکل کې ښوول شوی دی:

cub_mechanics_lesson10_image3

لکه څنګه چې ګورئ، د پله د تختې په لوړه خوا فشار يا (Compression) او په لاندې خوا يې کشش يا (Tension) اغېز کوي. که پل د دې قوو پر وړاندې مقاومت ونکړي نو ډېر زر له منځه تلای شي. په هغه حالت کې چې فشاري قوه زياته شي؛ په پله کې کوږوالی او که کششي قوه زياته شي نو ماتوالی منځته راځي. د دې دوو قوو د تحمل لپاره دوې لارې شته او هغه دا چې قوه له منځه يووړل شي او يا دا چې ولېږدول شي. په ساده ډول د پله طرح بايد داسې وي چې واردېدونکې قوې په ټول مساحت کې په برابر ډول ووېشل شي او يا هم له لږو څواکمنو برخو څخه ډېرو ځواکمو برخو او بيا ځمکې ته ولېږدول شي.

په ګاډري او ترسي (Truss) پلونو کې د پله د اصلي تير اندازې او د پله خوله يا وايه مخامخ تناسب لري. څومره چې د تير اندازې غټې کړو؛ په هماغه کچه د پله وايه هم زياتولای شو. دا چې د تير تر ټولو لوړه برخه تر ډېر فشار، منځنۍ برخه خنثی او تر ټولو کښته برخه تر ډېر کشش لاندې راځي؛ ځکه نو د پلونو تيرونه د I په شکل طرحه کيږي. په دې ډول په فشاري او کششي برخو کې د سيخ او کانکرېټ په ډېرولو د ګاډر مقاومت زياتولای شو. دا ډول پلونه ډېر وخت له مخکې متشنجو کانکرېټو په اوږدو وايو جوړېدای شي.

په لينديزو (قوسي) پلونو کې ډېر پام د فشاري قوو پر وړاندې مقاومتونو ته کيږي. دا پلونه داسې طرحه کيږي چې فشاري قوه زياته او کششي قوه پکې کمه وي؛ که څه هم د وايې په زياتېدو کششي قوه هم زياتېدلای او د پله د ورانېدو لامل کېدلای شي. دا پلونه له تاريخي پلوه تر ټولو اوږد شاليد لري او اوس مهال د نوې ټکنالوژۍ په مرسته ډېر اوږده او ښکلي پلونه جوړېدای شي. ښه بېلګه يې د دوبۍ تر ټولو ستر لينديز پل دی.

په ځړېدلو پلونو  (Suspension Bridges) کې د پلونو تخته د هغو کېبلونو يا ځنځيرونو په مرسته راځړول کيږي چې په دوو برجونو او بيا په ځمکه کې نښلول شوي دي. په دې په تخته باندې وارده شوې فشاري قوه د کېبلونو وسيله برجونو ته او له برجونو څخه په مخامخ ډول ځمکې ته لېږدول کيږي. همدا شان ستر او اصلي کېبلونه د پله د کششي قوې پر وړاندې مقاومت کوي. بايد په ياد ولرو چې د کېبلونو تعادل ډېر مهم دی او بايد په پام کې ونيول شي. په دې پلونو کې ډېر مهال تر تخته لاندې ترسونه په پام کې نيول کيږي تر څو د تختې د ډېرې خوځېدنې او لړزېدو پر وړاندې مقاومت وکړي.  دا پلونه د وايې د ډېر اوږدوالي لپاره مناسب دي او ځينې مهال د وايې اوږدوالی تر څو کيلو مترونو رسېدای شي خو له دې سره سره ډېر ګران تمامېدای شي.

په کېبلي پلونو کې د پله اصلي تخته په کېبلونو پورې نښلول کيږي او دا کېبلونه په پلونو وارده شوې ټوله قوه د برجونو له لارې ځمکې ته لېږدوي. ځينې کسان د کېبلي او ځړېدلو پلونو توپير نشي کولای ولې بايد په ياد ولرو چې په کېبلي پلونو کې کېبلونه د پله په سر او پای کې له سترو وزنونو يا لنګرونو سره نه نښلول کيږي. په دې پلونو کې کېبلونه کششي قوه زغمي او برجونه فشاري قوه په خپلو اوږدو کې ځمکې ته لېږدوي. اوس مهال د دې پلونو جوړول ډېر دود شوي ځکه د ځړېدلو پلونو په پرتله ارزانه او په لږ وخت کې جوړېدای شي. په فرانسه کې د ميلاوو پل د دې پلونو يوه ښه بېلګه ده.

د ميلاوو پل
د ميلاوو پل

تر اوسه مو د پلونو په اړه يوازې د دوو قوو یعني فشار او کشش يادونه وکړه. اوس به وڅېړو چې په پلونو نورې کومې قوې او څه ډول اغېز کوي.

تاوېدل – :Torsion په ځړېدلو پلونو کې تر ډېره د بادونو، زلزلې، اوبو او نورو قواوو له کبله د مروړنې په شان تاوېدل رامنځته کيږي. دا ډول مروړنه کېدای شي د پله د ويجاړېدو لامل شي. د دې تاو د له منځه وړلو لپاره تر تخته لاندې ترسونه په پام کې نيول کيږي خو ښايي په ډېرو اوږدو وايو کې اغېزناک نه وي. د باد په مصنوعي تونل کې له ازمايښتونو تر لاسه شوې پایلې ښيي چې له دې قوو سره د مقاومت لپاره ايروډيناميکي ترسونه (خوازه ډوله جوړښت) او تاوراتاو (Diagonal) کېبلونه تر ټولو غوره دي.

غوڅوونکې قوه-  :Shear

غوڅوونکې تشنجي قوه هغه مهال رامنځته کيږي چې کله دوه يو له بل سره تړلي ودانيز عناصر يو پر بل فشار راوړي. که چېرې د پله په ډيزاين کې غوڅوونکې قوه په پام کې ونه نيول شی؛ ښايي پل په منځ کې دوې ټوټې شي.

اهتزاز – Resonance:

ښايي اهتزاز د واورې له هغه واړه توپ سره پرتله کړو؛ کوم چې د غره له سره رالغړي او په پای کې ستره واوره ښويېدنه رامنځته کړي. د اهتزاز پیل هم د يوه ميکانيکي سيستم له پرله‌پسې (متناوب) محرک څخه کيږي. ښه مثال يې د باد هغه کمزورې څپه ده چې په پله کې کې ډېره کمه لړزه منځته راوړي. کېدای شي دا کمه لړزه پله ته زيان ونه رسوي ولې د هغې له پرله‌پسې والي څخه اهتزاز رامنځته کيږي  او ورو، ورو په يوه ويجاړوونکې قوه بدليږي. د دې قوې د اغېز ښه مثال په ۱۹۴۰ ز کال کې د تاکوما د پله (Tacoma Bridge)  ويجاړی دی. دا پل د ۱۹۳ کيلومتره پر ساعت باد پر وړاندې مقاومت لپاره ډيزاين شوی وو خو  ۶۴ کيلو متره پر ساعت تېز باد په مناسبه زاويه او متناوب ډول پل ولړزواه؛ او په پای کې يې له بېخه وران کړ.

TacomaNarrowsBridgeCollapse_in_color
د تاکوما پل د ويجاړېدو پر مهال

له باد پرته بله هره متناوبه قوه هم د پله د ويجاړېدو سبب کېدای شي. دا قوه ښايي د اوبو موجونه او يا د پوځي پرېډ د عسکرو د پښو دربی وي. له تجربو څه په ګټه اخستو اوس مهال له اهتزاز سره د مقاومت لپاره تعادل رامنځته کوونکي  په پام کې نيول کيږي تر څو د تناوب په دوره کې مداخله وکړي او اهتزاز يا لړزه له منځه يوسي. د اهتزاز او تناوب د له منځه وړلو بله ښه لار د پله د اصلي تختې څرنګوالی دی. له بېلابېلو برخو جوړه شوې تخته او درزونه تناوب له منځه وړلای او يا کمزوری کولای شي.

دوام لري…

اخځ:

http://www.milwaukiehigh.org/

https://www.teachengineering.org

http://science.howstuffworks.com/engineering/civil/bridge2.htm

http://en.wikipedia.org

د تاکوما پله د ورانېدو ويډيو:

محمود سعيد

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*