وروستي

په اتریش کې د مسلمانانو پر حجاب او د قرآن کریم پر تفسیر بندیز ولګېد

نن د یکشنبې په ورځ د اورپا په اتریش هیواد کې نوی قانون په رسمي ډول پيل شو، په دغه قانون کې به مسلمانې ښځې خپل مخونه نه پټوي او همداسي د قرآن کریم پر تفسیر بندیز ولګېد.

د نوي قانون سره سم هغه ښځې چې په عامو ځایونو کې خپل مخونه پټوي، له دې وروسته به ۱۵۰ یورو جرمانه کیږي او که چیري د حجاب لیري کولو په اړه د پولیسو خبره ونه مني، د پولیسو مرکز ته به د تحقیقاتو لپاره بېول کیږي.

د قرآن کریم د تفسیرونو په اړه ویل شوي چې هغه تفسیر بند دی چې د سلفیانو وي، ځکه چې هغه سخت دریځي مسلمانان دي، خو دا لا معلومه نه ده چې کوم تفسیرونه به سلفي او کوم به معتدل وبلل شي.

د نوي قانون سره سم په عامو ځایونو کې په نورو شیانو هم مخ پټول ممنوع ګرځېدلي.

باید وویل شي چې اتریش لومړی اروپايي هیواد نه دی چې په عامو ځایونو کې يې پر حجاب او مخ پټولو بندیز لګولی، بلکې ددې تر مخه فرانسې، بلغاریا، او بلجیکا هم ورته بندیزونه لګولي او د مخالفت په صورت کې يې جرمانې ایښي دي. همداسي د افریقا په ځینو هیوادونو کې بندیزونه دي لکه په ګابون، سنیګال او کامیرون چې په کال ۲۰۱۵ کې یې ورته بندیزونه وضع کړل.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*