وروستي

په پاکستان کې د ایډز ناروغانو شمېر یو سل ۳۴ زرو ته پورته شوی

دپاکستان د حکومت له لوري په تر سره شوې وروستۍ څېړنه کې څرګنده شوې چې په دغه هیواد کې د ایډز په ناروغي اخته کسانو شمېر تر هغه خورا زیات دی چې له مخکې اعلان شوی وو.

څیړنې ښودلې چې له تېر یوه کال راهیسي د ایډز ناروغانو شمېر ۳۹ زره زیات شوی او مجموعي شمېر یې یو سل او ۳۲ زرو ته پورته شوی دی.

په څېړنه کې ویل شوي چې په پاکستان کې د ایډز ناروغي اکثره د نشیانو د پيچکاریو په واسطه یو بل ته انتقال شوې او په دوهم قدم کې غیر مشروعي جنسي اړیکې د ناروغي د انتشار سبب شوي دي.

د پاکستان امت اخبار د راپور سره سم دغه څېړنه د حکومت له لوري په ۲۰ ښارونو کې د ۶۰ طبي ټیمونو له خوا په پنځه زره طبي مرکزونو کې تر سره شوې.

څېړنې ښودلې چې د پاکستان په پنجاب ایالت کې د ایډز ناروغي تر ټولو زیاته ده، ځکه چې په دغه صوبه کې ۶۰ زره کسان په ایډز اخته دي، په دوهم نمبر کې د سنده ایالت دی چیري چې ۵۲ زره کسان، په خیبر پښتونخوا کې ۱۱ زره کسان او په بلوچستان کې ۳ زره کسان په ایډز مبتلا دي. همداراز په پلازمینه اسلام اباد کې ۶ زره کسان د ایډز ناروغي لري.

باید وویل شي چې ایډز یوه لا علاجه ساري ناروغي ده چې د جنسي اړیکو، ناپاکو جارحه آلاتو استخدام او یا هم د وینې د اهدا په صورت کې له یوه ناروغ څخه بل ته انتقالیږي، په عمومي ډول ددغه ناروغي وایرس په لومړیو څو کلونو کې په تشخیص کې نه څرګندیږي خو وروسته چې زیات شي، په اول قدم کې د انسان د قوت مدافعت (مناعت) له منځه وړي او نورو جراثیمو ته فرصت ورکوي چې په بدن کې وده وکړي او د نورو ناروغیو سبب شي.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*