وروستي

چین پر واټس اپ بندیز ولګوی

چین د امریکايي شرکت «فیسبوک» پر یوه بل خدمت «واټس اپ» بندیز ولګوی او په دې توګه دغه پروګرام د یوه لوی مارکیټ څخه محروم شو.

په دې توګه چین د فیسبوک شرکت ټول خدمتونه لکه فیسبوک ټولنیزه پاڼه، انسټاګرام پاڼه او واټس اپ باندي په بشپړه بندیزونه ولګول.

ددې تر مخه چین د واټس پر ویډیويي رابطو، انځورونو او فایلونو تبادلې باندي څارنه زیاته کړې وه خو اوس یې د لیکلي پیغام پر تبادلو باندي هم بندیز ولګوئ.

په چین کې د واټس اپ پر ځای د «WeChat» په نامه پروګرام کاریږي، کوم چې په صراحت سره وايي، د چین هیواد د غوښتنې پر اساس به هر کله حاضر وي چې د خپلو کاروونکو بشپړ معلومات ورکړي. وي چاټ یوازي په چین کې ۹۶۰ ملیونه کاروونکي لري.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*