وروستي

ډاکټران وايي کباب د زړه دښمن دی

ډاکټران وایي د پښتنو د خوښې اکثره خوارکونه، په باقاعده توګه ورزش نه کول، سیګرټ او نورو نشۍ توکو کارولو له امله په خېبرپښتونخوا کې د زړه ناروغیانې ورځ تر بله زیاتیږي او نن صبا په ځوانانو کې دغه ناورغي هم مخ په زیاتیدو ده.

هرکال په ګرده نړۍ کې د سپټمبر ۲۹ نیټه د زړه د ناروغۍ نړیوالې ورځ (ورلډ هارټ دی) په توګه لمانځل کیږي او د دغه ورځې مقصد په عامو خلکو کې د زړه د ناروغیانو په اړه پوهه او د دغې نه ځان ساتلو په حقله بیداري پیدا کول دي.

په پېښور کې د حیات اباد میډیکل کمپلکس د زړه د ناروغو څانګې یا کارډیالوجي ډیپارټمنټ یو ډاکټر ملک فیصل د دغې ورځ په مناسبت وي او ای ډیوه ته وايي ٫٫ د غټې غوښې زیات خوراک، کباب (چپلي کباب)، سیګرت او نورې نشې او ورزش نه کول هغه لوې علتونه دي چې په پښتونخوا کې دغه خطرناکه ناروغۍ ورځ په ورځ زیاتیږي.٬٬

هرکال په ګرده نړۍ کې د سپټمبر ۲۹ نیټه د زړه د ناروغۍ نړیوالې ورځ (ورلډ هارټ دی) په توګه لمانځل کیږي

هرکال په ګرده نړۍ کې د سپټمبر ۲۹ نیټه د زړه د ناروغۍ نړیوالې ورځ (ورلډ هارټ دی) په توګه لمانځل کیږي

ډاکټر فیصل وايي په ګرد پاکستان کې د زړه د ناروغو له وجې په مرګونو کې پښتونخوا په دویم نمبر ده چرته چې د دې ناروغۍ له وجې ډیر خلک مري. د هغه په وینا په پښتونخوا کې نن صبا په ځوانانو کې د زړه بیماریانې یا هارټ اټیک سېوا شوي کومه چې د خطرې خبره ده.

د پښتنو د خوراکونو په اړه ډاکټر فیصل وايي ٫٫ په پښتونخوا کې زیات خلک کباب خوښوي، کوم چې د چربۍ (ډالډا غوړو) کې تیاریږي. د څیړنو نه معلومه شوې ده چې دغه چربې زړه ته نیغ په نیغه نقصان رسوي. خو خلک بیا هم دغه کباب دیر په شوق خوري او خپل ژوند په خطر کې اچوي.٬٬

ډاکټر فیصل وي او ای ډیوه ته وايي پښتنو له خپل خوارک او د ژوند په طریقو کې لوې بدلون راوستل پکار دي. روزانه ورزش، د غوړو خوارکونو او فاسټ فوډز نه ډډه کول، او سیګرټ او نور نشۍ توکې کمول د دغه ناروغۍ نه د مخ نیوي غټې لارۍ دي.

په پښتونخوا کې د زړه ناروغیو د علاج او سهولتونو په اړه ډاکټر ملک فیصل وایي ٫٫ په پښتونخوا کې د مریضانو د شمیرې په حساب سهولتونه د نېشت برابر دي. په ډیرو کمو هسپتالونو کې د زړه د بیماریانو علاجونو سهولتونه شته، او چرته چې دي هغه د عامو خلکو د وس نه بهر دي.٬٬

ډاکټر فیصل د صوبایي حکومت نه غوښته کوي چې د پنجاب اوسند ایالتو په رنګ دې په خېبر پښتونخوا کې هم د زړه د ناروغانو لپاره بنیادي علاجونه ویړیا یا مفت کړي.

منبع:voa

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*