وروستي

د فیسبوک د مشر «مارک زوګبرګ» لور پیدا شوې

د فیسبوک ټولنیزې شبکې موسس لور پیدا شوی، چې نوموړي پرې نوم «میکس» ایښی.

مارک زوګبرګ تېره ورځ د خپلې لور د پیدا کیدو اعلان وکړ. نوموړي له خپلي نوي پیدا شوي لور څخه مننه وکړه او هغې ته په خطاب کې يې ړویل: «زه او ستا مور نه پوهیږو چې څرنګه درته دا ووایو چې تا مونږ ته د راتلونکي لپاره څومره لوی امید راکړی، تا مونږ هغې نړۍ ته متوجې کړو چې ته به ژوند په کي کوې».

نوموړي د خپلې لور د ښه راتلونکي د تضمین په خاطر یوه خیریه موسسه جوړه کړې، او د فیسبوک څخه تر لاسه کړې ۹۹ سلنه شتمنۍ یې دغه بنسټ ته وقف کړې.

دغه بنسټ چې چین زکر برګ انیشیټو نومیږي، د بشري وړتیا په لوړولو او د نوي نسل په ماشومانو کې د برابر ماحول د را منځته کولو لپاره کار کوي.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*