وروستي

د فیسبوک مشر «یهودي» زوګبرګ د خلکو څخه بخښنه وغوښته

د فیسبوک مشر مارک زوګبرګ په دې وروستیو کې یو ځل بیا «یهودي» دین ته ور وګرځېدلی او داسي ښکاري چې دا ځل ښه په قناعت یهودی شوی دی، ځکه چې نوموړی تر پخوا د یهودو دیني مناسبات ډېر لمانځي.

د یهودانو د «بخښنې په ورځ» د فیسبوک موسس د خپلو مینه والو څخه بخښنه وغوښته او وې ویل: نن شپه «دبخښنې ورځ» پای ته رسیږي، دغه ورځ په یهودیت کې تر ټولو مقدسه ورځ ده، په دغه ورځ مونږ خپل تېر ته ګورو او پر خپلو خطاګانو بخښنه غواړو.

نوموړي وویل چې زما له سایټ څخه که هر ځای ټولنې سره بېلي شوي وی، بخښنه پر غواړم.

او زیاته یې کړه: بخښنه غواړم د هغو څخه چې د هغوی په حق کې مې تیری کړی دی، راتلونکې به د نیکیو هڅه کوم، بخښنه غواړم که چیري د خلکو اتحاد مي په بیلتون بدل کړی وي، زه به د پرمختګ پوره هڅه کوم، په راتلونکې کال کې د نیک پرمختګ غوښتونکی یم.

مارک زوګبرګ د روان کال 2017 په پیل کې یو ځل بیا یهودي دین ته ور وګرځېد او ویې ویل ورته معلومه شوه چې دین په ژوند کې ډېر مؤثر رول لري.

په داسي وخت کې چې یو شمېر مسلمانان له دینه تښتې او دین د پرمختګ په وړاندي خنډ بولي، د غرب پرمختللي ټولنې یو ځل بیا دین ته راګرځي او د سالمه ټولنې لپاره یې د دین پر اهمیت ټینګار کوي.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*