وروستي

له ماشوم سره په خوراک کې څنګه مرسته وکړو؟

محمود افغان…

دناستې، ولاړې او تګ زده کولو کې واړه ماشومان لکه څنګه دنورو لاس نوي ته اړتیا لري، دا رکم په خوراک څښاک کې هم دنور پالنه ورته اړینه ده، نو ځکه هوښیار هغه دی، چې دماشوم پالنه يې دهغه دوړتیا سره سم وکړي، خو کله داسي هم وي، چې ماشوم په خوراک کې ضد کوي، او په ډوډۍ خوړلو کې ټګي کوي، هلته نو تمرین او داسي لارو ته اړتیا ده، چې ماشوم خوراک ته متوجه کړي.

دتجربې له مخې که موږ لاندي مشورو نه کار واخلو تر ډیره به مو مشکل ته دحل لاره پیدا کړي وي، خپله به هم هوسا یو، او دماشوم نشونما به هم برابره روانه وي:

1- له ماشوم سره نرمه لهجه کارول:

کله چې ماشوم له خوراک سره ضد واخلي، نرمه او پسته لهجه ورسره کارول پکار ده، ځکه که يې ورټو، په دې سره دماشوم پر اشتها نور بد اثر غورځي، نرم او احترامي انداز له ماشوم سره داشتها په را پارولو کې نور هم کومک کوي.

2- له ماشوم سره په خوراک کې ګډون:

له ماشوم سره دې کوروال په ګډه خوراک کې شرکت وکړي، اجتماعیت هم دماشوم داشتها پر راپارولو مثبت اثر کوي، کله چې ماشوم هغوی ته ګوري، ټول په خوراک لګیا وي، له دې سره په خوراک کې شرکت ته زړه ښه کوي.

3- دسترخوان باید په یو خاص ځای کې ورته خپور کړو:

دسترخوان دي په داسي ځای کې ورته وغوړل سي، چې هلته بل داسي شی نه وي، چې دماشوم فکر او خیال ور ته واړول سي، لکه دلوبو سامان یا آن کمپیوټر، تلویزیون، موبایل او یا داسي بل څه، ځکه دا ټول شیانو ته دماشوم فکر ور اوړي، کله چې دماشوم فکر په بله خوا سي، هم يې دډوډۍ خوړلو کې فرق راځي، او ماشوم په یو وخت کې دوو شیانو ته توجه نسوای ورکولای.

4- دخوراک دوخت ترتیب ته پام:

تر ټولو اهم کار دا دی، چې دماشوم دخوارک دوخت او اوقاتو پابندي وسي، لکه دسهار ناشته، تر غرمې وړاندي لږ نرم خوراک، دغرمې ډوډۍ، دماذدیګر په وخت کې هم لږ څه باید ورکول سي او داسي دماښام خوراک. که موږ په دې کې له افراتفري نه کار واخلو، دماشوم پر اشتها بد اثر کوي. مثلا که دسهار ناشته بې ترتیبه ډیره ورکړو دغرمې خوراک يې متاثره کیږي، او یا لږ ورکړو، تر وخت له مخه بیا وږی کیږي.

5- دماشوم مطالبه هم باید ومنله سي:

دماشوم دخواهیش هم باید خیال وساتو، کله چې دیو شي مطالبه وکړي، هغه باید ورته برابر کړو.

6- دخوږو، بسکټ او نور شیانو يې ساتنه:

ددوکان دپاپړو، بسکټو او نورو خوږو شیانو نه باید ماشوم په ډیر حکمت سره را وګرزول سي، دا ټول دماشوم پر اشتها ډیر منفي اثر کوي، او ماشوم دغزا پر ځای ډیر ځله دهمدې شیانو عادي ګرزي.

7- په خوراک کې رنګارنګي:

مناسب دا دی، چې دماشوم په خوراک تنوع راولو، ځکه دهر انسان جسم هم غوښو ته اړتیا لري او هم لبنیاتو او داسي نور، البته تر ډیره حده باید هغه څه ورکړو، چې دجسم په نشونما کې حیاتي ارزښت لري.

8- بالآخر که له نا کامي سره مخ سو:

خو که په دې ټولو لاروچارو کې پر دې ونه توانېدلو، چې ماشوم له عادي خوراک سره اشنا کړو، لازما باید دماشومانو طبیب او متخصص ته مراجعت وکړو، له هغه نه مشوره واخله.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*