وروستي

په اسلام کې د حدونو د قيام حکمتونه او ګټې

۱- د پنځو سترو حیاتي بنسټونو ساتل :

د اسلامي شريعت د حدونو د قيام او د جرائمو پر وړاندې د مقابلې يو مقصد دادی تر څو د انسان دغه حياتي بنسټيز اصول لکه : دين ، نفس ، عقل ، نسل او مال وساتل شي .

مثلاً د د دين د ساتنې د پاره د ارتداد حد ، د نفس د ساتنې د پاره قصاص ، د عقل د ساتنې د پاره د شرابو څښلو حد ، د نسل د ساتنې د پاره د زنا حد او د مال د ساتنې د پاره د غلا او قطاع الطريق حد ټاکل شوی دی .

۲- ټولنه د جرايمو د سخت توفان له بربادۍ ساتل کيږي :

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «مثل القائم على حدود الله ، والواقع فيها، كمثل قوم استهموا في سفينة، فأصاب بعضهم أعلاها، وأصاب بعضهم أسفلها، فكان الذين في أسفلها إذا استقوا مرّوا على من فوقهم، فقالوا: لو أنا خرقنا في نصيبنا خرقاً، ولم نؤذ من فوقنا، فإن تركوهم وما أرادوا، هلكوا جميعاً، وإن أخذوا على أيديهم نجوا ونجوا جميعاً» (البخاري ) .

ژباړه : مثال د هغه کسانو چې حدود الله رعايت کوي او هغه کسان چې حدود نه رعايت کوي په مثال د يوې کښتۍ دی چې (مسافر پکې سپاره وي ) او د سورېدو د پاره بچه اچونه کوي په نتجه کې ځنې په پاسنی طبقه او ځنې په لاندنی طبقه کې ځای پر ځای کيږي ، د لاندنی طبقي خلک د ابو د پاره د پاسنی طبقې خلکو ته راشي ، بيا يو له بله مشوره کوي چې د پاس طبقې خلکو مزاهمت به نه کوو ، ښه به دا وي چې د ځان د پاره کشتۍ سورۍ کړو ( او مستقيماً به د دریاب له اوبو څخه استفاده کوو ) ، او پاس کسان به نه اذيت کوو ، کچېرې د پاسنی طبقې خلک د لاندنی طبقې خلک همداسې آزاد پرېږدي او منع يې نه کړي نو ټول به هلاک شي مګر که د هغوی مخه ونيسی ټول به نجات ومومي .

۳- په ټولنه کې د جرائمو مخنيوی :

په ټولنه کې د فساد ، ګناه او منکراتو خپرول خطرناک دي ځکه په خلکو کې رواج مومي او خلک ورباندې اخته کيږي په ټولنه کې د فساد او فحشاء خپروونکو ته د سخت وعيد خبردارئ ورکړ شوی دی ، لقوله سبحانه وتعالی :[ إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَنْ تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالآخِرَةِ ] (النور :۱۹)

ژباړه : کوم کسان چه غواړي د مسلمانانو په ډله کې فحشآء خوره کړي شته دغو (کسانو ) ته په دنيا او آخرت کې سخت دردوکی عذاب

د حدونو په قيام سره د فحشاء او منکراتو د خرولو مخ نيول کيږي .

۴- د عالم بقاء :

د قصاص په نفاذ سره د ناحقه وينو تويولو مخنيوی کيږي ، د خپل منځې جګړې او دوښمنۍ مخنيوی کيږي او بلاخره په ټول عالم کې امن قايميږي .

ځکه که قصاص وي نو قاتل د بل په قتل کې د ځان قتل بولي او په دې سره د ټولو ژوند خوندي کيږي ، لقوله سبحانه وتعالی:[ولكم في القصاص حياة يا أولي الألباب] (البقرة:۱۷۹).

ژباړه : او تاسې لره دی په قصاص کې ژوندون ای خاوندانو د عقلونو ( لپاره ددې چې تاسې ځان وساتئ له نا حقه وينو تويولو څخه ) .

۵- دايمي امن :

د حدونو په عملي کولو سره دايمي امن رامينځته کيږي او د جرائمو مخنيوی کيږي په حدودو کې دايمي امن ځکه دی چې دا د عقېدې سره تړاو لري نه د يوه حکومت او حاکم له موجوديت او ظاهري زور او قدرت سره .

۶- په خلکو کې د ګناهونو د وېرې خپرول :

د حدودو په قيام سره په خلکو کې د ګناه د خطرناکو پايلو وېره خپرېږي او پوهيږي چې د ګناه دنيوي عذاب دومره دی نو اخروي عذاب به يې څومره سخت وي چې په دې سره له ګناهونو څخه ډډه کوي .

۷- وقايه تر علاج غوره ده :

څرنګه چې حدود د خلکو په عام محضر کې تر سره کيږي خلک د هغه څخه عبرت اخلي ، له ځان سره حساب کوي د خير د جلب او د ګناهونو په وقايه کولو کې کوښښ کوي ځکه د حد جاري کېدل ده ته عملي درس ورکول دي .

۸- د خلکو پاکېدل له ګناه څخه :

طبعي خبره ده چې په هره ټولنه کې ضعيف الايمانه ، شهوت پرسته او فاسد خلک وي چې غواړي فساد او جرائمو ته لاس واچوي او په ټولنه کې ګناهونه تر سره کړي چې د حدودو په وسيله د دغو کسانو مخه نيول کيږي او ټولنه له ګناهونو څخه پاکيږي ، په ښکاره توګه هيڅ څوک د ګناه او جرم کولو جرئت نشي کولای .

۹- د مجرم اصلاح :

د حدونو د قيام بل مقصد دادی چې خپله مجرم اصلاح کيږي هغه د زجر په ورکولو سره د آينده لپاره له جرمونو څخه را ګرځول کيږي .

۱۰- د عدل قيام :

شرعي حدونه سراسر پر عدل ولاړ دي ، په قتل کې بامثل قتل او قصاص دی او په زاني باندې حد دی داسې نه لکه ځنې طاغوتي فيصلې چې جرم يو کړی وي او په بدو کې ميړوخې او پيغلې ښځې ورکوي ، قتل يو کس کړی خو ددې انجام دوښمني شي چې په مکمل قوم کې تر ډير وخته د ناحقه وينې تويول دوام مومي .

د الله تعالی د جانبه د پيغمبرانو او اسلامي شريعت د راليږلو آساسي هدف په خلکو کې د عدل قيام دی ، لقوله سبحانه وتعالی : لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ ( الحديد ۲۵)

ژباړه : يقيناً چې مونږ خپل پيغمبران له خپلو روښانه او څرګندو هداياتو سره وليږل او له هغوی سره مو کتاب او تله نارل کړی ؤ تر څو پرخلکو کې عدل قايم شي .

په احاديثو کې د عادل حکمران (هغه چې په اسلامي شريعت حکم کوي ) او ظلم نه کوي ډير فضيلت راغلی دی په يو متفق عليه حديث راغلي چې :اوه کسان به د قيامت په ورځ د عرش تر سيوري لاندی وي د هغې جملې به يو هم عادل امام وي .

– سَبعَة ٌ يُظِلُّهُمُ اللهُ فِي ظِلِّه يَومَ لاَ ظِلَّ اِلا َّ ظِلُّه اَلاِمَامُ العَادِلُ …….. (البخاري او مسلم ) .

و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت و اليه انيب

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*