وروستي

آیا د مړي د وصیت سره سم د جسد سوزول یې روا دي؟

لیکنه:فضل الله ممتاز

اصلي مسئله داسې ده چې د درنو لوستونکو څخه یو پوښتونکي ورور په خپله پوښتنه کې له مونږ څخه پوښتلي ؤ چې:

زما یو دوست د هندوستان څخه دی، نوموړی مسلمان هم دی او له مودو راهیسې په لندن کې مېشت دی او ورسره آزاد تجارت هم پرمخ وړي. له مړینې وروسته ېې خپلې کورنۍ ته داسې وصیت کړیدی چې د هغه جسد (د هندوانو په څېر) باید وسوزول شي. دا پوښتونکی ورور زیاتوي او وايي چې:

زما دا دوست که څه هم د هندي مسلمانې کورنۍ څخه دی او پلار او نیکه ېې علماء او مسلمانان تېر شویدي، خو وايي چې: مونږ په قرآن کریم کې هیڅ داسې آیت ونه لوسته چې په هغې کې د مړي د نه سوزولو په اړه څه ویل شوي وي او یا حرام ګڼل شوي وي او نه مو تر دې مهاله داسې کوم حدیث لوستلی دی چې په هغه کې د مړي جسد د سوزولو څخه منع راغلي وي او ددې ترڅنګ بیا دا هم وايي چې: د نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) په زمانه کې به هم هندوانو خپل مړي سوزول او نبي(علیه السلام) په دې اړه مسلمانان ندي منع کړي؛ نو هیله ده چې تاسې په دې اړه مونږ ته دقیق او باوري معلومات راکړئ او داسلامي شریعت په رڼا کې د مړي جسد د سوزولو مسئله را ته په ښه توګه سره څرګنده او واضح کړئ؟

جواب: تر هر څه دمخه د پورتنۍ پوښتنې په ځواب کې باید ووایو چې: پدې اړه لومړی خو هغه شک باید پدې مقاله کې له منځه یوسو کوم چې له دې پوښتونکي ورور سره راپیدا شویدی او دا خبره به هم د یو لړ کره دلائلو په رڼا کې ښه څرګنده کړو چې: آیا په رښتیا سره په قرآنکریم او نبوي مبارکو آحادیثو کې د یادې مسئلې د تحریم او یا هم ناروا والي په اړه څه ویل شویدي او که ندي ویل شوي؟

دویمه مهمه مسئله چې هغه هم غواړو د خپلو درنو لوستونکو پر وړاندی ېې څرګنده کړو، هغه په اسلام کې د مړی د مختلفو حکمونو پوری تړلی موضوع ده او پدې مقاله کې به د مړي پر مختلفو حالاتو رڼا واچوو. له درنو لوستونکو څخه مو یواځینۍ هیله داده چې دا حسّاسه موضوع را سره په پوره صبر او حوصله مندۍ سره تر پایه پوری ولولي، که څه هم ددې پوښتنې ځواب به اوږد وي، خو هیله من یو چې ستړی کوونکی به نه وي. (انْ شاء الله) !

دا مقاله به په سر کې له دې خبرې څخه را پیل کړو چې: د اسلام په مبارک دین کې قرآنکریم لومړنی مصدر او سرچینه ده. که چیری مونږ د قرآني آیتونو په اړه لږ فکر وکړو؛ نو څرګنده به شي چې پدې قرآنکریم کې ځیني احکام کُلي ذکر شویدي(یعنې د یوې مسئلې عام حکم پکې بیان شویدي) او ځیني احکام په مُفصل ډول او په پوره وضاحت سره ذکر شویدي او خلکو ته یې د ژوند کولو لاری چارې ښودلی دي.

بیا که تاسې لږ نور فکر هم کړی وي؛ نو تاسې به دا حقیقت هم په ډاګه شوي وي چې د قرآنکریم هغه احکام چې په لنډه سره ذکر شويدي، هغه هیڅکله هم غامض(ګونګ) ندي پرېښودل شوي، بلکه الله تعالی(جلت عظمته) د خپل قدرمن پیغمبر(علیه السلام) په ژبه او د نبوي حدیثونو په رڼا کې مونږ ته څرګند کړیدی. پدې توګه سره ویلی شو هغه احکام چې په قرآنکریم کې په مُشرّح او بشپړ تفصیل سره ذکر شويدي؛ نو دداسې احکامو خو بیا نور وضاحت ورکولو او بیان ته هیڅ اړتیا نه لیدل کیږي.

دویمه مهمه خبره داده چې د قرآنکریم په اړه د یومسلمان تصور او عقیده باید داسې وي چې دا کتاب یو متکامل او بشپړ کتاب دی او د ژوند هیڅ داسې مسئله به نه وي پاتې، مګر دا چې قرآن ورڅخه مونږ خبر کړی یو اوپه اړه ېې مونږ ته دقیق او کره معلومات راکړيدی چې دا خبره پخپله قرآنکریم مونږ ته راښودلی ده، لکه چې لوی څښتن تعالی فرمايي: [مَّا فَرَّطْنَا فِي الكِتَابِ مِن شَيْءٍ…] (سورة الأنعام/ 38 آیت).

ترجمه: مونږ په کتاب (لوحِ محفوظ) کې هیڅ شی ندي پرې ايښي.(بلکه ټول مو لیکلي دي).

درېیمه مهمه خبره داده چې: ځینې هغه مسلمانان چې د اسلام او قرآن په اړه دقیقه مطالعه او سلیم فهم نلري؛ نو فکر کوي چې څه یې زړه غواړي هغه باید تر سره کړي، لکه پورته تاسې ولوستل چې دې سوال کوونکي ورور د یوې مسلمانې هندي کورنۍ په اړه چې په غرب کې مېشته ده مونږ ته لنډ معلومات راکړل.

اصلي خبره داده چې: هیڅکله هم د مسلمان عقیده د قرآن کریم او اسلام په اړه داسې نه وي چې پخپلو محدوده معلوماتو او ناسم تصور له ځان سره دا پرېکړه او فیصله وکړي او ووايي چې: څه مې چې زړه غواړي هغه ترسره کوم او بیا د ځان لپاره دا پلمه او بهانه وګرځوي چې ما خو په قرآنکریم کې پدې اړه څه پیدا نکړل، حال دا چې د قرآنکریم حکمونه کلي دي، جزئي ندي او عام دي، چا پوری خاص ندي، یعنې که په ساده ټکو سره ووایو، هره پېښه چې په هر عصر او د نړۍ په هر ځای کې پېښېږي؛ نو د ټولو پېښو لپاره په قرآنکریم کې یو چوکاټ او یو قالب وجود لري(چې په هغې سره به د خلکو کارونه وزن او تلل کیږي او روا والی او ناروا والی به ېې پرې خلکو ته معلومیږي).

د بېلګې په ډول به یو لنډ مثال له تاسې سره شریک کړو: لوی څښتن تعالی په خپل کتاب کې په ډاګه سره فرمایلي دي چې:[وَلاَ تَقْتُلُواْ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللّهُ إِلاَّ بِالحَقِّ]. سورةُ الإسراء(بني اسرائیل) 33 آیت.

ترجمه: او تاسې هغه نفس (انسان) مه وژنۍ چې الله تعالی(جلت عظمته) هغه حرام ګرځولی دی مګر په حقه سره(چې یا زنا وکړي، یا مرتد شي او یا قتل وکړي؛ نو بیا به په دې صورت کې به د قصاص په شکل سره دا قاتل انسان وژل کیږي).

اوس که چیری د نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) مبارکو سنتو ته راوګرځو؛ نو دلته هم وینو چې د هغه (صلی الله علیه وسلم) په مبارکو ارشاداتو کې د بې ګناه انسان قتل ناروا ګڼل شویدی او انسان د ځمکې پر مخ د الله تعالی خورا قدرمن او باعزته مخلوق ګڼل شویدی او هغه ځېرکه او باتدبیره مخلوق ګڼل شویدی چې لوی څښتن تعالی ورته فکري آزادي ورکړی او د تصمیم نیولو توان يې ورپه برخه کړیدی. همداراز په اسلام کې د قتل د مختلفو شکلونو او ډولونو تصویرکشي شوېده او دا حکم په ټولو هغو وژنو، ولو که په هر شکل سره ترسره شي تطبیق کېدلی شي حتی که دا ډول وژنې په تېر تاریخ کې هم رامنځ ته شوي وي او یا که په نوي او اوسني عصر کې د نویو وسائلو په مرسته رامنځ ته کیږي، خو مخکې له دې چې د دې سوال کوونکي ورور پوښتنې ته راشو، لومړی به په مناسب لنډیز سره په اسلام کې د انسان په قدر او او ارزښت باندی لږه رڼا واچوو:

په اسلام کې د انسان د درناوي ژوندۍ بېلګې او مثالونه:
په قرآن کریم کې لوی څښتن تعالی د انساني کرامت او ارزښت د ښودلو لپاره مونږ ته ډېر مثالونه بیان کړيدي، لکه یو څه ېې په لاندی ډول دي:

لومړی مثال: د انسان لپاره د ګڼ شمېر خوړو او وسائل برابرول:
دانسان لپاره نه یواځې په وچه(ځمکه) کې، بلکه په لمده(بحر)کې هم راز راز خواړه او نور ګټور وسائل په پام کې نیول شویدي، د ځمکني، بحري او حتی هوايي سفرونو لپاره لوی څښتن تعالی انسان ته د مختلفو وسائلو د رامنځ ته کولو توان او لاری ورښودلي دي.

په دې اړه تاسې له ماسره دا آیت ولولئ چې لوی پروردګار مونږ ته داسی ارشاد فرمايي:[وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِّمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا] سورة الإسراء(بني اسرائیل) 70 آیت
ترجمه: او خامخا مونږه د آدم(علیه السلام) اولادې ته ډېر کرامت(شرافت او عزت) ورپه برخه کړیدی او په وچه او لمده(بحر)کې مو دوي سواره کړیدي او(بل عزت دادی چې) دوي ته مو له پاکیزه او سپېڅلو شیانو څخه خواړه وربرابر کړيدي او پر ډېرو(نورو) مخلوقاتو مو دوي ته تفوُّق(برتري او غوره والی) ورپه برخه کړیدی.

په لنډه توګه سره ویلای شو چې: د ځمکې پر مخ انسان هغه یواځینې مخلوق دی چې نظافت او پاکوالی پیژني، خپل لباس او سپېڅلي خواړه، د هوايي او بحري سفر او د خوب او هوساينې وسائل پیژني. د انسان پر نورو مخلوقاتو باندی د فضیلت بل غوره مثال دادی چې انسان د عقل څخه برخمن ګرځول شویدی تر څو ښه پرې له بدو څخه تفکیک(جلا) کړي، پداسې حال کې چې حیوانات بیا له دې پورته خصوصیاتو او ځانګړتیاو څخه بې برخي دي.(2)

دویم مثال: د انسان فضیلت په تقوی کې دی:
قرآنکریم همدا مسئله مونږ ته په ښه توګه سره په ډاګه کړیده او فرمایلي ېې دي چې دانسان غوره والی او اوچتوالی په تقوی کې دی، لکه چې پروردګار مو مهرباني کوي او ارشاد فرمايي:{…إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ…} (الحجرات: 13).

ترجمه: په تاسې کې ډېر قدرمن(عزتمن) د الله تعالی(جلت عظمته) پر وړاندی ډېر متقي(د زیاتې حیاء او ادب لرونکی) دی. قرآنکریم یو داسې کتاب ندی چې دهرې مسئلې په اړه د ټولو تفصیلاتو په اړه بشپړ معلومات ورکړي، بلکې یو کُلي او عام حکم بیانوي چې په هغې کې ډېر نور حکمونه او ژوندنېرې مسئلې هم شاملېدلی شي، د مثال په ډول: په اسلام کې مونږ لولو چې پر انسان باندی باید رحم او شفقت وشي او هیڅکله هم په ظلم او استبداد باندی باید محکوم نشي، دا پخپله د انساني لوړ کرامت یوه بله نمونه او غوره مثال دی، لکه چې الله تعالی(جل جلاله) داسې مهرباني کوي: {…وَلاَ تَقْتُلُواْ أَنفُسَكُمْ إِنَّ اللّهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا} (النساء: 29).

ترجمه: او تاسې خپل ځانونه سره مه وژنئ(یو بل سره مه وژنئ او یا داسې یو کار مه ترسره کوئ چې ستاس د هلاکت سبب وګرځي) خامخا لوی څښتن تعالی پر تاسې باندی خورا لورونکې(مهربان) دی.

درېیم مثال: د انساني تکریم(درنښت) او لوړ کرامت بل مثال یو پر بل باندی ظلم او تیری نه کول دي او له ظالمانو او مستکبرینو سره د اسلام نفرت ښودل دي. همداراز دا چې په اسلام کې د انسان د تعذیبولو او زورولو څخه منع راغلی ده، د تورونو او بېځایه تهمتونو لګول(غېبت او نور پرېوتې خبرې ورته نه کول) دا ټول د انسان د عزت او درناوي ژوندي مثالونه دي.

اسلام د مړي او ژوندي دواړو احترام لازمي ګڼي:
اسلام نه یواځې د ژوندي انسان د درناوي لپاره اصول او ټاکلي شرائط په ګوته کړیدي ، بلکه د مړ شوي انسان د احترام لپاره ېې هم ځانګړي اصول وضع کړیدي، لکه: د انسان د مړینې وروسته هغه باید په خاورو کې خښ کړای شي(د مړي د وجود غړي او اعضاء باید خرڅ نه کړای شي او تجارت پرې ونشي، د مړ انسان لپاره باید قبر و کیندل شي او مړی ترې باید را ونه ویستل شي، همداراز په داسې چټل ځای کې چې دېران وي مړی ښخ نه کړای شي او د مړي پر جسد باندی نښه ونه ویشتل شي، ځکه انسان الله تعالی د ځمکې پر مخ خورا قدرمن او باعزته مخلوق پیدا کړیدی). (3)

انسان په اصل کې یو خاورین مخلوق دی او له مړینې وروسته به بېرته همدې خاورو ته سپارل کیږي. په دې اړه لوی څښتن تعالی مهرباني کوي او فرمايي:[مِنْهَا خَلَقْنَاكُمْ وَفِيهَا نُعِيدُكُمْ وَمِنْهَا نُخْرِجُكُمْ تَارَةً أُخْرَى]. سورة طه 55 آیت.
ترجمه: تاسې مو له همدې (ځمکې) څخه پیداکړي یاست او (پس له مرګه به) تاسې په دې ځمکه کې ننه باسو(بېرته به تاسې همدې خاورې ته ورګرځوو) او (له دې ځمکې څخه به) تاسې یو ځل بیا راوباسو (او بیا به مو راژوندي کوو).

د انسان په ځمکه کې د خښولو لرغونې تاریخ :
په تاریخي لحاظ کله چې مونږ د انسان په ځمکه کې د خښولو تاریخ ته ځیر شو؛ نو راڅرګندیږي چې د انسان د خښولو تاریخ له کلونه او پیړیو راهیسې همداسی راروان دی او قرآنکریم مونږ ته د ځمکې پر مخ د لومړي قاتل انسان داستان را په زړه کوي او مونږ ته ېې دا کیسه بیان کړیده چې: د ځمکې پر سر لومړني قاتل انسان(قابیل) ؤ، هغه د خپل ورور خښول د یو کارغه څخه زده کړل او دا کارغه ؤ چې انسان ته ېې وښودل چې څه ډول به یو انسان خاورو ته سپاري. له هماغې ورځې رانیولی تر ننه پوری له مړینې وروسته به هر نیک او بد انسان که نارینه وي او که ښځینه وي په خاورو کې خښول کیږي او دا لړۍ به تر قیامته پوری دوام لري.

دا چې په اسلام کې انسان ته په خورا د تکریم او د درناوي په سترګه سره کتل کیږي، ددې خبری بل مثال دا هم کېدلی شي چې: په اسلام کې د بې ګناه انسان وژل، ځورول او سوزول حرام ګرځول شویدي، لکه چې لوی څښتن تعالی فرمايي: [وَلاَ تَقْتُلُواْ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللّهُ إِلاَّ بِالحَقِّ]. سورة الإسراء(بني اسرائیل) 33 آیت.

ترجمه: او تاسې هغه نفس (انسان) مه وژنۍ چې الله تعالی(جلت عظمته) هغه حرام ګرځولی دی مګر په حقه سره(چې یا زنا وکړي، یا مرتد شي او یا قتل وکړي تر څو په قصاص سره بېرته ووژل شي).

د نبوي حدیثونو په رڼا کې د انسان د درناوي څو ژوندۍ بېلګې:
رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د انسانیت غوره استاد او لارښود انسان ؤ، د هغه په ویناو کې ډېر داسې مثالونه موندل کیږي چې د انساني لوړ کرامت ښودنه کوي، لکه په دې اړه زمونږ مور (أم المؤمنین) حضرت عائشه (رضي الله عنها) د یو حدیث روایت کوي چې نبي(علیه السلام) ارشاد فرمايي: (( إِنَّ كَسْرَ عَظْم الْمَيّتِ مِثْل كَسْرِ عَظْمِهِ حَيّاً))[4].

ترجمه: د مړي د هډوکي ماتول داسی دي لکه د ژوندي انسان د هډوکو ماتول. امام شوکاني (رحمه الله) د همدې حدیث په اړه یوه په زړه پوری تبصره لري او لیکي چې: دلته په دې حدیث کې د مړي د هډوکو د ماتولو ګناه د ژوندي انسان د هډوکو د ماتولو له ګناه سره تشبیه شويده او لکه څرنګه چې د ژوندي انسان تألیم (درد ورته رسول) حرام دي، همداراز مړي ته د درد رسول هم ناروا دي (5).

امام باجي (رحمه الله) چې د امام مالک په مذهب دی وايي چې: د انسان د احترام او درناوي په خاطر به مړي ته هم داسې احترام کیږي لکه څرنګه چې یو ژوندي انسان ته کیږي او د هغه د هډوکو ماتول داسې حرام او ناروا کار دی لکه څرنګه چې ېې په ژوندیني باندی هډوکي ماتول حرام دي. [6] طیبي(رحمه الله) په دې اړه زیاتوي او وايي چې: په دې حدیث شریف کې همدې خبری ته اشاره ده، لکه څرنګه چې د ژوندي انسان اهانت او سپکاوی نه دي کول پکار، په همدې ډول به د مړي سپکاوی هم نه کیږي. ابن الملك بیا په همدې نظر دی چې مړي هم درد ویني لکه چې وايي: ((إِنّ المَیِّتَ یَتَأَلّمُ)). ترجمه: واقعیت دادی چې مړی هم درد ویني.

ابن منیع په خپل اسناد سره د حضرت جابر بن عبدالله (رضي الله عنهما) څخه د حدیث روایت کوي او وايي چې: یو ځل مونږ د رسول الله(صلی الله علیه وسلم) سره په یوه جنازه کې(د ګډون کولو لپاره) ووتلو تر دې پوری چې تر قبره ورسېدو چې لا اوس هم کېندل کیده؛ نو نبي(علیه السلام) هم د یوه قبر څنډې ته کیناست او مونږهم ورسره کیناستلو، قبر کېندونکو(خلکو د قبر کېندلو پر مهال) یو هډوکی راوویست چې د لاس مټه وه یا هم زنګون ؤ، بیا ېې غوښتل چې دا هډوکی مات کړي؛ نو نبي(علیه السلام) ورته وفرمایل:(لا تُكَسّرْهَا، فَإِنّ كَسْرَكَ إِيّاهُ مَيْتَاً كَكَسْرِكَ إِيّاهُ حَيّاً، وَ لَكِنْ دُسَّهُ فِي جَانِبِ الْقَبْرِ).

ترجمه: تاسې ېې مه ماتوئ، ځکه د دې ماتول داسې دي لکه ته چې د ژوندي انسان(هډوکي) ماتوی، خو (داسې کار وکړئ چې) ددې قبر تر څنګ ېې(چېرته) خښ کړئ.

ګرانو لوستونکو! اوس به راشو د دې سوال کوونکي ورور د پوښتنې هغه ځواب ته چې د مړي د سوزولو په اړه یې له مونږ څخه پوښتلی وه او پدې اړه به د فقهاء کرامو ګڼ شمېر نظریات له تاسې سره شریک کړو:

اوس پوښتنه داده چې: که چیری یو مسلمان وصیت هم وکړي نو آیا ددې شخص وصیت سره سم به دده د مړینې څخه وروسته دده جسد سوزول کیږي او کنه؟

فقهاو دمړي جسد د سوزولو دا مسئله نوره هم څېړلې ده او دې پوښتنې ته ېې ښه ځواب ویلی دی، لکه د امام احمد بن حنبل(رحمه الله) په مذهب کې راغلي دي چې:

د مړي څخه د یوې ټوټې پری کول او یا ټول مړي ته اور اچول او د هغه د بدن اِتلافول(له منځه وړل) حرام دي، او دلیل هم هغه حدیث شریف دی کوم چې أم المؤمنین حضرتِ عائشې(رضي الله عنها) څخه روایت شویدی چې رسول الله(صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: ((إِنّ کَسْر عَظْمُ المَیّتِ مِثْل کَسْر عَظْمِهِ حَیّاً)).

ترجمه: د مړي د هډوکي ماتول داسی دي لکه د ژوندي انسان د هډوکو ماتول. په پورتني حدیث شریف کې د مړي د هډوکي د ماتولو څخه منع راغلی ده، تر څو د مړي احترام په خاطر د مړي جسد پخپل اصلي شکل خوندي وساتل شي، حتی که مړي دا وصیت هم کړي وي چې زما له مړینې وروسته زما جسد وسوځوۍ، یا ېې له منځه یوسۍ ، ولی بیا به هم د میت یا د مُتوفی(مړي) خبره نه منل کیږي، ځکه چې د هغه خبره د لوی څښتن تعالی له وینا سره ټکر لري او سوځول یواځې د الله تعالی(جلت عظمته) حق دی(چې چا ته ېې خوښه شي جهنم ته ېې بیايي او چې چا ته ېې خوښه شي جنت ته ېې ننباسي او یو بنده هیڅکله هم ددې حق نلري). همداراز د امام احمد بن حنبل د وینا سره سم اوس دلته د مړي د وارثینو مسؤلیت دادی چې: په کلکه توګه سره باید د خپل مړي ساتنه وکړي او چاته به ددې اجازه هم نه ورکوي تر څو د ددې مړي د وجود څخه یو څه برخه پری کړي او داسې نور.

که چیری د امام ابوحنیفه(رحمه الله) مذهب ته راوګرځو؛ نو وبه مومو چې دامام ابوحنیفه(رحمه الله) په مذهب کې یواځې مسلمان ته نه، بلکه حتی د یهودو مړوته هم زیان رسول ناروا بلل شویدي او وايي چې: (لا تُکسّرْ عظام الیهود إِذا وجدتَ في قبورهم ــ لأن الذمي لمّا حُرِمَ إِیذاءهُ في حیاتِهِ لِذِمّتِهِ ــ یجِبُ صیانتَهُ عنِ الکسرِ بعدَ موتِهِ).

ترجمه: تاسې د یهودو هډوکي که چیری مو هغوی په قبرونو کې ومندل مه ماتوئ، ځکه چې ذمي انسان ته د هغه په ژوند زیان او ضرر رسول منع کړای شويدي؛ نو د هغه له مړينې وروسته ورته هم ضرر رسول په کلکه توګه سره منع دي؛ نو له همدې ځایه مونږ ته په ښه ډول سره دا خبره په ډاګه کیږي چې په اسلام کې د مړي سوزول د لاندینیو سببونو له کبله حرام ګرځول شویدی،لکه:

اول:دا چې لوی څښتن تعالی په قرآن کریم کې مونږ ته د پخوانیو ملتونو څخه د آدم (علیه السلام) او د هغه د دوو زامنو یو داستان را په زړه کوي چې یو ېې خپل ورور وواژه،(قابیل خپل وژل شوی ورور ونه سوزاوه، بلکه په خاورو کې ېې خښ کړ) او دا کیسه پخپله مونږ ته ددې ښکارندوینه او ښودنه کوي چې د انسان د مړیني څخه وروسته باید هغه په ځمکه کې ښخ کړای شي.

په پورتنیو کیسو کې زمونږ لپاره د عبرت ډېر درسونه پراته دي او یو له هغوي څخه دادې چې:
د ګردو(ټولو) انسانونو پلار حضرت آدم (علیه السلام) هم له خاورو څخه پیداکړای شوی ؤ او بېرته همدې ته خاورو ته وروسپارل شو. همداراز په خاورو کې د انسان خښول یو فطري او له تېر لرغوني تاریخ څخه راپاتی یو طبیعي عمل دی او انسانان هم له همدې خاورې څخه پیداکړل شويدي او بېرته به همدې خاورو ته دامانت په شکل ورسپارل کیږي.

که چیری د اسلام مبارک دین ته په ځمکه کې د مړي د خښولو څخه پرته کومه بله عزتمنده لاره معلومه وای او یا ېې هغه د خپلو پیروانو لپاره خوښه ګڼلای؛ نو حتماً به ېې هماغه قاتل(قابیل) ته ددې امر کړای وای چې تر څو د خپل وژل شوی ورور په حق کې ېې ترسره کړي.

دویم: د قرآن کریم څخه وروسته د نبي کریم(صلی الله علیه وسلم) څخه یو لړ روایت شوي حدیثونه هم مونږته ددې ښودنه کوي چې د مړي درناوی او احترام کول داسی لازمي دی لکه دیو ژوندي انسان احترام چې څومره لازمي برېښي او لکه څرنګه چې ژوندي انسان ته زیان رسول ناروا دي، په همدې ډول مړي ته هم د زیان رسول ناروا ګڼل شويدي، ځکه چې د نبي اکرم (صلی الله علیه وسلم) د احادیثو په رڼا کې ویلی شو چې د ژوندی انسان او د مړی حقوق سره یو شان دي.

درېیم: پخپله نبي(علیه السلام) به د مسلمانانو مړي خاورو ته سپاردل او په اسلامي تاریخ کې دا ډول پېښې دومره زیاتې رامنځ ته شویدي چې اصلاً شمېرل کیدلی نشي. همداراز د پېړیو را پدېخوا د علماو اجماع او اتفاقي نظر پدې اړه دادی چې د مړینې څخه وروسته انسان باید سمدلاسه خاورو ته وروسپارل شي او هیڅکله هم ونه سوځول شي.

څلورم: که چیرته نورو آسماني دینونو ته هم یوه لنډه کتنه وکړو؛ نو جوته به شي چې په هغې کې هم د انسان ته د احترام او درناوي په خاطر یو لړ کارونه خورا بد ګڼل کیږي ، لکه: د مړي سوزول، د مړو د جسدونو او د قبرونو سپکاوی او توهین او داسې نور… او یهود ((Jews او نصاری(Christians) هم د خپلو مړو خورا احترام کوي، دبېلګې په توګه: دوي هم د مسلمانانو په څېر خپل مړی په ځمکه کې خښوي، تر دې پوری چې په ځینو هیوادونو کې یو لړ خلک د خپلو مړو لپاره قبرونه د ښار په مهمو ځایونو کې جوړوي ترڅو ټورسټان(tourists) یا سیلانیان ېې د خپل سیاحت پر مهال لیدنه او کتنه وکړي او د هغوي له تاریخي کارنامو څخه خبر شي.

پېنځم: انساني سالم عقل او منطق هم ددې غوښتنه کوي (لکه څرنګه چې د کلونو کلونو راهیسې انسان ورسره آشنا دی) چې له مړیني وروسته دې انسان(که نارینه وي یا ښځینه) په خورا درنه او له وقار څخه په ډکې طریقې سره خاورو ته وسپارل شي او په خاورو کې دې د هغه پرده خوندي وساتل شي او دا معقوله نده چې جسد ته دې اور ورواچول شي او بیا دې ایرې په هوا کې وشیندل شي او یا دې د هغه د وجود ایری شوی او پاتې شونې برخه په کوچنۍ شیشه کې بند وساتل شي.

په پای کې دا مقاله به په همدې وینا سره را ونغاړو چې: د مړي سوزول تر قیامته پوری حرام او ناروا ګرځول شویدی او د قرآنکریم او د نبی(علیه السلام) ارشادات په دې اړه مونږ ته د همدې کار ښودنه کوي او حتی که مړي پدې خبره سره وصیت هم کړی وي؛ نو باید مونږ پوه شو چې هغه یو نامشروعه وینا نورو ته پرې اېښي ده او دا کار په خپل ځان باندی یو ډول ظلم هم ګڼل کیږي، ځکه چې د مړي هغه وصیت چې په ښکاره توګه سره د شرعي حکمونو سره ټکر لري هیڅکله هم په اسلام کې ارزښت نلري، بلکه د مړي ورثه و (خپلوانو) ته ښايي چې ناروا وصیت دې نه عملي کوي او کنه دواړه به یو ډول سره ګناهګار وشمېرل شي. (واللهُ اعلَم).

سرچینې:
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(1): ددې مقالې اصلي نوم: (حكم الوصية بحرقِ جُثمان الميت) د استاذ فضل الله ممتاز عربي لیکنه
(2): أهمیة القرآن في حیاة المسلم /د دوکتور وصفي عاشور أبو زید لیکنه / 4 مخ
(3): (كسر عظم الميت ككسره حيا) سرچینه: http://articles.islamweb.net.
(4): أخرجه ابن ماجة/ د حدیث شمېره ده (1616، 1617).
(5): نيل الأوطار/ 4جلد/ 56- 58صفحه.
(6): أوجز المسالك/ د إمام مالك لیکنه/ د موطأ کتاب. 4جلد 288- 289صفحه

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*