وروستي

د افغانستان څخه پنځه کاله تر مخه تښتول شوي بهرنیان په پاکستان کې وموندل شوه

نن د پنجشنبې په ورځ پاکستاني ځواکونو هغه کورنۍ وموندله چې په کال ۲۰۱۲ په افغانستان کې تښتول شوې وه.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله ویلي چې دغه بندیان د یوه دریم ګړي هیواد په منځګړیتوب خوشي شول خو نه یې هغه هیواد په ګوته کړی او نه یې هم نور معلومات خپاره کړي دي.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د امریکایانو له لوري ددوی سره د هغو پنځو بهرنیانو په موندنه کې استخباراتي مرسته وشوه چې څو کاله تر مخه د افغانستان څخه تښتول شوي وه.

په تښتول شویو کسانو کې یو مېړه، یوه یې ښځه ده او درې يې په بندي خانه کې زیږېدلي ماشومان دي. دوی په کال ۲۰۱۲ اکتوبر میاشت کې د وردګ ولایت څخه نیول شوي وه.

د پاکستان پوځ په خپل خبرپاڼه کې وویل چې تښتول شوي کسان د امریکا د سي آی اې تر څارنې لاندي وه او کله چې د افغانستان څخه پر کرمه ایجنسي پاکستان خواته ته را اړول کېدل، دوی ونیول.

او زیاته کړې چې را خلاص شوي بندیان به ډېر ژر خپلو هیوادونو ته ولیږل شي.

د پاکستان پوځ په خپل خبرپاڼه کې ویلي چې د تښتول شوي کورنۍ راخلاصون پر دې دلالت کوي چې پر وخت استخباراتي معلومات شریکول څومره مهم دي او دا چي دوی څومره د امریکا سره د «تروریزم» پر ضد په جګړه کي جدي دي.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*