وروستي

د زمکي هوائي خول او پرخطره انساني ژوند

لیکنه : مفتي احسان الله …

هوائي خول یا غلاف الجوي، د هوا هغه نرمي طبقې ته وايې ، چې له مختلفو غازو نه مرکبه د زمکي پر کره را ګرزېدلې وي ، دزمکي دجاذبیت له امله د هوا زور هم د زمکي خوا ته وي ، الله رب العزته دا منظوره وه ، چې د ژوندۍ ساه مسکن دي زمکه سي ، د دې د حفاظت او ژوندي پاته کېدلو لپاره د هوا خول ډیر زیات اهمیت لري.

د هوا خول د زمکي دکرې لپاره د یو حفاظتي ډال حیثیت لري ، د لمر له تيزو وړانګو نه ژوندي مخلوقات ساتي ، که دا غلاف نه وای ، د حرارت درجه به تر 200 سلني پوري رسيدله ، همدا خول مو د شهابو د زد او ټکر نه ساتي ، چونکي هوا د زمکي دجاذبیت له امله د زمکي خوا ته مجذوبه وي ، نو له دې امله سخته وي ، شپه او ورځ مسلسل دشهابو باران وي پر زمکه ، خو موږ ته تر را رسېدلو وړاندي د هوا له دغه خول سره د تصادم او ټکر له وجې د اور شعله جوړه او وسوځول سي .

د زمکي پر مخ د رڼايې د خپريدو لامل هم دا هوا ده ، د هوا زرې د وړو وړو شيشو کار ورکوي ، د یو ځای نه بل ځای ته رڼا نقل کوي ، د غلاف جوي په برکت د یو ځای نه تر بل ځای پوري اواز رسول کیږي، د دغې هوا له برکت د ورځي په منځ کې اسمان ښایسته شنرنګ منظر پیش کوي ، او دا هوا د زمکي او خارجي فضا په منځ کې یو واسطه هم ده .

د هوا نه بغیر یو څو دقېقې هم ژوندۍ ساه ژوند نسوای کولای ، د حیات لپاره د هوا معتدلوالی هم اړین دی ، په ډیره سخته هوا کې (که د ګرز او غبار په وجه تر حد زیاته سخته سي) د انسان ساه دريږي او خپه کیږي ، بالعکس که ډیر نرمه سي بیا ساه اخیستل ورته مشکل دی ، د جسم له مساماتو او یا له پوزي نه وينه بهيدل پیلیږي .

 

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*