وروستي

په دبی هوايي ډګر کې د مسافرو د پيژندنې لپاره نوی سیسټم لګیږي / ویډیو

په دې وروستیو کې د آپل شرکت د خپل نویو تلیفونو په وړاندي کولو سره د مخ پيژندنې یوه ټیکنالوژي را وپيژندله د کوم له مخې چې به د آپل شرکت موبایل «آیفون اکس» خپل مالک پيژنې او ځان به ورته په اختیار کې ورکوي.

د همدې ټیکنالوژې څخه په استفادې د دبۍ حکومت غواړي چې د مسافرو د پيژندنې لپاره داسي نظام په هوايي ډګر کې جوړ کړي د کوم له مخې چې به د مسافر د مخ پيژندنې اجراءات اسانه کیږي.

د دبی په «جایتکس» نندارتون کې د یوه داسي کوچني تونل څخه پورته شوې چې تر ۸۰ زیاتې کامرې په کښي لګېدلی او شاوخوا یې دیوالونه په مختلفو ښکلیو منظرو ښایسته شوي تر څو مسافر د تېرېدو پر مهال هغو ته وګوري او د کامرو په واسطه په اتومات ډول دده مخ او هویت معلومات په سیسټم کې درج شي.

تمه ده چې دبۍ به تر کال ۲۰۲۰ پوري ۱۲۰ ملیونه خلکو ته به په خپل هوايي ډګر کې هرکلی ووايي، ددې شمېر خلکو د تګ او راتګ لپاره د دبۍ حکومت د یوې همداسي ټیکنالوژۍ په لټه کې هه تر څو د مسافرو د پاسپورټ کتلو او هویت معلومولو پروسه چټکه او یوازي لس ثانیې د یوه مسافر لپاره وخت وټاکل شي.

یاد تونل د راتلونکې کال د ګرمي موسم تر پایه په تجریبوي شکل په هوايي ډګر کې نصبیږي او بیا له هغه وروسته د ټول هوايي ډګر لپاره یې د کارولو امکان شته.

څوک چې تر تونل تېر شي، د وتلو پر وخت به ورته یو نصب شوی ماشین وویل شي چې ښه سفر ولرئ او که چیري کوم مشکوک کس وي، هغه ته به لاره نه ورکول کیږي.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*