وروستي

د امام ابوحنيفه رحمه الله لنډه پېزندنه

بسم الله الرحمن الرحيم

امام ابوحنيفه رحمه الله چې اصلي نوم يې نعمان ، کنيت يې ابوحنيفه د پلار نوم يې ثابت ؤ ، د هجرت په ۸۰ کال د عراق د کوفې په ښار کې زږيدلی دی ، د امام صاحب د پلار د اصلي وطن په باب دوه مشهور روايتونه دي :

اول داچې : د پلار اصلي وطن يې افغانستان دی وروسته يې کوفې ته هجرت کړی دی ، دوهم قول دا دی چې د امام صاحب اصلي وطن فارس (ايران) دی او وروسته يې کوفې ته هجرت کړی دی مګر ډيرو تاريخ ليکونکو ويلي دي چې د ابوحنيفه پلار اصلاً د افغانستان په کابل کې زږيدلی دی [۲ ]  .

د امام صاحب زده کړه :

امام ابوحنيفه د ښه اسعداد او فکر خاوند ؤ چې په سبق کې په بيړه مخ پر وړاندې روان شو ،عربي ژبه او ادب يې پوره زده كړل، احاديث يې روايت کړل ،او وروسته له دې يې د كلام علم ترلاسه كړ تردې چې پدې علم كې لوړې پوړۍ ته ورسېد او د بې لارو ډلو له سرخېلو سره به يې په عقيدوي مسائلو كې مجادلې او مباحثې كولې چې تل به پكې بريالې راووت، وروسته يې فقهې ته مخه كړه او د حماد بن ابي سليمان په حلقه كې ورګډ شو ان تردې چې ۱۸كاله يې ورسره تېر كړل. امام صېب  به هركال د حج فريضه ترسره كوله آن تردې چې ځينې پوهان وايي چې امام صېب ۵۵ځله د حج فريضه ادا كړې وه. د امام صاحب دا سفرونه هغه دې ده ته اړ كړ چې د بېت الله الحرام او نبوي مسجد له فقهاؤ پوهانو سره وګوري او د هغوي له پوهو څخه برخمن شي، له هغوي څخه نبوي احاديث ترلاسه كړي، فقهي مسائل ترې وپوښتي، او د هغوي له درس او تدريس څخه ګټه پورته كړي، پدې ډله كې چې هغه له چا سره كتلي او د هغوي له پوهې څخه يې ګټه اخيستې نوموړې تابعي عامر الشعبي (۱۰۳هجري- ۷۲۱)، عكرمه مولى ابن عباس (۱۰۵هـ- ۷۲۳)، نافع مولىبن عمر (۱۱۷هـ – ۷۲۵) او زېد بن علي زېن العابدين (۱۲۲هـ – ۷۴۰) دي. ځيني پوهان د امام صاحب ښوونكي آن تر ۴ زرو پورې رسوي، امام صاحب له تابعينو څخه ؤ، هغه پدې مانا چې ده په خپل ژوند كې د پېغمبر صلى الله عليه وسلم له سپېڅلو اصحابو سره كتنې شوي او د هغوي له ويناؤ څخه يې ګټه ترلاسه كړې، له هغوي څخه يې مبارك احاديث روايت كړي، لكه انس بن مالك، عبدالله بن ابي او سهل بن سعد او ابو الطفيل عامر بن وائله رضي الله عنهم.

د انس رضی الله عنه سره د امام ابوحنيفه په کتنې باندې د جمهورو اهل علمو اتفاق دی .

ابوحنيفه رحمه الله  د حنفي مذهب مؤسس دی :

امام ابوحنيفه د درس او سبق ويلو وروسته په تدريس او د علم په خپرولو پيل وکړ د اسلامې فقهې اساس يې کيښود ، د فقهاؤ څلويښت کسيزه هيئت يې وټاکلو ، چې د قرآن او سنتو څخه به يې د اسلامې شريعت مسائل را ايستل چې بلاخره يې د حنفي فقهې د شرعي مسائلو يوه لويه مجموعه تياره کړله .

د امام ابوحنيفه په پوهه د امت اتفاق دی :

د رياض جيد عالم شيخ محمد صالح المنجد په خپل سايت الاسلام سوال او جواب کې د امام ابوحنيفه رحمه الله په اړه ليکي :

الإمام أبو حنيفة النعمان بن ثابت الكوفي إمام من أئمة المسلمين ، اتفق أهل العلم على إمامته وجلالة قدره .
قال علي بن عاصم : لو وزن علم أبي حنيفة بعلم أهل زمانه ، لرجح عليهم .
وقال ابن المبارك : أبو حنيفة أفقه الناس .
وقال الشافعي : الناس في الفقه عيال على أبي حنيفة .
وقال الخريبي : ما يقع في أبي حنيفة إلا حاسد أو جاهل .
قال الذهبي رحمه الله : ” الإمامة في الفقه ودقائقه مسلمة إلى هذا الإمام ، وهذا أمر لا شك فيه.
وسيرته تحتمل أن تفرد في مجلدين ، رضي الله عنه ، ورحمه . توفي شهيدا مسقيا في سنة خمسين ومئة ” انتهى .
راجع : “سير أعلام النبلاء” (6 /390-403)

يعنې : علی بن عاصم وايي : که د ابوحنيفه علم د زماني د اهل سره پرتله شي د ابوحنيفه علم به ور باندې وزمين شي .

ابن المبارک وايي : ابوحنيفه پوه ترين د خلکو ؤ ، امام شافعي وايي : د خلکو پوهه  د امام ابوحنيفه د پوهې په نسبت د هغه د عيال مثال لري .

الخريبي وايي : څوک چې د ابوحنيفه مخالفت کوي هغه يا کينه او حسد کوي او يا جاهل دي .

د علم حديث مؤسس امام الذهبي رحمه الله وايي : د ابوحنيفه په پوهه ، دقت او امامت کې هيڅ شک نشته او يو مسلم حقيقت دی .

د هغه مکمل سيرت په دوو جلدونو کې بيان شوی دی ، الله د ده څخه راضي شي ، د الله رحمت دې وي په ده باندې هغه په ۱۵۰ هجري سنه کې شهيد وفات شو ( تر ورستی سلګۍ د دين د قیام او نصرت په جد و جهد کې ؤ ) .

“سير أعلام النبلاء” (6 /390-403) نقل من موقع الاسلام سوال جواب

امام ابوحنيفه رحمه الله د نورو امامانو مشر ؤ :

امام ابوحنيفه (رح) په ۸۰ هجري سنه کې پيدا شوی دی او حضرت امام مالک (رح) په ۹۵ هجري سنه کې پيدا شوی دی او حضرت امام شافعي (رح) په ۱۵۰ هجري سنه کې پيدا شوی دی او حضرت امام احمد بن حنبل (رح) بيا په ۱۲۶ هجري سنه کې پیدا شوی دی .

ابوحنيفه د څلورو امامانو مشر او د اسلامې امت اولين مجتهد بلل کيږي ، حنفي مذهب يوازنی مذهب دی چې په دور عثماني کې يې په ټول اسلامې امت ۶۰۰ کاله حکم کړی دی همدا وجه ده چې دا مذهب نظر دريو نورو مذاهبو ته زيات پيروان لري .

اللجنة الدائمة (عربستان ) په اړه ليکي :

ومذهب الإمام أبي حنيفة رحمه الله قد يكون أكثر المذاهب انتشاراً بين المسلمين ، ولعل من أسباب ذلك تبني الخلفاء العثمانيين لهذا المذهب ، وقد حكموا البلاد الإسلامية أكثر من ستة قرون ، ولا يعني ذلك أن مذهب أبي حنيفة رحمه الله هو أصح المذاهب أو أن كل ما فيه من اجتهادات فهو صواب . فتاوى اللجنة الدائمة 5/56

اسلامې امت ته د امام ابوحنيفه ورستی وصيت :

( إذا صح الحديث فهو مذهبي ) . ( ابن عابدين في ” الحاشية ” 1/63 )

يعني کله چې تاسې ته صحيح حديث ثابت شو ، نو په هغه عمل کویء ځکه چې دغه زما مذهب دی .

( لا يحل لأحد أن يأخذ بقولنا ما لم يعلم من أين أخذناه ) . ( ابن عابدين في ” حاشيته على البحر الرائق ” 6/293 ) .

د هيچا د پاره جايزه نه ده چې زما په قول فتوی ورکړي حال دا چې ده ته ددې علم نه وي چې دا قول مې له کومه ځای څخه اخيستي

ياهغه کس چې زما په دليل نه پوهيږي مناسبه نه ده چې زما په قول فتوا ورکړي .

( إذا قلت قولا يخالف كتاب الله تعالى وخبر الرسول صلى الله عليه وسلم فاتركوا قولي ) . ( الفلاني في الإيقاظ ص 50 )

کله مو چې زما کوم قول د قرآن او سنتو خلاف و ليد هغه پريږدئ په قرآن او سنتو عمل وکړئ .

[۲ ] امام اعظم په اصل کې د کابل او د هغه د اصل په باب په ډېرو تاريخي ماخذ تذکرو او مناقبو کې راغلی دی چې مشهور يې دا دي:

الخېرات الحسان في مناقب الامام الاعظم ابوالحنيفه النعمان: د حجاز د مفتي علامه ابن حجرالهيتمی تاليف: چې په ۹۷۳ هـ کې مړ دی.

مناقب الامام ابو حنيفه د ابوالمويدالموفق المکي تاليف چې په ۵۱۸ هـ کې مړ دی

مناقب ابي حنيفه: د ابن البزازالحنفي الکردري چې په ۸۲۷ هـ کې مړ دی.

الدرمنظم في مناقب الامام الاعظم: د نوح افندي چې په ۱۰۷۰ هـ کې مړ دی د دې کتاب خطي نسخه د مصر د الازهر د کتابتون په ۳۳۸ لمبر کې قيد دی.

العقود الجماد في مناقب ابي حنيفه نعمان: د صالح دمشقي چې خطي نسخه يې د مصر د الازهر په کتابتون کې شته

لغتنامه: د دهخدا تاليف ا – ر ۴۳۹ مخ.

سکةالفضلا: ۱۲ مخ. (نور په ۳۱۸ مخ کې)

و الله سبحانه وتعالی اعلم

قران سنت.کام

ارزوی هر مسلمان

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*