وروستي

زه تسلیم شوی نه یم اسیر شوی یم

دکتور کفایت الله وردګ

هغه پدې هم نه پوهېدو چې ۸۶ کاله وروسته به په فیسبوک کې خلک زما واقعه لولي ، هغه پدې هم نه وو خبر چې وروسته خلک به ما یادوي او که به مې هیر کړي ، هغه د دنیا د هېڅ شي په کیسه کې نه وو او د ۷۳ کلونو په عمر کې یې په غرونو ، صحرا ګانو او ځنګلونو کې د جهاد شپې صبا کولې ، د یرغلګر په وړاندې لکه غر داسې ولاړ وو د حال په ژبه یې ویل :

دا سر ربه مات شوی خو ټیټ شوی چاته نه ده
خو تاته یې پنځه وخته محراب کې راولم .

په خپله خاوره یې یرغل نشوای زغملی ، غلامی یې نفس نه منله ، تکلیفونه یې برداشت کول پکې خوشحال وو زه د صحرا د زمري د حضرت عمر المختار رحمه الله خبره کوم دا چې د هغه ژوند څنګه وو ، څنګه سړی وو ، څه تعلیم یې وو زه پدې لنډه لیکنه کې دا څېړل نه غواړم البته زه له خپلو لوستونکو سره د هغه د ثبات او استقامت یوه وړوکې خو لوی درس لرونکې واقعه شریکوم له یرغلګرو سره یې لکه د غره داسې مقاومت وکاوه او د خپل وطن ، خاورې او ولس په دفاع کې ښه په نره و جنګېدو او د سپتمبر د میاشتې په ۱۱مه نیټه ۱۹۳۱میلادی کال د یوه لوی جنګ په نتیجه کې یې ملګري شهیدان شول او ده رحمه الله تر هغه وخته پورې مقاومت کاوه چې په یوه لاس باندې زخمي شو بیا له هر لوري نه ورباندې ایټالیایان راغلل او دی مبارک یې ژوندی ونیو .

ده مبارک د خپلو نیولو په اړه ویل : زما ژوندي نیول د الله تعالی فیصله وه چې عملی شوه ، الله زما مالک او متصرف دی .

یرغلګرو ته یې ویل : زه تاسې ونیولم اوس ستاسې خوښه چې څه کوئ خو یوه خبره په یاد لرئ دا چې زه اوس هم تسلیم شوی نه یم بلکه اسیر شوی یم .

د ایټالیایانو مشر حرزیاني نومېدو هغه امر وکولو چې عمر مختار ماته را مخامخ کړئ .

حضرت عمر مختار رحمه الله پداسې حالت کې راوستل شو چې په لاسونو او پښو کې یې زنځیرونه وو ، مخ مبارک یې په خپل څادر کې پټ کړل شوی وو او په تکلیف سره یې قدمونه اخیستل لکن خپل لوړ همت ، ټینګ ایمان یې ملګري وو او ډېر په سنګین ډول یې خبرې کولې له حرزیاني سره یې داسې خبرې وکولې

حرزیاني : تا له ایټالیایي ځواکونو سره دومره سخت جنګ ولې کولو ؟
عمر المختار رحمه الله : ځکه چې زه مؤمن یم زما دین ماته په همدې باندې امر کولو .

حرزیاني : آیا لدې محدودو کسانو سره او لدې نشت اسبابو سره تا فکر کاوه چې مونږ به بېرته له برقة (ځای) څخه وباسې؟
عمر مختار رحمه الله : نه ما دا فکر نه کاوه او دا په ښکاره سخت کار ښکاره کېدو .

حرزیاني : نو بیا تا څه غوښتل؟ د څه لپاره جنګېدې؟
عمر مختار رحمه الله : ما جهاد کاوه او بس ، دا چې په جهاد باندې کومې نتیجې مرتبې کیږي دا کار د یوازې للل په لاس کې دی مجاهد په جهاد مکلف دی او بس .

حرزیاني : لتا سره چې کوم اسباب وو تر څومره وخته پورې نور ته په غرونو کې ورباندې پاتې کېدلی شوې؟

عمر مختار رحمه الله : تر ابده پورې ، ترڅو پورې چې مونږ ژوندی وی مونږ مقاومت کولی شوی د تسلیمېدو هېڅ امکان نه وو ، او مونږ له یوبل سره قسم کړی وو چې تر مرګه پورې به مقاومت کوو او د تسلیمي ذلت به په غاړه نه اخلو او دا د هم تاسې ته معلومه وي چې زه اوس هم تسلیم شوی نه یم بلکه اسیر شوی یم.

حرزیاني : آیا تا خلک له ایټالیایانو سره جنګ ته را پارولي دي؟
عمر المختار : هو

حرزیاني : آیا ته پدې پوهیږې چې تا کوم کار کړی دی سزا یې څه شی ده؟
عمر المختار : هو

حرزیاني : آیا ته په دې خپلو خبرو ولاړ یې ؟
عمر المختار : هو

حرزیاني : څومره وخت د د ایټالیا له ځواکونو سره جنګ وکولو ؟
عمر المختار : لس کاله

حرزیاني : آیا ته په خپل کړي عمل پښېمان نه یې؟
عمر المختار : نه .. بالکل نه .

حرزیاني : آیا ته پدې پوهېږې چې ته به اعدا مېږې؟
عمر المختار : هو

حرزیاني : عمره ! زه پدې ډېر خفه کیږم چې ستا پدې ډول د ژوند آخر وینم .
عمر المختار : بلکه دا غوره لاره ده چې زه ورباندې خپل ژوند ختم کړم .

حرزیاني : حضرت عمر المختار رحمه الله ته د بښنې وعده ورکړه چې دی د په خپله امضاء پاتې مجاهدینو ته یو اعلان وکوي چې هغوی د نور له غاصبو ، یرغلګرو کافرو سره له جنګ نه لاس واخلي لکن عمر مختار رحمه الله د هغه دا بښنه ونه منله او هغه ته یې یوه خبره وکوله چې په تاریخ کې په زرینو کرښو ولیکل شوه :

ورته یې وویل : ” إن السبابة التي تشهد في كل صلاة أن لا إله إلا الله وأن محمداً رسول الله , لا يمكن أن تكتب كلمة باطل ”

ترجمه : بېشکه هغه د شهادت ګوته چې په هر مانځه کې ددې ګواهي ورکوي (له ګواهي سره پورته کیږي) چې بېشکه نشته په حقه لائق د عبادت مګر الله دی او محمد د الله رسول دی د هغې ګوتې په حق کې ممکنه نه ده چې باطله خبره ولیکي .

پدې توګه د عمر مختار رحمه الله په اعدام باندې فیصله وشوه او د سحر په ۹ بجو د چهار شنبې په ورځ د سپتمبر د میاشتې په ۱۶مه نيټه ۱۹۳۱ میلادي کال کې په دار و ځړول شو حرزیاني کافر چې پدې اړه کتاب لیکلی دی هغه لیکلي دی چې دده د شهادت په وخت باندې شل زره کسان را ټول شوي وو .

دی مبارک له پوره ثبات او استقامت سره ، چې د شهادت کلمې یې ویلې د دار رسۍ ته ورغلو کله چې اعدام کړل شو د کفارو ورباندې یقین نه راتلو او په تاریخ کې یوازینی هغه کس دی چې دوهم ځلي بیا و ځړول شو ځکه دوی ویل چې تر اوسه ژوندی ښکاریږي الله تعالی د ورته د دوه ځله شهادت اجر ورکړي په شهادت ورسول شو لکن د اسلامي امت د هر رښتیني وګړي په زړه کې ژوندی دی .

الله یې د اخلاص ، ثبات ، استقامت ، جهاد او شهادت قبول کړي .

کتاب : عمر المختار شهید الاسلام و ا سد الصحراء لمحمد محمود اسمعیل.

یادونه: په قران سنت کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ قران سنت کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*