وروستي

مسلمان ځوان

ژباړه: غلام عمر عبدالله 

ځوانان د هر امت د ملا د تير حیثیت لري هغه تير چي له هغه څخه ( د بدن ) حرکت او فعالیت را منځ ته کېږي ، ځکه چي له دوی سره ( مثبته پایله لرونکی) ځواک سته ، تر څو ( په ټولنه کي ) نوښت رامنځ ته کړي ، هغه امت به همېش پر پښو ولاړ وي چي تکيه يې پر خپلو با احساسه ، نوښتګرو او ويښو ځوانانو باندي وي.

يقیناً د اسلام دښمنان په دې حقیقت پوه سوي دي ( چي مسلمان ځوانان د اسلامي امت راتلونکی ټاکي) نو ځکه يې د مسلمانو ځوانانو په وړاندي ( ډول ، ډول د بې دینۍ جالونه ) خنډونه رامنځ ته کړي دي ، تر څو هغوی له خپل دين څخه لېري والی پيداکړي ، لوری ئې ( له حق مسير څخه ) واوړي ، د ځوانانو او د امت د علم خاوندانو ترمنځ يې د ( میني او نېک ) احساس فضاء له منځه وړې ده ، او ( د يو شمېر مسلمانو ځوانانو فکر او نظر يې دارنګه جوړ کړی دی) چي د اسلامي امت له علماؤ څخه کرکه کوي ، هغوی ته ( ډول ، ډول ) بد القاب کاروي ، په بدو صفاتو سره يې يادوي او غواړي چي ( هغه علماء ) په خپله ټولنه کي نوم بدي کړي کوم چي الله تعالی د خلکو په وړاندي په علم سره ځلولي دي.

څرنګه چي پورته بیان سول چي مسلمان ځوان ( په اسلامي ټولنه کي ) مهم رول ادا کولای سي ، پرغاړه يې خورا مهم کارونه او ذمه وارۍ دي ، چي د هغو پلانونو په وړاندي ودرېږي کوم چي دښمن يې اراده لري او د هغو دسیسو او توطئو په وړاندي د دين ساتونکی ( پهره دار) جوړ سي چي د دښمن له خوا پلان سوي دي.

کولای سو چي په لاندي کرښو کي د مسلمان ځوان مکلفیتونه واضح کړو.

لومړی : د شرعي علم زده کړه

الله تعالی په قرانکريم کي فرمايي : ( هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لا يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُولُو الْأَلْبَابِ ) الزمر/ من الآية 9 .
ژباړه : “ايا پوهېدونكي او نه پوهېدونكي يو شانته كېداى شي؟” نصيحت خو د پوهي خاوندان مني.

او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي : طَلَبُ العِلْمِ فَرِيْضَةٌ عَلَىْ كُلِّ مُسْلِمٍ (رواه ابن ماجه ، و هو حدیث حسن).
ژباړه : زده کړه د ( شرعي ) علم فرض ده پر هر مسلمان.

پس د شرعي علم زده کړه پر هر مسلمان ( نارینه وي که ښځينه ) واجب ده ، ځکه دا نا شونې ده چي جاهل کس دي په خپل دين پوه سي ، په غونډو او محافلو کي دي له خپل دين څخه دفاع وکړي ، له جاهل څخه نه خپله ټولنه ، نه خپل ښار او نه هم خپله کورنۍ ګټه اخيستلای سي ، نو ځکه مسلمان ځوان لره پکار ده چي د دیني زده کړو په حلقاتو کي هغه که په مسجد کي وي ، که د اسلامي زده کړو په مرکزونو کي وي ( او يا هم نورو ځايونو کي وي) ګډون وکړي او خپل فارغه وخت او فعاليت د قرانکريم په حفظ او د کتابونو په لوستلو سره ګټور کړي.

دوهم : د الله لوري ته بلنه او خلکو ته زده کړه ورکول

الله تعالی فرمايي: : ( وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ) آل عمران/104

ژباړه : په تاسي کښي بايد څه خلك هرو مرو داسي وي چي د نېکۍ لوري ته بلنه وکړي، په ښو امر وکړي او له بدو منع وکړي. كوم خلك چي دا كار وکړي هماغوى به بريالي شي.

هر هغه څوک چي کله شرعي علم زده کړي دا پر واجب ده چي دغه ( د دین پوهه ) تر نورو خلکو پوري ورسوي او دا ( ور زده کول او دیني دعوت) د علم زکات بلل کېږي ، ( مسلمان ځوان بايد ) هڅه وکړي تر څو کفار د اسلام سپېڅلي دين ته دعوت کړي او هڅه وکړي چي د الله نافرمانه مسلمانانو ته د الله د اطاعت بلنه ورکړي.

دريم : د دعوت په لاره کي د خلکو له لوري پر تکلیف رسولو صبر کول

الله تعالی په قران کريم د لقمان رضي الله عنه هغه قول ذکر کړی دی چي لقمان رضي الله عنه خپل زوی ته پکي د صبر کولو توصيه کړې ده ، فرمايي : ( يَا بُنَيَّ أَقِمِ الصَّلاةَ وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنكَرِ وَاصْبِرْ عَلَى مَا أَصَابَكَ إِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الأُمُورِ ) لقمان/ 17 .

ژباړه : زويكيه! لمونځ قايم کړه، په نېکۍ امر وکړه، له بدۍ څخه منع وکړه او هره سختي یا غم چي درباندي راشي، صبر ورباندي وکړه، دا هغه مهمي خبري دي چي ډېر تاكيد يې شوى دى.

دا ناشونې ده چي يو کس دي د الله لوري ته بلنه کوي او دی دي د خلکو له لوري له فعلي ، عملي او قولي تکلیف سره نه مخامخ کېږي ، بلکه حتماً به ورسره مخ کېږي او دعوتګر لره دا نه ښايي چي هغه دي د خلکو له لوري د تکلیف رسولو په صورت کي له دعوته لاس واخلي او د الله لوري ته له بلني څخه مخ وګرځوي ( بلکه پر دې ټولو تکالیف باید صبر وکړي) ، ځکه د بشریت د سپېڅلو داعیانو ( انبیاء علیهم الصلاة والسلام ) له ژوند څخه دا معلومېږي چي هغوی د خپل دعوت په لاره کي له څومره تکلیفونو او ستونزو سره مخ سوي دي خو پر دې سربېره بیا هم هغوی له خپل دعوت او لاري څخه نه دي اوښتي ، بلکه صبر به يې کوی او د هر څه حساب به يې ( الله ته سپاری).

څلورم : الله د امرونو پيروي او د الله له منع کړل سوو څخه ځان ساتل

مسلمان ځوان بايد د خپل رب فرمانبردارهن وي ، د شریعت هيڅ داسي يو امر دي نه وي چي کله يې مسلمان ځوان واوري نو تر ټولو مخکي يې دی مننونکی وي ، او هيڅ داسي منع کړل سوی شرعي امر دي نه وي مګر دا چي مسلمان ځوان له هغه څخه لېري کېدونکی وي ، او يقیناً چي داسي ځوان به د قيامت په ورځ د الله تعالی له لوري د لوي اجر حقداره وي ، د قيامت په ورځ به دخپل رب جل جلاله د عرش تر سيوري لاندي وي په داسي وخت کي چي لمر به په دغه ورځ د خپلو ( وړانګو او شغلو سره ) د ټولو مخلوقاتو پر سر ولاړ وي.

حضرت ابو هریرة رضي الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل : عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: سَبْعَةٌ يُظِلُّهُمْ اللَّهُ فِي ظِلِّهِ يَوْمَ لا ظِلَّ إِلا ظِلُّهُ : الإِمَامُ الْعَادِلُ ، وَشَابٌّ نَشَأ فِي عِبَادَةِ رَبِّهِ

رواه البخاري (2/144-174) ومسلم برقم 1712 ، وغيرهما.

ژباړ: اووه ( کسان دي چي ) سيوری به ورکړي الله ( د خپل عرش ) په سیوري کي ( په داسي ) ورځ ( کي چي ) نسته سيوری مګر د ( الله د عرش له سيوري پرته ) ، ( هغه ) عادل امام دی او ( هغه ) ځوان دی چي ( رالوی سوی وي ) په عبادت کي د خپل رب ( جل جلاله).

پنځم : د خپل نفس پاکول ( تزکیة النفس)

او هغه څه چي مسلمان ځوان اړتیا ورته لري او پر موږ لازمه ده چي بايد د هغه په هکله نصیحت ورته وکړو هغه دا چي ; مسلمان ځوان بايد په خپل ورځني مهال وېش او وخت کي ( د خپل نفس د تزکيې لپاره ځانګړی) وخت وټاکي ، کوښښ دي وکړي چي ( پر فرضي عبادت سربېره ) ځان پر نفلي عبادت او قیام اللیل عادت کړي ، د غوره ورځو ( لکه : عارفات ، عاشورا ، په هره میاشت کي ديارلسمه ، څوارلسمه او پنځلسمه ورځ ، د دوشنبې او پنج شنبې د ورځو) روژې نيول ، ورځني ( مسنون او مأثور) اذکار او اوراد ویل ، چي دا ټول د مسلمان ځوان سره مرسته کوي تر څو د هدایت پر لار ثابت قدمه واوسي ، له دې سره مسلمان ځوان بايد خپل نظر له محرماتو ( بد نظرۍ ) څخه وساتي ، خپل غوږونه له حرامو اورېدلو څخه خوندي کړي ، همدارنګه بايد د بدن نور ټول غړي له هغه څه څخه وساتي چي په هغه سره الله تعالی غوصه او ناراضه کېږي.

همدارنګه هغه چي مسلمان ځوان بايد پرې حريص وي هغه دا چي مسلمان ځوان بايد پاک له فحشاء او بد کارۍ سره کرکه ولري ، خپل شهواني غرېزه په مشروع توګه ( نکاح کولو ) سره مشبوع کړي ، چي پدې ځوان په دې برخه کي بايد د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وصیت عملي کړي کوم چي خاص يې د ځوانانو ټولۍ ته کړی دی.

فرمايي : ( يَا مَعْشَرَ الشَّبَابِ مَنْ اسْتَطَاعَ مِنْكُمْ الْبَاءَةَ فَلْيَتَزَوَّجْ فَإِنَّهُ أَغَضُّ لِلْبَصَرِ وَأَحْصَنُ لِلْفَرْجِ وَمَنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَعَلَيْهِ بِالصَّوْمِ فَإِنَّهُ لَهُ وِجَاءٌ ) متفق عليه.

ژباړه : ای ټولۍ د ځوانانو څوک چي توان ولري( د نکاح مهر او د واده کولو لګښت) له تاسو څخه پس هغه دي واده ( نکاح ) وکړي ، يقيناً (واده کول ) د نظر ټیټوونکی ( له بد نظرۍ څخه ساتنه کوي) دی ، او د فرج ساتونکی ( د زنا کولو مانع ګرځي) او هغه څوک چي ( د واده کولو ) توان نه لري پس پر هغه روژه ( نیول ) دي ، يقیاً ( دغه روژه نيول ) منع کوونکې ده ( د زناء او بدکارۍ کولو لپاره وقايه ده).

شپږم : له حقاپالونکو او باوري علماء سره تعلق ساتل

الله تعالی فرمايي : ( وَإِذَا جَاءَهُمْ أَمْرٌ مِنَ الْأَمْنِ أَوِ الْخَوْفِ أَذَاعُوا بِهِ وَلَوْ رَدُّوهُ إِلَى الرَّسُولِ وَإِلَى أُولِي الْأَمْرِ مِنْهُمْ لَعَلِمَهُ الَّذِينَ يَسْتَنْبِطُونَهُ مِنْهُمْ وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ لَاتَّبَعْتُمُ الشَّيْطَانَ إِلَّا قَلِيلًا ) النساء/ 83.

ژباړه : دوی چي کله کوم د ډاډ يا وېري خبر اوري ، هغه خپروي ; په داسي حال کښي چي که دوی هغه ( خبر) پېغمبر او د خپلي ډلي مسؤلو کسانو ته ورسوي ، نو پر هغه به داسي ډول خلک وپوهيږي چي د دوی په منځ کښي د دې خبري صلاحیت لري چی له هغې څخه سمه نتيجه واخیستلی شي ، که پر تاسي د الله مهرباني او رحمت نه وای ، نو ( ستاسي نيمګړتیاوي داسي وي چي ) له څو تنو پرته به نور ټول په شیطان پسي خوځېدلي واست.

مسلمان ځوان بايد دخپلې بې مهاره عاطفې او احساساتو تر اغېزي لاندي نه وي بلکه پر هغه لار به تګ کوي چي باوري او حقپالوونکو علماؤ ، مشرانو او شیخانو ورته ښودلې وي ، کوم چي هغوی له ځان سره پراخه علم او ګټوري تجربې لري ، نو مسلمان ځوان بايد د هغوی د نحصیت پیروي وکړي ، د هغوی په مشورو عمل وکړي ، تر څو د خپل امت او دين لپاره ګټه رسوونکی سي کوم چي ( اسلامي امت ورته هیله مند دی) او د هغو ځوانانو ډېر ملاتړ کوونکی سي کوم چي د حق ( پیغام) په رسولو کي بوخت دي او ( د اسلام ) نور په ځمکه کي خپروي.

اووم : د نورو لپاره نېکه نمونه کېدل

مسلمان ځوان لپاره دا لازمه ده چي د نورو ځوانانو او د خپلي ټولني لپاره د اخلاقو او ديندارۍ له اړخه نېکه نمونه وي ، چي دا ( ځانګړتیا) د هر طالب العلم ، زده کوونکي ، محصل او د الله لوري ته د بلونکو ( دعوتګرو ) لپاره ( لازمي ) ده ، مسلمان ځوان هغه څوک دی چي خلکو ته د دین تعلیم او بلنه ورکوي نو د دین د معلم او بلونکي قول او فعل باید سره مخالف نه وي ، بلکه دی باید له ټولو مخکي په هغو فضائلو عمل کوونکي وي کوم ته چي دی نور خلک رابولي ، د هغو اطاعاتو پابند وي کوم ته چي نور خلک هڅوي ، همدرانګه مسلمان ځوان بايد پر دين باندي په استقامت ، اماندارۍ ، رښتینولۍ ، پاک لمنۍ ، اخلاقو او نور ټولو ښو صفاتو کي د نورو لپاره نمونه و اوسي.

اتم : په خپل دین سره ځان عزتمند ګڼل او د کفارو تقلید نه کول:

الله تعالی قران کي فرمايي : ( قَدْ كَانَتْ لَكُمْ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ فِي إِبْرَاهِيمَ وَالَّذِينَ مَعَهُ إِذْ قَالُوا لِقَوْمِهِمْ إِنَّا بُرَآءُ مِنكُمْ وَمِمَّا تَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ كَفَرْنَا بِكُمْ وَبَدَا بَيْنَنَا وَبَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةُ وَالْبَغْضَاء أَبَدًا حَتَّى تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ وَحْدَهُ ) إلى قوله تعالى : ( لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِيهِمْ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَن كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الآخِرَ وَمَن يَتَوَلَّ فَإِنَّ اللَّهَ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ ) الممتحنة/ 4 – 6 .

ژباړه : ستاسي لپاره د ابراهیم علیه السلام او د هغه د ملګرو ( په کيسه ) دکښې يوه غوره نمونه ده ، چي هغوی خپل قوم ته په ډاګه وويل : موږ له تاسي او ستاسي له دغه معبودانو څخه په ټینګه بېزاره يوو ، موږ ستاسي څخه منکر سوي يوو او زموږ او ستاسي ترمنځ د تل لپاره دښمني او کينه ولويدله ، تر څو پوري چي پر يوه الله ايمان رانه وړئ ،“خو خپل پلار ته د ابراهيم علیه السلام دا وينا ( له دې نه مستثنا ده ) چي : “ زه به ستا لپاره د بخښني غوښتنه کوم هرومرو وکړم او د الله څخه ستا لپاره څه لاس ته راوړل زما په وس کي نه دي” ( او د ابراهيم علیه السلام او د هغه د ملګرو دعا دا وه چي ) ای زموږ ربه ! پر همدا تا باندي موږ توکل وکړ او همدا ستا لوري ته مو رجوع وکړه او همدا ستا حضور ته بیا زموږ در ګرځېدل دي.

( له بده مرغه ) چي موږ نن وینو دېری ( مسلمان ځوانان ) په لباس ، شکل او حرکاتو کي د کفارو تقلید کوي ، ځکه چي د ځوان لپاره د هغه د ځوانۍ مرحله ډېره مهمه مرحله ده ، تر څو په خپل دین فخر کوونکی او عزتمند و اوسي او د خپل دیني شعائرو په ښکاره کولو سره ونه شرمېږي ، او نه هم چي کله د خپل خالق عبادت کوي ( د شرم له وجهي ) له خلکو څخه پټ سي ، د مسلمان ځوان په زړه کي باید له کفر سره کرکه او بعض موجود وي ، د هغه فعل ( قول او عمل ) ، شکل او لباس بايد له کفارو سره ورته والی ونه لري ، همدارنګه همدا مسلمان ځوان باید ټولو هغه نورو مسلمانو ځوانانو ته يوه نمونه وي کوم چي د غربي کفري تمدن په چټلیو کي لوبېږي.

اسلامي امت په خپل ټول توان سره مسلمان ځوان ته اړتیا لري ، نو ځکه مسلمان ځوان بايد د خپل دين د اوچتولو او د برلاسه کېدلو په لاره کي خپل ځان بې ارزښته وګڼي ، کله چي کافر پر اسلامي ښارونو بريد وکړي نو ( همدا مسلمان ځوان باید ) د خپلو اسلامي ښارونو ساتنه وکړي ، د اسلامي مقدساتو دفاع وکړي ، او کله چي اسلامي کورنۍ بې ځايه ( مهاجر) کېږي نو د هغوی ساتنه اوڅارنه وکړي ، لنډه دا چي مسلمان ځوان په هر حالت او هر ځای کي د اسلام د یو سرتري په شان دی ، کله او څنګه چي ( اسلامي ټولنه ) د هغه فعالیت او ځواک ته اړتیا پيدا کړي نو دی خپل ځان د الله په وړاندي بې ارزښته ګڼي ( د اسلام او مسلمانانو خدمت ته وړاندي کېږي).

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*