وروستي

مهم: ايا فتوا هر څوک ورکولی شي؟

الهام خراساني

فتوا ورکول يو له هغو اعمالو څخه ده چې ﷲجل جلاله يې خپل مقدس ذات او خپل رسول (محمد صلی الله علیه وسلم ) ته منسوبوي .

لکه ﷲ جل جلاله فرمايې (يستفتونک فی النساء) فتوا غواړي هغوی له تانه په باره د ښځو کې. ورپسي فرمايې: (قل الله يفتيکم فی الکللۃ ) ته ورته ووايه اي رسوله صلی الله علیه وسلم چې الله جل جلاله تاسو ته فتوا درکوي (په دغې مسئله کې)

نو له دې وجې فتوا ورکول په علمي ډګر کې تر ټولو ستر، دروند، او باريک مسئوليت دی.

دغه وجه وه چې صحابه کرامو او دامت اکابرو به د فتوا ورکولو څخه ډېره ډډه کوله، حتی چې دحج په مراسمو کې به صحابه کرامو او تابعينو خپلو شاګردانو ته ويل چې له زموږ شاته به نه راځئ ، تر څو د خلکو را پام او فتوی را څخه ونه غواړي .

او د ستر لارښود محمد صلی الله علیه وسلم دا قول به يې تل تر سترګو کيده .

اجرؤکم علی الفتيا اجرؤکم علی النار. رواه الدارمي

ژباړه: ډېر زړه ور ستاسو پر فتوا ډېر زړه ور له تاسو پر اور دی .

کله چې مستفتي له تا څخه فتو غواړي د هغه دا يقين وي چې ماته به هغه فتوا راکوي کومه چې دالله جل جلاله او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم فتوا وه .

دغسې مستفتي ستا په خوله حرامو ته حرام او حلالو ته حلال وايې او ستا فتوا پورې د چا د قتل او د چا د ژوند فيصلې تړي.

نو له دې وجې زموږ اسلافو د مفتي لپاره ځانګړي شرائط ټاکلي، پرته له دغو شرائطو څوک نشي کولای چې دشريعت دقانون له مخې چا ته فتوا ورکړي .

لومړی :

زموږ مخکينيو فقهاؤ د فتوا ورکولو لپاره اجتهاد شرط بللی، مانا دا مقلد نشي کولی چې فتوا ورکړي.

لکه امام ابن الصلاح رحمه الله وايې ( فذکرجميع الفقهآ ان من شروط المفتي ان يکون مجتهدا فلايجوز لمقلد ان يفتی غيره).

خو روستنيو (متاخرينو) فقهاؤ بيا په دې شرط کې توسع او پراخي کړې چې مقلد هم فتوا ور کولی شي خو په هغه طريقه کومه چې دده د مذهب او مجتهد ده .

شيخ ابو محمد الجويني رحمه الله په شرحه د الرساله کې ليکي چې فتوا ورکول هغه مقلد ته روا دي کوم ته چې د مذهب او دهغه نصوص ياد وي ددې لپاره چې فتوا پرې ورکړي اګر که پر ټولو باريکاتو او حقائقو دمذهب پوهه نه لري .

ديته ورته خبره علامه ابن قيم رحمه الله هم په اعلام الموقعين کي کړې ده چي مقلد د مجتهد د نشتوالي په صورت کې فتوا ورکولی شي .

دمقلد مفتي لپاره بيا علامه ابن العابدين الشامي رحمه الله څو شرائط ټاکلي.

لومړی : په علمي کچه به لوړ او متبحر وي.

دويم : له هغو تهمتو څخه به يې لمن خوندي او پاکه ساتلې وي کوم چې شريعت او معاشرې دعالم لپاره معيوب بللي.

دريم : دعلماؤ په نزد به ثقه او کره وي.

څلورم : دفقهې علم به يې له ماهر فقيه څخه حاصل کړی وي، خپل ځاني مطالعه او کتنه که څومره هم ډيره وي دفتوا له منسبه کمه ده.

پنځم: په علم فقه کي به له داسې ملکې برخمن وې چې اصول داحکامو او علل پرې وپېژني او توپير دکتب معتبره وو به له نورو کولی شي .

شپږم: په اختلافي مسائلو کې به راجح قول پېژني.

اووم: دجديدو مسائلو په حل او څېړنه کې به بصيرت لري.

اتم: دمستفتي د حال پلټنه به کوي ځکه کڼ شمېر مسائل دمستفتي له حال سر تغيیر خوري .

نهم : دفقهي دکتابونو پر طرز او اسلوب به پوهيږي.

پرته له دغو شرائطو فتوا ورکول له معاشرې سره ستر خيانت او دوکه ده پر ځای ددې چې دمعاشرې اصلاح وکړې له فساد سره به يې مخامخ کړې .

او دفتوا وبال به دمفتي پر غاړه وي .

رسول ﷲ صلی الله علیه وسلم فرمايې : من افتي بغير علم کان اثمه علی من افتی. رواه ابو داود. ژباړه: چاته چې بې له علمه فتوا ورکړای شوه وبال يې پر مفتي دی .

او نه دهرې پوښتنې ځوابول د علم پر لوړ والي دلالت کوي.

لکه فرمايې : عن ابن مسعود وابن عباس قالا من افتی عن کل ما يسال فهو مجنون . دارمي. ژباړه: دهرې پوښتنې ځوابول لېونتوب دی.

دغسې عقبۃ رحمه الله فرمايې: قال عقبۃ بن مسلم صحبت ابن عمر اربعۃ وثلاثين شهرا فکثيرا ما کان يسال فيقول لا ادري.

ژباړه: وايې له ابن عمر رضي الله عنه سره مې څلور دېرش مياشتې تېرې کرې په زياتو هغو پوښتنو کې چې له ده شوې وې، ده به ويل: نه پرې پوهيږم.

مأخذ: اصول افتا، شرح عقود

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*