وروستي

نړۍ نوره د مسلمانانورهبرۍته سترګې په لاره ده!

لیکنه: فضل الله ممتاز

دا یو منلې حقیقت دی چې په اوسني عصر کې د نړۍ اکثره اختراعات، نوې لاس ته راوړنې او اکتشافات په کفري ملتونو کې ترسره کیږي، ددې کار بنسټیز او اساسي لامل دا دی چې د مسلمانانو په نسبت کفري ملتونو کې علمي څېړنو، اختراعاتو او نوښتونو ته زیاته پاملرنه کیږي او د وخت د غوښتنو سره سم یې ساینس پوهان په زړه پوری وسائل بازار ته عرضه کوي.

دا یو تریخ واقعیت دی چې دوي زیاتی هلی ځلی کوي او پرته له ستړیا او سستۍ څخه د ټولو علمي معیارونه په پام کې نیولو سره شپه او ورځ لاس په کار دي. ددې کار بل لامل دا هم کېدلی شي چې د دوي حکومتونه د ساینس پوهانو، څېړونکو او مُخترعینو تر شا کلک ولاړ دي، د خپلو دې پوهنیزو او علمي شخصیتونو ساتنه کوي او نه یواځې دا چې د دوي هر راز مالي او مادي ملاتړ کوي، بلکه د دوي لپاره ېې علمي چاپېریال او راز راز آسانتیاوې هم په پام کې نیولي دي چې دوي پخپله دې کار ته هڅول کیږي، له همدې کبله د اوسني عصر د ماډرنو وسائلو پر استعمال تر بل هر چا دوي ښه پوهیږي؛ نو ځکه نوي اکتشافات او په زړه پوری اختراعات د دوي په خاورو کې رامنځ ته کیږي.

د دې پراخه هلو ځلو په نتیجه کې نن د نړۍ زعامت (مشري) دوي په برخه شوېده او په ډېرې خواشینۍ سره باید ووایو چې: د علمي لاس ته راوړنو په قطار کې له هغو مسلمانانو څخه چې نن په اختلافاتو، اورونو او وېرونو کې راګیر دي، دوي تر نورو ډېر مخکې تللي دي، پداسې حال کې چې مسلمانان د نړۍ په علمي، اقتصادي او سیاسي ډګر کې ډېر شاته پاتې دي.

له بل لوري د الله تعالی سنت او ابدي تګلاره داده چې: په نړۍ کې هرملت او قوم چې زحمتونه ګالي؛ نو بریالیتوبونه به هم د هغوي په برخه کیږي. په عربي ژبه کې پدې اړه یوه مشهوره قاعده ده چې وايي: “وَ لِكُل مُجتَهِدٍ نَصِيْبٌ”.
ترجمه: یعنې د هر زیار ویستونکي انسان لپاره برخه (دخپل زحمت میوه) وي.

د الله تعالی په سپېڅلو صفتونو کې یو هم عدل دی او د عدل غوښتنه همداده چې لټونکي او زیارکښ انسانان به تل له غافله او بې پروا انسانانو څخه مخکی وي. تاسې د لوی څښتن تعالی د دې پراخه عدل ننداره وکړئ چې دغو ملحدو او بې دینه وګړو ته (که څه هم دوي د الله تعالی په سپېڅلي ذات باندی باور هم نلري)، خو بیا هم د دوي د زحمتونو او پرله پسې هلو ځلو په نتیجه کې د اکتشافاتو او نبوغ لورینه پر دوي شوېده او د نړۍ د اختراعاتو دروازې د دوي پر مخ پرانستل شویدي.

اوس به راشو خپلې اساسي خبرې ته ، او هغه داده چې که چیری مونږ مسلمانان هم وغواړو چې د عصري پرمختللی نړۍ د علومو په کاروان او قافله کې پرمختګ وکړو او د نړۍ د أستاذۍ، مشرتوب او رهبریت (leadership) واګې په لاس کې واخلو، په هماغه ډول لکه څرنګه چې زمونږ مخکنیو مشرانو په لاس کې اخستلی وي؛ نو ددې ستر او سپېڅلي هدف لپاره زمونږ لومړی مسؤلیت دادی چې د خپلو مشرانو په څېر لوړ خصلتونه او غوره ځانګړتیاوی په خپل ځان کې راپیدا کړو او تر هر څه دمخه د خپل وروسته والی لاملونه تشخیص کړو، د خپل اسلامي أمت نېمګړتیاوې او رنځونه ښه وپېژنو، ځکه پوهان وایي چې: د مرض تشخیص د درملنې لومړۍ ګام دی.

قدرمنو لوستونکو!
تاسې ته به هم ښه معلومه وي چې د یو ډاکټر دارو تر هغې پوری ګټور نه تمامیږي، تر څو پوری چې لومړی د رنځ ښه تشخیص نه وي شوي او د هغه سببونه او لاملونه په دقیقه توګه سره نه وي څرګند شوي. له همدې کبله هغه څېړنې چې د بیمارۍ د اصلي لاملونو په اړه تر سره شویدی، په غوڅ اکثریت سره مونږ ته د همدې ښودنه کوي چې د اسلامي أمت د پرمختګ لپاره لومړی باید خلک وروزل شي، متخصص او فني کدرونه رامنځ ته شي، د نوابغو او بااستعداده عقلونو قدردانی وشي او دوي د نور کار او زیار لپاره وهڅول شي او دا ځکه چې همدا ځیرکه او پوه خلک به بیا پخپله د اسلامي أمت د رابېدارولو او پرمختګ لپاره کار کوي، نوې طرحې به رامنځ ته کوي او اسلامي امت ته به ددې بحراني حالاتو څخه د خلاصون لپاره مناسب حلول( د حل لاری) راوباسي.

په حقیقت کې همدا پیاوړي او حقپالونکي علماء دي چې خپل وېده ملتونه راویښوي او د بدبختیو، وروسته پاتې والي او د غفلت او کسالت پر ځای ېې د پرمختګ په مهمو رازونو باندی پوهوي، تر څو یو ځل بیا دا وروسته پاتې اسلامي امت د خپل تېر مجد او عزت هغو لوړو څلو ته ورسیږي کوم چې نن هر مسلمان دداسې ورځې لپاره، تږې، هیله من او سترګې په لار دی.

که چیری مونږ مسلمانان په رښتیا سره د نړیوالو د زعامت، رهبریت(leadership)، مشرۍ او استازیتوب هیله من واوسو؛ نو ښايي چې مونږ ټول یو ځل بیا په بې ساري اخلاص سره د الله تعالی په ټاکلی لاره باندی روان شو، په ځانګړې توګه په اوسني عصر کې چې د نړیوالو په لاس د جوړو شووو قوانینو له کبله وینو چې د بې لارتیا، انحرافاتو او هر راز اخلاقي مفاسدو دروازې پرانستل شويدي.

دا یو واقعیت دی چې نن غرب په مادي لحاظ ډېر پرمختللی دی او د پر مختګ لوړ قصرونه او هسکې کلاګانې ېې جوړی کړیدي، خو په اخلاقي او انساني لحاظ د بدخلاقیو، رزالتونو دغه لوړی کلاوی او هسک برجونه ېې ډېر بې خونده ښکاري. له ټولو شتو امکاناتو سره بیا هم سکون، ډاډینه او نیکمرغي له دغو قصرونو څخه الوتلی ښکاري او که سپینه خبره وکړو؛ نو ویلی شو چې: نن غربي نړۍ خپلو اوسېدونکو ته د قناعت، سعادت او نېکمرغتیا په راوستلو کې ناکامه راغلی ده.

په اخلاقي ډګر کې د غرب د ناکامېدو اساسي همدادی چې دوي د الله تعالی له لوري ټاکل شوو قوانینو ته شا کړیده؛ نو اوس دا د مسلمانانو دنده او مسؤلیت دی چې دغه لالهانده غربي نړۍ د اخلاقي رنځونو او بشري رزالتونو څخه پاکه کړي او دوي ته د انسانیت درس ورکړي.

د مسلمانانو په لاس د نړۍ د قیادت او زعامت خبره څه خیالي خبره نده، بلکه دا misconception (غلط تصور) باید لومړی له مینځه یو وړل شي چې ویل کیږي: مسلمانان د نړۍ د قیادت قدرت نلري. مونږ په ځغرده سرو ویلی شو چې: ډېر ژر به نړیوال وګوري چې همدا مسلمانان به د مهربانه او بښونکي خدای تعالی په مرسته یو ځل بیا د نړۍ مشري ترلاسه او اسلامي تمدن به بیا را ژوندی شي،(ځکه چې اسلامي تمدن هغه یواځینې شامل او هراخیزه تمدن دی چې هم

فکر ته، هم روح ته ، هم اقتصاد ته او هم سیاست او انسانیت ته، هم پوهې او هم اخلاقو ته پاملرنه کوي، لنډه دا چې اسلامي تمدن د بشري ژوند ټولې اړتیاوې په پام کې نیسي، دا د مسلمانانو هماغه د خیر نه ډک تمدن دی چې نړۍ ورته نوره سترګې په لاره ده).

هغه وخت لری ندی چې د نړۍ د قیادت اوسیادت واګې به یو ځل بیا د رښتینو مسلمانانو په لاس کې شي او نه یواځې دا چې مسلمانان به په علمي ډګر کې خورا زیات افتخارات ترلاسه کړي، بلکه هغه ورځ هم لری نده چې پر نړیوالو باندی د واکمنۍ او د ولسونو په ښېرازولو او بریالیتوب کې به یوه ورځ همدا مسلمانان تر بل هر چا زیاته ونډه ولري، ډېر ژر به ان شاء الله د نړۍ څخه د ظلم او استبداد ټغر ټول شي او د سولی او امنیت پراخې ورېځې به پر آسمان را خوری شي.

دلته د یو ستر خطر یادونه هم باید وکړو او هغه دا چې: نن په نړۍ کې سیاسي او علمي لاس ته راوړنی داسې خلک تر لاسه کوي چې په هیڅ دین باندی معتقد او باورمن نه دي، دوي اکثره سیکولر او داسې بې دینه خلک دي چې د اخلاقو معیارونه، حلال او حرام او انساني حدود هیڅ نه پیژنې او نه ددوي سره ددې خبری په اړه کومه انګېزه او فکر شته چې د نړیوالو د سوکالۍ او د ټول بشر د ښېرازتیا او رفاهیت لپاره مونږ باید کار وکړو، بلکې له بده مرغه دا حقیقت باید ووایو چې نن ددې ډول بدبخته وګړو په لاس ساینس او ټکنالوژي د انسانانو د خوشحالتیا پر ځای، ددوي د بدبختۍ، هلاکت او ویجاړتیا لپاره کارول کیږي، نن په ډېری خواشینۍ سره د همدې ټکنالوژۍ په مرسته د ډېرو بې وزلو انسانانو وینې تویول کیږي، د همدې بې پیلوټه جنګي الوتکو په زور د دوي کورونه او ښارونه ویجاړول کیږي، د عسکري ټانکونو، میزایلو او بې شمېره راکټونو د استعمال له کبله زمونږ جوماتونه شهیدیږي، نن همدا سیکولر ساینس پوهان دي چې زمونږ په انارشیزم (ګډوډیو)، او هر راز سردردیو په را منځ ته کولو کې مستقیم او یا غیر مستقیم همدوي لاس لري.

دوي غواړي مېرمنو ته په نر باندی برتري او غوره والی ورکړي، یو تمدن له بل تمدن سره په جنګ واچوي او د خپلې سیاسي واکمنۍ لپاره په نړۍ کې هر ډول فساد او کساد ته لاری هوارې کړي. پر اقتصادي لحاظ د نړۍ پر مستضعفو او بې وزلو ملتونو باندی دوي غواړي خپله بدمعاشي وچلوي، د هغوی خاورې تر خپلې ولکې لاندی راولي او د نورو ملتونو فرهنګ او کلتور ته سپکاوی وکړي، دا ټول هغه ترخه حقیقتونه دي چې نن ېې مونږ په خپلو سترګو سره وینو .

څه فکر کوئ! که چیری د پرمختللی نړۍ د ټیکنالوژۍ، علومو او اختراعاتو واک او اختیار له صالحه مسلمانانو سره واي؛ نو نن به څومره نړیوالو په امن کې شپې سبا کولی؟ که چیری د عصري ماډرنو وسائلو د اختراع قدرت د هغو مسلمانانو په لاس کې واي، څوک چې د خپل خدای تعالی څخه په زړه کې وېره پالي او د آخرت ورځ په پام کې لري او د علومو زده کړه ددې لپاره ترسره کوي چې تر څو لالهانده بشریت ته سوکالي رامنځ ته کړي، نه بربادي او ویجاړتیا؛ نو نن به زمونږ څه ډول حالت وای؟ د اسلام سپېڅلې او انسانسازه دین چې د پوهې او پرمختګ دین دی، د علم د ترلاسه کولو لپاره یو لړ ټاکلي اصول او مبادئ(بنیادي شرطونه) لري او یو له دغه بنسټیزو شرطونو څخه دادی چې:

مسلمان باید هڅه وکړي تر څو ګټور علوم او فنون زده کړي، داسې پوهه ترلاسه کړي چې د هغې په مرسته د یو انسان رابطه له خپل خالق تعالی (جلت عظمته) سره نوره هم ټینګه شي، (نه دا چې له یو انسان د بې حیايۍ او ګناه لوري ته سوق کړي) مسلمان ځوانان باید هڅه وکړي تر څو داسې ګټور علم تر لاسه کړي چې د هغې په زده کړې سره په انسان کې تقوی راپیدا شي او د الهي طاعت او عبادت ولوله (جزبه او انګېزه) په پکې را ژوندۍ شي، حلال وپېژنې او ورسره مینه ولري او حرام هم وپېژني او ورسره ورځ تر بلې کرکه زیاته کړي. له همدې کبله ویلای شو چې یو مسلمان کولی شي هر نوع ګټور علوم

زده کړي او یا هم د زده کړې لپاره ېې لرې منطقو ته سفر هم وکړي تر څو وکولی شي د بشریت د نېکمرغۍ لپاره کار وکړي او د خپل ژوند اړتیاوې او ضروریتونه پرې حل کړای شي او مسلمان باید داسې یو ژوند تېر کړي چې هم ېې دنیا او هم آخرت کې نېکمرغي، سرلوړي او افتخارات دده په برخه شي.

ګرانو لوستونکو!
دا خبره هم ټولو ته باید څرګنده وي چې هر علم ګټور نشي کیدلی، بلکه په نړۍ کې مضر او زیانمن علوم هم شتون لري، د اسلام مبارک دین هرهغه علم نه خوښوي په کوم کې چې د خلکو لپاره ضرر وي، د مثال په ډول: داسې علم او فن چې
په ټولنه کې پرې فساد رامنځ ته کیږي او همداراز حیواناتو، نباتاتو او په چاپېریال کې موجود ه څېزونو ته پکې زیان رسیږي دا ګټور نشي شمېرل کیدلی. همداراز هر هغه علم چې په هغې سره د جنګونو، وژنو او بدبختیو لمن ته اور وهل کیږي، ظلم او استبداد ته پکې خلک هڅول کیږي، په اسلام کې حرام کرځولی شویدی. له دې پرته تاسی ووايئ چې:

هغه پوهه به کله ګټوره وي چې د هغې په زده کولو سره په انسان کې د تواضع پر ځای غرور رامنځ ته شي ؟ د انسانیت او شرافت پر ځای انسان رزالت او هلاکت ته رابلي.

که چېرته مونږ د خپلو پخوانیو بارزو علماؤ تاریخ ته یوه لنډه کتنه وکړو؛ نو جوته به شي چې هغوي د زیات علم او پراخې پوهې ترڅنګ لوړ انساني اخلاق او حمیده سلوکیات هم درلودل، هیڅکله ېې هم دا نه غوښتل تر څو د خپل علم په مرسته پر خلکو واکمني وکړي.

مونږ که چیری خپل تېر تاریخ ته یوه لنډه کتنه وکړو؛ نو جوته به شي چې د اسلامي امت پخوانيو علماو نه یواځې داچې په ساینسي، طبي او تجربوي علومو کې ډېره پوهه تر لاسه کړی وه او د خپل عصر تر ټولو لوی پوهان او د علمي او تطبیقي ؤو، بلکه ددې تر څنګ یې د علمي څراغونو او د غوره څېړونکو لقب ترلاسه کړی ؤ،)لکه: په جغرافیوي علومو کې د مسلمانانو له ډلې څخه د: المقدسي، وياقوت الحموي، والطبري، وابن الأثير، والبيروني، أبي الفداء، وابن جُبير، ابن خلكان، ابن عساكر، إدريسي او داسې نورو یادونو کولی شو) بلکه دا د همدوي د علومو او هلو ځلو برکت ؤ چې اسلامي تمدن رامنځ ته شو، د ژوند په مختلفو اړخونو کې علمې ځېړنې ترسره شولی، دا هغه منل شوی حقائق دي چې حتی د غربي ټولنې عدل پالونکي لیکوالان او پوهان هم د مسلمانانو پر دې حقیقتونو باندی ګواهي ورکوي.

که چیری واقعیتونه همداسې وي، لکه څرنګه چې مو په تېرو څو کرښو کې د هغې یادونه وکړه او په اسلامي نړۍکې په رښتیا سره (په تېر او هم اوسني تاریخ کې) د ډېرې مهمې اقتصادي زېرمې او پانګې د مسلمانانو په برخه وي؛ نو بیا دا هم بایدومنو چې اسلامي نړۍ یو ځل بیا هم کولی شي چې نړیوالو ته علمي او پوهنیز عقلونه او متخصص کدرونه وړاندی کړي، د همدې ستر مقصد لپاره ددې امت پر علماو، سیاسي څېرو او نورو بارسوخه شخصیتونو باندی دا لازمي دي چې یو ځل بیا په نړۍ کې یو علمي او اخلاقي انقلاب رامنځ ته کړي او د یو نمونه يي تمدن د رامنځ ته کولو لپاره ، سختۍ وګالي او دا سلامي زورېدلي أمت د پرمختګ لپاره په خپل مخ کې ټول پراته خنډونه له منځه یوسي.
اوس پوښتنه داده چې: ولی د اسلامي امت زیاتره پوهان او مشران نن د ساینس او ټکنالوژی په برخه عاجز پاتی دي؟
ولی دوي د تطبیقي علومو، څېړنو او نویو ابتکاراتو او نوښتونو لپاره ستر ستر مرکزونه نشي رامنځ ته کولی؟
کله به هغه وخت راشي چې زمونږ زورېدلی او کړېدلی اسلامي امت نور د خوارۍ، ذلت او په پرله پسې توګه د وروسته پاتې والي له دې موجونو څخه نجات ومومي او د بدبختیو، وژنو او نفرتونو له خړ ډنډ څخه امان تر لاسه کړي؟

له بل لوري د اسلامي نړۍ پر واکمنانو او لوړ پوړو چارواکو باندی هم دا لازم دي چې د خپلو بااستعداده شخصیتونو، نابغه څېرو او پوهنیزه شخصیتونو پالنه او څارنه وکړي، په خپله خاوره کې دغسې علمي عقلونو ته رشد او وده ورکړي او د امنیت او سولې په غېږ کې ددوي لپاره ټول لازمي وسائل او سهولیتونه برابری کړي، د جنګونو، ټولوژنو او بدبینیو پر ځای د دوي لپاره د پخلاینې، محبت او صمیمیت یو داسې سولئیز چاپېریال رامنځ ته کړي چې تر څو مو د ټولنې هر فرد او ټول عام خلک علم ته وهڅول شي، نور مو له اسلامي خاورو څخه د بې سوادۍ او بدبختۍ ټغر ټول شي، بیا به زمونږ ځوانان او پوهان هیڅکله هم دېته نه مجبوریږي چې د غرب په لوري ولاړ شي، زمونږ پوهان د هغوي په لومو کې راګیر شي او د خپلې ټولنې پر ځای هغوي ته خدمت وکړي، بلکه دوي به بیا په خپلو هیوادونو کې ژوند کول غوره وګڼي، مونږ دا په یقیني توګه سره ویلی شو چې که چیری حکومتونه د دوي مادي او معنوي کلک ملا تړ وکړي؛ نو دوي به هم بیا هیڅکله هم په نورو هیوادونو کې ژوند کول غورنه نکړي او نه به هم پردېو ټولنو ته د خدمت لپاره زړه ښه کړي.

په پای کې باید دومره ووایو چې: پر نړیوالو باندی د رهبریت او د مشرۍ کولو لپاره صحیح تګلاره همداده د کومو چې مو مخکې یادونه وکړه. ددې کار په نتیجه کې بیا وکولی شو چې د ناتوانیو او بیکاریو له پړاو څخه نجات ومومو او د
او په دې توګه سره به د قوت او پرمختګ یوه نوی زرین تاریخ پیل شي. پدې اړه زمونږ پروردګار مونږ ته زیری راکوي او فرمايي چې: [وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ]. “سورة النور/ 55 آیت”.

ترجمه: الله تعالی(جلت عظمته) له تاسې څخه هغو مؤمنانو سره چې نېک عملونه یې ترسره کړیدي وعده کړیده(او هغه وعده داده چې) خامخا به ( الله تعالی) له دوي څخه د ځمکې رهبران(مشران او خلیفه ګان) جوړ کړي، لکه څرنګه چې له دوي څخه پخوانيو کسانو ته ېې خلافت او واکمني ور په برخه کړی وه( د مثال په ډول : لکه څرنګه چې څلورو راشده خلیفه ګانو او له هغوي څخه وروسته نورو ډېرو عادله واکمنانو په اسلامي نړۍ کې رهبري وکړای شوه) او خامخا به د دوي لپاره د دوي دین(اسلام) ثابت(قوي) وګرځول شي کوم چې(لوی پروردګار) د دوي لپاره خوښ او غوره کړیدی او خامخا به دوي ته له وېرې وروسته د امن (او اطمئنان فضا) راوستل شي (ځکه چې دوي) زما بندګي کوي او زما سره شریک او سیال نه نیسي او له دې (لویو پېرزوینو او سترو نعمتونو څخه) وروسته چې څوک کفر غوره کړي؛ نو همدوي غټ فاسقان دي.

د مسلمانانو د سرلوړۍ او سرتاسري بریاو په هیله

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*