وروستي

که تروريزم ته نوی تعريف ونه شي دنيا به تباه کړي

لیکوال: السنوسي محمد السنوسي

ژباړه: عابد محبوب صاحبزاده

زه مطمئن یم چې تاسو به د ارهاب او تروریزم کلمې دومره ډېر ځلې په مختلفو موضوعاتو او حالاتو کې اوریدلی وي چي ممکنه ده تاسو به د ارهاب او تروریزم د کلمو په مفهوم او مطلب پوهیدلو کې له مشکل سره مخ شوې یاست، د تروریزم د لفظ په اصلي مفهوم د نه پوهیدلو اساسي علت دا دی چې ترویرزم ته په قصدي ډول تعریف نه ورکول کېږي، ځکه هره ډله او هر څوک چې په خپل مقابل کې مخالفین وویني د تروریست نوم ورکوي او فعالیتونه یې که څه هم د خپلو روا او مشروع حقونه غوښتنه وي تروریزم بولي حتی تر دې پورې چې استبدادي او ظالم نظامونه خپل عدالت او انصاف طلبه مخالفین تروریستان نوموي او په دې نوم یې فعایتونه غیر قانوني اعلانوي، مونږ وینو چې که څه هم نړېوال قانون له خپلې خاورې او تاریخ څخه دفاع مشروع او غوره عمل بولي او د بل د خاورې لاندې کول تروریزم بولي خو اسرائیل د فلسطین هغو مبارزینو ته چې له خپلې خاورې او تاریخ څخه دفاع کوي د تروریستانو نوم استعمالوي او بې دریغه یی وژني، چې په ډېر تأسف سره بعضې مسلمان لیکوالان هم په شعوري او یا غیر شعوري ډول د فلسطیني مبارزینو په هکله د اسرائیلو د دغه تعریف تر تأثیر لاندې راغلې دي او له نړېوالو معاهداتو څخه په کامله بې خبرۍ پر ځای ددې چې اسرائیل په ترویست هېواد ونوموي فلسطیني مبارزین تروریستان بلي،
د تروریزم ساده او آسانه تعریف دا دی چې:

د خپلو غیر قانوني او نا مشروع اهدافو د تر لاسه کولو لپاره د زور او تشدد استعمال ته تروریزم وایي،
او یا: د سیاسي اهدافو د لاسته راوړلو لپاره د عامو خلکو زورول تروریزم بلل کېږي.

د تروریزم د منځته راتګ د سببونو په هکله دوه ستر لید لوري وجود لري:
لومړۍ ډله وایي چې د تروریزم لامل هغه ټولنیزې، اقتصادي او سیاسي نا خوالې دي چې چاپیریال دې ته برابروي چې ځیني اوسیدونکي یې د هغو نصوصو او قوانینو په لټه کې شي چې د دوی له تاو تریخوالي څخه ډک چلند د دوی په نظر تأیید کړي او په دې ډول په تروریستي حرکاتو پیل وکړي.

دوهمه ډله وایي چې د تروریزم لامل ټولنیزې ناخوالې هېڅکله ندي، بلکې د تروریزم او تشدد نظریې په دیني نصوصو او متشددو افکارو کې موجودې دي د مدني قانون پوهان په غوڅ ډول په دې باور دي چې تروریزم له چاپیریال سره هېڅ کومه اړیکه نلري او د تروریزم لامل اجتماعي ندی او دیني دی، دوی وایي نو ددې لپاره چې په دې وتوانیږو چې د تروریزم جرړې له بیخه وباسو د چاپیریال بدلول بې ګټې دی باید دیني نصوص تغییر کړو او یا یې په داسې ډول تفسیر کړو چې د تروریزم افکار پکې محوه شوي اوسي، نو لکه څنګه چې ‍ظالم او مستبد نظامونه خپلې ګټې په دوهمه نظریه کې ویني دوی دغې دوهمې نظریې ته پرلپسې رشد ورکوي او لومړنۍ نظریه چې په دوی د ټولنیزو ناخوالو د له منځه وړلو په برخه کې فشار راوړي او مسؤولیت یې په اوږو ور باروي له پامه غورځوي او د دوهمې نظریې په تأیید په دینونو قیودات لګوي او د خپلې بې کفایتۍ پړه پردینونو اچوي او خپل ظلم او بې کفایتي په ولسونو په زور او جبر تحمیلوي.

خو هغه سوالونه چې د دوهمې نظریې له پلویانو څخه یې پوښتو او ځوابونه ورته نلري هغه دا دي:
چې که تروریزم د خلکو په ذهنونو او دیني نصوصو پورې اړه لري او د ټولنیزو ناخوالو او چاپیریال پورې اړه نلري نو ولې تروریزم نن موجود دی او پرون یی وجود نلرلو؟

ولې تروریزم په یو ځای کې شته او په بل ځای کې نشته؟
ولې تروریزم د ولسونو ترمنځ کله موجود وي او کله نه وي موجود؟

پداسې حال کې چې دیني قواعد له خپلې هماغې لومړۍ ورځې په همدغه شکل دي او هېڅ تغییر یې ندی کړی، چې د دغو پوښتنو لپاره دوی مناسب ځوابونه نلري او بېرته لومړۍ نظریې ته ور ګرځي او وایي چې د تروریزم په مختلفو وختونو کې د دغه شتون او نه شتون لامل دا دی چې له یوه وخته بیا تر بله وخته حالات او چاپیریال تفاوت کوي خو د حالاتو په تغییر سره متشددین له موقع استفاده کوي او په دیني نصوصو کې ځان ته د تروریزم جواز لټوي، د دوی دغه ځواب بېرته د دوی ناسمه نظریه ردوي ځکه چې اساسی مشکل د چاپیریال په ناسم بدلون کې دی او د تروریزم د له منځه وړلو لپاره باید په ټولنه کې شته اجتماعي، سیاسي او اقتصادي ناخوالې له منځه یوړل شي ځکه هغه دیني قواعد چې د دغه ناخوالو د له منځه وړلو اجازه ور کوي په اصل کې د ټولنې د اصلاح لپاره هڅه کوي و هېڅکله تروریستانه افکار او قواعد ندي.

خو د دې معنی دا هم نشوه چې په دیني او اسلامي نصوصو ناسمه پوهه هېڅ وجود نلري او مونږ اړ نه یو چې لدغو ناخوالو او مشکلاتو څخه پرده پورته کړو، بلکې لازمه ده چې په دې اعتراف وکړو چې له اسلامي نصوصو څخه نا سم فهم او برداشت هم په ځینو حالتونو کې د سترو ناخوالو سبب دی او په مسلمانو پوهانو لازمه ده چې مسلمانان په دیني احکامو او قواعدو د اسلامي شریعت د سترو او عامو اهدافو په رڼا کې په صحیح ډول وپوهوي،
ډېره ضروري ده چې اسلامي نصوص په خپلې صحیحې معنی واضحه کړو خو دا باید په یاد ولرو چې مونږ دغه مقدس نصوص هېڅکله په داسې ډول سره نه واضحه کوو چې خداې مکړه د یو متهم نص په څېر یې د محکمې په مخ له اتهامه وژغورو او لومړی یی په صحیح ډول او دوهم یې د هغه تروریستانو د عمل مطابق چې خپل عمل دغه نص ته منسوبوي واضحه کړو، بلکې مونږ یې باید په داسې ډول واضحه کړو چې په ټولنه کې د شته ناخوالو او بحرانونو له امله دغه پاک او مقدس نصوص هم د ټولنې او د ټولنې د وګړو په څېر قرباني شوي دي دغه دوه موقفونه ډېر ستر توپیر سره لري.

مونږ باید مقدس نصوص له غلط فهم او ناسم تفسیر څخه آزاد کړو او د صحیح فهم او تفسیر او ناسم فهم او تفسیر تر منځ پر فرق ډېر ښه وپوهیږو.

باید په دې هم وپوهېږو چې هغه څوک چې له خپلواکۍ، پرمختګ، ټولنیز مساوات،او حساب ورکونې څخه تښتي او خپل حق په جانبه مخالفین تروریستان بولي او د هېواد د ښېګڼې او ودې لپاره یی ګټور فعالیتونه تروریستانه فعالیتونه نوموي او ورسره له تشدده ډک چلند کوي اصلي تروریستان دي او مخالفین یی هېڅکله تروریستان ندي او فعالیتونو یی تروریزم نشو بللی.

که چېرې مونږ په پورتني ډول تروریزم وپیژنو او بغیر له کوم توپیري چلند څخه تروریست ته تروریست او تروریزم ته تروریزم ووایو هله به وتوانیږو چې د نړېوال تروریزم په مقابل کې ودریږو، له منځه یی یوسو او په آینده کې د تروریزم او وېره اچونې جرړې سر له اوسه له منځه یوسو.

۲۰۱۷/۱۰/۱۲

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*