وروستي

د جګړې حل په جګړه!

د جګړې حل په جګړه!

حضرت نبي نبی زاده

عملي اخلاص ، چې هدف یې د تمدن سم دم نظام په پښو درول دي ، یوه بېله فلسفه ده ، چې په کې د خیالي خوندونو سامانونه لټول کومه ګټه نلري، لکه څرنګه چې طبابت د علم هدف د لذتونو او خوندونو لاسته راوړل نه بلکې د بدن اصلاح ده، هغه که په ترخو درملو وي او که په خوږو ! دغسې د اخلاقو هدف هم د ذوق او نظر لذتونه او خوندونه نه ، بلکې د نړۍ اصلاح ده ، هغه که په سختۍ ترلاسه کیږي او که په نرمۍ! او دا حقیقت دی چې یو ریښتونی، اخلاقي او مصلح انسان هېڅکله له تورې او قلم څخه یواځې یو نشي غوره کولای.

لکه څرنګه چې د قصاص قانون پر وګړو عملي کیدای شي، پر ډلو هم د تطبیق وړ دی د وګړو په څیر ډلې او قومونه هم کله ناکله سرکشي کوي او لکه څرنګه چې وګړي د حرص او تمې د برلاسۍ پرمهال له خپلې پولې تېری کوي، په ډلو او قومونو کې هم دا ډول اخلاقي ناروغي رامنځته کېدای شي.

وګړیزه او ټولنیزه فتنه چې د کیفیت له مخې ډېر لوی توپیر لري، وګړیزه یې یو څه په اسانۍ مهار کیدلای شي ، خو د ډلو فتنه یو بې پایه کړاو دی، چې د بې شمېره انسانانو د زیان لامل ګرځي، پوره ټبررونه یې له لاسه د آرام ژوند نشي تېرولای او د تمدن په ټول نظام کې ګډ وډي رامنځته کوي، نو دداسې فتنې د رېښو ویستنه بې له دې چې د وینو ویالې وبهېږي امکان نلري.

د لته روانه جګړه د یوې ډلې له لورې ګرمه ساتل کیږي او د خپلو ایجنټانو پرمټ د جګړې د اور دغو سکروټو ته پوکي ورکوي، دغه ډله چې مشري یې د نړۍ د شیطان ( امریکا ) په لاس کې ده ، د خپلې ټیګنالوژۍ، پرمختللو جنګي وسایلو … او اخیستلو شویو غلامانو نه په استفادې په اسلامي نړۍ کې د ظلم او وحشت اور بل کړی دی، هغه چې سوځیدونکي خاشاک یې مظلوم مسلمانان دي.

د هغې څیړنې له مخې چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې خپره شوې، امریکا د خپل تأسیس ( ۱۷۷۶ ) میلادي کال راهیسې «۲۲۲ » کاله په جګړه او یواځې ۲۱ کاله یې په سوله کې تیر کړي.

هو دا جګړه په جګړه ګټلای شو! خو نه په خپلمنځي جګړه، که افغانستان او په ټوله کې اسلامي نړۍ له دغه شته ستونزو ځان خلاصول غواړي نو تر ټولو لمړۍ په هرڅومره قربانۍ چې کیږي د بهرنیانو لاسونه له خپلو هیوادونو لنډ او په « اوږو » کې یې پرې کړي.

که مونږ له تاریخه عبرت نه اخلو نو دا به مو ډیر احمق توب ځکه کړی وي چې د همدې تاریخ په هنداره کې مونږ د دغه اوسنیو سترو امپراطوریو د ظلم او انسانیت سره د دښمنۍ کېسې ننداره کوو، که ډیر لرې لاړ نشو د خپل هیواد «افغانستان» معاصر تاریخ ته نظر واچوو نو له شاه زمان در واخله بیا تر اوسه به ډیر کم داسې شوې وي چې دوی دې زمونږ په هیواد کې د لاس وهنې نه لاس اخیستی وي، کله چې دوی د شاه زمان په ضد سازشونه جوړول، هغه وخت خو په افغانستان کې د دوی په وینا « ترهګر ، القاعده … » ډلې موجودې نه وې ترهګر خو همدوی وو چې د نړۍ ګوټ ګوټ ته یې د دسیسو او انسان وژنې پلانونه ترتیبول.

دا هغه دښمن دی چې ، امیر دوست محمد خان یې د خپل ځوی وزیر محمد اکبرخان په وژلو هم دوست نکړ.
نن بیا افغانستان د ایوب خان غوندې فاتح ته اړتیا لري، ترڅو ټول قومونه په ځان راټول او د یوه واحد بیرغ لاندې یې د خپل دښمن په مقابل کې ودروي او د دغه لویدلي بیرغ لپاره بیا یوې میوندۍ ملالې ته اړتیا ده چې پورته یې کړي … اوبس .

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*