وروستي

اسلام د مسلمان او غیر مسلمان سره په ښه چلند کولو امر کوي

اسلام د مسلمان او غیر مسلمان سره په ښه چلند کولو امر کوي اسلام د مسلمان او غیر مسلمان سره په ښه چلند کولو امر کوي

رسول الله ﷺ فرمايي :
«ألا مَنْ ظَلَمَ مُعاهِدا ، أو انتَقَصَهُ ،أو كلَّفَهُ فوق طاقَتِه ،أو أخَذَ منه شيئا بغير طيب نفْسٍ ،فَأنا حَجِيجُهُ يومَ القيامةِ» [سنن ابي داود]
“خبر دار چا چې په معاهد كس باندې ظلم وكړ يا يې د هغه حق او ابرو ته لاس ور اوږد كړ يا يې د هغه د توان نه پورته كار باندې مكلف كړ يا يې پرته د هغه د خوښې نه څه ترې واخيستل زه به يې په ورځ د قيامت مدعي يم”

همدا ډول فرمايي :
« من آذى ذميًّا فأنا خصمه ومن كنت خصمه خصمته يوم القيامة » [رواه الخطيب]
“چا چې ذمي و ځورولو زه به يې مدعي اوسم او د چا سره چې زه دعوه ولرم په ورځ د قيامت به پرې غالب کيږم”

مقدمه :
دا احاديث د اسلامي ټولنې د قضاياوو نه يوه ډير مهمه قضيه حل كوي، چې هغه عبارت ده له هغو لږكيو غير مسلمانانو نه چې په اسلامي ټولنه كې ميشت دي .

اګر چې اسلام دا قضيه هم په خپلو لارښوونو او هم په عملي ډګر كې په بشپړه توګه واضحه كړې د تاريخ په اوږدو كې اسلام (د نبوت له دور نه د اسلامي خلافت تر سقوط پورې) اهل ذمه وو ته عملا داسې حقوق وركړي چې هيڅ يوه امت په خپل ماضي يا حال كې د دوى تر منځ او سيدونكو اقليتونو ته نه دي وركړي .

خو د دې سره سره به بيا هم ته هره ورځ د اقليتونو د حقوقو په اړه نوي اوازونه اورې چې كله يې د اسلامي امت دښمنان را پورته كوي او كله يې مسلمان هم را پورته كوي . ښايي نيتونه يې مختلف وي خو نتيجه د دواړو يوه ده . كه د مسلمانانو اړيكې له لږكيو غير مسلمانو سره په تاريخي لحاظ سره وړاندې كړو ډيره فائده به وي پكې ځكه په دې سره به د هغو خيالي ظلمونو حقيقت ووينو چې دوى يې دعوه كوي او له امله يې غوښتنه كوي چې بايد اسلام له هغو قوانينو او مقرراتو نه لرې شي چې ټولنه منظمه كوي او حكومت پرې كوي دوى دعوه كوي چې په اجتماعي او سياسي نظام باندې د اسلامي شريعت د حاكميت په صورت كې دا اقليتونه د تعصباتو او فكري استبداد قرباني كيږي .

د دې مبدا تاريخي سياق او تطبيق يې :
مخكې له دينه چې په دې موضوع كې خبرې وكړو، او د اهل ذمه وو هغو حقوقو او مسؤليتونو ته ور ننوځو چې اسلام ورته ايښي . غواړو چې ځينې هغه تاريخي كيسې وړاندې كړو چې د اسلامي تاريخ په اوږدو كې د اهل ذمه وو سره په اسلامي ټولنه كې رامنځ ته شوي .

او دا ځكه چې، په ځينې حالاتو كې نړيوال وضعي قوانين په دې او هغه مسئله كې زړه راښكوونكې پريكړې صادروي . خو كله چې د عمل ميدان ته راځو خبره ټوله برعكس وينو. نړيوالو ټولنو چې نن د بشر د حقوقو، د اقليتونو د حقوقو، د ماشوم د حقوقو، د دريمې نړۍ كمك …. فريادونه راپورته كړي، بلكې نور ټول هغه اسماني اديان چې د اخلاقو، سولې او برابرښت په اړه خبرې كوي ، دوى ټول وينو چې خبرې يې په يوه وادي كې دي او عمل يې په بله وادي كې .
په نبوي دور كې :

ابن اسحاق په خپل سيرت كې نقلوي چې د نجران وفد (د نجران نصرانيان ) مدينې منورې ته د رسول الله ﷺ څنګ ته راغى، د مازديګر لمانځه نه وروسته راو رسيدل او نبوي مسجد ته ننوتل . كله يې چې د لمانځه وخت شو پاڅيدل چې لمونځ وكړي . خلكو وغوښتل چې منع يې كړي ، خو رسول الله ﷺ و فرمايل : پرې يې ږدئ ترڅو خپل لمونځ وكړي . دوى د بيت المقدس شرقي لور ته اودريدل او لمونځ يې ادا كړ .

له دې كيسې نه اسلامي فقهاءو دا حكم راوويستلو چې د اهل كتابو ننوتل د مسلمانانو جوماتونو ته او هلته لمونځ كول روا دي البته دا په هغه صورت كې چې په عارضي ډول وي او دائمي صورت غوره نه كړي . ( )
ابو عبيد له سعيد بن المسيب نه روايت كړى چې رسول الله ﷺ د يهودو يوې كورنۍ ته صدقه وركړه او دا طريقه تر نن ورځې روانه ده

امام بخاري د انس رضي الله عنه څخه روايت كړى چې رسول الله ﷺ د يوه ناروغ يهودي پوښتنې ته ورغى او اسلام يې ورته وړاندې كړ هغه اسلام راووړ . رسول الله ﷺ بيرته په داسې حال كې ترې را ووتلو چې فرمايل يې : “ثنا او صفت دي هغه ذات لره چې دا كس يې زما په وسيله د دوزخ له اور نه وساتلو”

همدا ډول امام بخاري روايت كړى دى چې ” رسول الله ﷺ په داسې حال كې وفات شو چې زغره يې د خپل عيال د نفقې په خاطر له يوه يهودي سره ګاڼه وه “

او د رسول الله ﷺ ترڅنګ يوه جنازه تيره شوه، دى ورته پاڅيد ، ورته وويل شول دا خو د يهودي جنازه ده . په جواب كې يې وفرمايل : آيا هغه يو انساني نفس نه دى؟.

د صحابوو او تابعينو په دور كې :
د مسلمانانو خليفه عمر بن خطاب رضي الله عنه د يوه يهودي په اړه امر وكړ چې بايد ده او د ده كورنۍ ته له بيت المال نه په داسې ډول معاش وركړل شي بيا يې و فرمايل : الله تعالى فرمايي : [ إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاءِ وَالْمَسَاكِينِ ] او دا كس د اهل كتابو له نيستمنو خلكو څخه دى .

او كله چې عمر رضي الله عنه شام ته د سفر په حالت كې د عيسويانو په يوه ټولګي تير شو، او هغوى په جذام مرض اخته وه . امر يې وكړ چې د بيت المال نه دې اجتماعي كمك ورسره وكړل شي .

كله چې د حارث بن ربيعه مور مړه شوه په داسې حال كې چې عيسوۍ وه، د رسول الله ﷺ صحابوو يې جنازه ورسره بدرګه كړه .

ځينې سترو سترو صحابوو به څه برخه د صدقې فطر (سرسايې ) د نصاراوو راهبانو ته وركوله او دا يې هيڅ څه ناروا كار نه گڼلو بلكې يو شمير فقهاء لكه عكرمه ، ابن سيرين او زهري په دې نظر دي چې زكات وركول هم روا دي
ابن ابى شيبه له جابر بن زيدرضي الله عنه څخه روايت كړى چې :
“له جابر رضي الله عنه پوښتنه وشوه چې صدقات كومو كسانو ته وركول كيږي ؟ هغه و فرمايل : مسلمانانو او د دوى اهل ذمه وو ته “

په اموي دور كې :
“ويل ډيورانټ” په خپل كتاب “د تمدن کيسه” كې ليكي :
“اهل ذمه ( عيسويان، زردشتيان، يهوديان او صابئين ) د اموي خلافت په دور كې د پراخۍ د مال او امنيت نه دومره برخه من وه چې مثال يې په نننيو مسيحي هيوادونو كې هم نه تر سترګو كيږي . په خپلو ديني مراسمو كې ازاد وه كليساګانې او معبدونه يې درلودل . او يوازې د ځانګړي لباس په اغوستلو او جزيې په ادا كولو مكلف وه او دا جزيه بيا د هر چا د عائد مطابق مختلفه وه . كه نه اندازه يې له يوه نه تر څلورو دينارو رسيده .

او دا جزيه يوازې په هغو غير مسلمانو باندې ټاكل شوې وه چې د سلاح په را پور ته كولو باندې بر لاسي وه . راهبان، ښځې، نابالغه خلك، غلامان، بوډاګان او معيوبين له دې حكم نه معاف وه . او هغوى دا جزيه ځكه ترې اخيسته چې دا خلك له عسكري خدمت نه معاف وه، په بل تعبير په عسكري خدمتونو كې نه قبليدل .

همدا ډول د هغه زكات په وركولو مكلف نه وه، چې كلنۍ اندازه يې په سلو كې دوه نيمې روپۍ وې .
حكومت د دوى د ساتنې او له دوى نه د ملاتړ كولو دنده په غاړه درلوده که څه هم چې په اسلامي محكمو كې يې ګواهي نه قبليده خو ولې دوى له داخلي حكم نه برخه من وه د خپلو مشرانو ، قاضيانو، او قوانينو تابع وه .

په عباسي دور كې :
دوكتور خربوطي په خپل كتاب “اسلام او اهل ذمه ” كې ليكي :
“په عباسي دور كې د اهل كتابو د مشرانو نه زيات شمير كسان مشهور او لوړ مقام ته رسيدلي وه لكه “جرجيس بن بخيشوع” چې د ابو جعفر منصور ځانګړى ډاكټر وه او خليفه پرې پوره باور درلود او احترام يې كولو .
جبرائيل بن بخشوع چې د هارون الرشيد ډاكتر وه له ځانګړي احترام نه برخه من وه ان تر دې چې هارون الرشيد به ويل : “څوك چې ماته ضرورت لري ، جبرائيل ته دې ورشي”

“تر ټون” د مسلمانانو نيك چلند داسې يادوي :
“مسلمانو ليكوالانو د دغو افرادو په بيان او فضائلو ټاكلو كې چې پر دين يې نه وه، ډير كريمانه او درناوي نه ډك چلند كولو، ان تر دې چې “حنين بن اسحاق ” يې د خپل دور لوی ډاكټر گڼلو”

بخيشوع بن جبرائيل به په لباس ، مال او شتمنۍ كې له عباسي خليفه “متوکل” سره ځان برابرولو د وينځو او غلامانو په درلودو كې د امراءو سره يو شان وه .
په دې برسيره د علم او ادب په ډګر كې هم زيات شمير اهل ذمه شهرت ته رسيدلي وه .

ابراهيم بن هلال نصراني د دولت لوړو منصبونو ته رسيدلى وه په همدې ترتيب سره د هغو اسلامي لارښوونو په سيوري كې چې اسلام د ډالۍ په توګه راوړې رسول الله ﷺ او د هغه خلفاءو عملي كړې ، اهل ذمه وو په پوره پراختيا او امنيت كې ژوند تير كړ ځان، مال او عزت يې خوندي وه او د خپلو ديني شعائرو په ادا كولو كې په بشپړه توګه آزاد وه .
همدا ډول هغه يهوديان چې له اروپا نه وشړل شول په پوره اطمينان او امنيت كې يې اندلس كې د عثمانيانو د اسلامي

دولت په غيږ كې خوندي ژوند تيرولو .
اګر چې د اهل ذمه وو تاريخ هم ځينې د وفادارۍ كيسې ذكر كړي، خو په عمومي ډول سره د خيانت، دوكې او پر مسلمانانو د تيري نه پرته بل څه د دوی د تاريخ په حافظه كې نشته . په صليبي جنګونو كې يې په رنګارنګ دسيسو باندې لاس پورې كړ بيا په ځانګړې توګه د عثماني خلافت پر ضد چې ډير امتياز يې همدوى ته وركړى وه او تجارت يې په لاس كې وركړى وه خو په پاى كې د عثماني خلافت په نړولو كې يو اساسي عامل همدوى وګرځيدل .

اسلام په دې مواردو كې د عكس العمل له نقطې نه حركت نه كوي، بلكې د هغو مبادئو او اساساتو مطابق عمل كوي چې كتاب الله او د رسول الله سنت ټاكلي دي .

اسلام مطلقا انسان ته من حيث “انسان” د درناوي په سترګه ګوري پرته د دينه چې رنګ ، قوم يا دين ته وګوري او له مسلمانانو نه غوښتنه كوي چې بايد د ټولو خلكو سره عدالت مراعات كړي و لو كه د دوى دښمنان وي .

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

(د نني مسلمان ځانګړتیاوې) له کتاب څخه

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*