وروستي

مسلمانو خويندو د لعنت ځايونو (آرايشکاه) څخه لرې ووسئ !

مسلمانو خويندو د لعنت ځايونو (آرايشکاه) څخه لرې ووسئ !

آرايشګاه يا د ښځو د سينګار خونه هغه لعنتي ځای دی چې پر مخ يې نيمه لوڅ بې شرمه ښځينه تصويرونه نصب شوي وي او په داخل کې يې داسې عملونه تر سره کيږي چې په عمل کوونکو يې د الله تعالی لعنت دی لکه :

د وريځو ايستل ، د فريګي ښځو په څير د ويښتانو جوړول ، د سترګو د مصنوعي باڼو اچول او ويښتانو پيوند کول ، د داسې رنګونو استعمال چې د اودس او غسل مانع ګرځي او نور داسې اعمال چې د ګناه د سختوالی له امله د لعنت وړ بلل شوي دي :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :

«لعن الله …والنامصات والمتنمصات» (رواه بخاری ) .

الله تعالی لعنت کړی پر هغه چا چې ورېځی نري جوړوي او هغه چې د وروځو د نری جوړولو خيال کوي ( د نن عصر آرايشګاه او هغه ته ورتلونکی ښځه ) .

لعن رسول الله صلی الله عليه وسلم الواصلة والمستوصلة  (بخاري او مسلم )

 ژباړه: رسول الله صلي الله عليه وسلم لعنت ويلای دی پرهغه ښځه چې ويښتان له نورو ويښتانو سره پيوند کوي او همدا شان هغه ښځه چې دغه کار کوي ( د نن عصر آرايشګاه او هغه ته ورتلونکي ښځه ) .

د خپل کور نه بهر بل ځای کې د جامو ايستل لويه بې شرمي ده .

چې ځينو ناوې ګانو ته همدلته سپکې او بې حجابه جامې ور اغوستل کيږي .

 رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:«أيما امرأة وضعت ثيابها في غير بيت زوجها فقد هتكت ستر ما بينها وبين الله» (صحيح أخرجه الترمذي وابن ماجه).

ژباړه: هرې ښځې چې د خاوند د کور نه بغير بل ځای خپلې جامې ويستلې يقيناً هغې د خپل ځان او خدای جل جلاله تر منځ پرده څيرې کړی ده .

د هغو ګناهونو څخه چې په ولسونو باندې د سختو عذابونو د نزول سبب ګرځي : د موسيقۍ ، شراب خورۍ له ښکاره کېدو او حلال ګڼلو تر څنګ يو هم ارايشګاوې دي .

«إذا ظهرت المعازف وكثرت القيان وشربت الخمور» (رواه الترمذي في الجامع و ابن ابی الدنيا في ذم الملاهي و، السلسلة الصحيحة ۲۲۰۳).

ژباړه: کله چې موسيقي ظاهره او ښکاره شي، سينګار ډير شي او شرابو څښل کيږي.

د القيان او القيانة په معنې کې ځينې شارحين وايي چې ددې څخه هغه ښځې مراد دي چې نورو ښځو ته سينګار ورکوي او ناوې ګانې جوړوي په نن عصر کې ددې څخه مراد (آرايشګاوې) دي.

و ما علينا الا البلاغ

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*