وروستي

مېرمنو ته څو لنډې خبرې!

مېرمنو ته څو لنډې خبرې! مېرمنو ته څو لنډې خبرې!

ژباړن: شریف الله خان (غیرت)

۱ـ اشپزخانې یا پخلنځي ته په اوداسه سره داخلې شئ.
۲ـ پلخنځي ته چې کله داخلې شوئ؛ نو (بِسْمِ اللهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِیْم) ووایاست).
۳ـ کله چې د خوړو د پخولو لپاره منقل یا نغری روښانه کوئ ووایاست،(اللهم اَجِرْنَا مِنَ النَّارِ) یعنې، اې الله! مونږ د دوزخ له اور څخه په خپل امان کې وساته.
۴ـ د اوبو څخه د ګټې اخستنې پر مهال پر رسول الله (صلی الله علیه وسلم) باندې درود ووایاست، ګټه یې دا ده چې: د نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) له شفاعت څخه به ان شاءالله برخمنې شئ، او د حوض کوثر اوبه مو هم په نصیب شي.
۵ـ که مو د مېوو، سبزیجاتو یا هم غوښې څخه ګټه اخسته ووایاست(اللّهُمَّ أَسْئَلُکَ الْجَنَّة) یعنې: أۍ زما پروردګاره! : زه له تاڅخه د جنت غوښتنه کوم.
۶ـ کله چې په چاقو څه شیان واړه کوئ دغه ذکر، سبحان الله والحمدلله ډېر وایاست.
۷ـ که مو ولیدل چې کارونه مو زیات دي (لاحَوْلَ وَلَا قُوَّةّ اِلّا بِاللهِ) ووایاست.
۸ـ کله چې مو کارونه پای ته ورسېدل د الله تعالی شکر ادا کړئ.
۹ـ که ډېرې ستړې شوئ یا هم د ډېرې ستړیا احساس مو درلود؛ نو (أعوذُ بِالله) ووایاست او الله تعالی څخه پناه وغواړئ.

یادونه: دغه نهه مهمې خبرې تل په یاد ولرئ او په خپل ژوند کې یې عملي کړئ، په دې کار سره به تاسو تل د الله تعالی په ذکر کې یاست، او څوک چې تل د الله تعالی د ذکر په حال کې وي، داسې مثال لري ؛لکه: د جهاد په میدان کې چې حضور لري؛ نو هم اشپزي او هم جهاد.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*