وروستي

په ژوندانه کې د څیړنې او پلټنې ارزښت

تلخیص او راټولونه: محمد خالد (ملکزی)

په ټولنیز ژوند کې عاقل انسان هغه چا ته نه ویل کېږي چې هره اورېدونکي خبره سمه او صحیح وګڼي او په فوري توګه سره د هغې د عملي کولو لپاره اقدام وکړي ــ بلکې ځیرکه او هوښیار هماغه چاته ویل کېږي چې د یو مهم خبر د اورېدلو ورسته له خپل ځان څخه پوښتنه وکړي چې: ددې خبر راوړونکی څوک دی او څه ډول شخصیت لري؟

آیا ددې خبر منبع او سرچینه زما لپاره د اعتماد وړ ده او کنه؟ که چېری د اعتماد وړ نه وي؛ نو سمدلاسه په خپله له تثبُّت، Research (تحقیق) او پلټنې څخه باید کار واخلي، تر څو د هغه په اړه په خپل ذهن کې مهمو پوښتنو ته دقیق ځواب ځانته معلوم کړي، د مهمو پېښو په تړاو د هغه څېړنې باید تر هغه جریان ولري تر څو سم له ناسمو، حق له باطل او سلامت له ملامت څخه جلا کړي او په دې توګه سره د حق تلفیو مخه باید ونیسي.

تحقیق او څېړنه ولې دومره ارزښت لري؟
د فتنو او د تشویشونو په دې زمانه کې شاید هېڅوک له دې څخه انکار ونشي کړلی چې په دې عصر کې د مهمو مسائلو په اړه تحقیق او تدقیق تر بل هر وخت خورا ارزښتمن دی، په ځانګړې توګه په اوسنیو شرائطو کې چې زمونږ افغانان وروڼه او خوېندې په بمباریو او اورونو کې ښکېل شويدي؛ نو د ټولو هغو مهمو مسائلو په اړه کوم چې زمونږ د عقیدې او دین پورې اړه ولري او یا هم هغه مسائل چې د یو انسان د ژوند او د هغه په برخلیک کې مهم نخچ ولري تحقیق خورا مهم او اړین ګڼل کیږي، ځکه چې په دې عصر کې د انسان د رسوا کولو، بدنامولو او وژلو لپاره له راز راز عصري وسائلو، مهارتونو او بهانو څخه کار اخستل کېږي؛ نو پداسې حالاتو کې چټکې پرېکړې او فیصلې د تحسُّر (پښېمانتیا) پرته بل هېڅ څه نه رامنځ ته کوي.

له همدې کبله ویلای شو چې تحقیق او څېړنه نه یوازې د صالحو او نېکو خلکو صفت دی، بلکې دا دپیغمبرانو(علیهم السلام) صفت هم دی، تاسې د حضرت سلیمان(علیه السلام) په کیسه کې یوه شېبه له ما سره فکر وکړئ، کله چې هُد هُد ورته د سبأ د سیمې په اړه یو لنډ راپور راوړي او ورته وايي چې: په دې سیمه کې یوه مېرمن پر خلکو واکمني او د لوی څښتن تعالی پر ځای لمر ته سجدې کوي؛ نو سلیمان(علیه السلام) ورته وايي چې: ﴿قَالَ سَنَنظُرُ أَصَدَقْتَ أَمْ كُنتَ مِنَ الْكَاذِبِينَ﴾ [سورت النمل/ آیت 27].

ترجمه: وویل(سلیمان (علیه السلام) چې) ژر به وګورو چې آیا تا رښتیا ویلي دي (ای هُد هُده!) او که ته له دروغ ویونکو څخه یې.

کاش چې د نني عصر او د یوویشتمې پېړۍ مسلمانان د حضرت سلیمان(علیه السلام) دا ښکلې وینا له پامه ونه غورځوي چې کله هُد هُد ته وايي: مونږ به یې په اړه پلټنه او څېړنه وکړو؛.(1) نو څه فکر کوئ چې په دې خبرې سره به زمونږ د افغاني ټولنې څومره ستونزې هوارې شي، جنګونه نسلونه ختموي او کورونه او کروندې له منځه وړي، که وسله والې ډلې مخکې له دې چې د چا د وژلو حکم صادر کړي، لومړی د قرآن د حکم سره سم تحقیق او پلټنه وکړي؛ نو یقیني خبره ده چې زمونږ په ګران هېواد کې به د زیاتو بې ګناه وینو تویولو مخه ونیول شي، که تحقیق او څېړنه رامنځ ته شي؛ نو بل لوري ته به د ډېرو هغو فاسده خلکو حقیقي څېرې به رسوا شي چې ټول عمر د خلکو ترمنځ د فساد او د مسلمانانو تر منځ د بدبینۍ د ترویجولو لپاره کار کوي او غواړي چې د دوی تر منځ د خپل منځي حسد اورونه بل کړي؛ نو د ټولنیزو ربړو او ناخوالو په هوارولو کې پلټنه خورا ارزښت لري.

په مهمو مسائلو کې د تحقیق او پلټڼې نه کولو ناوړه اغېزې:
د انسان د وجود د مهمو او خطرناکو برخو څخه یوه هم ژبه ده چې د خورا اهمیت ترڅنګ زیات خطرونه هم لري؛ او له همدې کبله بې شمېره زیانونه هم رامنځ ته کوي؛ نو ځکه مونږ ته دېته اړ یو تر څو د مهمو خبرو په اړه دقیقه څېړنه ترسره کړو.

تاسې یوه شېبه له ما سره په لاندینیو پوښتنو کې فکر وکړئ: د تحقیق او څېړنې په پروسه کې د بې پروايۍاو تساهل له کبله د څومره فتنو اورونه بل شوي دي؟ هغو خلکو چې د تحقیق پرته یوازې د تشو آوازو پر اساس د نورو خبره منلې، د څومره بې ګناه خلکو وینې یې توي کړيدي؟ د فاسقو خلکو په لاس څومره قدرمن خلک بې قدره شوي دي؟ د منافقو د منافقت له کبله څومره خواږه دوستان سره بېل شوي دي او د هغوي صمیمانه اړیکې سره شلېدلي دي؟

د کورنیو جاسوسانو په لاس د همدې آوازو له کبله په څومره کورنیو کې د خاوند او مېرمنې تر منځ د محبت ځالې ویجاړې شوي دي او د هغوی د خواخوږۍ نه ډک ژوند له ننګونو سره مخ شوي دی؟ اولاد یې بې سرپرسته او د انحراف په کږو لارو باندې روان شوي دي. د همدې جاسوسۍ له کبله زمونږ په هېواد کې څومره بې شمېره عامُ المنفعه(ټولګټې) تأسیسات ونړول شول، ….. دا سمه خبره ده چې مهمې پېښې تر شا مهمې پایلی لري؛ نو له همدې کبله په ټولنیز ژوند کې د مهمو خبرو په اړه تحقیق او تدقیق، پلټنه او څېړنه هغه غوره انساني صفت دی چې قرآن یې مونږ ته رازده کوي او مونږ ته د هغې ښودنه کوي.

سربېره پردې د حدیثو په علم کې د همدې مهمې قاعدې (تحقیق او څېړنې) پر اساس د جرح او تعدیل فن رامنځ ته شو او له همدې کبله محدثین او د حدیثو د علم متخصصین د هر هغه راوِي(روایت کوونکي شخص) په اړه چې د نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) أحادیث راتلونکو نسلونو ته رانقلوي؛ د هغه د ژوند په اړه پلټنې پيل کړې؛ او د هغه د حافظې، عدل، تقوی او نورو مهمو ځانګړنو په اړه یې ځان ته بشپړ معلومات حاصل کړل؛ که چېرې په اسلام کې دې مهمې قاعدې شتون نه درلودلای؛ نو نن به د علم الرجال، علم الجرحِ و التعدیل، علوم چا نه پېژندل؛ نه به هم علماوو د یو حدیث لپاره له لرې پرتو سیمو څخه مدېنې منورې ته سفرونه کولای؛ او نه به هم په اسلام کې د پلټنې او تحقیق مسئلې کوم ارزښت درلود.

بل لوري ته د همدې قاعدې پر اساس فقهاء کرامو یو مهم اصل رامنځ ته کړی دی او هغه دا چې: عادل قاضي د یوې پېښې په اړه د هر چا شهادت نه قبلوي، د فقهاوو ته د یو فاسق انسان شهادت او ګواهي او نارښتینې ژمنې هېڅ اعتبار نلري. څېړونکي په دې اړه سره ټول متفق نظر لري چې پورتنۍ قاعده هېڅکله هم ددې معنا نلري چې مسلمان دې د ژوند په هر کار کې څېړنه وکړي، ځکه چې د ژوند عادي کارونه خو هېڅ څېړنې ته اړتیا نلري، بلکې دا قاعده مونږ ته ددې ښودنه کوي چې د ژوند په مهمو چارو کې باید تحقیق وشي؛ خصوصا هغه مسائل چې د یو تن ژوند ورسره تړلی وي، د هغه په سرنوشت پورې تړلی خبره وي او داسې نور…..

د ژوند عادي مسائل تحقیق او پلټنې ته اړتیا نلري:
فقهاء کرام د پورتنیو ویناو په اړه وايي چې: دا پورتنۍ قاعده د ژوند په عادي او غیر مهمو چارو کې نشو کولای تطبیق کړو، د مثال په ډول: تاسې غواړئ د یو چا کور ته ولاړ شئ او کور ته د ننوتلو اجازه غواړئ؛ او د کور له دننه تاسې ته غږ وشي چې راځئ؛ نو په دې صورت کې تاسې کولای شۍ چې پرته له تحقیق څخه د هغه کورته ورداخل شۍ، پرته له دې چې تاسې په دې اړه له ځان سره فکر وکړئ چې: آیا دا شخص چې ما ته یې غږ وکړ، فاسق انسان دی او که صالح انسان، انجینیر دی او که ډاکټر….

دلته له پورتینو خبرو څخه هېڅکله هم زمونږ هدف دانه دی چې د هر چا په اړه باید بدګماني وکړو، بلکې پر هر چا باندې بدګماني کول هم د هوښیارتیا او ځیرکتیا نښه نده، تاسې به هم لیدلي وي چې زمونږ په افغاني ټولنه کې یو لړ خلک داسې شته چې دوی حتی پر نېکو خلکو هم بدګومانه وي، پداسې حال کې چې د بدګمانۍ لپاره دلیل به هم ورسره نه وي. ځیني علماء خو لا دا خبره هم کوي چې که چېرې د یو چا ښه خصلتونه او بدخصلتونه سره یو شان ول؛ نو تا ته نه ښايي چې ته پرې بدګومان وکړي؛ بلکې تا ته مناسبه داده چې ته پرې ښه ګومان وکړی.

د فاسقانود ویناوو په اړه تحقیق غیبت او ګناه نه ده:
امام مودودي (رحمه الله) (2) په دې اړه یو ډېره په زړه پورې خبره کړې ده او وايي: د یو فاسق انسان په اړه تحقیق او پلټنه کولو ته هېڅکله هم باید د بدګمانۍ کولو نوم ورنه کړو؛ لکه: که چېری د یو چا د ظاهري کردار، ویناوو او نظریاتو څخه داسې څرګند شي چې هغه سم سړی ندی؛ او منحرف افکار او فاسدې ارادې لري؛ تاسې ورڅخه د خطر احساس لرۍ او په هغه کې د فساد نښې نښانې هم له ورایه ښکاره شي، او تر ټولو خطرناک دا چې دا شخص پلان هم ولري تر څو ستا حقوق پایمال او پر تا باندی ظلم وکړي؛ او له تاسې سره د هغوي د رزیله کارونو په اړه مُوجَّه او قوي دلائل هم شتون ولري؛ نو په دې حالت کې طبیعي خبره ده چې د هغه د ناوړه سلوک پر اساس پر دې ډول شخص باندې بدګوماني کول جائز، بلکې ضروري ګڼل کېږي.

اسلامي شریعت هېڅکله هم له مونږ څخه دا نه غواړي چې یو انسان ځان په سادګانو کې ووهي او ددې ټولو نېمګړتیاوسربېره بیا هم مونږ پر هغوی ښه ګومان وکړو ؛ بلکې دومره حده پوری پرې بدګوماني کولی شو تر څو د هغه له شر څخه خپل ځان خوندي وژغورو؛ البته له حده زیاته بدګوماني کول هم پرې جائزه نده.

په ورځیني ژوند کې د پلټنې او څېړنې ارزښت:
په ټولنیز ژوند کې زما ځیني ملګري کله چې د پیغمبر اکرم(صلی الله علیه وسلم) یو حدیث یا یوه مهمه دیني یا یوه مهمه اجتماعي مسئله بیانوي، زه ترې کله کله پوښتنه کوم چې دا مسئله مو په کوم کتاب کې لوستلې؟ له بده مرغه ډېر ځل داسې شوي دي چې دوی ته یې په خپله ددې خبرې سرچینه معلومه نه وي. ځیني وايي: یو چا خبره کوله، په یو اخبار کې مې ولوستل، په فیس بوک کې یې لیکلي ؤ او داسې نور ….. زیاتره مهال دا یادې سرچینې هېڅکله هم د اعتماد وړ نشي کېدلی. د مثال په ډول: که چېرې یو تن تاسې ته ووايي: دا دوا وخوره، ځکه دا دارو او درمل 60 کاله د انسان عمر زیاتوي؛ آیا تاسې به دا خبره له هغه سره ومنئ؟ نو له همدې کبله ویلای شو چې: عاقل انسان اوهام او خیالي خبرې له نورو سره نشي منلای. یا مثلاً: یو تن تاسې ته راشي او درته ووايي چې: الله تعالی یو انسان له عمل پرته جنت ته داخلوي، یا په اسلام کې عمل مهم نه دی یو ازې قول او ښې ویناوې کول مهمې دي؛ نو معلومه خبره ده چې دا ډول خبرې هېڅ ارزښت او صحت نلري، ځکه چې اسلام هم د قول او هم د عمل دین دی.

ددې مسئلې د لاښه وضاحت لپاره غواړو یو څو نور مثالونه ستاسې مخې ته کېږدو:
که یو څوک تاته راشي او د اِستِشارې(مشورې غوښتلو) په توګه سره تا ته ووايي چې: زه غواړم د فلاني ځوان یا فلانۍ انجلۍ او پېغلې سره واده وکړم؛ او یا مثلاً زه غواړم د فلاني شخص په کوڅه کې کور په کرایه ونیسم او د هغه همسایه پاتې شم؛ یا غواړم د فلاني حاجي صاحب سره تجارت پیل کړم؛ یا له ماسره دومره مال او اجناس دي؛ او غواړم د فلاني سره یې د امانت په توګه سره کېږدم؛ نو په دې اړه ستا څه نظر دی؟ او له تاسې څخه مشوره وغواړي؛ نو په دې صورت کې پر تا باندی دا واجب دي چې ته به د هغه شخص ښه صفتونه او مثبتې نقطي، او یا قبائح (بد صفتونه) او رزیله اخلاق ټول به ورته څرګندوې، که امین شخص وي؛ نو د هغه په اړه باید ورته ډاډ ورکړي او که خائن شخص وي؛ نو د هغه له شر څخه خپل دا مسلمان ورور باید خوندي وژغوري، تر څو ستا دا مسلمان ورور په ناپوهۍ سره دوکه ونه خوري او د خاینینو خلکو په خپور شوي دام ګې ونه نښلي.

په سورت حجرات کې د تحقیق او پلټنې یادونه:
امام مودودي(رحمه الله) د حجرات په مبارک سورت کې په دې اړه لیکلي دي چې: په ټولنیز ژوند کې به تاسې هم لیدلي وي چې د یو شخص د دروغ ویلو په نتیجه کې د مسلمانانو تر منځ خونړۍ جګړې، خپل منځې عداواتونه او د حسادت خاموش اورونه بل شوي وي؛ نو د همدې لپاره مسلمانان باید خورا ځیرکه واوسي او مخکې له دې چې د اقدام او غبرګون ښودلو هڅه وکړي؛ لومړی باید پلټنه وکړي. له همدې کبله لوی څښتن تعالی په دې سورت کې مسلمانان په مهمو ژوندنیزو چارو کې تحقیق او پلټنې کولو ته هڅوي او ورته ارشاد فرمايي چې: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن جَاءكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَأٍ فَتَبَيَّنُوا أَن تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَى مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ﴾ (سورة الحجرات/آیة 6).

ترجمه: ای مؤمنانو! که چېرې تاسې ته یو فاسق(بدکاره او ورانکاره انسان) یو مهم خبر راوړي؛ نو تاسې پکې تحقیق وکړئ(داسې نشي چې) په ناپوهۍ سره یو قوم ته (دهمدې دروغو پر اساس ستاسې د عکس العمل په نتیجه کې) کوم ضرر(زیان) ونه رسیږي؛ نو بیا به تاسې په هغه کار (فوري عکس العمل) چې تاسې تر سره کړې دی پښېمانه وګرځۍ.

د سورت الحجرات دا مبارک آیت په اصل کې د ژوند د مهمو او بنسټیزو اصولو څخه یو اصل مونږ ته بیانوي؛ او هغه دا چې مسلمان باید دومره ساده نه وي چې د هر چا په خبره باندې باور وکړي؛ بلکې که چېرې مسئله ډېر توده او حساسه وي؛ نو مسلمان ته د تر ټولو یو ځيرکه او عقلمند انسان په توګه سره د همدې مسئلې په اړه سمدلاسه څېړنه، او پلټنه (Investigation) پیلوي؛ ځکه مهم خبر له ځان وروسته مهمې پېښې رامنځ ته کوي او که چېری په همدغسې حساسو شېبو کې د یو بې باوره انسان په خبره او نارښتینو ژمنو باندي باور شي؛ نو دا یقیني خبره ده چې اسلامي ټولنه به د ډېرو بحراني حالاتو او کړکیچنو پېښو سره مخامخ کړي چې بیا به له هغې وروسته پښېمانتیا او تبیُّن هېڅ ګټه ورته ونلري. په فارسي ژبه کې په دې اړه یوه په زړه پورې وینا شتون لري چې وايي: (خود کرده دارو ندارد).

په ځینو انسانانو کې دا ډول ناوړه صفت به تاسې هم لیدلی وي چې د یوې خبرې په اورېدلو سره سمدلاسه هڅه کوي چې اورېدلې خبره ژر تر نورو ورسوي، پداسې حال کې چې عاقل انسان د هرې خبرې لپاره مخکې له دې چې تر نورو یې ورسوي، لومړی د خپل ځان سره پرې فکر کوي، د عقل په ترازو کې یې تلي او د یو باتجربه، ځیرکه انسان سره مشوره هم پرې کوي، د هغې د حکم په اړه له یو عالم، استاذ او عاقل انسان سره سلا مشوره هم کوي او بیا یې په اړه سالم تصمیم نیسي.

دا مهمه قاعده چې په ژوندنیزو مهمو چارو او پېښو کې د پلټنې او تثبُّتْ قاعده ده، نه یوازې د یو باحِثْ(څېړونکي ( لپاره د هغه په فردي ژوند کې خورا مهمه ده، بلکې په اجتماعي او سیاسي ژوند کې حکومتونه هم بایددا قاعده له پامه ونه غورځوي او عمل پرې باید وکړي، ځکه حتی اسلامي حکومت هم ددې قاعدې پر بنیاد دا حق نلري تر څو د یو بې باوره شخص د وینا پر اساس یوه پرېکړه صادره کړي.

د پورتني درس لنډيز او مهم عملي ټکي:
• : عاقل انسان هره خبره اوري؛ خو هره خبره نه مني.
• : په اوسني عصر کې د مهمو خبرو او قضایاو په اړه تحقیق او څېړنه تر بل هر وخت خورا اړین عمل برېښي.
• : څېړنه او تحقیق کول د پیغمبرانو(علیهم السلام)صفت دی.
• : د سلیمان(علیه السلام) کیسه له هُد هُد سره دا مونږ ته د پلټڼې او څېړنې درس راکوي، او خصوصا دا خبره چې کله سلیمان(علیه السلام) ورته وویل: زه به یې په اړه پلټنه وکړم.
• : په افغانستان او نوره اسلامي نړۍ کې که چېرې مسلمانان د یو چا له وژلو څخه وړاندی لومړی تحقیق او پلټنه وکړي او دا کار مهم او قرآني حکم وګڼي؛ نو یقیني ده چې زمونږ د اسلامي أمت بې شمېره ستونزې به حل و فصل شي؛ او د ډېرو بې ګناه خلکو ویني به توی نشي.
• : په مهمو مسائلو کې د پلټنې نه کولو منفي اغېزې هم بې شمېره دي؛ لکه: د خاوند او مېرمنې تر منځ بېلتون را منځ ته کېدل او د شیطان صفته انسانانو له کبله له یو چا څخه د هغه خواخوږي دوستان جلا کېدل او داسې نور….
• :د جرح او تعدیل علم پیړۍ وړاندی د همدې څېړنې په نتیجه کې رامنځ ته شوېدی.
• : په ژوند کې زمونږ هر کار څېړنې ته اړتیا نه لري، بلکې یوازې په مهمو چارو کې باید څېړنه تر سره کړو.
• : که چېرې د یو چا ښه اوبد صفتونه سره یو شان ول؛ نو تاسې پرې د بدګمانۍ پر ځای ښه ګومان وکړئ.
• : اسلامی شریعت هېڅکله هم له ما او تا څخه دا نه غواړي چې مونږ خپل ځان په ساده ګانو کې ووهو، د هر چا خبره ومنو او د هر چا په اړه ښه ګومان وکړو؛ بلکې مسلمان باید خورا ځیرکه واوسي او له هر انسان سره د هغه اخلاقو او کردار سره سم چلند وکړي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(1): موضوع : التثبتj و التبین/ د أحمد عماري لیکنه/ د الوکة وېب پاڼه.
(2): تفسیر: تفهیم القرآن(سورت الحجرات)/ د سید أبوالأعلی المودودي(رحمه الله) تألیف.
http://www.alukah.net/sharia/0/87920/#ixzz54YzhhlSg))

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*