وروستي

آیا مسلمان کولی شي چې د کافرو خپلوانو څخه میراث واخلي؟

لکینه: فضل الله ممتاز
د المُلتقی الفقهي وېب پاڼې د فیس بوکي صفحې له ګرانو لوستونکو څخه یو ورو پوښتلي ؤ چې:

زه له څو کلونو راهیسې په غربي ټولنه کې هستوګنه لرم؛ او اوس لږه موده کېږي چې مسلمان شوی یم او د لوی څښتن تعالی په بې ساري فضل سره مې د اسلام مبارک دین قبول کړی دی، خو ستونزه دا ده چې: زما اکثره خپلوان لا تر اوسه د نصرانیت (مسیحیت) د دین پیروان دی؛ نو له تاسې څخه زما پوښتنه داده: که چېرې له دوی څخه یو تن مړ شي؛ نو آیا زه کولی شم چې څخه ورڅخه میراث واخلم او د هغوی له مال څخه برخمن شم؟

د پورتنۍ پوښتنې ځواب:
الحَمدُ لِلهِ، وَ الصَّلاةُ وَ السَّلامُ عَلى رَسُوْلِ اللهِ، وَ عَلى آلِهِ وَ صَحْبِهِ، وَ مَنِ اتَّبَعَهُ إِلـى يَوْمِ الدِّيْنِ، وَبَعْد :
څه موده وړاندې د معاصرو فقهاو له لوري په اروپا کې یو علمي کنفرانس دائر شوی ؤ، په دې پرتمینه غونډه کې چې ګڼ شمېر فقهاوو پکې ګډون درلود، په مختلفو موضوعاتو او مسائلو باندی خبرې اترې وشوې، چې یوه یې هم په اروپا کې د مسلمانانو ستونزې وې. د غونډې په ترڅ کې د یو لړ معاصره څېړنو او فتاواو (فتواګانو) په اړه غزېدلې خبری هم وشوې، دې غونډې ته راغلو علماوو په خپلو څرګندونو کې داسې وویل: په دې اړه زمونږ نظر دادی چې مسلمانان باید د نامسلمانه خلکو څخه میراث واخلي او دوی باید د میراث وړلو نه محروم او بي برخې ونه ګڼل شي، په ځانګړې توګه کله چې دغو مسلمانانو ته د هغوی (غیر مسلمو خپلوانو) له لوري وصیت هم شوی وي.

مونږ د هغو مسلمانانو لپاره چې کافر خپلوان ولري، (لکه خپلوان یې د اهل کتابو؛ یعنې د یهودو او یا هم نصاراوو څخه وي) د میراث اخستل روا او صحیح ګڼو؛ او په دې اړه هغه مبارک حدیث چې امام بخاري او امام مسلم (رحمهما الله) روایت کړی دی، ستاسې مخې ته ږدو. نبي کریم ـــ صلی الله علیه وسلم ـــ فرمايي: ﴿لاَ يَرِثُ الْـمُسْلِمُ الْـكافِرَ، وَ لَا الْكافِــرَ الْمُسْلِمَ﴾.(متفق عليه).

دا مبارک حدیث هېڅکله هم د یو بل مبارک حدیث سره کوم تعارض او کوم ټکر نه لري، کوم چې د کافرو څخه د میراث اخستلو په اړه روایت شوی دی، ځکه چې: هغه حدیث د حربي کافر څخه د مال د اخستلو په اړه دی.

دلته دې خبرې ته هم باید ستاسو پام وي چې: د اسلام په آوائلو کې حتی صحابه کرام هم د هغه خپلوانو څخه چې غیر مسلمانان ول د میراث مال د اخستلو څخه محروم ونه ګرځول شول. امام ابو داؤد همدا خبره په خپل کتاب (سنن ابو داؤد) کې ذکر کړېده او ویلي یې دي چې: دا پورته نظر د یو لړ صحابه کرامو نظر دی؛ لکه: د حضرت مَعاذ بن جبل، معاویه بن ابي سُفیان ــ رضي الله عنهما ـــ او داسې نورو…. دا خبره ابن ابي شیبه په خپل کتاب کې د عبدالله بن مَعْقِلْ څخه روایت کړی ده او هغه لیکلي دي چې: عَنْ عَبْدِ اللهِ بْنِ مَعْقِلٍ ، قَالَ : ﴿مَا رَأِيْت قَضَاءٌ بَعْدَ قَضَاءِ أَصْحَابِ رَسُولِ اللهِ ــ صلى الله عليه وسلم ــ أَحْسَنَ مِنْ قَضَاءٍ، قَضَى بِهِ مُعَاوِيَةُ فِي أَهْلِ كِتَابٍ ، قَالَ : نَرِثُهُمْ وَلاَ يَرِثُونَنَا ، كَمَا يَحِلُّ لَنَا النِّكَاحُ فِيهِمْ ، وَلاَ يَحِلُّ لَهُمَ النِّكَاحُ فِينَا﴾. ددې حدیث د سند په اړه باید ووایو چې: دا صحیح حدیث دی.

د عبدالله بن مَعْقِلْ څخه روایت شوي دي چې وې ویل: ما د رسول الله ـــ صلی الله علیه وسلم ـــ د اصحابو څخه، د هغې فیصلې څخه پرته بله غوره فیصله نه ده لیدلی چې، حضرت مُعاویه ـــ رضي الله عنه ـــ د اهل کتابو په اړه ترسره کړې ده، او په هغې کې یې داسې ویلي ؤ چې: مونږ به له دوی (اهل کتابو) څخه میراث اخلو، خو دوی به زمونږ څخه میراث نه اخلي، او همداراز مونږ به د هغوی (د دوی د لورګانو او مېرمنو سره) نکاح تر سره کوو؛ او دا کار زمونږ لپاره روا ګرځول شوی دی؛ خو د دوی لپاره دا روا نده ګرځول شوی چې دوی دی (زمونږ د مسلمانو مېرمنو او لورګانو سره) نکاح ترسره کړي.

له صحابه کرامو څخه پرته د یو لړ مشهورو تابعینو نظرهم همداسې دی چې: یو مسلمان کولی شي چې د غیر مسلمو خپلوانو څخه میراث واخلي او دا د مشهورو تابعینو؛ لکه: سعید بن المُسیِّب، محمد بن الحنفیة، ابو جعفر الباقر، مسروق بن الأجدع او داسې نور نظر دی. له دې وروسته د یو لړ نورو علماوو نظر په دې اړه همداسې دی؛ لکه: شيخ الإسلام ابن تيمية، او د هغه مشهور شاګرد ابن القيم (رحمه الله) هم همدا نظر غوره ګڼلی دی؛ او په پای کې دوی هم د عبدالله بن مَعْقِلْ هغه وینا د دلیل په توګه سره وړاندې کړې ده، کوم چې لږ مخکې مونږ ورته لنډه اشاره وکړه.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*