وروستي

اسلامي حکومت حتی د څارویو په هکله هم مسئولیت لري

اسلامي حکومت له څارويو سره ښه او نيک چلن ته څومره اهميت ورکاوه؟ پدې هکله له دې څخه زيات ثبوت او دليل څه کېداى شي چې خلفاوو به وخت په وخت عوامو ته داسې ټولنيز هېدايات جار کول، چې په هغوى کې به يې دوى ته په ټينګه سره ويل چې څارويو ته ځور او تکليف ورنکړئ او له هغوى سره خورا نرم او نيک چلن اختيار کړئ.

حضرت عمر بن عبدالعزيز رضي الله عنهما په خپل يو ليک کې خپلو واليانو ته هدايتونه ورکړي وو چې هغوى بايد وګړي له دې کار څخه په کلکه سره وژغوري چې اسونه په ناحقه سره ونه وهي او نه هغوى ته قيزې واچوي او ترافيکو ته يې وليکل چې وګړي پرېنږدي چې د آسونو په خولو کې درندې واګې واچوي او نه داسې تازينه استعمال کړي چې د هغې په سر کې اوسپنه وي، يعنې سر يې له اوسپنې څخه جوړ کړاى شوى وي. همدارنګه دده د خلافت په زمانه کې د محتسبانو په دندو کې دا هم وو چې هغوى دې وګړي په څارويو باندې له درندو بارونو وړولو څخه وژغوري، او همدارنګه دوى بايد وګړي د څارويو له ناحقو سزا ورکولو او د سفر په وخت کې له زياتو وهلو څخه هم وژغوري.

او که چېرته محتسب داسې څوک وويني چې له څارويو سره دغه چارې کوي نو دى دا دنده لري چې هغه سمې لارې ته برابر کړي او پدې هکله دې هغه ته د سزا ورکولو صلاحيت هم لري پدې هکله دوى ((قانون)) دادى:

((محتسب دا صلاحيت لري چې هغه د پورتنيو چارو مباشر د هغه له ارتکاب څخه په زور وژغوري. ځکه چې پدې کې ټولنيز مصلحت پروت دى، وګړو ته هېڅکله هم ددې خبرې اجازه نشته چې هغوى په څارويو باندې د هغوى له ځواک څخه زيات پېټى او بار يوسي او نه دوى ته دا اجازه شته چې څاروى ګړندى وچلوي، پداسې حال کې چې پر هغوى باندې پېټى هم باروي. او نه هغوى ته اجازه شته چې څارويو ته ناوړه او درنده سزا ورکړي همدارنګه هغوى ته روا نده چې هغوى بار کړي څاروى په عامو واټونو کې او پارکونو کې ودروي، دغه ټولې چارې په بشپړه توګه له اسلامي شريعت څخه خلاف دي. څښتنانو ته لازمه ده چې هغوى د خپلو څارويو په هکله له الله تعالى څخه وېره په نظر کې ونيسي. ځيره بايد دومره ورکړاى شي چې پر هغې باندې څاروى موړ شي، همدارنګه د څاروي ځيره بايد خرابه او لږه نه وي)).

د څارويو د پالنې لپاره اوقاف:
پاتې شوه د څارويو د پالنې لپاره ټولنيز مرکزونه او ادارې، نو هغه هم په زيات انډول موجود وي، او پدې هکله خورا غوره ثبوت او ګواه دادى چې د لرغونو او قافو په لاس ته راغلو اسنادو کې مونږ ته د داسې اوقافو په هکله معلومات لاس ته راغلي دي چې زړو او له کار څخه وتلو څارويو د څړ لپاره خاص کړاى شوى ؤ، چې يو د دغو اوقافو له جملې څخه د دمشق ((مرج احضر)) دى چې په هغه کې شاروالي اوس د لوبو ستديوم جوړ کړى دى، دغه څړ ځاى د هغو زړو اسونو لپاره وقف ؤ چې هغه خپلو څښتنانو له کار څخه د لوېدلو په وجه شړلي او دهغوى له پالنې څخه يې لاس اخستلاى ؤ دغه آسونه به دغه څړ ځاى کې څرېدل او همدغلته به مړه کېدل، همدارنګه د دمشق له اوقافو څخه يو د پشيانو لپاره خاص کړاى شوى ؤ، چې په دغه وقف ځاى مرکز کې به پشوګانو خوراک څښاک کاوه او هستوګنه به يې کوله او هلته به ملاستى وي، چې پدې ډول په دغه مرکز کې په سلګونو څربى او ځوانې پشيانې هم، راټولې شوې وې او هغوى ته هره ورځ په دغه مخصوص هستوګنځي کې خوراک ورکول کېده او هغوى هم له مستۍ سيل او چکر وهلو څخه پرته د بل هخې کار لپاره له دغه هستوګنځي څخه نه خوځېدلې.

دغه هر څه د اسلامي امت د روح څرګندونه کوي چې هغوى په څارويو باندې د شفقت او زړه سوانده چلن داسې څلى درولاى دى، چې دهغه سيال مونږ ته په ګرده وګړواله نړۍ کې نه تر سترګو شوى دى او نه به يې بيامومو.

د زړه سوانده چلن بې سياله او عجيبه مثالونه:
له څارويو سره د زړه سوانده سلوک يو زړه وړونکى او روښانه مثال هغه دى چې يو جليل القدر صحابي حضرت ابودرداء وړاندې کړى دى، ده د مرګ په وخت کې خپلې اوښې ته د وينا په ترڅ کې داسې وويل: ((اى اوښه! ته د قيامت په ورځ د خداى پاک په وړاندې جګړه ونکړې، ځکه چې ما هېڅکله هم پر تا باندې ستا له ځواک څخه زيات پېټى ندى بار کړى)).

همدارنګه يو بل صحابي حضرت عدي بن حاتم به مېږتنو ته چوري جوړوله او ورته اچوله به يې، او داسې به يې ورته ويل: دا زما ګاونډيان دي. له دې امله هغوى پر ما باندې هم حق لري. امام کبير ابواسحاق شيرازي يوهورځ له خپلو ملګرو سره چېرته روان ؤ چې په مخه کې يو سپى ورته راغى. د سپي څښتن په خپل سپي باندې منت وکړ او هغه ته يې له لارې څخه د چپېدلو حکم وکړ، امام ابواسحاق هغه تهديد کړ او داسې ورته وويل: ((آيا ته خبر نه يې چې لاره مونږ او د سپيو تر منځ ګډه او مشترکه ده)).

په تېرو زمانو کې له څارويو سره چلن:
د اسلامي تهذيب دغه روښانه اړخ او له حيواناتو او څارويو سره د هغه د مشفقانه او زړه سوانده چلن صحيح اندازه مونږ تر هغه پورې نشو معلومولاى تر څو چې دا راته معلومه نشي چې په تېرو زمانو او منځنيو پېړيو کې له څارويو سره څه کېدل او بل دا چې د هغوى د ځورولو او تعذيبولو په هکله د نورو ملتونو دريځ څه ؤ.

پدې لړ کې له هر څه نه وړاندې کوم شى چې د پاملرنې وړ دى هغه دادى چې د نورو ملتونو په ښودنو او تعليماتو کې له سره مونږ ته داسې هدايات او لار ښودنې لاس ته ندي راغلي چې په هغوى کې له څارويو سره د ښه چلن او نرمۍ حکم شوى وي او يا پر هغوى باندې زړه سوى لازم ګرځولاى شوى وي. همدغه وجه ده چې د نورو قومونو په وړاندې د څارويو په خپلو څښتنانو پاندې د نفقې او د هغوى د پالنې په هکله اصول او فرائض نشته.

لدې نه وروسته هغه غريب او حيرانونکى حالت زمونږ مخې ته رادرومي چې په منځنيو پېړيو، ان چې تر نولسمې پېړۍ پورې جاري ؤ، چې په هغه کې يو څاروى د هغه د جرم په بدله کې او يا د هغه د څشتن دجناپت په بدل کې د سزا مستوجب ګنل کېده. او له څارويو سره داسې سلکوک کېده لکه څنګه چې له يو عاقل او هوښيار انسان سره کېږي د يو څاروي په خلاف داسې فيصلې صادرېدلې لکه څنګه چې دانسان په خلاف صادرېږي. هغه بندي کولاى شو. او له هېواد څخه تبعيد کولاى شو او ان تر دې چې د مرګ سزا هم ورکولاى شو، لکه څنګه چې يو مجرم او جاني انسان ته ورکولاى شي.

د يهودي شريعت ځينې مادې:
له څارويو سره ((د چلن په هکله)) په يهودي شرعت کې دغه لاندنۍ مادې ميندل کېږي: ((که چېرته يو غوايي کوم سړى يا ښځه په ښکر باندې ووهي او هغه مړ شي نو پدې صورت کې ددغه غوايي رجم کول ((سنګسار)) لازم دى.

او که چېرته ددغه څاروي ښکر وينه عادت نه وي او په ناڅاپي ډول يې په ښکر ووهي او سړى مړ شي، نو څښتن ته يې هېڅ هم نه شي ويل کېدلاى ((يعنې غير مسئول دى)) مګر که ښکر وهنه د هغه عادت وي او خلکو دى خبر کړى هم وي چې دده څاروى په ښکر باندې وهنه کوي او له ده نه وروسته بيا هم هغه د خپل څاروي څارنه ونکړي او هغه کوم سړى يا ښځه ووهي او د هغه مرګ لامل وګرځېږي نو پدې صورت کې بايد څاروى رجم کړاى شي او د هغه څښتن ته د مرګ سزا ورکړل شي.

يو بل هم داسې صورت دى چې په هغه سره له يهودي شريعت سره سم څاروي ته سزا ورکولاى شي او هغه دا چې که يو شخص له کوم څاروي سره ناوړه عمل وکړي يعنې جنسي مباشرت ورسره وکړي، نو پدې صورت کې ددغه شخص او څاروي دواړو قتل واجبېږي.

د يونان په لرغوني او پخواني قانون کې:
پخوانيو يونانيانو داسې يوه محکمه جوړه کړې وه چې په هغې کې د هغو جنايت کارو څارويو په هکله پرېکړه او فيصلې کېدلې، چې هغوى به د کوم انسان د هلاکت لامل ګرځېدل. ان تر دې چې په نوموړې محکمه کې به د داسې جماداتو لکه کاڼي اوسپنه او داسې نور په هکله هم فيصلې کېدلې، چې د هغى په توسه به انسان هلاکولاى شو، ددغې محکمې نوم ((بريتانيون)) ؤ او دا هغه مرکز ؤ چې په هغه کې به د مجرمينو او جانيانو په هکله غونډې کېدلې او بيا به د غونډو په نتيجه کې پرېکړې صادرولى شوې.

افلاطون په خپل کتاب قانون کې دا هم ليکلي دي چې که کوم څاروي او حيوان به کوم انسان قتل کړ نو د مقتول کور غړو ددې حق لاره چې د قاتل حيوان په خلاف په پورتنۍ محکمه کې دعوى دايره کړي او د مقتول وارثانو حق لاره چې له کروندګرو څخه د پرېکړې لپاره قاضي خوښ کړي.

د جرم د اثبات په صورت کې د هغه څاروي قتل د کسات په توګه واجبېده او پس له مرګه به يې د هغه تنه او جسم له هېواد څخه بهر غورځاوه، مګر له دې قانون څخه هغه څاروي مستثنى وو چې هغه له انسان سره د مقابلې لپاره روزل او پالل کېدل او د ميلو په ورځ به د هغه او د انسان تر منځ مقابله کېدله پدې صورت کې يعنې د مقابلې په ډګر کې به که حيوان انسان قتل کړ، نو بيا دغه حيوان مجرم نه ګڼل کېده، که چېرته به کوم جامد شى په انسان راوغورحېد او هغه به مړ شو نو د مقتول له ګاونډي خپلوانو څخه به يو سړي پرکړه کونکى وټاکل شو، هغه به فيصله وکړه چېدغه جماد، دې له هېواد څخه بهر وغورځولاى شي، څاروى به يواځې د قتل په جرم باندې نه محکومېدل بلکه له قتل څخه په کم جرم هم هغوى محاکمه کېدل. د مثال په ډول که يو سپي به انسان وداړه نو د هغه پر څښتن باندې لازم وو چې خپل سپى د يو مجرم په توګه په ځنځيرونو تړلى هغه چا ته ورولي چې دى يې خوړلى دى او بيا نو هغه پوره واک درلود هر څنګه به يې چې خوښه وه خپل کسات به يې ورڅخه اخيست، برابره خبره وه که به يې قتل کاوه او يا به يې بله کومه سزا ورکوله.

همدارنګه ځينې وختونه به يو څاروي ته دهغه د څښتن د کهول دغړو په جرم هم سزا ورکول کېدله، د مثال په توګه که يو سړي به د مذهب او يا حکومت په خلاف د کوم سخت جرم مرتکب شو او هغه ته به د مرګ سزا تصويب کړاى شوه نو د هغه څاروي او مريونه به يې هم قتل کول خونې ته به يې اور اچاوه او کښتونه به سوځول او يا به يې له هېواد څخه د تبعيد کولو سزا ورکوله.

د پخوانيو روميانو قانون:
د پخوانيو روميانو په قانون کې دا يوه ماده هم وه چې که د کوم بزګر غوايي به د کرهڼې او يوې کولو په دوران کې په فصل کې ګډ شو او يا به د فصل په هغه ونډه تېر شو چې هغه به له کرهنې لاندې وه او يا به هغې ته په څېرمه پټي کې تېر شو او يا به د هغه د ګاونډي په کښت کې تېر شو نو په دغو ټولو صورتونو کې به هم ده ته او هم دده غوايي ته د مرګ سزاورکول کېده، او هغه سپى چې کوم انسان به يې وداړه نو د هغه لپاره کوچنۍ سزا دا وه چې هغه به يې همغه کس ته وسپاره او د هغه به چې څه خوښه وه ورسره کولاى يې شواى. همدارنګه که د چا څاروي به د خپل څښتن له مملوکه مځکې څخه پرته د بل چا په مځکه وڅورود او واښه به يې وخوړل نو هغه به هم د هغه د کښت څشتن ته د سزا ورکولو لپاره سپاره.
پخوانيو المانيانو هم د څارويو په هکله هغه قوانين جاري کړي وو چې روميانو او يونانيانو نافذ کړي وو.

په پخواني فارس کې:
او د پخوانيو فارسيانو خو پدې هکله له دې څخه هم اصول او مقررات زيات حيرانوونکى او عجيب ؤ، د مثال په ډول که ليوني سپي به ووزه يا کوچنى وداړه او بيا به له همدې امله هغه مړ شو او يا به يې کوم شخص وداړه او هغه په ټپي شو نو د فارسيانو د قانون له مخې به ددغه سپي ښى غوږ ورڅخه غوڅولاى شو، او که به هغه بيا داسې وکړه نو د هغه حس غوږ به يې ورڅخه غوڅاوه.

دريم ځل به يې که بيا هم داسې وکړه نو دهغه دواړه ښۍ پښې به يې ورڅخه غوڅولې او په څلورم مباشرت کې به يې دواړه ګسې پښې ورڅخه غوڅولې او که هغه به پنځم ځل بيا څوک وخوړل نو د هغه لکۍ به يې له بېخه ورڅخه ويستله.

د اروپايي ملتونو قوانين:
په منځنيو زمانو کې د اروپايي ملتونو له جملې څخه فرانسه هغه لمړنى هېواد دى چې هغه په ديارلسمه پېړۍ کې څاروي هم د خپلو کړو وړو مسئول وګرځول او پر هغوى باندې په منظمه توګه په محکمو کې هغه ډول مقدمه چلول کېده لکه څنګه چې په يو توک ((انسان)) باندې چلولاى شي، او د څارويو محاکمه هم له هغو قوانينو سره سمه کېدله کوم چې د بشري وګړو د محاکمې لپاره کېښودل شوى او جوړ کړاى شوى ؤ، له هغه نه وروسته د څوارلسمې پېړۍ په ورستيو کې سورينيا هم پدې هکله يو قانون تصويب او نافذ کړ، او همدغه قانون په پنځلسمه پېړۍ کې د بلجيم حکومت هم په خپل هېواد کې نافذ کړ، او د شپاړسمې پېړۍ په نيمايي کې د هالينډ، المان، اټاليا او سويډن حکومتونو هم په خپل خپل هېواد کې همدغه قانون نافذ کړ. او د صقليه په ځينو قانونو کې خو دغه قانون ان تر نولسمې پېړۍ پورې جاري ؤ.

په څارويو باندې به يا خو په خپله هغه سړي مقدمه دايروله چې هغه ته به د څاروي له خوا تکليف رسېدلى ؤ او يا به په خپله حکومت جاني څاروى محاکمه کاوه. بيا به د مجرم څاروي له پلوه مدافع وکيل وړاندې کدېه او له څارو څخه به يې دفاع کوله، او ځينې وختونه به داحتياط په ډول محکمې مدعى عليه څاروى بنديخانې ته لېږه او بيا به کله چې د جاني څاروي په هکله حکم صادر شو نو هغه به په هغه ډول دګردو خلکو په وړاندې اعلانېده لکه څنګه به چې د يو مجرم توک د محاکمې د حکم اعلان کوالى او تطبيق کولاى شو ځينې وختونه به څاوري ته په کاڼو دسنګسار په توسه د مرګ سزا ورکول کېدله او يا به يې سر ورڅخه غوڅاوه او يا به يې هغه په اور باندې سوځاوه او يا به يې له وژنې څخه وړاندې د هغه ځينې اندامونه ورڅخه غوڅول. لوستونکي دا خيال ونکړي چې دغه محاکمې محض د تفريح او ساتېرۍ او ډاډګيرنې لپاره جوړې کړاى شوې وې بلکه دا په ډېر غور او سنجيدګۍ سره منځته راوړې شوې او جوړې کړاى شوې وې.

ځکه چې د هغوى له پرېکړو او د قانوني احکامو له سيقاو او چلښت څخه داسې څرګندېږي چې هغوى پدې هکله خورا سنجيده وو. د مثال په ډول د فيصلې دا جمله چې ((څاروي ته د مرګ سزا ورکولاى شي، تر څو د نياو او انصاف غوښتنې پوره کړاى شي)). يا دا چې هغه دې په سولۍ وخېژولاى شي. ځکه چې هغه خورا د وحشيانه او قبيح ډول جرم ارتکاب کړى دى.

ځينې کوائف:
په دې لړ کې له ټولو څخه خورا حيرانونکي هغه روايتونه دي چې په هغوى کې ويل شوي دي دغو وګړو په څارويو باندې له دې امله مقدمې چلولې چې دغو څارويو ددوى له نظره سره سم، د پنځ ((فطرت)) په قانون او طبعي اصولو کې ګډوډي راوستلې ده. دوى به په څارويو او حيواناتو باندې د جادوګرۍ تور هم لګاوه.

حيواناتو ته د سزا ورکولو په وخت کې به سترې سترې غونډې او ملمستياوې جوړولاى شوې، جلاد به لرګي راوړل او په ميدان کې به يې څلي کړل. او هغه پشوګانې به راوړلاى شوې چې د هغوى په خلاف به له محکمې څخه پرېکړې صادرې شوې وې. يوه پشو به د اوسپنې په پنجره کې بندۍ کړاى شوې وه. او کله به چې د سزا د نفاذ شېبې راغلې نو ځينې راهبان به راغلل او له دوى سره به ځينې حاکمان هم وو.

د راهبانو له جملې څخه به د يو په لاسونو کې دوه مشالونه وو، تر څو په هغو څلي کړاى شويو لرګيو ته اور واچولاى شي، کله به چې لرګيو ته اور واچولاى شو نو حکامو به حکم وکړ چې پشوګانې په اور کې واچوئ، تر څو هغوى ايره شي، ځکه چې هغوى د جادوګرۍ په څېر دناوړه عمل ارتکاب کړى دى.

د څو مقدمو د تطبيق په هکله بيان:
اوس نو پدې ځاى کې دا مناسب ښکارېږي چې لوستونکو ته د منځنيو پېړيو د ځينو هغو مشهورو مقدمو پېښې بيان کړاى شي چې د څارويو د مجازات په هکله دائرې کړاى شوې وې، چې د هغوى له جملې څخه يوه مشهوره مقدمه او محاکمه د فرانسې د اوټون د ښار وه چې د مږکانو په خلاف جوړه کړاى شوې وه، او دا پېښه په پنځلسمه پېړۍ کې منځته راغلې وه، او هغه داسې وه چې په دغه مقدمه کې په موږکانو تور لګول شوى ؤ چې هغوى زيات وختونه په وېروونکي شکل کې په کوڅو کې سره غونډېږي چې ددوى د دغه کار په توسه د وګړو په سکون او ارام کې ګډوډي پيدا کېږي.

او له موږکانو څخه د دفاع په خاطر د فرانسې مشهور وکيل شاسانيه د مدافع په توګه ډګر ته راووت، نوموړي له مخکې څخه مهلت وغوښت ځکه چې پدغه وخت کې تورن موږکان محکمې ته نه وو حاضر شوي او ددې لامل دا ؤ چې په هغوى کې ځينې زاړه، کوچنيان اوناروغ وو نو که چېرته هغوى ته مهلت ورکړاى شي نو هغوى کولاى شي په راتلونکي مناسب وخت کې محکمې ته حاضر شي، له دې امله محکمې هم دمدافع وکيل له معذرت وړاندې کولو سره سم موږکانو ته تر يوې ټاکلې مودې پورې مهلت ورکړ.

مګر بيا کله چې ټاکلې موده پوره شوه بيا هم موږکان محکمې ته حاضر نه شول، پدې هکله مدافع وکيل د دفاع په ترڅ کې وويل که څه هم موږکان غواړي چې د عزت مندې محکمې حکم پر ځاى کړي، مګر که هغوى دلته راشي نو د پشوګانو له پلوه هغوى ته د زيان رسول وېره ده، د وکيل ددې دليل په وړاندې کولو سره د محکمې رئيس وويل چې اوس نو دا زمونږ فريضه او دنده ده چې د محکمې ته دمحکومينو د راتلو لپاره د امن او سلامتۍ زمينه برابره کړو او نوموړي مدافع وکيل له محکمې څخه غوشته وکړه چې محکمه دې دا فرمان صادر کړي کله چې موږکان محکمې ته د حاضرۍ لپاره را درومي نو په هغه وخت کې دې ګردې پشوګانې بندې کړاى شي تر څو هغوى ته د زيان رسونې وېره پاتې نشي.

محکمې د وکيل دا درخواست منرور کړ او حکم يې وکړ چې ټولې پشوګانې او سپي دې په عامو وآټونو تګ راتګ نه کوي تر څو محکمې ته د موږکانو د راتلو په وخت کې کومه وېره نه وي، خو مګر ښاريانو ددغ حکم تعميل ونکړ ((ينې پشوګانې او سپي يې له عامو واټونو څخه بند نکړاى شو)) لدې امله محکمې پرېکړه صادره کړه چې موږکان بري او خلاص دي، ځکه چې هر چا ته د قانون له مخې له ځان څخه د دفاع لپاره بايد زمينه او آسانتيا برابره کړى شي، پدې اساس کله چې موږمکان له دغه حق څخه محروم دي، هغوى هم بري الذمه ګڼلاى شي.

پدې مقدمه کې نوموړي وکيل ددغې بې سياله دفاع په خاطر خورا ستر شهرت او نوم ترلاسه کړ، خو مونږ دا نشو ويلاى چې د ده د خپل دغه پورتني دفاعي زيرا فيس هم له موږکانو څخه واخيست او که نه؟ او دا خبره هم امکان لري چې له دغې مقدمې ګټلو څخه وورسته موږکانو دده د کتابونو او اسنادو له سپوڼي کولو څخه ژغورنه کړې وي او له دې څخه هم زياته حيرانونونکې محاکمه د هګۍ کوونکي نر چرګ ده او دغه مقدمه هم د منځنيو پېړيو له عجيبو او نادرو پېښو څخه ده.

په ١٤٤٨ق مسيحي کال کې د سويزرلينډ په بال نومې ښار کې محکمې ته يوه مقدمه وړاندې کړاى شوه. دم قدمې استغاثه دا وه چې نر چرګ هګۍ کړې ده او دا له دې امله جنايت ؤ چې جادوګر د نر چرګ د هګۍ په لټه کې ؤ او هغه دغه هګۍ د خپل شيطاني عمل په سر ته رسولو کې استعمالوله، چرګ محکمې ته حاضر کړاى شو ، د چرګ مدافع وکيل وويل چې چرګ پدې هکله مجبور ؤ او له ده سره هېڅ داسې وسايل نه وو چې دى د هغو په واسطه له دغه ناوړه کار څخه ژغورل شوى واى، مګر محکمې د مدافع وکيل وينا د اعتنا وړ ونه ګڼله او نه يې هغه ته اهميت ورکړ او چرګ يې واجب القتل وګاڼه او هغه ته يې د مرګ سزا ورکړه او په خپله فيصله او پرېکړه کې يې دا وليکل چې بايد له دې سزا څخه نور چرګان عبرت واخلي، او د هګۍ له کولو څخه ډډه وکړي. که نه نو ددې چرګ په څېر دې د خپل شوم سرنوشت انتظار وکړي.

په حيواناتو باندې د حيرانوونکو مقدمو په لړ کې يوه بله مقدمه په ١٤٩٤ مسيحي کال کې د فرانسې د سان جوليان په ولايت کې پېښه شوه، او هغه دا وه چې د باوغانونو په محکمه کې د چينجيو په خلاف داسې دعوى دايره کړ چې هغوى د انګورو څانګو اوميوې ته سخت زيان رسولاى دى.

چې له دې امله د هغوى سوداګري او صنعت سخت زيان من شوي دي، پدې دعوى که د وکسو قانون پوهانودمدافع وکيلانو په توګه کار کړى دى او دغه دعوى پوره څلويښت کاله چلېدله د فيصلې او پرېکړې ډېرو ځنډېدلو له کبله مدعيان ډېر په تنګ شوي وو له همدې امله هغوى له دپرېکړې سره توافق وکړ چې د چينجيو لپاره دې يوه ځانګړې ټکړه مځکه مختصه کړاى شي او هلته چې ددوى څنګه خوښه وي ژوند دې کوي او هر ډول کښت او ونې چې خوري نو خورې دي.

وروستنۍ ټکى:
ما ستاسې په وړاندې د حيواناتو په هکله د اسلامي تهذيب او د نوروملتونو د تهذيبونو د نظرياتو او قوانينو تر منځ په لنډه او برسيرن ډول موازنه وړاندې کړه چې له دغې موازنې څخه اسلامي امت له پخواني او اوسنيو ملتونو څخه په داس دوه خبرو کې غوره او ممتاز دى چې د هغوى سارى نه په هغوى کې ميندل شوى او نه به وميندل شي، او هغه دوه خبرې دادي:
لمړى دا چې له ګردو څخه وړاندې مسلمانانو د کمزورو ناروغو او زړو څارويو د پالنې درمان او ګرويګنې مرکزونه جوړ کړل او ددغو ادارو او مراکزو په ذريعه يې د هغوى د ژوند د تامينولو په زړه پور انتظام وکړ.

دويم دا چې له نن څخه څوارلس سوه کاله پخوا اسلام د حيواناتو او څارويو محاکمې او د هغوى د جناياتو او جرايمو تحقيق او هغوى ته سزا ورکول او د هغوى مسئوليت موقوف کړ، پداسې حال چې ددې کار دعوه او لافې نوى تهذيب اوس کوي. له همدې امله زمونږ دتهذيب او تمدن تاريخ د څارويو او حيواناتو له محاکماتو او مقدمو څخه خالىي دى.

او برسېره پر دې اسلامي تهذيب په خپل منځ کې د څارويو د جنګولو ظالمانه لوبه هم بنده کړه، پداسې حال کې چې د يونانيانو او روميانو په وړاندې دغه لوبه په قانوني توګه روا وه او په هسپانيه کې خو اوس هم دغه لويه قانوني او ممتازه لوبه ده، پدغه هېواد کې پدې هلکه سترې سترې مېلې او غونډې جوړېږي، چې په هغو کې د غوايانو خپل منځي مقابله کېږي.

او پدې کې خو شک نشته چې دغه لوبه د لويديځو پخوانيو او اوسنيو ملتونو او د منځنيو پېړيو د وحشيتوب يوه نمونه پاتې شوې ده او له دې څخه زمونږ تهذيب سپېڅلى او سوچه دى.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

اسلامي تهذیب او تمدن له کتاب څخه

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*