وروستي

د ثور مياشتې دوه پرله پسې ورځې

نعمت الله (برکت)

باور وکړئ دا څوومه ورځ ده د دې خپل هېواد په درد او د خپلو مظلومو وژل شويو په غم ېو دوه ټکي وليکم، بېرته يې پاک کړم، کله وايم حقايق بايد پټ نشي، بېرته ځان سره ووايم که داسې څه دې وليکې له ېوې او بلې خوا به په ګرمو ګرمو ښکنځلو بدرګه شې، په همدې ذهني کشمکش کې راڅخه د پروژې له کارکوونکو کوم يو د د کومې اندازې پوښتنه وکړي، او زما کشمکش همداسې پای ته ورسېږي، د ساحې کار، د پروژې اړتياوې پوره کول، له مرکزي دفتر سره په مختلفو موضوعاتو اړيکې او ګڼ شمېر نورو بوختياوو ترڅنګ چې کله ېواځې دوه دقيقې وخت هم پېدا کړم، باور وکړئ بيا هماغسې داخلي کشمکش پېل شي.
(اوس چې ليکنه کوم د خوب وخت مې دی چې بايد ويده شم)
همدا اوس مې په همدې اړه سوچ کاوه، بالاخره پرېکړه مې وکړه چې د حق وېلو په بدل کې د چا له ښکنځلو مه وېرېږه خو باور وکړئ دا ېوه خبره مې له سترګو اوښکې روانوي او ان سلګيو ته مجبور شم چې زما د هېواد ځوان ولې دومره ښکنځلمار شي، ولې دومره د پرېوتو اخلاقو خاوند شي او ولې دومره پست او بې غيرته شي چې نن ېو څوک د ده د ښکنځلو له وېرې يوه ريښتينې خبره نشي ليکلی؟
زه چې خپل ځان ته ګورم نو ځان سره وايم حتما به ډېر خلک نور هم همداسې وي چې د ښکنځلمارو له وېرې ورته څرګند حقيقتونه د خپل زړه په هديره کې همداسې ښخ پرېږدي.
تاسې سوچ وکړئ مونږ ولې داسې يو؟ ولې داسې شو؟
ته او خدای دا څومره د شرم خبره ده چې ېو چا سره د سياسي مخالفت لامله هغه ته ښکنځل وکړل شي؟ تاسې او خدای دا انسانيت دی؟
نن مې په زړه غټه تيږه کېښوده، ېواځې د هغو ملي پاڅون کوونکو هيوادوالو ېو لست مې چې د کمونيستي حکومت لخوا په ډېره مظلومانه توګه په شهادت رسېدلي وو خپور کړ، ېو راته کمينټ کوي بد کردي شما سګ ها … نو افسوس پدې انسانيت، افسوس پدې دوو پښو چې الله تعالی درکړي، کاشکې خو ته انسان نه وای بيا خو دې که خوړلی وم هم ولاکه به دومره افسوس راته، ولې زما يو افغان دومره پرېوتي اخلاق ولري؟ ښه ده چې خپله پښتو او دري خو لرو، باور مو وشه که مو په کومه بله داسې ژبه خبرې کولې چې د نړۍ اکثريت پرې پوهېږي نو په والله بالله چې د دې څو بې تربيه وګړو په سر به د افغان له نامه خلکو دومره کرکه کوله چې مکوه پوښتنه.
زه خو د دې خلکو کورنۍ تربيې ته حيران يم، ايا د دوی مور او پلار، خويندې ورونه هم همداسې دي؟
باور وکړئ زه خو په همدې اخرنۍ کرښه هم دومره خجالت شوم چې اندازه نلري، نو چې دوی ته به د نورو ناموسونه، کورنۍ، مور او خور څنګه داسې د بازار توکي ښکاري او که پخپله هېنداره کې نور ويني؟
ېوه بل ځوان چې ځان ته ډاکتر وايي راته ليکلي وو، دا خو يې ستره اشتباه کړې که زه وای ېو مې هم ژوندی نه پرېښوده، ما د ېوه ډاکتر لخوا د داسې خبرې په اورېدو ډېر افسوس وکړ، ورته مې ووېل، ډاکتر صاحب!
رښتيا هم،
کله چې د ېوه ملت ډاکتر د خپل ملت وينو ته دومره تږی وي نو د دې ملت خو بيا په اتوم ويشتل پکار دي، د داسې ملت د ېوه تن ژوندي پرېښودل هم ستر جرم دی، چې د هغوۍ داسې اشخاص چې په هغو باندې ملت د دې لپاره پانګونه وکړي چې ګوندې دی به يې د رنځورانو علاج کوي، د مرګ له لارې به يې د راګرځولو انساني هڅه کوي، د هغوی د دردونو درمان به کوي، د هغوی په زخمونو به پټۍ لګوي او ….
مګر له هغه داسې يو شی جوړ شي چې د ېوه ستر ظالم، جنايت کار او وينې څښونکي امپراطور او د هغوی د جيره خورو له لاسه چې يونيم ميليون ملت يې له تېغه تېر کړی، څلور ميليونه يې مهاجرت ته اړ کړل، د موسی شفيق او داوودخان په شان انسانان چې د دې خاورې د راتلونکي لپاره ورسره فکر وو، د کار او د ډګر خلک وو، دوی او په لس ګونو زره کسان کدرونه او پوهان يې پرته لدې چې کومه محکمه کې پرې قضاوت وشي، له تېغه تېر کړل، او د دې (ډاګ تر) صاحب لا تر اوسه پرې زړه نه وي يخ شوی، نو زه خو وايم چې دا ملک بايد لوټې، لوټې وای، دلته چې ډاکتر انسانيت نلري نو نور خو دې ….
افسوس زمونږ پر حال
کومې هيلې مې چې د هيواد راتلونکي پورې تړلې وې د داسې مخلوق په ليدو مې هرڅه په اوبو لاهو شول.

خو اوس راته د دې ېوې خبرې ځواب په لاس راغی او هغه دا چې کله هم د دغو وحشتونو د سرلارو (کمونستانو) له جنايتونو پرده پورته کېږي نو پلويان يې همدا څو لارې په مخ کې لري:
لومړی: ښکنځلې کوي او پدې توګه له خپلو اخلاقو ګټه اخلي، دا ځکه چې دليل ورسره موجود نه وي.
دوهم: د خپلو وحشتونو د پټولو لپاره د مجاهد له نامه په ګټې اخيستنې چې چا غلا، غصب او خيانت کړی هماغه به مخې مخې ته دروړاندې کوي، نو هلکه چې دوی بد وکړل دا خو ستا د وحشت لپاره جواز نشي درکولی.
درېم: ټول وژل شوي مظلومان په جهادي تنظيمونو پورې تړي چې هغه مهال لا تنظيم منظيم چا پېژانده نه، کله بيا وايي چې دا خو په راتلونکي کې له جهادي ډلو سره ېوځای کېدل، دلته نو دوی پخپل ساده توب خپله شاهدي وايي.
لدې هاخوا ورسره بل هېڅ نشته
زه خو وايم چې بد بد دي که هر چا تر سره کړي وي، مجاهدينو چې کومې نادودې وکړې هغه بايد وغندو، هېڅوک د بل مسلمان په حق د تېري کولو حق نلري، ان لا شهيد هم چې بېخي د الله په لاره کې وژل شوی.
خو په ېوه خبره بايد سوچ وکړو چې په افغانستان کې د ملت وژنې پېل چا وکړ او څنګه ملت وژنه پېل شوه؟
که له انصافه لاس وانه خلو نو ېواځې له عقله لاس په سر خلک او يا هم هغوی چې پدې جنايتونو کې پخپله او يا يې نور خواخوږي شريک ول، دا خلک د غوايي د اوومې د کودتاچيانو او سردار داوودخان د وژونکو له غاړې د دې پړه ليرې کوي، که نه نو حقيقت کې خو د اوسنيو ټولو ناخوالو پېل له هماغو وشو.
د ثور اتمه مونږ ځکه لمانځو او ښه ورځ يې ګڼو چې په همدې ورځ د وينو څښونکو د پاتې شونو د واک ګدۍ رانسکوره شوه، هغوی نور نشوای کولای خلک ژوندي تر خاورو لاندې کړي، هغوۍ نور د دې توان نه لاره چې شورويانو ته د افغاني پېغلو عفتونه ورډالۍ کړي، هغوۍ نوره د دې وسه نه درلوده چې خلک له محاکمې پرته په دار وځړوي، اوس د هغوی هغه چړچه ختمه وه چې د هېواد علماء، پوهاندان، مفکر صدراعظمان، په ابادۍ لاس په کار ولسمشران، انجينران، ډاکتران او نور کدرونه بنديان او بيا په وينو ولمبوي.
خو دا چې وروسته څه وشول او خبره کومې خواته لاړه نو دا ټولې د غرب او روسيې د هغو ګډو هڅو پاېلې وې چې په افغانستان کې د ېوه اسلامي حکومت مخه ونيسي، دا چې د چا پلان وو او څنګه يې عملي کړ خو لدې انصافه هم بايد ونه وځو ډېرې سترې تېروتنې وشوې او دې تېروتنو وروسته د هرډول بې شرميو ګړنګونه ووهل، پای د امريکا لمنې ته وروغورځولو او دا دی نن چې له دې پېښې پوره څلوېښت کاله تېرېږي، هرڅه بدل ښودل کېږي، ارزښتونه واوښتل، ملامت سلامت شو او سلامت ملامت، د مجاهدينو د خپلمنځي شپېته زره قربانيان چې د کمونستي تاريخ ليکونکو لخوا څو برابره زيات ښودل شوي، هر وخت يادېږي مګر د کمونستانو د لاس پنځلس لکه شهيدان څوک په خوله هم نه اخلي، زه دا نه وايم چې د مجاهدينو د خپل منځي جګړو وژنې کوم جرم نه وو، هېڅکله نه، په حقيقت کې د ېوه بې ګناه انسان وژنه هم ستر جرم دی دا خو لا څو زره دي، خو ولې د ېوه چا ډېر ستر جرم د بل د ګناه لاندې پټ شي، د ورانيو د بنسټ ايښودونکي ستر جرم ولې د ورانيو د روان ساتونکي تر ګناه لتندې پټ شي؟ دا انصاف ندی خو کاش چې زمونږ کمونست پلوو انصاف پېژندلای؟؟؟
زه وايم راځئ نور له ښکنځلو لاس واخلئ، هغه مهال مو له قتلونو کار اخيست او اوس چې په فېسبوک کې د چا قتل ته لاس رسی نلرئ ښکنځلې ورته کوئ، راځئ د خپلو مشرانو دا ناکاره کلتور له پامه وغورځوئ، سياسي مخالفت په منطقي لارو پرمخ بوځئ، او که دومره همت مو وکړ چې د پخوانيو جرم مو د نورو تر جرمونو لاندې پټ نکړ او د خپلو مشرانو پړه مو ومنله نو بيا خو به د هېواد د روښانه راتلونکي لپاره په ګډه هڅې پېل کړو.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*