وروستي

په کومو حالاتو کې تیمم روا ګڼل کېدلی شي؟

لیکنه: فضل الله ممتاز

ژباړه: محمد خالد ملکزی

له درنو مینه والو څخه یوې خور په خپله پوښتنه کې مونږ ته لیکلي ؤ چې: که چېرې اوبه نه وي؛ نو آیا د حدثِ أکبر (ډکو متیازو) د نجاست د له منځه وړلو لپاره یوازې په تیمم باندې اکتفاء کېدلی شي او کنه؟

د قدرمنې خور د دې پوښتنې په ځواب کې باید ووایو چې:
په اسلامي فقه کې په څو صورتونو کې تیمم روا ګڼل شوی دی؛ او یو له هغو څخه دادی چې:
که چېرې یو انسان د اوداسه او یا هم د غسل د ترسره کولو څخه عاجز پاتې شي او ونشي کولی چې اودس یا غسل تر سره کړي؛ نو په دې صورت کې اسلامي شریعت ددې شخص لپاره تیمم روا ګرځولی دی، تر څو پرې هغه نجاست چې د حَدَثِ أصغر (د تشو متیازو) او یا هم د حدثِ أکبر (د ډکو متیازو) په نتیجه کې رامنځ ته شوې دی، له منځه یوسي.

دلته دا خبره هم باید ستاسو په پام کې وي چې: هر هغه عمل کوم چې، د بې اودسۍ په حالت کې روا نه دی ګڼل شوی؛ د بې تیممه شخص لپاره یې هم ترسره کول روا نه ګڼل کېږي، ځکه چې تیمم په اصل کې د اوداسه په مقابل کې رامنځ ته شوې دی. [یعنې تیمم د اوداسه قائم مقام مڼل کېږي]، همداراز هر هغه کردار او عمل چې د یو جُنب انسان لپاره یې تر سره کول جواز نلري؛ او یا هم د یوې حیض او نفاس لرونکې مېرمنې لپاره یې ترسره کول روا نه وي؛ نو د بې تیممه انسان لپاره یې هم ترسره کول جواز نلري ، ځکه چې تیمم په اصل کې د غسل څخه د عاجز پاتې کېدلو په صورت کې روا ګڼل کېږي.

فقهای کرام په دې اړه دا خبره هم کوي او وايي چې: پر هر هغه چا باندې چې غسل واجب ګرځول شوی وي؛ [لکه: دجنابت له کبله، یا هم دحیض او یا هم د نفاس څخه د پاکېدلو په صورت کې غسل کول]، او دا شخص د غسل کولو څخه عاجز او ناتوانه وي؛ نو په دې صورت کې به تیمم ترسره کوي، او دا تیمم ورته د غسل او اوداسه پر ځای قائم مقام ګرځول کېږی. حضرت عمروبن العاص(رضي الله عنه) چې یو جلیل القدره صحابي دی، په دې اړه مونږ ته د بانډه چیانو او کوچیانو یوه تاریخي کيسه را په زړه کوي او وايي چې: دې کوچیانو به په میاشتو میاشتو په دښتو او بېدیاو کې ژوند کاوه او هیڅ اوبه به یې نه موندلی، چې دې کیسې ته به لږ وروسته په بشپړ تفصیل سره اشاره وکړو.

اسلامي فقها په دې اړه دا هم وايي چې: که چېرې د یو تن نیم بدن جوړ او نیم نور یې ناجوړ (معیوب او شل) وي؛ نو په دې صورت کې به د وجود سالمه او روغه برخه په اوبو پرېمینځي او ناجوړه برخه چې مینځل یې ورته ستونزمن وي، یوازې تیمم به پرې کوي. د احتلام (غسل واجبېدلو) په اړه د حدیثو یو لړ مشهور امامان؛ لکه: امام أبو داؤود، امام ابنِ ماجه او اِمام دار قُطني او بیهقي (رحمهم الله) د یو روایت یادونه کوي او وايي: ــ البته دا روایت ابن السکن صحیح او درست ګڼلې دی ــ چې: یو ځل د یو صحابي سر سخت زخمي شو، د ورپېښ شوي زخم له کبله خورا ناکراره او په تکلیف کې ؤ، په دې صورت کې احتلام (دجنابت غسل) هم پرې واجب شو؛ نو دې صحابي له یو بل صحابي څخه د جنابت دغسل په اړه پوښتنه وکړه او د خپلې زخمي سر په اړه یې له هغه سره سلا مشوره وکړه؛ او ورته یې وویل: دا چې سر مې زخمي دی؛ نو آیا په دې صورت کې دا زما لپاره روا دي چې د غسل پر ځای یوازې تیمم تر سره کړم او غسل ونکړم؟ هغه ورته وویل: چې نه، زه ستا لپاره په دې مسئله کې هیڅکله هم دا روا نه ګڼم چې ته دې تیمم تر سره کړې، ( او غسل ونکړی) په داسې حال کې چې ته د اوبو د استعمالولو توان هم لری؛ نو ته ولاړ شه او سمدلاسه غسل ترسره کړه.

دغه مبارک صحابي د همدې صحابي د فتوی او پرېکړې په نتیجه کې ځي او بیا غسل ترسره کوي، د همدې غسل له کبله یې صحت ته خورا زیان رسیږي، او بالآخره تر دې پوری چې له همدې غسل کولو له کبله وفت کېږي، او خپل ژوند له لاسه ورکوي؛ نو کله چې نبي ــ علیهم السلام ــ د دې کېسې څخه خبريږي، نو دا خبره پرې خورا سخته او درنده تمامیږي، او تأدییاً (د أدب ښودلو لپاره یې) د هغوی دا کار په کلکه ټوکو غندي، او بیا دوی ته وايي: (( د هغه زخمي شوي صحابي لپاره یوازې همدومره بس ؤ چې تیمم یې تر سره کړی وای، او یا یې هم پر خپل زخم باندې جبیره (پټۍ) لګولی وای، بیا له دې وروسته یې (پر خپل زخم باندې) مسح کړي وای؛ او نور ټول بدن یې وینځلی وای)).

په دې اړه علماوو او فقهاوو داسې هم ویلي دي چې: که چېرې څوک ومري او اوبه شتون ونلري؛ نو پدې صورت کې به دې مُتوفی(مړي) ته یوازې تیمم ورکول کېږي.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*