وروستي

ددعوت په ډګرکې د ځېنو بيبيانو لنډې کیسې

مېرمنو ته څو لنډې خبرې! مېرمنو ته څو لنډې خبرې!

عادله صلاح

عزتمندو مېندو او خوېندو پدې باور او ېقېن ولرئ چې ستاسى کوم اولادونه او مېړونه چې د اسلام دنشر او دعوت لپاره کار کوي او یا دجهاد په تاوده سنګرونو کې شپې او ورځې سباکوي٠ تاسودهغوی سره په اجر او ثواب کې شرېکې یاستئ پدې شرط چې تاسې دهغوى د اسلامي دعوت او مبارزې مانع نشئ او خپل مېړونه دې ته مجبور نکړئ چې ستاسې هرې غوښتنى ته ځواب ووايه بلکې تاسى باېد خپلى غوښتنې او هم خپل ټول امکانات د دوى په واک کې ورکړئ٠ او ددنېا دنعمتونو او خوشحالۍ پرځاى داخرت نعمتونو او خوشحالۍ ته ترجېح ورکړئ٠ پدې اړه د ېو څوبیبیانو مختصرې اولنډې کړنې بېانوم.

–فاطمه: دامویانو دخلېفه عبدالملک بن مروان لور وه د خپلې زمانى ډېره زېاته ښایسته شاعره ادیبه د تقوى او دېن خاونده، پوره عالمه او په حسن کى یې مثال نه درلود. ډېره زېاته مالداره اوغني ښځه وه دخپل د تره زوى عمربن عبدالعزېز چې په عمر ثاني شهرت لري او نهاېت ډېرغرېب ؤ واده وکړو٠

د څوکلونو په تېرېد و دوى دواړو دې مال څخه استفاده کوله کله چې د دې پلار عبدالملک وفات شو او عمر بن عبدالعزېز خليفه او پاچا شو نو په لومړۍ شپه يې فاطمې ته په خپله کوټه کى داسې ووېل: اى فاطمې ته پوهېږې چې د اسلامى خلافت دروند مسؤولېت ځما په غاړه شو اوس ستاخوښه زه او ته او ستا دا ډېرمال او دارايي پدې کوټه کى نه ځاېږو نو مهرباني وکړه دا خپل ټول مال جواهرات دې د مسلمانانو بېت المال ته تسلېم کړه هغې په ډېرې خوشحالۍ سره خپل ټول مال بېت المال ته تسلېم کړ، او عمر بن عبدالعزېز درې کاله وروسته وفات شو او ددې پر ځاى د فاطمې ورور ېزېد بن عبدالملک پا چا او خلېفه شو ېزید فاطمىې ته ووېل، چې عمر پر تا ډېر ظلم کړېدى راشه خپل مال دې بېرته واخله فاطمې ووېل کلا والله لا اخذه ترجمه: سوګند په الله باندې چه هر ګز به دامال وانخلم٠

او بیايې ووېل، چې ما دهغه په ژوند کى دهغه مخالفت ندى کړی او چې مړدى نوڅنګه دهغه د امر مخالفت وکړم.

یزید بن عبدالملک دفاطمې ټول مال راواخیستواو په خپل اهل وعېال يې تقسېم کړ. فاطمې هماغسې په زهد، تقوى، عبادت او عاجزۍ کې پاتې شوه تر دې چې وفات شوه او دخپل مېړه عمررحمه الله سره ېو ځاى شوه ٠

همدارنګه دحضرت عمر خور فاطمه بنت خطاب چې کله دایمان او عقېدې په منصب مشرفه شوه نو حضرت عمر هغه دومره ووهله چې بې هوشه شوه لکن ددې ترڅنګ هغه په خپله ژمنه باندې دومره وفاداره وه چې په هغى چى کومه ناتواني رامنځ ته نشوه او حضرت عمر رضی الله عنه ته يې په تونده لهجه ووېل: اى دخطاب زوېه! څه چې غواړې هغه وکړه بې له شکه زه مسلمانه ېم حضرت عمر غوښتل ترڅو دقرآن عظېم الشان هغه پاڼې چې دهغې په لاس کى وې ورڅخه واخلي خو هغې ورته ووېل، چې اى دخطاب زوېه! ته ناولى او ناپاکه ېې او دادهغه سپېڅلى کتاب پاڼې دي چې سپېڅلي خلک ېې په لاس کى اخیستلاى شى.

ام حبیبه رضى الله عنها

ابو سفېان داسلام د راوړلو نه مخکې ېوه ورځ مدينې ته لاړو اودپېغمبرصلی الله علیه وسلم په خدمت کې حاضر شو غوښتل یې چې د خپلې لور سره وګوري کورته ننوت هلته د رسول الله صلی الله علیه وسلم بستره پرته وه په هغې کېناست نو لور ېې له ځنډه هغه ورڅخه کش کړ، پلارېې په حېرانتېا او تعجب سره ورته وکتل او ویې ووېل: آیا زه په دې بستره باندې دناستې لایق نه یم لور ېې ځواب ورکړ: نه دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم بستره ده او ته مشرک او نجس ېې، نه غواړم دغه پاکه بستره ستا پر ناستى نا ولې کړم٠

ربیع بنت معوذ رضی الله عنها

ربیع بنت معوذ رضی الله عنها فرمایلي، چې مونږ د پېغمبرصلی الله علیه وسلم سره ېو ځای دجهاد سنګر ته تلوو مجاهد ینو ته به مو اوبه ورکولې، شهېدان او ټپیان به مو مدېنى ته راوړل٠

ام عطیه رضی الله عنها

ام عطیه فرما یلي دي: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په اووه غزاګانو کې برخه اخیستې هلته به ما دمجاهد ینو جنګي سامانونو ساتنه کوله، هغوى ته به مې ډوډۍ برابروله، ټپیانو ته به مو دارو او درمل برابرول٠

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*