وروستي

برجام او چابهار؛ اړيکې او اثرات!

برجام او چابهار؛ اړيکې او اثرات!

وحيدالله مصلح

په اوسنيو نړيوالو قدرتونو کې اخلاقي ملګرتيا نه شته، دغه ملګرتيا معمولاً په نظرياتي موډلونو کې وي، په اقتصادي چورواکۍ کې بيا امريکا په برجام کې خپلې ګټې سنجوي او ترې ووځي، خو د دې فکر نه کوي چې له دې تړونه په وتلو سره به په وچه کې د ايسار افغانستان سوداګري له کوم انجام سره مخ کېږي؟

دا چې افغانستان د امريکا سټراټيژيک ملګری نه بلکه د هغوی تر ولکې لاندې د ژوند او مرګ پر کرښه پروت هېواد دی، نو بېخي وروستی ثبوت يې د ايران له اتومي تړونه په وتلو سره د افغانستان د ګټو په پام کې نه نيول دي، اوس چې ايران د چابهار بندر د څو تړونونو پر ځنډولو غور کوي او په دغه بندر کې نړيوال پانګوونکي د امريکا د سزا له ويرې خپلې پانګې راټولوي نو افغانستان په دغه ټول کشمکش کې يو ځل بيا تجارتي سوءتغذي پاتېږي، د تجارت سټراټيژيک راتلونکی يې بېرته د پيل نقطې ته راستنېږي او په دې ډول افغانستان بېرته پر پاکستان تکيې ته سپارل کېږي. نو په دې ټوله معامله کې يې د افغانستان پر تجارتي تراژيدۍ د امريکا څه؟

نو تر هغه چې افغانستان په داخلي لحاظ استحکام ونه مومي او داخلي سياستونه په ملي ګټو کې نزدې نه شي له بلې خوا د خبرو اترو ډيپلماسي په حقيقي ډول فعاله نه شي نو افغانستان به د هېڅ هېواد سټراټيژيک ملګری نه شي.

د خبرو اترو په سلسله کې خو افغان حکومت د سولې لپاره يوه ډېره واضح طرحه وړاندې کړه، خو د هېواد او ملت په وړاندې د قانوني مسئول بنسټ په توګه افغان حکومت بايد پر امريکا دا فشار هم راولي چې راځئ په ګډه له طالبانو سره د خبرو اترو ميکانېزم جوړ کړو، دا ډېر ستونزمن کار نه دی، په جنوبي کوريا کې هم د امريکا اډې شته، خو کله چې په دې وروستيو کې امريکا له شمالي کوريا سره د انهدام پر سياست تقابل شروع کړ نو جنوبي کوريا امريکا ته وويل چې مونږ له شمالي کوريا سره جنګ نه غواړو او د دواړو هېوادونو ستونزې بايد د خبرو اترو له لارې حل شي، وروسته يې بيا په دې اړه دومره پرمختګ وکړ چې د دواړو کورياګانو ولسمشرانو تاريخي دود مات کړ، يو له بل سره يې د کورياګانو په غير نظامي سيمه کې وکتل او تاوده روغبړونه يې وکړل.

دا هغه څه وو چې امريکا دغسې نه غوښتل. افغانستان هم کولای شي دغسې يو جرائت وکړي، دا د ملي ګټو غوښتنه ده چې افغانستان له امريکا وغواړي چې د خبرو اترو پر ګودر ورګډه شي. کله چې په دې ډول خبرې اترې پيل کېږي، سوله رامنځته کېږي او بيا به افغان حکومت د ثبات او ټيکاو په مرحله کې له ډېر قوي منظره سياست لري، بيا به په سيمه کې سټراټيژيکه ملګرتيا ولري او په نړيوالو خبرو اترو او تړونونو کې به يې ګټې په پام کې نيول کېږي. مونږ چې خراب يو نو له کوره خراب يو.
سوله زمونږ لومړيتوب دی، که سوله ونه لرو، نو نه به د هېواد اوبه مديريت کړو او نه به د وچې له عذابه خلاص شو.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*