وروستي

مرتد ملته او مسلم ملته!

مرتد ملته او مسلم ملته!

وحیدالله مصلح

په څومره مخالفو قطبونو کې ايسار يې او په څومره بلا نومونو کې بدنام يې؟ چا ته په ارتداد کې، چا ته په اشغال کې او يرغلګرو ته په بل بل نام کې پړ يې…

مرتد ملته او مسلم ملته!
ستا جومات او ستا منبر مرتد او ستا لوبغالى خو بېخي کافر دى، لوبغاړي يې مرتد وو او سيالبين خو يې سره کافر وو، دې کافرو چې د رمضان په احترام بسته سيالۍ شپينۍ کړې وې نو د مرګ سزا يې اشد مجازات وو!

وه مرتد ملته وه مسلم ملته!
ته چې په هر نوم وژل کېږې بس ته وژل کېږې، پر تا يې د کافرې نړۍ څه او پر تا يې د اسلامي دنيا څه؟ چې ستا خپل بچيان پر تا رحم نه کوي، چې ستا خپلو بچيانو ستا ورمېږ ته پڅه او پردۍ چاړه نيولې او چې ستا خپل بچيان تا په روسۍ ماشينې، چينايي ټيټي او امريکايي لايزرونو ولي نو پر تا څوک دى ملامت؟

وه ارزان ملته وه پرېمان ملته!
ته چې دا څلوېښت کاله وژل کېږې، ته چې په لکونو پنا کېږې، ته چې مسلسل شل کېږې او ته چې دوامدار شوټ کېږې نو ستا په کومه، کومه پېښه به د نړۍ اسوده انسان د وير اظهار وکړي؟ نړۍ ستا له کړاوه نوره کلاره ده، ستا د څلوېښتو کالو ټپ نور نورمال ټپ دى، ستا جګړه نور ستا شناخت دى، د نړۍ انسانان نور ستا د شناخت سپکاوى نه کوي، ته په اسوده خاطر خپله جګړه کوه او ته د خپل وجود زخمونه خپله څټه!

افغان وطنه او خراسان وطنه!
ته چې په داخلي لحاظ ويشلى يې، ته چې استحکام نه لرې، ستا چې يو شمېر ناخلف بچيان پر خپلو سلفو شامتونه وايي، ملي سرود، ملي هويت، ملي رمزونه، تاريخ او د وطن جغرافيه ټول يې تنازع ته غورځولي نو چې ستا دغسې ويشلى وجود نړيوالو او منطقوي قدرتونو ته نيلام دى، پر تا څوک دى ملامت؟

اى د جنګ ټولو اړخونو!
دا جګړه اوس دې حد ته رسېدلې، نور په کې تور او سپين نه معلومېږي، نور په کې ښاغلي او نا ښاغلي نه شته، نور په کې کفر او اسلام مبهم دي، نور په کې پاک هدف او ناپاک هدف ګډوډ دى، دلته استخباراتي لومو جګړه دغسې پېچلې کړې چې ښايي ډېرې پېښې بې هدفه وي خو د جګړې تمويلوونکو ته حتماً هدف دى… نو نور د دې جګړې د پاى وخت را رسېدلى او د خداى لپاره نور د خبرو وخت را رسېدلى!
دا غږ د جګړې په ټولو اړخونو بايد وشي، حکومت چې وار له مخه خبرو ته سنحيده دى نو د خبرو غږ پر امريکا او طالبانو دواړو بايد وشي.

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*