وروستي

آيا په هېره سره روژه ماتېږي؟

آيا په هېره سره روژه ماتېږي؟

پوښتنه: آيا په هېره سره روژه ماتېږي او که نه، ځينې خلک فکر کوي چې روژه به ماتېږي، صرف کفاره به نه لازمېږي؟

ځواب: په هېره خوراک، څښاک او جماع کولو سره روژه نه ماتېږي، د بخاري شريف د (کتاب الصوم) په (باب الصائم اذا اکل او شرب ناسيا) کې دا روايت راغلی: ژباړه: له حضرت ابوهريرة رض څخه روايت دی چې  رسول الله ص وفرمايل: که د چا روژه هېره شي، خوراک يا څښاک وکړي، نو خپله روژه دې پوره کړي، ځکه چې دا په حقيقت کې الله تعالی په ده خوراک او څښاک وکړ. (بخاري شريف جلد اول صفحه ٢٥٩)

 

او په (سنن دارقطني) کې روايت دی:

ژباړه: له حضرت ابوهريرة رض څخه روايت دی چې رسول الله ص وفرمايل: څوک چې د رمضان مياشتې روژه په هېره سره ماته کړي، نو پر هغه نه قضا شته او نه کفاره يعنې روژه يې صحيح ده او په کار ده چې خپله روژه پوره کړي.

(دارقطنی کتاب الصوم جلد ٢صفحه ١٥٨) په هېره تر خوراک کولو وروسته قصدًا دوهم ځل خوراک کول

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*