وروستي

آیا د مېرمنو په زېوراتو کې زکات شته؟

آیا د مېرمنو په زېوراتو کې زکات شته؟ آیا د مېرمنو په زېوراتو کې زکات شته؟

لیکنه: فضل الله (ممتاز)

ژباړن: م. خ. (ملکزی)

یوې خور په خپله پوښتنه کې لیکلي ؤ چې:
آیا د مېرمنې په زېوراتو او د سینګار په یو لړ وسائلو (لکه د سرو زرو غاړکۍ او بنګړيو) کې زکات ورکول کېدلی شي؟

د پورتنۍ پوښتنې ځواب: پورتنۍ مسئله د علماؤو تر منځ یوه ډېره اختلافي مسئله ده؛ او په دې اړه د فقهاؤو خواره واره اقوال موندل کېدلی شی؛ خو په دې مقاله کې به په مناسب لنډیز سره دوه ډوله نظریات له تاسو سره شریک کړو.

په دې اړه د علماؤو نظریات:
لومړۍ نظر: په هغه زېوراتو اوګاڼو کې چې مېرمن ترېنه د خپلې ښکلا او زینت لپاره استفاده کوي او یا یې بل چا ته کله کله د امانت شکل ورکوي؛ په دې صورت کې زکات ورکول پرې واجب نه دي.

دویم نظر:
بله ډله علماء (لکه امام ابوحنیفه ــ رحمه الله ــ ) بیا وائي چې: په دې استعمالېدونکو زېوراتو کې زکات لازمیږي او ضرور به یې زکات وباسي؛ او په دې اړه صحیح نظر هم همدادی. یعنې هر کله یې چې نصاب پوره شي؛ او یو کال پرې واوړي؛ نو په دې صورت کې په مسلمانې مېرمنې باندې د هغې په زېوراتو کې زکات ورکول لازمیږي (په معاصرو علماؤو کې دا د شيخ ابن باز ، او شيخ ابن عثيمين ــ رحمهما الله ــ نظر هم دی).

په سرو زرو او سپینو زرو کې د نصاب اندازه څومره ده؟
په سرو زرو کې د نصاب اندازه د سپینو زرو له نصاب سره خورا تفاوت لري؛ او دا په دې معنا چې: په سرو زرو کې 20 مثقاله او په سپینو زرو کې 140 مثقاله د زکات د نصاب اندازه ټاکل شوې ده؛ نو په لنډه توګه سره ویلی شو چې: که چېرې د یوې مېرمنې په کور کې د سرو زرو د بنګړیو او د غاړکیو او یا د زینت او سنګار د داسې نورو طلائي وسائلو اندازه 20 مثقالو ته ورسېږي؛ نو دا مېرمن دې پوهه شي چې پر دې باندې د هغې په زېوراتو او د سینګار په وسائلو کې زکات واجب شوې دی. اوس کېدای شې چې دا پوښتنه رامنځ ته شي چې د 20 مثقاله څومره پیسی کېږي؟ په دې اړه باید دومره ووایو چې: له 20 مثقالو څخه د سعودي 11.5 (یوولس نیم) جُنَیهات جوړیږي.

په اوسنیو وختونو کې څومره ګرامه کېږي؟
په اوسنیو وختونو کې د سعودي په 11.5 جُنیهاتو باندې 92 ګرامه سره زر اخستل کېدلی شي؛ نو اوس که چېرته د یوې مېرمنې د سرو زرو زېورات او د سینګار وسائل 92 ګرامو (یا هم 11.5 (یوولس نیمو ) جُنیهاتو ته ورسېږي؛ نو په دې صورت کې پرې زکات فرض کېږي.

په ګاڼو او زېوراتو کې د زکات د فرضیت په اړه څو حدیثونه:
په دې اړه د نبي کریم ــ صلی الله علیه وسلم ــ څخه دا خبره ثابته ده چې: ” أَنَّ امْرَأَةً أَتَتْ رَسُولَ اللَّهِ ــ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ــ وَمَعَهَا ابْنَةٌ لَهَا ، وَفِي يَدِ ابْنَتِهَا مَسَكَتَانِ (1) غَلِيظَتَانِ مِنْ ذَهَبٍ ، فَقَالَ لَهَا : أَتُعْطِينَ زَكَاةَ هَذَا ؟ قَالَتْ : لا”
ژباړه: یو ځل نبي کریم ــ صلی الله علیه وسلم ــ ته یوه مېرمن راغله چې د هغې د لور په لاس کې د سرو زرو دوه بنګړي ؤو؛ نو (نبي کریم ــ صلی الله علیه وسلم ــ ) ورته وویل: آیاتاسې د دې زکات ورکوئ؟ هغې ورته وویل: نه. بیا نبي کریم ــ صلی الله علیه وسلم ــ ورته وفرمایل : “أَيَسُرُّكِ أَنْ يُسَوِّرَكِ اللَّهُ بِهِمَا يَوْمَ الْقِيَامَةِ سِوَارَيْنِ مِنْ نَارٍ “؟
ژباړه: وې فرمایل: ((آیا ستا دا خوښيږي چې د دې بنګړو پر ځای د قیامت په ورځ لوی څښتن تعالی تاسې ته د اور دوه بنګړي در په لاس کړي))؟ عبدالله بن عمرو بن العاص ــ رضي الله عنه ــ چې ددې حدیث راوِيْ (روایت کونکی) دی فرمائي چې: ” فَخَلَعَتْهُمَا ، فَأَلْقَتْهُمَا إِلَى النَّبِيِّ __ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ __ ، وَقَالَتْ : هُمَا لِلَّهِ عَزَّ وَجَلَّ وَلِرَسُولِهِ” . نو (ددې خبرې په اورېدلو سره دې مبارکې صحابيې) سمدلاسه (خپل دست بندونه او بنګړي) د خپل لاس څخه را وویستل او بیا یې نبي کریم ــ صلی الله علیه وسلم ــته ور وړاندې کړل او وې فرمایل: دا د الله تعالی او د هغه د رسول لپاره دي ــ البته که چېرې د مېرمنې زېورات د سرو او سپینو زرو پرته له نورو قیمتي ډبرو څخه وي؛ لکه: الماس، زمرود، یاقوت او مرجان څخه وي؛ نو بیا په اتفاق د علماؤو سره په دې زېوراتو کې زکات نشته ــ.

دا مبارک حدیث امام أبو داود او امام النسائي په صحیح إسناد سره روایت کړی دی. ام المؤمنین حضرت أم سلمه ــ رضي الله عنها ــ چې د نبي کریم ــ صلی الله علیه وسلم ــ له مېرمنو څخه وه، دې مبارکې بي بي به د سرو زرو اوضاح (2) په لاس کول. بیا یې رسول الله ــ صلی الله علیه وسلم ــ ته وویل: آیا دا به زما لپاره ذخیره (د جهنم زېرمه وي)؟ نو رسول اکرم ــ صلی الله علیه وسلم ــ ورته وفرمایل: که چېرې نصاب یې پوره شي (او کال پرې واوړي)، او ته د دې زکات ورکړې؛ نو بیا په دې صورت کې هېڅکله هم ستا لپاره د (جهنم) زېرمه نشي جوړیدلی. دا حدیث امام ابو داود او امام دار قُطني ــ رحمهما الله ــ دواړو روایت کړی دی او حاکم نیشاپوري صاحب دا حدیث صحیح ګڼلی دی.

امام ابو داود ــ رحمه الله ــ یو بل حدیث د ام المؤمنین عائشې ــ رضي الله عنها ــ څخه روایت کړی دی چې وې فرمایل: ” دَخَلَ عَلَيَّ رَسُولُ اللَّهِ ــ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ــ فَرَأَى فِي يَدَيَّ فَتَخَاتٍ مِنْ وَرِقٍ، فَقَالَ : مَا هَذَا يَا عَائِشَةُ ؟”….

ترجمه: یوه ورځ رسول اکریم ــ صلی الله علیه وسلم ــ کور ته تشریف راوړ او زما په دواړو لاسونو کې د سپینو زرو یوه غټه ګوته وه (چې غمۍ یې نه درلود) (3)؛ نو په دې وخت کې یې راته وفرمایل: اۍ عائشې ! دا څه شی دي؟

“فَقُلْتُ : صَنَعْتُهُنَّ أَتَزَيَّنُ لَكَ يَا رَسُولَ اللَّهِ! “. نو ما ورته وویل: اۍ د الله تعالی رسوله ! دا خو ما ددې لپاره جوړې کړي دي چې تا ته پرې ځان سینګار او ښکلی کړم ! راته یې وویل: “أَتُؤَدِّيْنَ زَكَاتَهُنَّ”؟ قلتُ: لا، قَالَ: “هُوَ حَسْبُكِ مِنَ النَّارِ”. آیا ته ددې زکات هم ورکوي؟ ما ورته وویل: نه ، را ته یې وویل: همدا یوازې ستا لپاره بس دی چې تا اور ته داخله کړي.

دا پورتنی مبارک حدیث یو لړ محدثینو لکه: امام أبو داود (155) او امام او حافظ ابنِ حجر عسقلاني مصري ،او شيخ الباني ــ رحمهما الله ــ صحیح حدیث ګڼلې دی؛ خو بل لوري ته امام ترمذي ، او دار قُطني ، او اِمامِ ذَهبي … ــ رحمهم الله ــ بیا دا حدیث ضعیف ګڼلې دی.

په پورتني مبارک حدیث شریف کې د وَرَق کلیمه ذکر شوې ده چې مراد ترېنه سپین زد دي؛ نو دا ټول پورتني روایتونه په همدې خبره باندی دلالت کوي چې: هر هغه څوک چې پخپلو زېوراتو او د سینګار په وسائلو کې کلنی زکات نه ورکوي؛ نو دا په حقیقت کې یوه داسې زېرمه (کنز او ذخیره) ده چې د قیامت په ورځ به یې څښتن پرې په عذابېږي.

دا ؤو د سعودي عربستان د عام مُفتي شيخ عبد العزيز بن باز ــ رحمه الله ــ هغه څو نظریات چې تاسو ته مو را نقل او له تاسو درنو لوستونکو سره مو شریک کړل.
________________________________________________
(1): والمَسَكتان: – بِفَتْح الْمِيم وَالسِّين – تَثْنِيَة مَسَكة ، وَهِي السوار .
یعني د مَسَکتان کلیمه تثینه ده او مفرده کلمه يې مَسَکة ده چې د دست بند او بنګړو په معنا سره ده.

(2): الأوضاح؛ قال في ” النهاية “: ” هي نوع من الحُليِّ يُعمل من الفِضة، سُميت بها لِبياضها، واحدُها وَضَحٌ “، ثم أُطلِقَ هذا الاسم على ما يُصنع من الذهب أيضاً.

یعنې اوضاح د وضح جمع ده او امام ابن کثیر ــ رحمه الله ــ پخپل کتاب البدایة و النهایة کې په دې اړه لیکلي دي چې: دا یو ډول د سینګار و سیله او د مېرمنو زېورات دي چې د سپینو زرو څخه جوړیږي؛ او اوضاح ورته ځکه ویل کېږي چې خورا واضح او څرګند به ښکاره کېدل او د مېرمنو ښکلا به یې لا نوره هم زیاتوله او بیا د وخت په تېرېدو سره دا کلمه د هغو زېوراتو لپاره هم کارول کېدله چې د سرو زرو څخه به جوړېدل.

(3): و (الفَتْخَاتُ) هِيَ الخواتيمُ الكِبارِ . یعنې فَتْخَةٌ کلمه چې جمع یې فَتخَات ده، هغو غټو ګوتو ته ویل کېږي چې هېڅ غمی ونلري او دا به عموماً مېرمنو د خپل بښائست لپاره کارولی.(مترجم).

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*