وروستي

محرم الحرام میاشت او عاشورا – دویمه برخه

محرم الحرام میاشت او عاشورا – شپږمه برخه

لیکوال: احمد الله عاطفي –

له دی دولس میاشتو څخه څلور میاشتی ډیر داحترام وړ دي ، ددی احترام دقرانکریم دمبارک ارشاد نه څرګنده ده او له هغه زمانی چې کله ځمکه او اسمان جوړ شوي دي، دمیاشتو همدا شمیر په لوح محفوظ کې لیکل شوی او د کایناتو عمر په همدی حساب جریان لري!

ټولو پیغمبرانو ددي محترمو میاشتو حرمت ساتلی وو، هیچاته اختیار نه وو چې په دی اړوند تصرف وکړئ، د ټولو پیغمبرانو په شریعتونو کې په اتفاقی ډول پدی میاشتو کې جنګ او وژنۍ نه هر چا لاس اخست او همدا راز په نیکیو او ثوابونو ترلاسه کولو پسئ مټی رانغښتئ، ځکه هر نیک کار، څو برابره آجر لري او د دی په خلاف دجنګ او جګړو سر بیره نور ګناهونو ارتکاب بل مثله د تاوان پله درندوي!!

دمکې او شاواخوا سیمو عربان چې د اسماعیل علیه السلام په برکت دابراهیمی دین لارویان وو، دوی هم په ډیر احترام د محترمو میاشتو درناوی کاوه، ولی دوخت په تیریدا او په ځانګړی ډول دفطرت په دور کې یعنی دسیدنا حضرت عیسی علیه السلام له بعثت نه را پدیخوا په عامه توګه جزیرة العرب او په ځانګړی ډول د مکی او نږدی سیمو او سیدونکو ،چې د جنګ او جګړو معتادین وو ، نی شو کولای دری میاشتي پر له پسی له جنګه لاس واخلی همدا لامل و چې مشرکینو او هم د اسماني دین منحرفو لارویانو په ابراهیمی دین کې د لاس وهنو او تصرفاتو لامله نه یواځی د ګمراهیو لاره غوره کړی وه بلکه د الهي میاشتو په بدلیدا را بدلیدا کې هم ناوړه تصرفات پیل کړي وو، مشرکینو به دخپلو ناوړو موخو او اهل کتابو به دحج مراسمو دمخنوی په خاطر سره په ګډه لاس وهنه کوله!

د میاشتو په بدلیدا ، زیاتوالې اوکموالي کې له خپله ځانه قوانین وضع کول، کله به يې کال د ۱۲ میاشتو پر خلاف ۱۳ میاشتې اعلان کړئ او کله به يې د محرم میاشت پر ځای د صفر میاشت د احترام وړ اعلان کړه… د همدی تصرفاتو لامله له دوینه د میاشتو اصلی ترتیب هیر شوی او د شرعي احکامو او مناسکو پر ځای کول هم ګډ وډ شوي وو، د دی لپاره چې د محترمو میاشتو حساب له ځانه سره وساتي، د دوی مذهبې شخصیت (القلمس) او یا هم د دي کورنۍ یو غړي به د حج په موسم کې دراتلونکې کال لپاره میاشتی تعیینولې او اعلان به يې کاوه چې راتلونکی کال څو میاشتی لری او کومه میاشت څرنګه دی!!

د کال په میاشتو او ترتیب کې همداسي تصرفات روان وو تر هغی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دهجرت په لسم کال خپله د حج مناسکو ادا کولو لپاره تشریف یووړ ، او الله سبحانهُ وتعالی دا کال دمشرکینو ، اهل کتابوو او ټولو ذی دخلو اړخونو په بی ارادی خوښه داسی برابر کړی و، چې کوم ترتیب الله تعالی د ځمکی او اسمان دپیدایښت په وخت کې د کال ۱۲ میاشتو او په دی کې د محترمو میاشتو ترتیب ایښی و!!

رسول الله صلی الله علیه وسلم د حجة الوداع په کال (د هجرت لسم) په منی کې د تشریق ورځو (اختر ورځ) د خطبی په ترڅ کې د میاشتو ترکیب او ترتیب په اړوند وفرمایل: زمانه اوښته راوښته تردی چې سږکال د حج وخت په صحیح ډول په خپل هغه نیټه کې راغی، چې د الله جل جلاله د حساب له مخې د هغه اصلي نیټه ده.

د احترام وړ دري پر له پسی میاشتو (ذی القعده، ذی الحج او محرم ) په باب ټول عربان په اتفاقي ډول په یوه خوله وو، خو د رجب المرجب په اړوند يې اختلاف درلود، یوه ډله عربانو درمضان میاشت ته د رجب میاشت ویل او د مضر قبیلی په نزد، رجب هغه میاشت وه چې دجمادی الثانی او شعبان تر مینځ ده، په همدی مناسبت د الله رسول، صلی الله علیه وسلم د ذهنونو د لا روښنايې په خاطر د احترام وړ څلورمی میاشت ته د رجب مضر خطاب وکړ، کوم چې د جمادی الثاني او شعبان تر مینځ ده همدا درجب میاشت دی.

د کال ۱۲ میاشتو او په ځانګړی ډول د حرمت څلورو میاشتو پاکوالی او حرمت الله سبحانه وتعالی بیان کړی ، هرڅوک پکی ناوړه تصرف وکړی هغه خپل تاوان ته لاره پرانیزی، د میاشتو ترتیب او په میاشتو کې احکام هم د الله جل جلاله په ازلي حکم ایښودل شوي دي، د احکام القرآن مفسر امام جصاص رحمهُ الله لیکې: د دی څلورو میاشتو فضیلت او حکمت دادی، کوم بنده چې په دی میاشتو کې په منظمه او پر له پسي توګه عبادت او مناسک ادا کړی دکال په نورو میاشتو کې دعبادت توفیق تر لاسه کول او له ګناهونو ځان ساتل ورته اسان شي!

نور بیا

څرګندونه مو لاندې وليکئ

ستاسو برېښناليک خوندي دی.


*